روانې چارې او بېلابېل
ښاغلی امرالله ستوان! کابل ښار کې کامره نه بلکې امانت اوسلامت غواړی
موږ ټول پوهېږو چې د یوه ښار امنیت ،سکون او مدنی حالت دیوه هېواد حیثیت او ارزښت لری او ساده کار نه دی خو که چېرې هلته عدالت ، مساوات ،سوله اورښتینی اخوت په ټولنه کې داسلامی اصولو اوبنسټ بر بنا ء عملا رامنخ ته شی نو یو کس هم کولی شی د ټول ښار امنیت تامین کړی چې کامرې ته اړه نه پیداکیږی. امنیت ساتل په مافیایی ، سهامی شرکت، سازش ،غلو او رهزنو په ګواښونو کې نا ممکن کار بلل کیږی هغه هم چې د لافو فرهنګ یی تر شا ولاړ وی . دغه ډول امنیت په هیڅ توګه په هېڅ هېواد کې دمنلو وړ نه دی او چا هم نه دی لیدلی.
په قطر کې د راتلونکي نظام په سر ناندرۍ
درنو سياستوالو! تاسو ته په کار ده چې د خپل هېواد د آباد ولو او خدمت د بېلا بېلو مسؤليتونو په برخه کې تل د يوه داسې هدف په لټه کې و اوسۍ چې د افغانستان د ولس او په تېره بيا د مملکت د محرومو طبقو او ځوانانو لپاره د مادي او معنوي ودې يو مثبت او رښتينی چاپېريال را پيدا کړي چې ټول وطنوال د هېواد د ودانولو او سر لوړۍ په لاره کې يو شان برخه درسره واخلي او د ذمه وارۍ احساس په ننني حالت وکړي ترڅو له دې موجوده سياسي بحران څخه خلاص شو. وختونه تېر شول او کوښښونه ونه شول هغه عوامل او خنډونه ورو ورو له
محمد عثمان روستار تره کی چې ما ليدلی
د دغه ليکنې انګېزه په رسنيو او د افغانانو په ټولنيز ژوند کې د ښاغلي پوهاند محمدعثمان روستار تره کي په اړه د يو شمېر څرګندونو په اړه ما ته پيدا شوه، چې لاندې څو کرښې پرې تورې کړم. په دې هيله چې دغه څو کرښې د درنو افغانانو او په تېره بيا د رسنيز ډګر د فعالينو خوا پرې بده نه شي، ځکه زه دغه څو کرښې د خپل شخصي ليدلوري په اړوند ليکم، چې نه کتابي خبرې دي او نه هم کومه ځانګړې څېړنه ده. څو کاله مخکې له ښاغلي آصف وردګ سره په يوه فاتحه کې مخامخ شوم، چې وروسته له فاتحې مو د افغانستان، خپل ګاونډ
د جمعیت، حکمتیار او طالب ګډ ایتلاف
که څه هم د ښي افراطي اندیښنو له مخې د جمعیت، حکمتیار او طالب ترمنځ د چین دېوال نشته او د شرایطو په اندک تغییر سره یو په بل استحاله کولای شي، خو دا هم باید په پام کې ولرو چې په نږدې تېر مهال کې د دوی ترمنځ هډ مات شوی او یو د بل په وړاندې سخت جنګېدلي دي. بلخوا د دوی ترمنځ د واک سیالي او د دولتي واک سره لیونۍ مینه هم د دوی په ګډو اندیښنو غلبه کوي او د بېلا بېلو بهرنیو ادرسو سره اړیکې هم په دې برخه کې خپل ځای لري. خو اوس مهال شرایطو ته په کتو خپل ترمنځ ګډ ایتلاف او یو دریځ لرل، دوی د ځان د ژغورنګ
سياسي واک ،منبع ،ماهيت،وساييل او کړنلاره ئې
د انساني ژوند ټول هدفونه ، ارمانونه او غوښتنې يوازې په واک لرلوسره پياده کېدلئ شي . ازادي چې د الله پاک تر ټولو ستر نعمت دئ په قدرت ولاړه ده . څوک چې واک نه لري ، ازادي نه لري ، اسیر دئ او د بل تر واک لاندې د قيد په ځنځيرونو تړلئ دي . نه تصميم نيولئ شي ، نه پرېکړه کولئ شي او نه مستقلانه اقدام او عمل . دا مساله هم په انفرادي ژوند کې مطرح ده او هم په ټولنيز کې او همدا واک دئ چې د ژوند او ټولنې ټولې سياسي -اقتصادي -علمي - مديريتي او کلتوري برخې اداره کوي او په حرکت يې راولي . د ټولنيز او معا
کوږ بار تر مزله نرسیږی
دافغانستان یوه ډله هغه خلک دی چې تل دشخصی ګټو ، مقام ،شهرت،پیسو، اړیکو په لټه کې دی. دغه ډله تل کوښښ کوی چې دولس مشر دفرمایشونو ،غوښتنو ،سالګرو او ناستو او ولاړو مصنوعی بڼه په چاپلوسانه مهارت راواړوی او دهغه حریص نفس او خیال دهمدغو ګټو په تناسب خوښ وساتی فلهذا د هېواد ملی زعامت ، ملی ګټو ،یووالی او ورورولۍ له واره احساس کمزوری پا تې کیږی اوخپل ارزښت له لاسه ور کوی. دغه لوبه ظاهرا دسیاست په نوم خو باطنا د کلتور ،ملګرتیا،تګلاری ،سازش،خرخره کول او دبډو اخیستلو سرقلفی ، یا په بل هر نوم یی چې
يو امريکايي سرتېری هم نه دی وژل شوی
افغان ملت دغه تپل شوې څلوېښت کلنه جګړه نوره په خپل ځان نه مني چې لومړي د افغان سياستوالو له خوا او بيا د سيمې او دې هېواد ته د راغلو امريکايي لښکرو له خوا په دوي تپل شوې هغه په دې معنی چې خپله دوي وايي موږ په دې نن افتخار کوو چې په يوه کال کې يو امريکايي عسکر هم په افغانستان کې نه دی وژل شوی بلکې طالب او داعش جمعه يې د سيمې هېوادونه هغوي لومړی په ملي اردو، ملي پوليسو او بيا په عام وګړو پسې ټوپک او کوتک را اخيستي څه يې چې په وس پوره دي هغه په دې ملت عملي کوي. افغان سياستوالو راځۍ د دې ملت
روح الله خانزاده د کندهار والي وټاکل شو
د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د خبرپاڼې له مخې روح الله خان زاده د عبدالمجید خان زوی، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ نيټې د ۲۸۱۴ ګڼې حکم په منظورۍ، د حيات الله حيات پر ځای، د کندهار ولايت نوي والي په توګه وګومارل شو.
سياسي اصطلاحات
ژباړه : صاحب الله (رحيمي)سياسی زده کړی ،سياسی تعليم (لارښوونه) يعنې ددي څخه مطلب دا دې چې په سياسي ژوند کې د فعال ګډون لپاره فرد چمتو کول او په ټولنه کې مسؤليت منل ، فرد د فردي او ټولنيزو حقونو ، سيستمونو او فلسفې او سياسي نظرونو سره بلدول ، په ټولنيز ژوند کې د سياست رول ، اوسني سياسي مسائيل ، په هېواد کې د هغه مقام ، دريځ او نړېواله صحنه. سمې سياسي زده کړې ملي هوساينې ، پيوستون او نړيوال تفاهم په معنې سره يادېږي . مثبته ازادي يعنې ۱. د ښو کارونو کولو ازادي لرل چې د ايډيال
روز ششم جدی سال 1358 روز سیاه تاریخ کشور است
روز ششم جدی سال 1358 یکی از سیاه ترین روزهای تاریخ افغانستان به شمار می رود. در این روز همسایه بزرگ شمالی افغانستان که یکی از دو ابرقدرت جهانی دوران جنگ سرد بود، به کشور عزیز ما لشکرکشی نمود، دولت انقلابی حزب دموکراتیک خلق افغانستان را سرنگون و به عوض آن ادارۀ دست نشانده خود را بالای مردم افغانستان به زور تانک و طیاره تحمیل نمود. این عمل خشمانه و انتقام جویانۀ نظامی ابرقدرت جهانی نشان داد که حزب خلق و دولت انقلابی آن زمان سیاست مستقل را به پیش می برد و چنان که بعضی از مخالفان شان ادعا می نمای
ولې د سولې مذاکرات کرار په مخ ځي او څوک ئې د ځڼډ او خڼډ باعث ګرزي ؟
د متجاوزې او اشغالګرې امريکا سره د طالبانو د اسلامي امارت تړون چې محتوا يې د اشغال د ختمېدو او د بين الافغاني مذاکراتو له لارې په يوه پراخ بنسټه او همه شموله نظام توافق او دائمي اوربند تشکيلوي د افغان اولس د پاره د روان ناورين او مصيبت د ختمېدلو امیدونه او هېلې را پيدا کړي او ټول ورته خوشحاله وو ، چې ان شاءالله د څو لسيزو جنګونو، وينې توئېدلو او تاريخي استبداد لړۍ به ختمه او نور به افغانان د عذابونو او کړاوونو نه خلاص او د دنيا د نورو ملکونو په شان به د يوه ابرومندانه ، عادلانه او سوله ايز ژو
دپښتو دلیکدود ارمان!
ډېر ګران اوښاغلي فضل قادر انډیوال (دپښتو دلیکدود لپاره څه کول په کاردي؟؟؟) تر سریزه لاندي یوه لیکنه د ټول افغان په ښکلي ویبپاڼه کي کړې. چي دغه ارمان نه یوازي دی بلکه ټول پښتانه ئې لري. خو دبده مرغه موږ پښتانه پخپله د دغسي یولیکدود مخه بند وو. نه غواړوچي یو ځانګری خپلواکه لیکدود ولرو. زموږ ژبپوهان دي په مخه نه درځي؛ دوی دا بندښت جوړکړی دی. سمه پښتوئې خراپه کړې ده. که د«نیولوجستانو» وییکي یاني ګړي وکتل سي داسي فکرکیږي چي یافرانسوي ده یاجرمني ژبه؛ دا ځکه چي سړی نه په پوهیږي یوازي توري ئې په
د ۱۳۵۸ کال د جدی شپږمه
د ۱۳۵۸ کال د جدی شپږمه. عبدالله وردک. انګلستان - دسمبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو ! د جدی شپږمه، د افغانستان په تاریخ کې، د تورو ورځو څخه، یوه ډیره بده ورځ شمېرل کیږي. پدغه ورځ د پخواني شوروی اتحاد، سرو لښکرو، په ډېره بې شرمۍ او بې رحمۍ سره، په ګران افغانستان یرغل وکړ. د یادولو وړ ده، چې د سرطان ۲۶، او د ثور ۷، هم د دغې تورې ورځې شروع وه. پ
( د میوند له ملالې تر ملالۍ میوند)
لکه څنګه چې مونږ او تاسې ټول پوهیږو ، د افغان-انګریز دوهمه جګړه کې دقواوو دواړه خواوو اڼډول برابر نه و ، د قندهار په میوند سیمه کې د غازي م.ایوبخان تر مشرۍ لاندې افغان ڼګیالیو ته ډیره مرګ-ژوبله اوښتې وه او نیژدې وه چې ماتې وخوري او ملي بیرق ېې له لاسه ولویږي ؛ په همدې لحظه کې د جبهې له شا (عقب) څخه یوه پښتنه افغانه پیغله بیرق پورته کوي او نعره کوي : '' که په میوند کښې شهید نه سوې ! خدایږو لالیه بې ڼنګۍ ته دې ساتينه !!'' په دې الهامي نعرې سره ، افغان ڼنګیالي په جوش راغلل او انګریز
تشې ډولۍ او ډک تابوتونه
حاجي صیب عمر ګل، کورونا ته د شیشکې وینه وایي. کله چې د موټر دروازه خلاصوي نو د بسم الله سره جوخت، چین ته یوه اپلته ور وشړي. د ده په قول، د ماښام د ښاپیرکي سوپ دوئ نوش جان کړ او ژوند یې زموږ پیکه کړ. په واقع کې دلته به ودونه وو، سنت ګرۍ به وې او د پیدایښت د ورځې په بهانه به رقم رقم نخرې وې. چا به د پیرنګیانو سرې برګې نیکټایي ګانې اچولې وې او چا به پکول په سر او پټو له ځانه را تاوو کړی وو. یکه دوکه ځوان به د سټیج په سر جلالي شو چې زه په پښتو او پښتونواله باندی سر ورکوم. از هر چمن سمنې. خوا
کارغه دزرکې غاړې کولې خپلې یې له یاده ووتلې
وایی چې یوه سړی نوې کوژدنه کړې وه خو تل به یې له ځان سره سوچ کاوه چې کله دخسر کره لاړ شی دی به څه وایی؟ له خپلې مور څخه یې پوښتنه وکړه هغې د خبرو طریقه او اداب ورته وښودل چې د کمیت او کیفیت نرخ په کلتوری او فرهنګی ډول تر یوه حده پورې ورسره ملګری وه.په هرحال هغې ورته وویل چې په لو ړ غږ به نه ګړېږی .پوښتنې ته به غوږ نیسې بیابه ځواب وایی .ډوډۍ په کراره او تر تیب سره خورې اوځینې نورې تړلی د همغه ځای مدنی رسم او رواج خبرې به هم مراعاتوی.سړی ومنله خو دکیفیت برخه کې مشق او تمرین ورڅخه پاتې شو د سړی
ځوړنده نړۍ او په اټکل خواخوږی
ویل شوی چې دمها رراجه رنجیت سینګ ۱۸۲۷ م په زمانه کې یوه موچی بل سړی وواهه او هغه مړشو.نو ده ته د مرګ سزا وټاکل شوه.دکلی خلک سره راټول شول او د مهارراجه در بار ته ور غلل اوهغه ته یې وویل چې محترما! زموږ په کلی کې یوازې همدغه یوتن موچی کار کوی که هغه پانسی شی موږ ته به بېحده تکلیف پیښ شی نو دهغه په بدل کې جولاته دې پانسی سزا ورکړله شی. د تحقیق څخه معلومه شوه چې جولا هم په کلی کې یو تن وو .نو بیایې یو بقال په دار وځړاوه! ولسمشره ! یونس نولس کله وروسته دبن مزدورې بریکړې طفلانه کمز
یوویشتمه پیړۍ کې د اسیا د نوبل جایزې ګټونکی افسانوي بشرپال جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د لومړۍ تلین یاد
ستر بشرپال جاپانې ډاکټر تېڅو ناکامورا د جاپان او افغان ولسونو ترمنځ د بشرپالنې او د ولسونو ترمنځ د سم تفاهم، د خیر ښیګېڼې چارې، د ورورګلوۍ او د ملګرتیا یوه ستره بیساري تاریخي عالي اړیکه ټیڼګه کړي ده. د جاپاني ډاکټر ناکامورا د مرګ ورسته د هغه په یاد ډیرې غونډې ترسره شوې، په نوم یې مډالونه ونومول شول، د هغه په اړه ډوکومنټري فلمونه جوړ شول او پر ژوند یې څیړنیزې لیکنې ولیکلي شوې. جاپانی ډاکټر په ریښتېنې مانا سره د افغانستان او د افغانانو یو صادق او ریښتېنی خدمتګار و. هغه خپل ګل وطن جاپان زموږ
درې سنګره، یو موقف
په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف، څنډې ته شوې نظار شورا صحنې ته راوسته او د افغانستان سیاسي واک یې ورکړ. دوی کابل یو ځل بیا چور کړ او نظام یې له غلو او ډاکوانو ډک کړ. په عین حال کې یې اربکیان، ملیشې او غیر مسئوول وسله وال هم وساتل، تقویه یې کړل او په ستراتیژیکو ځایو کې یې ځای پر ځای کړل. ځمکې او جایدادونه او تجارتونه یې هم چور کړل. رسنۍ او مدني تولنه یې هم ګروګان کړه او داسې بریالی سیاست یې وکړ چې په یوه وخت کې یې د روس، امریکا + غرب، ایران، هند او منځنۍ اسیا ټولو سره ښې اړیکې
د هوا ککړتیا په مخنیوې کې د ځنګلونو ونډه
د هوا ککړتیا په پلازمینه کابل کې اوس مهال په یو ناورین بدله شوې ده د ورځی په وروستیو کې د مازیګر له لمر ډبیدو نه وروسته په لس مترۍ کې څوک څه نشي لېدلي ځکه د ورځی په اوږدو کې چې کومه ککړه هوا د انساني فعالیتونو په صورت کې رامنځ ته کېږي نو هماغه ککړه هوا د شپی په را دبره کیدو سره بېرته د ځمکې خواته ته را کیوزي چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړي دي. حتی د موټرو او د سړک دواړو غاړو ته د شته څراغونو د روښنانولو سربېره هم ډېره سخته ده چې څوک دې په نږدې واټن کې څه وویني ځکه ټوله سېمه داسي تورو
جهادي مافیا او امرالله صالح
که څه هم د مرکزي حکومت او جهادي مافیا تر منځ شخړه راوروسته دوه لسیزې او تر هغې وړاندې هم مخینه لري، خو د ۲۰۲۰ کال له ټاکنو وروسته چې ولسمشر غني او دولت ساز ټیم په ټاکنو کې بریالی شو، دا شخړه یو بل پړاو ته ورننوځي. د دولت سازټيم تګلار یوازې د ټاکنو لپاره یو لنډمهاله طرحه او غوښتنه نه ده، بلکې دا د افغانستان لپاره چې مرکزي دولت يي د بهرنۍ لاسوهنې او تیري او بلخوا د جهادي مافیا د بېلا بېلو ډلو ترمنځ کورنۍ جګړې له منځه وړی وو، یوه بنسټیزه او مبرمه طرحه ده چې ټول هېوادپال باید د هغې په پلیتوب
د ملی ترمینالوژی ارزښت او دبی بی سی ملنډې
څو ورځې مخکی د بی بی سی خبری پاڼې ګواکې (یو ډیر مهم خبر!) نشرکړ. لیکلی یی و چی د افغانستان دولت پوهنتونو ته لیک لیږلی چی یو شمیر اصطلاحات ونه کاروی . ورپسې یې یوه تبصره کړی چی ګواکی د دی لیک موخه دا ده چی فلانۍ ژبه د فلانۍ ژبې تر اغیزی لاندی رانشی او نورې اوتی - بوتی یې ورسره ګډې کړې وې. ستونزه دا ده چې له څلورو – پینځو کلونو راهیسې د هیواد پوهنتونو کې د ځان ارزونی پروسه پیل شوی، موږ محصلینو ته یو شمیر فورمی ورکوو او د دوی نظرونه را ټولوو. زه خپله د لوړو زده کړو د وزارت د محترم مقام له خو
سرچپه معادله
عجیبه نه ده هرستراتیژیک دلیل چې دی امریکا نوره وځی او دغه سیاست د قطر له هېواد دایوکال په رسنیو کې اوریدل کیږی .دا پرېکړه دامریکا ددولت په کچه له طالبانو سره په نړیواله سطحه لاسلیک شوه . طالبان او دولت دواړه افغانان دی ، لوبه په سیاسی ،اقتصادی ،فرهنګی، سیمه ایزه او نړیواله برخو کې ده ناتو دڅه لپاره نارې وهی چې لېوه راغی ! ناتو وینی دغه ګوډه دیموکراسی هندوکش کې کار نه ور کوی امریکا وویل چې ددیموکراسی پروسه په افغانستان کې نتیجه نه ورکوی او ناتو دادوه لسیزې په ناکامو هلوځلو کې د بېساری افراط او
خيالونه - فکرونه ، تګلارې او وسايل ئې
انسانان څه په انفرادي او څه په ډله ايزه توګه بايد په ژوند کې خيال ، فکر او هدف ولري . بې هدفه انسان ته ګمراه ويل کيږي ، يعنې لاره ترې ورکه او د تګ منزل مقصود يې معلوم نه دئ . په پخوا وختو کې انسانانو يو ابتدائي ژوند درلود چې په خوراک ، څښاک، خوب او جنسي مقاربت کې نغښتئ و او ډېر توپير يې د نورو ژويو د ژوند سره نه و . په ګرمۍ کې به يې د ونې سیوري ته ډډه ولګوله او په يخنۍ کې به په غار ننوت .بس په وښو ، ميوو ،د ونو په پوستکو به يې خپله خېټه ډکه کړه ، بيا يې دغوښی خوړلو عادت زده
د اسلام اباد د تظاهر او منافقت نوې څپه
د امریکا په ټاکنو کې د جوبایډن انتخاب چې د راتلونکې ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۲۰ مه به په رسمي توګه د هغه هېواد د ولسمشر پتوګه دنده تر لاسه کړي، پاکستاني چارواکې هڅولي چې مخکې تر مخکي د امریکا نوي مشرتوب ته ځان بېوزلي او د ترهګرو لخوا قرباني وښۍ، چې ګوندې د ختیځ لوري هند او د لوېدیځ لوري افغانستان له ترهګرو ملاتړ کوي او په کور دننه د پاکستان امنیت ته يی ګواښ پېښ کړی دی. د امریکايي ټاکنو د پایلو د اعلان سره سم، اسلام اباد د افغانستان او هند په وړاندې هممهال په بې سرو بوله او زهرجنو تبلیغاتو پیل