االذین ءامنووهاجروا وجهدو فی سبیل الله باموالهم وانفسهم اعظم درجة عندالله واولیک هم الفایزون
سورة التوبة ، ایة ۱۹
کله چې روسانو پر افغانستان تجاوزوکړ د افغانستان مسلمان مظلوم ولس دکړکیچ سره مخ شو نو دپورتني کلام الله دلسواوچتو کلیمو په ارشاد راپورته شول او دایمان په غلبه او باور یې د فی سبیل الله په لاره جهاد دلته زیارویست حتی الوسع کوښښ یې وکړپه مال او خان باندې په دې سبیل کې دهیچا لپاره دومره دانحصار مشروعیت نه وه چې وایې ږیره دما واک یې دملا!
خپل مال او خان یې دالله ج په لاره کې بې له هرډول شخصی ګټو قربانی کړدغه ولس په نېغه دغه غیرت او عزت لری مهمه نه ده چې بې وسه او بې نومه دی .نه څوک د ګادی په سوچ کی وه ،نه ماسکو،دوبۍ ،نیویارک ،لندن اونه کوم مقام او قدرت ، نه د عرب خبره وه او نه عجم ، نه دګلم بم غږ وه او نه ګلم جم،نه لوتمار وه او نه دکباړیو کمېشن کار،نه ان جی او وه نه کومه بله اینکو، نه سرپرست وه او نه بت پرست ،نه ع وه اونه بغاوتګر یوټکی غ،نه سلاکارو او نه کوم بل مکار،نه پخوانی مشر اونه اوسنی کشر . نه دا وه او نه هغه مفسد او کثافات په هر حال وایی ځمکه هغه سوزی چې اور ور باندې بلیږی !
د ملي یووالي حکومت خو ځان ته جمهوری اسلام وایی باید سولې ته د رسېدو لپاره د واقعي اجندا ء،متمرکز اوملی دریځ ابعادو په رڼاکې داسلام په اصولو ګام اوچت کړی او بین الافغانی تګلاری ته اسلامی عملی جامه ور واغوندی . ځکه دکړکېچ تاریخ ،سیاسی حجم ، ناوړه او بې نظمه تشکیلاتی اداره،له غوږو فساد کې ډوب ،استخباراتی کمزورتیاوې ،او دقدرت لپاره داسلام له اصولوسره مغایرت لری او پورتنۍ ایه دلته دعلماوو او یوشمیر جهادی زورواکانواستثنایی فتوی نه منی او همدارنګه دیوشمیر یوتیوبې ګنګ فتنه ګرو کسانو له تاریخی ویناوو سره هیڅ تړاو نه لری لکه یو شاشجاع بل شاشجاع راپېژنی په کار خو داده چې ښه ته ښه او بد ته بد ووایو دې کې تاوان نشته.ليرې به نه ځو یو لنډ مثال کې : افغانستان او جاپان د خپلواکی همزولی دی خو باور وکړی ماچې دجاپان یوازې دګاډی سیستم ،دسپلین،پاکی او مدیریت ولید او بیا دافغانسان کړکېچ نو ما ویل یا الهی عز وجل داڅومره بدلون او توپیر دی اخر موږهم دهغوپه څېر انسانان یو؟
دغو موخو ته رسېدو لپاره باید افغانستان اوس مستقل او خپلواک وي لکه جاپان. موږ باید د لنډمهاله ګټو لپاره باثباته ،دوام لرونکې اوټولشموله سوله قرباني نه کړوداډیر مهم چانس دی بیا نه راخی! دا به زړې شخړې دوه لسیزو جنجالونو،موافقه لیکونو وقراردادنو لاس لیک جنایت وه خو تاسې وینی چې داستعمار بچی ینس شتولتن بېرګ یې په مستقیمو مداخلو او انديښنو په پراخه توګه بیا تازه کوی اودحمد الله ماشوم بالیوود سیاسی اندیښنو سره تو پیر لری او د افغانستان اوسنی او راتلونکی نسل به په ناببره توګه له ورانۍ او بدمرغۍ سره مخ کړي. موږ باید روانې جګړې ته د تل لپاره د پای ټکی کیږدو.داکار با ایمان،غیرتمن ،تکړه او عالی مسلمان دانشمندان غواړی چې دخپل نفس (ځان) سره مبارزه وکړای شی .
دلته په جګړه کې حلوا نه ویشل کیږی حکومت ،طالب،احزاب او هره ډله او ګروپ چې وی د افغانستان زعامت او ڼړیوال موقف ګروګان نیولی نشی دا باید له سره وباسی حکومت مسولیت لری چې خپلې غلطی او سهوی ومنی دبین الا فغانی او بین الا استخباری ترمنځ توپیر وکړی شی په حقیقت کې نړیوال او په تېره بیا دوخت سیاستوال باید له ولس حخه دخپلو سهوواو خطاوو معذرت وغواړی او دغه ستونزه دتل لباره جبران کړی. دا دولس غوښتنه ده اویوه حتمی پدیده ده.کومه دیموکراسی دا بربریت منی چې ۷۰ په سلو کې له فقره ټيټه کچه ولس دې په توغندیو،توپ او تیارو وویشتل شی؟ سیګار ریپورت
د دې پروسې عملي کول د اقلیمي بدلون اوورسره دبدمرغیو کتاراو وچکالۍ، د ۴ میلیونه مهاجرینو بېرته راګرځول، د داخلي بې ځایه شویو بېرته ځای پر ځای کول او د فقر کچې ټیټولو،دمعتادینو چاره کول او هڅې هغه فکتورونه دي چې د پروسې عملي کول ورو کوي. ددې لپاره چې په سیاسي برخه کې مزدور ه اداره ومنی چې دغه ستونزې عوامل لری، په لومړي کال کې باید خپل ګڼ شمېر فعالیتونه چټک وساتو داکار هغه وخت امکان لری چې ناکام خپله ګناه ومنی تر څو په یوه ټاکلي وخت کې اعتماد او باور رامنځته شي وروسته د سولې عملي کولو پلان چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې په جاسوسی نه بلکې په ګډو هڅو جوړ شي، افغان حکومت ته غلطه او له منافقته ډکه زمینه مساعده نشی تر څو ملي، سیمه ییزو او نړیوال سرچېنو او ظرفیتونو څخه په سمه توګه استفاده وکړي او نړیوال او د سولې په برخه کې سیمه ییز او نړیوالاړیکی په سمه تو ګه تامین کړي. افغان حکومت او خلک په یووالی ، اخوت ټینګار غوښتنه کوي چې زموږ ټول ګاونډي دې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون په اساس د تروریزم پر وړاندې خپلې وجیبې په سیمه نه یوازې افغانستان کې تر سره کړي. د سولې پروسه باید د افغانانو په مستحقه رهبرۍ کې چې لاسونه یې دبې ګناهو خلکو په وینو ککړ نه وي، او حکومت خپلو ټولو ګډونوالو څخه غواړي چې دهغو په عملی کولو کې بېطرفانه همکاری وکړی .