د افغانستان اسلامي امارت
د مخابراتو او تکنالوژۍ محترم وزیر صیب!
اسلام علیکم و رحمة الله

لکه څرنګه چې تاسې ته پته ده تېر شل کلن ناورین کې هره برخه کې پراخ فساد شوی دی.
چې یوه برخه یې مخابرات دی، دې عرصه کې هم پراخ فساد شتون درلود.
هم بهرنیانو او هم داخلیانو پراخ فساد کړی.
زه به راشم د ام ټی ان کمپنۍ په اړه، د دې کمپنۍ له شروع فساد ور سره مل وو.
په رأس کې یې د نړۍ بدترین غله لبنانیان وو چې اوس هم د دوی لخوا اداره کیږي.
ټول قراردادونه یې خپلو کې سره کول.
راما په نامه کمپنۍ چې د تېلو او جنراتورونو قرار دادونه ور سره وو هم یوه لبنانۍ کمپنۍ وه.
دې کمپنۍ د افغانستان په میلونونو افغانیو مالیه وتښتوله، خو د همدې کمپنۍ کسان بله ورځ د بلې کمپنۍ په نامه بیا دلته فعالیت کولو.
د سقوط سره چې کوم بهرنیان یا بعضې داخلي غله چې تللي اوس هم له ام ټي ان معاش اخلي.
د مثال په توګه فروغ الله عزیزي د ابوظبۍ کمپ کې پروت وو خو معاش یې دلته حواله وو اوس هم نه دی قطع شوی.
ارېکسون چې یوه ښه کمپنۍ وه، خپلو افغان کارکونکو سره یې تل ښه برخورد درلود ښه امتیاز یې ورکولو، اوس تلونکې ده.
یوې مجهولې کمپنۍ سره په نامه د آي انجنیرېنګ قرار داد شوی.
چې د ام ټی ان بهرني او داخلي غله ور سره لاس لري.
حالات پلمه کولو سره یې د افغانانو امتیازات کم کړل.
ستاسو څخه هیله کیږي چې هم د ام ټی ان کمپنۍ هم یې قراردادي کمپنۍ بررسي کړئ.
دا باید تاسې پیدا کړي چې ام ټی ان ولې د متعددو کمپنیو سره لکه AITG, Professionaltrack او نورو سره یې قراردادونه په کوم بنیاد او فساد کړي.
د ام ټي ان افرادو ونډه ور سره تر کومه ده.
تاسو باید دخپلو افغانو انجينرانو فکر کې هم اوسئ چې اوس يې آینجیرینګ کمپنۍ ته په لاس ورکړې دي، چې د افغانستان د کار قانون پر ضد ورسره کړنې کېږې او هر ډول ظلم چې ورسره کېږي څوک يې د پوښتنې نشته.

او کله چې د منطق، استدلال او د قانون خبره وسره کوو، راته وایې چې لاس مو آزاد هر ځای او هرې ادارې ته ځئ لاړسئ، حتی مشران يې موږ ته وايې چې افغانستان زمونږ ګوتو ته لوېدلی دی او ستاسو مشران زموږ غلامان دي.
یادونه: افغانستان کې د آي انجنیرېنګ کمپنۍ څانګه يې پاکستانیانو ته په لاس ورکړې ده.