د منځنۍ آسیا ټول هېوادونه په کور دننه له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د منځنۍ آسیا ثبات له جدي ګواښونو سره مخامخ کېدای شی. روسان هم دببړو راغی نارې وهی !په منځنۍ آسیا کې احتمالی بې ثباتی په سیمه کې د امریکا ګټې او اهداف زیامننوالی شی. په منځنۍ آسیا کې د ډیموکراتیکو حکومتونو نشتون، پراخ اداري فساد، بده حکومتولی لکه افغانستان، د نفوسو زیاتوالی د توندلاریتوب د خپرېدو او د بې ثباتۍ رامنځ ته کېدو لپاره زمینه اوشرا یط برابر کړي دي. د منځنۍ آسیا دولتونه د خپلو خلکو د ستونزو په حل کې ډېر پاتې راغلې له همدې امله په منځنۍ آسیا کې په عمومي توګه عامه نارضایتي رامنځ ته شوې چې زیاتې بیلګې لری.
. د افغانستان نشه یي توکي د منځنۍ آسیا له لارې اروپا او روسیې ته قاچاق کېږي. ویل کېږي چې د تاجکستان او قرغیزستان حکومتي چارواکي د نشه یي توکو له قاچاق برانو سره همکاري کوي. همدارنګه ترکمنستان په نشه يي توکو اعتیاد او اخته کېدل د یوې ملی فاجعې او کړکېچ په توګه اعلان کړي دي او په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید د منځنۍ آسیا دولتونو ستونزې زیاتې کړي دي سختو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو او د نشه یي توکو قاچاق ټوله سیمه له جدي ننګونو سره مخ کړې ده. د پیسو نړیوال صندوق د راپور له مخې په قزاقستان کې د سړي سر ناخالص داخلي تولید ۱۳۰۰۰ ډالر او په قرغیزستان او تاجکستان کې له ۲۵۰۰ ډالرو څخه لږ دی چې ډېر زیات توپیر دی.
. قزاقستان چې د منځنۍ آسیاد نورو هېوادنو په پرتله با ثباته دی په ۲۰۱۲ زکال کې د تیلو کار کوونکو له لوري په کې پراخ لاریونونه ترسره شول په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ زکلونو کې په قرغیزستان کې د واک لیږد په دغه هېواد کې د نارضایتي او ګډوډۍ د خپرېدو سبب شو قزاقستان او قرغیزستان چې سیاسی واک په کې زیات شخصی شوی دی له جدي ننګونو سره مخامخ دي.
په منځنۍ آسیا کې تر اوسه پور ې د توندلارو ډلو له لوري د تاوتریخوالی پېښې نه دي رامنځ ته شوي خو له افغانستان او پاکستان سره نږدې والی، د اقتصادي فرصتونو نشتون او په مذهبي مراسمو سخت بندیزونه په منځنۍ آسیا کې د مذهبي مخالفو ډلو رامنځ ته کېدو او فعالیت لپاره زمینه او شریط برابر کړي دي قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان له جدي ننګونو او ستونزو سره مخامخ دي او د کايف بهرنۍ مرستې د نشتون
په ترڅ کې به په ناکامو دولتونو بدل شی. همدا اوس د بودیجې نشتون په تاجکستان او قزاقستان کې دپخوانی شوروي له وخت پاتې زېربنايي پروژې له سقوط سره مخامخ کړي دي. په ورته وخت کې دواړه هېوادونه د ښوونکو، ډاکترانو او نورو مسلکي افرادو له کمښت سره مخامخ دي. له بل لوري پراخ اداري فساد د دې سبب شوی چې د تاجکستان او قرغیزستان حکومتونه د خپلو خلکو د ټولنیزو ستونزو په حل کې ناکامه شی په تاجکستان کې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته اداري فساد پراختیا پیدا کړې د ولسمشر امام علي رحمن حکومت خپلو سیاسی مخالفینو ته پیسې ورکو ي او حکومت خپل عواید د هېواد له حاصلخېزو سیمو څخه ترلاسه کوي. لرې پرتې سیمې د مرکزي حکومت له ادارې څخه بهر دي له تاجکستان سره د نړیوالو مرستو زیاته برخه د دغه هېواد چارواکو جیبو ته ځي
. ددې ترڅنګ د تاجکستان یو شمېر اوسېدونکي په تکراري توګه د برښنا له کمښت او ځينې وختونه په ځانګړي توګه په ژمي کې د خوراکي توکو له نشتون سره مخامخ کېږي. تاجکستان په افغانستان کې د تولید شویو تریاکو د قاچاق یوه مهمه لار ګڼل کېږي او د نشه یي توکو له قاچاق څخه ترلاسه شوې پیسې په دغه هېواد کې د اداري فساد مهمه برخه جوړوي. ویل کېږي چې د تاجکستان یو شمېر حکومتي چارواکي د نشه یي توکو په قاچاق کې ښکېل او دخیل دي
. له تاجکستان سره د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې نړیوالې مرستې اغېز منې نه و ې او تاجک چارواکي د نشه یي توکو له یو شمېر قاچاقربانو سره همکاري او اړیکې لري. په عمومي توګه د تاجکستان اقتصاد خراب دی او د نشه یي توکو کاراوبار د ټولو اقتصادي فعالیتونو له۳۰څخه تر ۵۰ سلنې برخه جوړوي. ویل کېږيچې له نشه يي توکو قاچاق۲۰ ترلاسه کېدونکې پیسو په نشتون کې به د تاجکستان حکومت سقوط وکړي
. د نشه یي توکو په قاچاق او نورو جرایمو کې د تاجک چارواکو ښکېلوالی د دې سبب شوی چې نړیواله ټولنه دغه هېواد د اعتبار ي او اعتمادي شریک په تو ګه ونه مني په قرغیزستان کې کمزور ډیموکراسی په دغه هېواد کې د حکومت په وړتیا او ظرفیتونو منفي اغېز کړ ې دي. د دې ترڅنګ په قرغیزستان کې د سازمان شویو جرایمو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی او د غه هېواد حکومتي ادارې او بنسټونه د جرایمو د پراختیا مخنیوي کې پاتې راغلی دي. محيل څارونکي او نړیوال څېړونکي په دې اند دي چې د ۲۰۱۰ زکال په مې کې په سویيل قرغیزستان کې د تاوتریخوايل په رامنځ ته د امریکا او منځنۍ آسیا هېوادونو اړیکې کولو کې د نشه یي توکو قاچاقبرنو لاس درلود د یاد تاوتریخوايل په پایله کې باقي یوف له ځواک څخه لرې شو
. د باقي یوف سقوط، د املازبیګ امتبایوف واک ته رسېدل او په پارلمانی ډیموکرايس د قرغیزستان بدلېدل په دغه هېواد کې د سازمان شویو جرایمو له کمېدو سره مرسته ونه کړه. په ۲۰۰۵ زکال کې په قرغیزستان کې تر انقلاب او بدلون وروسته په دغه هېواد کې دولتي بنسټونه ډېر کمزوري شول او د جرمي ډلو لپاره یې د فعالیت شرایط برابر کړل د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې د تاوتریخوايل رامنځ ته کېدل د امنیتي ادارو د لپاره د دې زمینه برابره کړه چې د نشه يي توکو قاچاقربانو سره همکاري وکړي او له دې لارې عواید ترلاسه کړي.
په قرغیزستان کې بغاوتونو او تاوتریخوالی په دغه هېواد کې حکومتويل له ستونزو سره مخ کړه. په ۲۰۰۵ زکلونو کې پراخو لاریو نونه دوه ځله د حکومت د ړنګېدو سبب شول. په قرغیزستان کې قوي سیاسی ګوندونه شتون نه لري، خو په دغه هېواد کې عمومي نارضایتي لپاره حل لار پیدا کړي. ملت پالنه او د نفوسو زیاتوالی په سیاست کې د خلکوو د پراخ ګډون سبب شوی دی، خو سیاستوال بیا د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره د عامو خلکو له احساساتو ناوړه استفاده کوي.د ازبکستان په اندیجان کې د تاوتریخوالی له رامنځ ته کېدو او په ازبک چارواکو د امریکا له لوري له نیوکو وروسته ازبکستان د خان آباد له پوځي اډې د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه د اندیجان پېښې امریکایان له سخت حالت سره مخامخ کړل له یوه لوري امریکا د خپلو پوځي اهدافو ترلاسه کولو لپاره خان آباد پوځي اډې ته اړتیا درلوده او له بل لوري بیا امریکایان مجبور وو چې په منځنۍ آسیاکې د اصلاحاتو رامنځ ته کېدو ملاتړ وکړي. د منځنۍ آسیا مشران د امریکا له لوري له نیوکوسره مخالف دي هغوی په دې اند دي چې له امریکا سره ملګرتیا باید د منځنۍ آسیا د دولتونو امنیت خوندي کړي ددې ترڅنګ د منځنۍ آسیا هېوادونو مشران اندېښمن دي چې د امریکا له لوري د ډیموکراسۍ د پراختیا هڅې به سیمه بې ثباته کړي. له ګورجستان او اوکراین وروسته په قرغیزستان کې بد لون او انقلاب چې درې واړه د پخوانی شوروي اتحاد غړي هېوادونه وو د منځنۍ آسیا مشرانو اندېښنې زیاتې کړي دي. دعرب پسرلی او بدلونو په اړه د امریکا غبرګون د منځنۍ آسیا د دولتي چارواکو اندېښنې لاپسې زیاتې کړې.
د امریکا له لوري د مصر د واکمن حسني مبارک نه ملاتړ چې د امریکا پخوانی ملګری او متحد ګڼل کېده د منځنۍ آسیا دیکتاتور واکمنان له امریکا سره د ملګرتیا په اړه بد ګومانه کړل. له همدې امله د منځنۍ آسیا هېوادونو مشران له امریکا سره د همکارۍ په برخه کې له احتیاط څخه کار اخلی او نه غواړي له امریکا سره د همکاریو د زیاتې پراختیا له امله روسان او چینایان خفه کړي.
په ۲۰۰۵ زکال کې ازبکستان په خان آباد کې د امریکایانو پوځي اډه بنده کړه، خو سره له دې امریکا نه شول کولی د ازبکستان په حکومتي چارواکو د اصلاحاتو رامنځ ته کولو په موخه فشار راوړي د خان آباد پوځي اډې څخه د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته هم امریکایان په افغانستان کې د خپلو اهدافو ترلاسه کولو په موخه د ازبکستان همکارۍ او مرستې ته اړ وو
. د ازبکستان له لوري د خان آباد پوځي اډې له بندولو وروسته امریکا قرغیزستان ته د مناس اډې د کرایې اندازه زیاته کړه او ترانسپو ر يت قراردادونه یې د قرغزستان دولسمرش خپلوانو او دوستانو ته ورکړل په دې توګه امریکایان په هغه پراخ اداري فساد کې ښکېل شول چې د منځنۍ آسیا هېوادونه هم ور سره مخامخ وو. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون په ترڅ کې امریکایان د منځنۍ آسیا هېوادونو مرستې او همکارۍ ته اړ وه. همدارنګه باید وویل شی امریکایي چارواکي به تر هغو پورې چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې وي د منځنۍ آسیا په حکومتونو له نیوکو څخه ډډه وکړي. امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ویستلو او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د منځنۍ آسیاهېوادونو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.
تر بیا..........