ومن یقتل مومنا متعمدا فجزاءوجهنم خلدا فیها وغضب الله علیه ولعنه واعدله عذابا عظیما
« سورة نساء۹۲»
فا یق نه پوهیږی چې دا څو لسیزې ملګروملتواو جګړه ایزه بلا او بد ترو څه کول ؟ چا یو بشپړ ملت د وژنو مسلخ باندې بدل کړی وه . ولې دبشرحقوق شغالان په اوږده خوب کې په غارکې ورک ول ایا داټولې مزورې ،کرکجنې ، تبا هی او بدمرغی د همدې یوشمېر تش په نوم سیاستوالو ، شنونکو، کارپوهانو غلط وړاندیزونه نه دی نو فایق خان دچا په استازیتوب د ملګرو ملتو په سازمان کې دپاکستان بمباری غندی او ملګرو څنګه ده ته اجازه ورکړېوه؟له بلې خوا کرزی بیا د پاکستان د نوی حکومت لپاره د«ښه نیت» چپن پړپوی. سمنګانی بیا وایی چې دا د فایق شخصی کار دی او دوی پورې کومه اړه نه لری. دلته د ېپلو ماتیکه خبره له انډوخره هم مسخرې لوری ته راټیتیږی ځکه د فرد، سازمان، ولس او حکومت ترمنځ واټن ریشخندی ته راوځی چې دیوه اسلامی حکومت موقف تر اغیز لاندط راولی او سیاست ماشومانه کیږی داسې فکر کیږی چې افغانستان دبهرنیو چارووزارت نه لری موږ افغانان ډیر احسا ساتی ولس یوپه احساساتو کې مو څولسیزو کې زاړه شو او بې ګناه مومنان مو ووژل او دفقر له فاجعی پورې مو راورسول نه مو له تيرو ناوړو زده کړل او نه مو دالهی په کلام ګام اوچت کړ. تل په ګواښ ،د باټو او له خپل وس څو برابره لوړې خبرې کوو.په تش لاس چا نړۍ هم فتح کړی؟ زموږ احساس له ملی مشروعیت څخه مخکی باید مشترک،پراخ،هراړخیزه واحد دالله ج په لاره برابر د پوهې کلک او حاکم دریځ ولری. موږ تل دا وایو چې اسلامی امارت دګانډیو ،سیمه اوڼړیوالو په امورو کې لاسوهنه او مداخله نه کوی ! داتګلاره یا ژمنه له کورنی مشروعیت وروسته دبهرنی او کورنی سیاست متمم کېدای شی نه اوس !په هر حال راځو یوبل مثال ته هغه داچې دسفیر خبرو ته دهغه سوچ او سیاسی ظرفیت ته چې اصلا په هېڅ برخه کې محتوا نه لری سره وڅېړو:
امریکايي ديپلوماتان او یو شمیرامریکایی سیاستوال اوس وایي چې د افغانستان د اوسني وضعیت او لانجو تر ټولو ستر لامل د سولې پر هڅو او سوله ایز لېږد کې د پخواني حکومت په هېڅ برخه کې عمل نه کول وو. په کابل کې د امریکا پخواني سفیر روز ویلسن چې د سقوط تر مهال یې دا ډ نډې سرته رسولې او تر یوه حده یی همدې پخوانی حکومت سره ښکاره همګام اوهمنوا یی کوله اوس وايي« عمل نه کول وو» څومره دشرم وړ خبره ده چې دوی تمه لرله چې په افغانستان کې په یو ګډ حکومت رامنځ ته شي خو د مشترک حکومت نه لید لوری ور سره وه او نه یی په چم پوهېدل، دا پروسه په سورنی وهلو سوله ایزه ښکارېده اما په اټکل باندې، چې همداسې شوه خو هغه څه چې تر سقوط مخکې په وروستیو اونیو کې په کابل او شاوخوا نورو ولایتونو کې ترسره شول دوی یې حیران کړل خو تاسې وګوری چې په ټولو قضایاوو کې یودخیل دېپلومات په سیاسی لحاظ د دوه لسیزودتریلیون مصارفو او سنګینو وسلو کارولو له غوڅ ارتجاعی یعنی د ناتو پوخونو کړکېچ په هکله دحیرانتیا خبرې کوی.وایی ددرواغو مزل لنډ دی!
روز ویلسن وایي: خوښکاری چې دکرزی په څېر حافظه نه لری یاداده چې حامد بد تر په سیاست نه پوهیږی. دوی د دې تمه نه لرله چې پخوانی حکومت به سقوط وکړی ګواښن غنی هم دغه هوسی او هوایی دباروتو تشه تمه درلوده ..........اما داڅه ډول د سپینې ماڼۍ دېپلومات وه او د پوهنتون مټکور استاد، پښتون او دملی جرګو دیوه وتلی قوم احمدزیو دقوم سپین ږیری وه . خدای دغرق کړه! له دې احساساتی او نمایشی پوهې سره .ګډه وډه طرحه کې څنګه به دا ټول وسایل او هر څه به مقابل لوري ته سپاري حال داچې دواړولورو یود بل سره لوبه کې وه او مقاومت یې اوه او ولس نه یې دچرګانو مرغانچه جوړه کړې وه حمدالله اوس په واشنګتن کې بی وخته اذان ورکوی،او افغانستان څخه یی مقبوضه کشمیر جوړکړی وه نو له همدې امله او زموږ سرتمبګی به خاطر امریکا او متحدینو یې پر بندیزونو لاس پورې کړ چې دغه بندیزونه او تحریمات د سفیر د لید لوری په څېر دی. ویلسن دغه راز وايي چې د همدې مسئلې له امله د تخلیې په ماموریت کې ناوړین رامنځ ته شو، ویلسن داخبره ملا یانو ته کوی چې ټوله نړۍ یې ولړزوله. دغه سفیر د ماشوم څخه هم دما شومتوب لور ته روان دی نه د یوه دېپلو مات اوسیاستوال په توګه. موږ باور لرو چې سیاست یو دروغجن علم دی په لوړو اوژوړو کې ډېر پېچلی بحثونه لری. زه نه پوهېږم چې دا یوشمیر ګونګ سیاستوال چې نه په سیاست کې لکه ویلسن پوهه لری او نه د لانجو کورنی اوبهرنی اړخونو پېژنی او په تېره بیا ددین په معنوی جهان بینی کې خو بیا هیڅ نه لری. له بلی لوری اسلامی امارت په ټولو دولتی ادارو کې ویندویان لری خوپه میډیا کې په شرایطو برابر هیڅوک نه لری چې هم د دینی مسایلو پوهه ولری او هم د سیاست لوری ځکه خدعه ، افاقی معلومات او حکومتی چاروته مخه کول داغواړی چې داهم مسولیت جوړوی او هم ضرورت له نورو پالیسو څخه به موږ ور تېرشو..
هغه زیاته کړې چې د افغانستان له نوي حکومت سره لا هم د امریکا د اړیکو واضح تعریف نشته دی زه دا منم سپینه ماڼې شل کاله وړاندې دکړکیچ څخه روښانه ،قاطع ، دنړیوالو او ملګرو ملتو د سازمان په اصولو برابر لید لوری نه درلود خو اوس د خپل بام واوره په هندوکش وراچی خو امریکاته په کار ده چې خپل سفیر ته زده کړی ورکړی دواړو لورو ته په کار ده چې نړیوالو اصولو ته درناوی ولري او د نړیوالې ټولنې غوښتنې مراعات کړی. دنجونو ښوونځیو بندول بې منطقی او ستر حماقت دی ښه به داوی چې ژرترژره دغه کړکېچ پای ته ورسیږی او دعلم برخه دولس پرمخ انحصاری نه کړی..