د آلمانی یوهانس ګوتنبرګ (۱۳۹۸-۱۴۶۸م.) له خوا دچاپ د ماشین اختراع، یو لوی فرهنګی انقلاب و چې د خلکو پر ژوندیی ډیر ژور اغیز وکړ. البته ترده ۴۰۰کاله مخکې په چین او بیا کوریا کې د چاپ د ساده تنخیک لپاره هڅې شوی وې، خو ګوتنبرګ د چاپ وسیله یوه نوی پړاو ته ورسوله. په چین کې داسی پاڼې وموندل شوی چې په ۸۶۸م. کال کې طبع شوې وې. دګوتنبرګ ماشین پیچلی او له ستونزو ډک و، توري یې بی سایزه او کلکول یی سخت کارو، خو بیا هم دچاپ په صنعت کی یو پرمختللی ګام و. ده دلومړی ځل لپاره په دغه کتاب د انجیل د کتاب څو پاڼې طبع کړې.
سره له دې چې پخوا د مطبوعاتو کلمه زیاتره د طبع او نشرصنعت ته استعمالیده، خو اوسنی وخت کی میډیا، رسنیو او دې ته ورته اصطلاحاتو دهغی ځای نیولی دی چې مفهوم یی ډیر پراخ دی. نن ورځ موږ د دیجتل چاپ او ورسره د بریښنایی طبع او نشر عصری تکنالوژي لرو.
د کتاب اومطبوعاتو د ځانګړی اهمیت له مخې اود اطلاعاتی - تنویری، فرهنګی او نورو ژورو تاثیراتو له امله مطبوعاتو ته یوه نړیواله ورځ وټاکل شوه. دغه ورځ هرکال بیلابیلو هیوادو کې؛ له هغې جملې د یونسکو له خوا لمانځل کیږی. ملتونو ته د مطبوعاتو د ارزښت ښودلو په موخه؛ په یو هیواد کې مطبوعاتو ته د نورو دریو عناصرو (حکومت، پارلمان او قضا) ترڅنګ د څلورم رکن حیثیت ورکړ شو.
کتاب اومطبوعاتوته، د اذهانو تنویر، فکري توليد ، د هنرمندانو د ایجادیاتد دانعکاس، دنوښتګرو تخلیقاتو او دپوهانو او استادانو د علمی آثارو د خپرولو مسئولیت ورپه غاړه دی. دا ټول د پوهی صنعت هغه ارزښتمن آثار دی چی هغه له ذهني حالت څخه عيني حالت ته رااوښتی وی . دچاپ صنعت اوتولید هغه بشریت ته ګټور ، ابتکاري او خپل ارزښت لرونکی صنعت دي چې د لارښوونکی - ژورتفکر او معنوي ارزښتونو په توګه د ورځپاڼو، اخبار، کتابونو، مجلو او نور بڼو باندې خلکو ته وړاندې کيږي .


د چاپ او طبع کولو د صنعت یوه لومړنۍ بیلګه
له نیکه په افغانستان کې د سراج الاخبار او شمس الننهار د تاسیس له وخته تراوسه؛ د مطبوعاتو له برکته زموږ خلک هم د نړۍ له نویو پرمختګونو څخه خبر شول، خو دکتاب تذهیب او طباعت له تردې ډیر مخکی موجود و. په تیره بیا؛ له تیرو شلو کلونو رادیخوا ځوانان وهڅیدل او ګوتې یې قلم ته وروړې، لیکلو ته یې پام وکړ او مطبوعاتی هڅی ګړندۍ شوی دی. یو شمیر نوښتګر ځوانان په انترنیتی پاڼو، چاپی رسنیو او نورو عامه رسنیو کی نوی کتابونه ګوري او نوي فکرونه بیانوی ، چی په هیواد کی د ویښتیا او مثبت بدلون نښه بلل کیدای شی.د دوی په هڅو او هاند مدنی خوځښت ګړندی شو او د هرې ادارې او ارګان خپرونې را میدان ته شوی. دکتاب دچاپ وطبع صنعت، دپوهې او معنوي شتمني د ودې ، غنا او کیفي بهبود لامل کيږي . مطبوعات په ټولنه کی د ترقی، کیفی او کمی تحول او فرهنګی تعالی ستن او قوت دی. سره له دې چې دمطبوعاتو لمن ډیره نده خپره، لاهم ډیر خلک تیاره او د اوهامو لومو کې بند دي، خو موږ هیله لرو چې زموږ ځوانان د فکری مالکیت لرونکی شي او د کتاب او مطبوعاتو د ورځې په ویاړ په دغې موضوع فکر او ور باندې بحث وکړو.
ډیر پخوا د فکري او علمي – فرهنګي آثارو خپرول ډیر محدود و او پخوا وختونو کې د هغو ایجادوونکو او مؤلفینو له خپلو آثارو څخه د کومې مادي ګټې هيله نه لرله . په هغو وختونو کې د هغو کوم قانوني ملاتړ هم نه و موجود او چا د " Intellectual property " یعنې معنوي شتمني او
"Intellectual property rights" په نوم څه نه پيژندل، خو نن ورځ د هغو قانوني ملاتړ کيږي او دا ټول د اکاډميکو مقرراتو ، لوایحو او طرزالعملونو په اساس رامنځته شوي دي، بازار لري ، مالکیت (مال) ګڼل کيږي ، لږ وخت کې نورو هېوادونو ته خپريږي او د بشریت په خدمت کې واقع کیږي.
مطبوعاتی آثار د متفکرو او تخصص لرونکو افرادو هغه ایجادیات ، د کار حاصل او تخلیقات دي چې د خپلې کسبي پوهې، څېړنې او خلاقانه تفکر په اثر يې رامنځته کړی وي.
ددغو فکری ملیکتونو خاوند د خپلو اثارو د ملکیت حق لری، چی دی ته ( copy right) ویل کیږی. له دې امله چې دغه ډول پوهه او صنعت ته ضرورت دی او د بشري ژوند په ګټه دی ، نو ځکه يې مالک او ایجادګر ته یو شمېر حقوق ورکړل شوي دي لکه د طبع او نشر حق ، بل چاته يې د تفویض کولو حق او داسې نور ، نو له دې امله چې حق هغه اقتدار دی چې قانون يې وګړو ته وربښي.
په افغانستان کې دکتاب د خطاطی،تذهیب او طبع په دوام؛ معاصر مطبوعات د شمس النهار، سراج الاخبار، امان افغان او دې ته ورته نشراتو څخه پیل او بیا دوهم پړاو کې داعلیحضرت محمد ظاهر شاه دوره کې نوي پړاو ته داخل شول، په تیره بیا د لومړنۍ روښانه او ځلنده لس کلنې دیموکراسی دوره اوبیا دتیری لمریزی پیړۍ له څلویښتمو کلونو د شپیتمو کلونوتر پای پوری(۱۳۴۳-۱۳۷۰ش.) د مطبوعاتو د ترقی ښه بیلګه ده. د دې بهیر لومړي پړاوکې د مشروطه غوښتونکو او دوهم پړاو کې یې د ویښ زلمیانو رول رغنده او مخکښ و. دغه دواړه دورې په هیواد کی دمطابعو او نشراتو د نشر ځلانده دورې وې.
له کتاب او مطبوعاتو سره دټولنی باسواده اومنور قشرسروکار لري. دمطبوعاتو د مادي اړخ په پرتله د هغو معنوي ارزښت ډیر اوچت دی . په یوه ټولنه کی هغه استعدادونه او کادرونه چې طباعتی ارزښتونه رامنځته کوي د" Scientific Elites" یا علمي نخبګانو په نوم نومول شوي دي. مولفین، لیکوالان اوڅیړونکي هغه بې تبعیضه د فکري خلاق ثمر لرونکی خلک دي چې د کار ، کسب ، سیاست او ادارې د نخبه ګانو په پرتله يې د خدمت او فعالیت ارزښت اوچت دی او معمولاً د پوهې اونوی فکر خپروونکی ګڼل کیږی، چې د دوی د تولید او خلاقیت آثار د ټولنو د نن او سبا ورځې په نیکمرغي کې ټاکونکی رول لري . په دی وروستیو کې موږ د اوږدې مودې جګړې له امله د دغه ډول نخبه ګانو له کمښت سره مخامخ شوي یو او یا هم دوی په کاري چاپېر یال کې له ستونزو سره مخامخ دي او که ډير لږ شته هم په لازم دریځ کې نه دي ، حال دا چې په نخبه سالاري " Elitism "کې د علم ، پوهې ، ادارې ، سیاست اقتصاد او نورو ګټورو برخو معنوي کادرونه او د نوی فکر لرونکی او مستعدودماغونو لرونکودريځ او چت وي. په نخبه سالارۍ نظامونو کې د دغې خلاقانه او علمي ځواک آزادي او حقوق ډير اوچت، خوندي او ډاډمن دی او استقلالیت یې تأمين دی، خو په دې وروستیو کې دچاپ او نشر د بازار سوړوالی موږ ته دمایوسی او خپګان لامل شو .
مطبوعات په ټولنه کې د پوهې د خپرولو او بشریت ته د معنوي خدمت مهم وسایل دي . دا دتکنالوژي په برخه کې د پوهانو د مفکورې عملي لاره ده.
مطبوعات او فرهنګي او معنوي حقوقی آزادي په مدني آزادیو کې شمېرل کيږي ، چې دا په خپله او چت ارزښت لري چې د یوې دیموکراتیکې ټولنې د خوځنده ژوند يوه برخه ده . له نېکه مرغه د علمي او اکاډمیکو آثارو د رامنځته کېدو آزادي د رنسانس له دورې څخه راوروسته تقریباً په هر ډول سیاسي نظامونو کې وه ، آن دا چې تر ټولو دکتاتورو نظامونوکې، چې هلته سیاسي آزادي ته اجازه نه وه ، هم ورته اجازه ورکړشو ی وه . دا شرط نه ده چې هر فکري تولید دې په بشپړه توګه نوی وي ، دا ځکه چې هر فکري تولید خامخا له پخوانیو علمي میراثونو سره تړاو لري ، یعنې نوښت پکې نسبي بڼه لري .

د بیلابیلو ټولنو او هیوادونو د صنعت او پوهې په پراختیا او د هېوادونو تر منځ د هغو د تبادلې په برخه کې د یونسکو سازمان ځانګړی دريځ لري ، دا نه یواځې پرمختللو هېوادو کې ، بلکې د آسیا ، افریقا او لاتیني امریکا د هېوادونو علمي مرکزونو ته يې هم پاملرنه کړی ده چې افغانستان يې په ۱۹۴۸ م. کال کې غړيتوب ترلاسه کړی دی، علمي څيړنو ښودلې ده چې تر اوسه پورې په سلو کې ۹۵ د پوهې او صنعت بازار د نړۍ په سلو کې ۳۰ هېوادونو پورې اړه لري ، حال دا چې وروسته پاتي هېوادونه په دې برخه کې لږ ونډه لري. پرمختللي صنعتي هېوادونه لکه د امریکې متحده آیالات ، انګلستان ، روسیه ، جاپان ، او يو شمېر نور د خپلې ملي بودجې په سلو کې ۶۰ څخه زیاته برخه علمي څېړنې او دصنعت او پوهې تولید ته وقف کوي، حال دا چې زمونږ په شان وروسته پاتي هېوادونه دې برخه کې له بشپړې بیوزلی سره مخامخ دي. باید صادقانه اعتراف وشي چې په افغانستان کې ځينې وخت د ذات البیني تضادونو ، سیاسی ملحوظاتو اوشخصي کينې او نورو لاملونو له کبله ځینی وخت مثبت نوی او رغنده فکر، په مطبوعاتو کې مترقی طرحې او یا هم علمی مفید تصنیف ځینو ستونزو سره مخامخ کیږي او د تشویق پرځای خنډونه ورته جوړيږي . حال دا چې دا ډول عمل زموږ په نوی فکر او معنوی تولیدی پروسه باندې بده اغېزه کوي، خوډیره ضروری ده چې ملی او اسلامی ارزښتونه وپالل شي، منحرف او ملی وفاق ته زیان اړوونکی، دپردیو د ګټو ساتونکی او مبتذل نشرات اومطبوعات ډیر ژر اصلاح او مخنیوی یې وشي،دکاپی رایت د حق درناوی دې وشی، د تقلید مخنیوی او د نوښت هڅونه ، نوی فکر ته لاره هواروي، دې ټکی ته د ټولو پاملرنه حتمی ده، ځوانان باید مطبوعاتو کې ګډون او مطالعی ته وهڅول شی، دکتاب لوستول دود دې ترویج شي. دمطبوعاتو پلوشې باید له ښارونو څخه تر کلیو پورې خپرې شی او هیڅوک له مطبوعاتو څخه د استفادې له حق څخه محروم پاتې نشي.