پوځي جنرالانو په پخوانی پلی بای او پخوانی کرېکټ سټار عمران خان سیاسی برخلیک باندې د رخصتیدو مهر او ټاپه لګولي.
د پاکستان په لومړې وزېر عمران خان باندې د نه باور رایې ورکولو پر سر اختلاف پاکستان سیاسي کړکیچ سره مخامخ کړي دی. د پاکستان لومړي وزېر عمران خان د یوه پراخ کورني سیاسي کړکیچ په ترڅ کې د نویو ټاکنو د ترسره کولو اعلان وکړ. عمران خان له څو اوونېو راهېسې تر سخت کورنې فشار لاندې دی. لومړی وزېر اوس پاکستان د سیاسي کړکیچ کندې ته وروغورځولو. خان اصلاً د خپل واک د ساتلو لپاره مبارزه کوي. دا ډراماتیکه پېښه او سیاسي کړکیچ مخ په ډیریدو او ژوریدو دی. د هیواد سیاسي ګډوډي د پنجاب لویې صوبې ته خپرې شوي دي. په دې سیاسي کړکیچ کې د پوځیانو د مداخلې ویره هم رامنځ ته شوي ده.
پوښتنه دا ده، چې پوځیان به دې سیاسي بحران ته څه ډول ځواب ولري. په پاکستان کې جنرالان یا پوځي اشتبلیشمنټ سیاسي واک او سیاست له پردې تر شا کنټرولوي. لومړي وزېر عمران خان ته د یوه ګوډاګي په سترګه کتل کیږي. په لومړی ځل د پاکستان په لنډ تاریخ کې حکومت په خپله خپل ځان منحل اعلان کړو. د نه باور رائیه د یکشنبې په ورځ ټاکل شوې وه. خو د لومړي وزېر عمران خان په غوښتنه د تحریک انصاف ګونډ غړی او ولسمشر عارف علوي ولسي جرګه منحل اعلان کړه. د ولسي جرګې مرستیال قاسم سوري په ولسي جرګه کې له شور او هیجاني ډک حالت کې د ټولو ډیموکراتیکو اصولو خلاف د عمران خان پر ضد د بې اعتمادې رایې له اخیستلو ډډه وکړه. هغه د عمران خان پر ضد د اپوزېسیون له لوري د نه باور رایې قراراداد له قانون سره مغایز وبلله. غونده زر تر زره منحل اعلان شوه. نوموړي دا څرګندونې هم کړې، چې اپوزېسیون د يوه بهرني ځواک په مرسته د خان حکومت د نسکورولو پلان جوړ کړي دی.٬٬ هیڅ بهرني ځواک ته به اجازه ورنه کړل شي، چې یو منتخب حکومت نسکور کړي. هغه د واشنګټن په وړاندې د خان ورستي تورونه بیا تکرار کړل. دا یوه ښکاره خبره وه، چې عمران به د عدم اعتماد رائیه له لاسه ورکړي واې، ځکه عمران خان د پاکستان په ولسي جرګه کې اکثریت له لاسه ورکړي دی. خان د ولسي خلکو ملاتړ را جلبولو او را خپلولو لپاره د لویدیځ او امریکا ضد ویناوې او بیانونه ورکول پيل کړل. هغه د تېره جمعې په ورځ په ښکاره پر امریکا تور ولګاوه، چې د هغه حکومت د نسکورولو لپاره د هغه د سیاسي مخالیفونو سره دسیسې جوړوي او د هغه د لیرې کولو او ګوښه کولو هڅې کوي. هغه دا خبرې هم وکړې، چې دی یوه خپلواکه بهرنی تګلاره پرمخ وړي او د روسیې پلازمېنې ماسکو ته یې د خپل ورستۍ سفر یادونه هم وکړه. هلته یې له ولسمشر ولادېمیر پوتېن سره وکتل. په داسي یو حالت کې عمران خان د نویو ټاکنو غوښتنه کوي. د عمران خان له اقداماتو داسي بریښې، چې په پاکستان کې د اساسي قانون کړکیچ پیل شوي دی. د پاکستان ستره محکمه باید د عمران خان پرېکړه د اساسي قانون له مخې وارزوي او بیا په دې اړه پرېکړه وکړي. د سترې محکمې خپله پرېکړه سبا چهارشنبې ورځې ته وځنډول شوه. د اپوزېسین ګونډونه هم غواړي سترې محکمې ته عارض شي. 
د اپوزېسیون ګوندونه د عمران خان د کمزورې حکومتوالۍ او د اقتصاد په ناسم مدیریت تورنوي، د دې ادعاوو له امله دوی غواړي خان له واکه لیرې کړي. د اپوزېسیون په اند دی، دوی په ملي اسمبله کې د 342  څوکیو څخه  172 رائیو ساده اکثریت لري، څو عمران خان له واکه لیرې کړي. 
عمران خان د یکشنبې په ورځ پارلمان ته نه لاړ، بلکې ملي ټلوېزیون ته لاړ او اعلان یې وکړ، چې هغه د پارلمان د منحلیدو غوښتنه کوي، هغه وویل؛ ٬٬ زه له خلکو غواړم چې راتلونکی ټاکنو ته دې چمتووالي ونیسي. د خدای شکر دی، د حکومت د نسکوریدو یوه دسیسه ناکامه شوې ده. خان دا هم وویل، چې د پاکستان اساسي قانون له مخې د اپوزېسیون په ګډون به یو لنډ مهاله حکومت جوړ شي او په 90 ورځو کې به ټولټاکنې ترسره شي. اپوزېسیون د عدم اعتماد رایې ګټلو لپاره اړین اکثریت لري او غوښتنه کوي، څو عمران خان ته د نه باور رایې ورکړي. 
د ټاکنو کمېسیون د قانوني او لوجیستیکي ننګونو له کبله په دریو میاشتو کې د ننه د عامو ټاکنې ترسره کولو توان نه لرل اعلان وکړ، په دې موده کې ټاکنې ناشوني دي. د پاکستان جنجالي لومړي وزېر عمران خان د یکشنبې په ورځ د ملي اسمبلې د مرستیال له خوا د هغه پرضد د بې اعتمادي د تحریم له وړاندې کولو څو دقیقي وروسته په درییو میاشتو کې د ننه د لنډ مهاله ټاکنو د تر سره کولو وړانډېز وکړ او د اپوزېسیون غړي یې حیران کړل. 
د پاکستان سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د لومړي وزېر په ضد د عدم اعتماد تحریک یا اپوزېسیون ګوندونو او د حاکم ګوند تر اوریدنې ورسته خپله پرېکړه یوه ورځ بیا وځنډوله. 
 
د عمران خان حکومت سقوط لاملونه 
عمران خان د نه باور رایې یا عدم اعتماد سره مخامخ شوي، هغه د دسیسې احساس کوي او نړیوال زبرځواک تورنوي چې په حقیقت کې امریکا د پاکستان یو متحد ملګري هیواد دی. پاکستانی ځواکمن پوځ په ټولټاکنو کې د عمران خان په ګټه درغلي کړي وه. د عمران خان حکومت د سقوط اصلي لاملونه او سختې ضربې د تېر کال راهېسې د پوځیانو لخوا پیل شوي دي، کله چې هغه د ځواکمن حاکم پوځ ملاتړ له لاسه ورکړو. دې کار د هغه سیاسي ثبات په داسي وخت کې ورکمزوری کړو، چې د خان حکومت څخه د خلکو نه خوښې مخ په ډېریدو شوه. دویم ستر لامل پاکستان کې انقلاسیون دی، د لومړنیو اړتیاوو بیې ورځ تر بلې جګیږي او د خلکو نیوکې زیاتېږي، د پخوانی پلی باې او پخوانی کرېکټ ستوری اوسنۍ سیاستوال عمران خان له پوځ سره هغمهاله په ټکر کې راغلي دی، کله چې هغه خپل په وفادارې افسر د پخوانی استخباراتو مشر جنرال فیض حمید د پوځ د مشر په توګه د ټاکلو هڅه کې و، څو د لوړ پوړو پوځي مشرانو د اعتراضونه او نیوکې له منځه یوسي. 
همدارنګه پوځ د تېر کال د اکتوبر په شپږمه نېټه اعلان وکړ، چې تورنجنرال ندیم انجم د تورنجنرال فیض حمید پر ځای د اې اس آې مشر په توګه وټاکل شو، خو د لومړي وزېر دفتر دغه اعلان سمدستي خپور نه کړ. له دې پیښو ورسته په تېر مارچ کې د حکومت اپورېسیون اعلان وکړ، چې دوی به خان له دندې لیري کړي. یوازې په څو اونیو کې د هغه واکمن ایتلاف حکومت ټوټه ټوټه شو او د ایتلافي حکومت او د ګوند ځینې غړي د اپورېسیون سره یو ځای شول. له دې سره په ولسي جرګه په ښکاره ډول اپوزېسیون ته ساده اکثریت جوړ شو، تر څو دوی هغه له دندې لیري کړي، خان د رایو ورکولو دمخه استعفا ورکولو څخه انکار وکړ، هغه د عامو خلکو ملاتړ جلبولو لپاره یو لړ لاریونونه پیل کړل. خپل مخالفین یې د متحده ایالاتو په دسیسه کې د خپل حکومت په نسکولو تورن کړل او ادعا یې وکړه، چې د هغه د وژنې هڅه یې کړي ده. تر دې دمه عمران خان پارلمان ته یا خبرې رسنیو ته د سیسې په اړه د خپلو ادعا د ملاتړ لپاره هیڅ ثبوت او شواهید نه دي وړاندې کړي او امریکایې چارواکو دا تورونه رد کړي دي. په پاکستان کې هیڅ لومړي وزیر خپله پېنځه کلنه دوره نه ده پوره کړي. 
د تحریک انصاف ګونډ ځینو سیاستولو د بلال بوټو په مشرۍ د پاکستان پیپل ګونډ سره د یو ځای کیدو اړیکې نیولي دي. بلال په پاکستان کې پراخ ملاتړ نه لري. ځکه خلک هغه لکه عمران خان یو ریښتېنی پاکستانی نه ګڼي. هغه ته یوازې د خپل نیکه او مور نوم ورپاتی دی او بس. 
یو شمېر کتونکی او کارپوهان د عمران خان او د ولسي جرګې مرستیال مشر پرېکړه او له هغه ورسته د ولسي جرګې منحل کیدل د اساسي قانون مغایز ګڼې. د سترې محکمې له خوا د لغوه کېدو احتمال په کې وینې. له همدې امله اپوزېسیون ادعا کوي، چې دوی باید د غدارۍ په تور محاکمه شي، حتی د پاکستان د ډیوان اخبار په یو راپور کې لیکلي ،٬ چې د حکومت بدلولو لپاره له بهره پاکستان ته فنډونه او پیسې استول کیږي٬٬ 
د پاکستان اپوزېسیون سیاستوالو اتحاد چې د عدم اعتماد رایې یې پرمخ وړې، عمران خان په ورستیو میاشتو کې په کمزورې حکومتوالۍ او په اقتصادي مسایلو کې په بې کفایتۍ تورن کړي دی. 
د اپوزېسیون ګوندونو په پخوانې کرېکټ ستوري سیاستوال باندې غږ کړي، چې د پلان شوي د نه باور رایې دمخه استعفا ورکړئ. خو خان ادعا وکړه، چې د هغه د ګوښه کولو هڅې د ٬٬ بهرنۍ تمویل شوي دسیسې ٬٬ برخه وه، چې په کې د هغه وزېران ته رشوت ورکړل شوي و، څو د هغه په وړاندې رایې ورکړي. د خان وینا موخه، د اوږدې مودې لپاره د خلکو ملاتړ ترلاسه کول دي. 
 
پوځیانو ولې عمران خان یوازې پریښود ؟ 
پاکستان کې پوځ تل په سیاست کې د پاکستاني صدراعظمانو لپاره د پاچاهۍ تخت په جوړولو کې رول لوبوي. 
د پاکستان په لنډ تاریخ کې پوځي اشتبلیشمنټ تل د دې هیواد پاچا ټاکلي او لیري کړي. پاکستان په خپل لنډ تاریخ کې نه یوازې د پوځیانو لخوا اداره کیږي، بلکې په کې تر نیمایې ډیر وخت پوځې ډیکتاتوري رژیمونه واکمن ول. عمران خان د ّهمدې واکمن پیاوړي پوځ په مرسته واک ته رسیدلي دی، په سیاست کې د عمران خان ناکامي او په ګوښه کولو کې همدا پوځي جنرالان لوی لاس لري. 
په 1947 کال کې د پاکستان جوړیدو راهیسې د پوځ څلور ځله واک د پوځي کودتا له لارې ترلاسه کړی دی. پوځ په پاکستان کې اصلي ځواک ګڼل کیږي، پوځ په پاکستان کې یوه لوی اقتصادي امپراتوري جوړه کړي ده، د ټولو امنیتي خدماتي چارو کنټرول او مونوپول په لاس کې لري او کولي شي په عملي توګه د عامه ژوند په هره برخه کې خپل اغېز ولري او خپل اغیز ثابت کړي. 
پوځي اشتبلیشمنټ له اوږدې مودې راهیسې په بهرنی پالیسو کې اغېز درلودلي دی. داسي ښکاري، چې پوځیان د خان یو لړ ډیپلوماتیکو اقداماتو له امله چې هیواد یې له متحده ایالاتو څخه لیري او چین او روسیې ته نږدې کړي دی، په غوسه شوي دي. د امریکا او پاکستان اړیکې ډیرې خړې پړې شوي دي، جو بایډن او له عمران خان سره د تېر کال راهیسې هیڅ خبرې نه دي کړي. 
ظاهرا په ښکاره ډول په تیرو څه باندې درنیمو کلونو کې خان د پاکستاني پوځ ملاتړ له لاسه ورکړو. د خان او پوځي جنرالانو ترمنځ اړیکې له څه کم یوه کال راهیسې ځښتې ډېرې کړکیچنې شوي‌ دي. د پارلماني شخړې ورسته د پاکستان پوځ قمر جاوید باجوه وویل، پاکستان غواړي له واشنګټن سره خپلې اړیکې پیاوړي کړي، داسي ویل کیږي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د واکمنیدو راهیسې یو ځل هم عمران خان ته ټیلیفون نه دی کړي. په همدې موخه د پاکستان لومړی وزېر مسکو ته ولاړ، چې له ولادیمیر پوتین سره وګوري. په هماغه ورځ چې پوتین د اوکرایین پر ضد خپله جګړه پیل کړه. له امریکا سره ترینګلي اړیکې د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې هم د افغانستان له کبله ترینګلي بلل کیږي. واشنګټن پر اسلام اباد تور پوري کړی، چې د تیر اګست په میاشت کې یې د طالبانو په ډراماتیکه بریا کې مرسته کړي، چې پایلې ټولو ته مالومې دي. د طالبانو لخوا په ګړندي توګه د واک ترلاسه کول، د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو او د دوی د ناټو متحدینو ګډوډ وتل، له دې امله بایډن په متحده ایالاتو کې په کور دننه تر نیوکو لاندې راغلي دی او سخت یې زیانمن کړی دی. سپینه ماڼۍ هغه تورونه ردوي، چې  دوی د خان د ګوښه کولو هڅه کړي وه. دا په داسي حال کې چې د پاکستانی حکومت د امریکې ستراتیجک سیال چین سره د څو میلیاردو ډالرو پراختیایې معاملې غوښتنې هڅې کوي. پاکستاني جنرالان په پام کې لري، څو له واشنګټن سره اړیکې له ګواښ سره مخامخ نه کړي. په تېرو وختونو کې امریکا په ّلوی لاس د پاکستان پوځ ته په میلیارډونو ډالرو پوځی مرستي ورکړي دي. 
د عمران خان امریکا ضد ویناوې او د امریکا ضد څرګندونې هغمهال پیل شوي، کله چې امریکا ته لاړ او د امریکایې خیرات ټولو غوښتنه یې وکړه. خو هغه هیڅ څه تر لاسه نه کړل، په امریکا کې اعمران خان وغندلو شو او د امریکا متحده ایالاتو نوی حکومت له هغه سره د لیدلو کتلو څخه انکار وکړ. امریکایانو ورته ویلي وه، د پاکستان سره نوره بس ده، د ترهګري‌ په وړاندې مبارزه کې پاکستان کافي اقدامات ونه کړل د دوی دومخې پالیسي نوره بس ده. 
په اسلام اباد کې د سي آې اې یو اجنټ ویلي دي، چې پاکستان د پیسو او پوځي مرستو په برخه کې هر ډول مرسته تر لاسه کوي. خو کله چې د کار وخت نږدې راشي او څو پر وخت استخباراتي مالومات شریک کړل شي، بیا پاکستان ځان شاته کوي‌. ښه بېلګې په ابیټ اباد کې د اسامه بن لادن موندل یوه ټیپکل قضیه ده.
په دې ورستیو کې ډېرې داسي نښې نښاتې زیاتې شوې، چې خان د پاکستاني ځواکمن پوځ ملاتړ له لاسه وړکړي دی، دا پوځي اشتبلیشمنټ وه، چې خان یې واک ته ورسوه. پوځ تل لومړې وزېر واک ته د راوستلو اختیار لري. په تولیزه توګه تر اوسه د خان په مشرۍ د پوځي او ملکي مشرتابه ترمنځ اړیکې په نسبې ډول ښې پرمخ تللې. د پاکستان پوځ د لومړۍ وزېر څخه اوس مستقیما دنده تر لاسه کړه. خو ولې اوس د هغه تر پښو لاندې سره قالینه هواروي. ظاهرا پوځ پر ډیرو مسایلو له عمران خان سره په ټکر کې راغلي دی.
لوی درستیز جنرال باجوه وویل، چې هیواد یې٬٬ له متحده ایالاتو سره د ښو اړیکو اوږد تاریخ لري٬٬ له واشنګتن سره د اړیکو ټینګول د پاکستان د ملي ګتو لپاره حیاتي دي. هغه وویل: د اوکرایین پر وړاندې د روسیې یرغل یوه ستره تراژیدي ده٬٬ پاکستان د روسېې او اوکرایین ترمنځ د دښمنۍ د سمدستي پای ته رسولو هیله لري او د مسلې د حل لپاره هرڅه کوي. باجوه او پاکستاني پوځیان سره له دې ویناوو سره سره بیا هم وایې، چې د اوسني کړکیچ سره دوی هیڅ ډول تړاو نه لري، کوم څه چې وایې هغه یوازې د خالصو سیاسي مسئلو په توګه بیانوي.
د عمران خان حکومت په وخت کې د سیاسي مخالیفنو ځورونې او نیونې لا پسې زیاتې شوي دي. بیګناه خلک چې دوی د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، بندیان شوي دي، د بېلګې په توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشرانو نیولي شوي دي. انتقادي خبریالانو له خپرونو منع کړل شوي، وهل او ټکول شوي دي او ځینې وژل شوي دي. 
پلازمینه اسلام اباد کې امنېتی ځواکونو د بدترین وضعیت لپاره چمتووالي نیسي، د ښارډیرې برخې تړلي شوي دي، لویو فلزی کانټېنرونو سړکونه او د پلازمېنې ډیپلوماتیکې سیمې ته د ننوتلو ټولې لارې بندې کړي ‌دي. همدارنګه د ولسي جرګې او د نور حساسو دولتي تاسیساتو امنیټ نیولي شوي دی. 
پاکستان کې په دې ورستیو کې خوراکي توکو، پټرولو او د ګازو بیې په یې ساري ډول لوړ شوي دي. د کلدارې ارزښت په بی ساري توګه راولوېدلي دی، د جنوري په میاشت کې انفلاسیون دیارلس سلنې ته رسیدلي، اوس لا نور ډیر لوړ شوي دی. هر څه چې وه، د پاکستان په اسمبلۍ کې د عدم اعتماد رایه د عمران خان په ګټه نه وه. ښایې عمران خان تر بل موقت لومړی وزېره پورې یوه اوونې  نوره په سیمبولیک ډول لومړی وزېر پاتي شي. خو د سترې محکمې پرېکړې ته تر سبا باید صبر وکړو. 
پای