کله چې شوروي اتحاد په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوه او پښې يې سپکې کړې، نو امريکا او نړيوالې ټولنې افغانستان ته شا کړه او افغانانو خپلو کې کورنۍ جګړه پيل کړه، چې اور يې تر اوسه بل دى.
په ١٩٨٨ کال کې په جنيوا کې د روسيې ، امريکا او پاکستان ترمنځ يو تړون لاسليک شو، چې د شوروي اتحاد تر وتلو وروسته به په افغانستان کې يو نوى حکومت جوړيږي او هلته به د کورنيو جګړو د نه کېدو تضمين هم پکې شوى و، خو کله چې شوروي اتحاد له افغانستان څخه ووتل، نو امريکا افغانان يواځې پرېښود او دادى د بهرنيو له وتلو سره سمه موټر بم او نور بريدونه پيل شول، چې د لوګر پېښه يې وروستۍ بيلګه ده.
دامريکا ولسمشر جو بايډن څو ورځې مخکې پخپله وينا کې ويلي وو، چې دوى په افغانستان کې د القاعدې ځپلو او اسامه بن لادن وژلو سره خپل هدف ترلاسه کړى او اوس ځکه افغانستان پريږدي او خپل سرتيري اوباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسامه بن لادن لس کاله پخوا په پاکستان کې وژل شوى دى، که داسې وي، نو امريکا بايد لس کاله پخوا له افغانستان څخه وتلى واى، څو دلته د جګړې پلمه ختمه واى، ځکه چې طالبانو دا تېر شل کاله ځکه جګړه کوي چې ګوندې دلته بهرني ځواکونه مېشت دي.
خو امريکا تل منافقت کړى او د خپلو ګټو لپاره يې هېوادونه ړنګ او ولسونه يې تباه کړي دي، يواځې د اسامه وژلو سره القاعده له منځه نه ده تللې، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له پيل سره سم القاعدې په افغانستان کې د طالبانو مرستې ، د بيا فعالېدو او د لويديځو هېوادونو پر ضد د بريدونو اعلان کړى دى.
اوس افغانانو ته پکار دي چې خپل هېواد پخپله جوړ کړي، اتحاد ، اتفاق سره د سولې لپاره ملي اجماع رامنځته نه کړي، نور نړيوالو ته ونه ګوري، ځکه چې هغوى دا شل کاله د خپلو ګټو لپاره دلته اور بل کړى و.
څو پورې چې افغانان سره يو لاس او يو موټي نه شي او د خپل هېواد کې سوله رامنځته نه کړي، نور هېوادونه افغانانو لپاره نه سوله راولي او نه هم امنيت .
پاى