د پيښوریانو خبره؛ ښه راته پته ده چې زما د دې لیکنې عنوان به ځینو وطندارانو ته پیکه او څه بی نمکه غوندې ښکاري. زموږ د یو اروا ښاد کلیوال، ګلا جان کاکا عادت وو چې کله به یې کومه خبره په مزاج برابره نه وه نو له ځان سره به غلی شان وګڼید؛ عالم په څه دې او سید عالم په څه؟ ځکه همدا اوس د هیواد ۹۴ سلنه خلک د بیوزلۍ او بیکارۍ له لاسه بغارې وهي او حتی ویل کیږي چې د خپلو پښتورګو خرڅولو ته اړ دي. بله دا چې د کرښې په کوزې خوا کې یوې پیغلوټې د نوبل جائزه واخیسته خو دلته ۱۴ میاشتې وشوې زموږ درې ملیونه خویندې او لوڼې د تعلیم د مشروع، قانوني او بنیادي حق څخه محرومې دي. ځینې جنابان خو لا په دې باور دي چې ښځه د کور او ګور لپاره پیدا ده او د دې فاني دنیا علم خو هسې مباح څیز دی چې نه په کې ثواب شته او نه عذاب. یعنې هندو ستړې، خدای ناراضه !؟
په دې وروستیو اونیو کې د ایزکانو او ټرانسجنډر په هکله درې مساله دار خبرونه په ټولنیزو او چاپي رسنیو کې زښته زیات ښکته پورته کیږي. لومړې خبر دا دی چې په یو غربي هیواد کې میشت یو مشهور افغان اعلان وکړ چې زوی یې خپل جنسیت بدل کړې او هغه اوس یوه انجلۍ ده او زه یې په ټینګه ملاتړ کوم. همدارنګه زموږ د یو ګاونډي مملکت پارلمان هغه قانون تصویب کړ چې ترمخه به یې د ایجړاګانو ترڅنګ هغو وګړو ته هم برابر حقوق ورکول کیږی چې خپل جنسیت د خپلې غریزې او ارادې له مخې بدلوي. دریم خبر دا دې چې په یوې ویډیو کې یو درجن نرښځي لیدل کیږي شعارونه ورکوي:(حکومت جرمني باید همه ایزکان افغان را به اروپا انتقال نماید).
اکثره خلک انګیري چې ګوندې ایجړا او ټرانسیجنډ / Transgender دواړه یو شی دی؛ خو په حقیقت کې هغه جلا جلا مفاهیم لري؛ لومړنې یې مور زادي او طبیعي پیدایښت دی او د انسان اراده په کې شامله نه ده. دوهم حالت یې د پيدایښت څخه وروسته د انسان د جنسي رغبت له مخې یو ارادي بهیر دی چې د جراحي عملیاتو له لارې ترسره کیږي. دائرة المعارف او یوه طبي څیړنه څرګندوي چې (Gender Identity Disorder / د جنسیتي پيژندګلوۍ اختلال یا بې تولې کیدل) هغه پروسه ده چې کله ماشوم د مور په رحم کې وي، نو د ناڅرګندو عواملو له وجې د مغزو په هغې برخې کې ګډوډي راځي چې جنسي میلان او شهوت کنټرولوي. کله چې بیا دغه ماشوم وزیږیږي نو په درې کلنۍ کې هلک د انجلۍ په څیر او انجلۍ د هلک په شان حرکتونه او لوبي خوښوي.
مګر هغه مهال چې همدغه هلک یا انجلۍ د بلوغ پړاو ته ورسیږي، دلته د پارونې او بغاوت مرحله پیل کیږي. که دوئ په هغو هیوادونو کې اوسیږي چېرته چې هر بالغ کس د خپل شهواني خواهش له مخې ژوند کول غواړي، نو قوانین یې مرسته کوي او کولاې شي چې خپل هویت له نر څخه ښځې او له ښځې څخه نر ته واړوي. په لویدیځې نړۍ کې چې دین له سیاست څخه جلا او قوانین د پارلمان او غوره شوو استازو لخوا جوړ او تصویب کیږي، هلته د ټرانسجنډر حق، د انساني حقوقو برخه ده. هغه د بالغ انسان خپل اختیار او ملکیت ګڼل کیږي او مخالفت یې له قانون څخه سرغړونه ده.
ولې له دیني پلوه، د الازهر اوسنې رئیس، داکټر احمد الطیب، د مصر د اوقافو پخوانې وزیر او ستر مفتي، ډاکټر علي جمعه، دیوبندیان او مشهور عالم، ډاکټر جاوید احمد غامدي ټول په دې باور دي چې د طبي اړتیا او متخصص ډاکټر له مشورې پرته جواز نه لري. تر ډیره حده، په ختیځو ټولنو کې چې مذهبي اصول، کلتوري ارزښتونه او ټولنیز معیارونه حاکم دي، نرښځي/ هیجړا ګان د خپل معرفت او شهوت په اړه چوپ پاتې کیږي. دوئ د خپلو کورنیو د غړو په منځ کې هم سپک سپاند وي او له کورونو څخه شړل کیږي. بلکې د هغې ګناه ګناهګاران بلل کیږي چې دوئ نه ده کړې. دا ډیره محرومه او بې وزلې طبقه ده او د ټولنې کوڅه ډب او سرسبیله خلک ورته د جنسي غریزې د سړولو د یوې وسیلې په توګه ګوري.
د خواجه یا خوجه کلمه د بزرګ، لارښود او میلمه پال معنا لري؛ خو کله چې د سرا له کلمې سره ترکیب شي نو بیا ورڅخه مطلب خادم، خصي او نرښځې وي. د ترکانو عثماني سلطنت، د ایران د صفویانو او قارجاریانو په دربارونو او د هندوستان د مغلو په قصرونو کې به شاهانو او شهزاد ګانو د خپلو میرمنو او شاهزادګیو د خدمت لپاره دغه ډول خلک استخدامول ترڅو معشوقې او لوڼې یې د جنسي تیري څخه خوندي وي.
کرامت د یو شمیر معتقدینو په ګمان دیته ویل کیږي چې یو څوک خپل کچکول په سیند کې غوپه کړي او دولس کاله وروسته ډوبه بیړۍ او په هغې کې د کونډې زوئ له ناوې سره ژوندې او سلامت را وباسي. یا دا چې یو تن د جمعې په ورځ په دیوال سور شي، په مکه کې لمونځ اداء کړي او لوړ مازیګر بیرته خپلې خانقاه ته راستون شي!؟ ولی کرامت په عربي متونو او قاموسونو کې عزت، حرمت، شرافت او هغه مقام ته ویل کیږي چې ستر رب د خپل لومړني خلیفه ټولو اولادونو ته بښلی چې ترمخه یې ایجړا، ایزک، مخنث، نرښځې او خواجه سرا هم د انساني کرامت مستحق دي.
الله تعالی پخپل سپیڅلي کتاب کې فرمايي:( وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ - او په رښتیا چې موږ د آدم اولادې ته ډیر عزت ورکړې او په وچه او لمده کې مو د سپرلۍ او سفر وسائل ورته برابر کړیدي). په قرانکریم کې بل ځای داسې راغلي:( لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ - یقینا چې موږ انسان په ډیرې ښکلې بڼې پیدا کړیدی). د الله تعالی د همدې څرګند تعبیر له مخې، دغه ناګڼلې او بې ازراه طبقه د هاغه آدم بابا اولاده ده چې ملائکو ورته د درناوي سر ښکته کړی او کرامت یې د عرش له مالک سره خوندي دی.
—--------------------------------------------------
یادونه: که لوستوونکي وخت او علاقه لري، نو د ملکزي نورې لیکنې او مرکې د هغه په فیسبوک، یوټیوب او لنکد ان کې په دې پته لوستلاې او کتلاې شئ. Wali Malakzay