د ازادۍ او خپلواکۍ د پاره ازاد ذهن او فکر بايد جوړشي او وجود ولري . څو چې انسان فکري او ذهني ازادي ونه لري د ازاد تصميم او پریکړې ظرفيت نه شي پيدا کولئ ، بلکې دنورو د مستقيم او يا غير مستقيم تر قيد او امر لاندې به ژوند کوي .

فکري او ذهني ازادي په علم ، پوهه ، معلوماتو ، اطلاعاتو او د ځان ، چاپېريال او طبيعت د رازونو نه د خبرېدو په بنياد حاصليږي ، نه په جهالت ، سرتمبګۍ ، ناپوهۍ ، بېعقلۍ او انفغاليتوب سره .

ازادي د‌ عقل تقاضا ده ، نه په احساساتو او جذباتو عکس العمل ښکاره کول .
چې علم نه لري ، جبراا غلامان دي ، که هر څومره د ازادۍ لاپې ، چيغې او غورې ووهي ، د دوی حالت به تغير ونه کړي او نه به څوک ورته د ازاد او سيال په توګه وګوري .
په دې ملک کې ټول عمر درواغ ويل شوي او د هغې په بنا درواغجن هويت او اتلولي د غير مريې غلامۍ د دوام دپاره ثبت او پروپاګند شوي دي .
که نه په واقعيت کې اکثريت تصميمونه او پرېکړې د ملي په نامه د ملت په غياب کې شوې دي او اولس پرې نه دئ اګاه او خبر .

که غواړو چې زموږ ټولنه واقعاا د غلامۍ سره قطع رابطه وکړي او د ازادۍ په بنسټ ژوند وکړو ، يوازينی لاره ئې ټولنه او افراد يې په ديني ، عصري علومو او د ساينس په اسلحه مسلح کول دي او د جهالت د تيارو نه د پوهې او معرفت رڼا ته د اولس راويستل دي .
که نه همدا اڼډوخر به روان وي ، نن به د يوه بادار د پاره کرايه کيږو او سبا به دبل د پاره ذبح کېږو ، خو باټې به د ازادۍ او خپلواکۍ وهو .

#دابادۍ او خدمت جهاد