رحمن با با وایی له تصویره دګلو بوی تمه مه کړه.وایی یو سړی خپل خره سره چیرته روان وه دوه کسانو هغه ولیده او ډېر غلی غلی ورغله یوه یی خر خلاص کړ اوخپله غاړه کې یې رسۍ واچوله اوبل یی خر له ځان سره روان کړسړی چې کورته ورسېده غوښتل یې چې خر چیرته وتړی ګوری چې انسان دی نو پوښتنه یی وکړه چې ته څوک یې اوزما خر څه شو؟ هغه وویل چې زه ستا خر یم خبره داده چې له نن څخه لس کاله پخوا ما خپله مور ووهله هغې راته ښېرې وکړې اوزه خر شوم اوس لس کاله پوره شول اوزه بیرته انسان شوم هغه سړی دغه کیسه رښتیا وګڼله اوپه ډېر افسوس یې هغه سړی خوشې کړ څو ورځې وروسته چې دڅارویو دپلورلو ځای (نخاس/نقاش) ته راغی چې بل خر واخلی وې لیدل چې پخوانی خر یې هم دیوه پړی په ذریعه پر ميوګی پورې تړل شوی سړی بیا ټکان وخوړاوخره ته نژدې شواوپه غوږ کې یې ورته وویل: اې کم بخته ساده بیا دې خپله مور وهلې ده؟
پرافغانستان کې پاکستان نیمه پېړې سیاسی لابی ګری کوی خو لا کرار نه کینی کوم افغانستان چې د روسانو تجاوزاو یرغل یې دتل لپاره په نړۍ کې نیست او نابودکړ او له دې برکته یی یو شمیریا یودرزن ستان نومی ډوله هېوادونو ته په منځنۍ اسیا کې دخپلواکی لارې وپرانیتلې اوس تاجکستان موږ ته غریږی .انګریزانو چې د شیطانت او منافقت هر دریځ وکاراوه بیا هم دهمدې شهید وخلکو ازار په شرمو وشرمول هلمندیانو دسپیو په څېر وځغلول. حناء باید په سیاسی لحاظ دومره پوهه درلودی چې چېرته روانه یم؟ کله چې یوه ښځه دسفر تصمیم نیسی او هغه هم په افغانستان کې دراتلونکې فاجعې دوېرې او تشویش په خاطر یوه ولس ،ملت او اسلامی امارت کتنې ته دبهرنیو چارو وزارت دمرستیالې په استازیتوب راغلې وه نه دپنډۍ ښار بنګړی والې په توګه! موږ له وخته مخکې له هغې یوه نابغه سیاستمداره جوړه کړه چا ویل چې وزیره پاتې شوې او چا ویل چې کورنی پس منظر یی په سیاست کې تیر شوی خو موږ ولیدل چې حناء دېپلو ماتیکو اهدافو او نزاکت او په تېره بیا اسلامی دسپلین او اخلاقو ته ژمنه نه ښکارېده. دا به داسې حال کې چې نور ټولو بهرنیو دېپلو ماتو ښځو ټیکری / پوړنی یا حجاب مراعات کړی حتي د ناتو دامریکا ددالر و طفیلی دوره کې د ټیکری سبکاوی نه دی شوی داخورکه دڅه ډول وړاندیز یادونه کوی په کوم درایت؟ حناء ته په کار ده چې دنورو له غړوندی سر را وباسی افغان کلتور ، فرهنګ ا واسلامی اصولوته متعهده پاتی شی څوک چې له اسلام آباد په دېپلوماتیک هدف راوځی دبل ملک فرهنګ ته درناوی حتمی کار دی په سمه طریقه او ښه نیت خو ښه ښکاریده ولې حناء قصدا دا کار کړی چې زموږ د بهرنیو چارو وزارت کم راولی او ڼړیوالو ته دا وښیی چې موږ دافغانستا ن کړکېچ کې برلاسی یو او په هر حالت کې یې لابی کولی شو . افغانستان خو سوریه او کردستان او بل ..... نه دی بلکې درېو سترو قوتونوسره یې دلته عملا امتحان ورکړی هغوی نه د ې پوښتنه وکړي چې څه وایی؟
دیوه ولس زعیم باید دومره سوچ ولری خدای دغرقه کړه دای اس ای خدمې! چې ددوه مسلمانو هېوادونو عینی شرایط پر کومو برخو ولاړ دی؟ دقضیی اجتماعی ، اقتصادی ، مدنی او بین الدولی اړیکی یې څنګه پر مختګ کولی شی. دا خو یو ورخ نه ده دحناء ږمنځ کړی پيکی دکابل هوایی ډګر کې دهندوکش وږمې وښوراوه بې انصافې تا
دافغانستان ولس ته بې حرمتی کړی ده افغانستان ته دحناء دلنګې غوا خیال په لاندې مهمو ټکو کې رالندیږی:
حناء وینی چې دلته ګډه سیاسي جغرافیه، سیاسي دریځ ـ پوځي ځواک، ملي حاکمیت راجوړیدونکی دی پټې او ښکاره غونډې چالان دی اوغله په پټه خوله ووتل غلی شی چې نور خبر نشی نو باکستان وارخطا دی .کله چې اسلامی امارت بل لوری ته وګوری نو دوی وراخطا بله لو به رابیل کړی.
دګډو ارزښتونه او پر ګډو هویتي ملیت ګرایی احساس - فرهنګي محورنو باندې ولاړ یووالی او اتحاد ، پوهه او فرهنګ. اقتصادی مشکلات او کړکیچونه .کهر ربانۍ هم فکر کوی او دغه حماقت یې منلی چې دینس شتولتن بیرګ په څیر چیغې ووهی او دابزارو اومهماتو او بیساری دالرو په کڅوړه کینی. ړوند له خدای ج څځه څه غواړی دوه سترګی .
همدا راز د پاکستان سفیرپه یو لاس کې دوه خټکی نیولی یویی د سولې پروسې له ملاتړ، بل یې د امنیتي دتروریزم تر نوم لاندې د مرستو دوام، پاکستان هیح وخت کې افغانستان ته یو مخ نه دي ښودلی تل یی دافغنانستان ڼړیوال سیاست لابی کړی دوه مخی کې کړې.اسلامی امارت ته دحناء راتګ بی له شکه یوه اسلامی، ديپلوماتیک ،مهربان ګاونډی، او بشری بنه نه درلوده یوازې داستخباراتو برخه کې یې معلومات تر لاسه کاوه چې داکار یې وکړ. دکهر ظاهری بنه ښیی چې دا یوشمیر واقعیتونو ځان بې خبره نیسی چې دایونیم کال په توله نړۍ کې نغاره وهل کیږی خو دحناء نغاره بل څه وایی اسلام اباد باندې دلیل او مجنون کیسه شوی دوی اوس هم وایی چې مجنون نر وه او که ښځه؟