روانې چارې او بېلابېل
اسټراليا کې يو افغان کډوال ځانوژنه کړې
يو افغان کډوال چې د استرالیا د مانوس ټاپو له کډوالۍ کمپ څخه اسټراليا ته درملنې لپاره لیږدول شوی وه ځانوژنه کړې. ۳۲ کلن افغان کډوال سعيد ميرويس روحاني نوميده او دوه کاله وړاندې د رواني ناروغۍ له امله له مانوس ټاپو څخه برېسبن ښار ته د درملنې لپاره وړل شوی وه. ميرويس روحاني خپله ډاکټر و، خو په مانوس ټاپو کې د یو ناقانونه کډوال په توګه څلورو کلونه بندي وه. هغه په کال ۲۰۱۷ کې د جدي رواني ناروغۍ له امله اسټراليا ته د درملنې لپاره انتقال شو. ميرويس خپله ډاکټري په چين هيواد کې
د روانې جګړې قربانيان څوک دي؟
دا هغه نړيواله او له وينو يوه ډکه مسئله ده چې د تاريخ په اوږدوکې د نړۍ هر ملت ته په ثبوت ورسېده چې په دې جګړه کې تر هر قوم پښتانه زيات و وژل شول او زياتې قربانۍ همدې قوم د خپل هېواد لپاره ورکړي او لا اوس هم د سريخو په ډنډ کې دغه قوم د خپلو دښمنانو له لاسه ګير پاتی دی چې څنګه له دې حالت څخه ځان خلاص کړي او خپله د پرمختګ کشتۍ نوره د ساحل غاړې ته کړي. دغه جګړه په افغانستان کې د برېښنا په څېر ډېره ګړندۍ روانه ده او تل په دې جګړه کې پښتانه مشران د دې لوبې ښکار کېږي، چې بيا وروسته يې نور ټيټ
دردیدلي او د رسنیو له پوښښه لېرې پاتې کډوال
د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره د استرالیا سخت دریځ او ټینګو اقداماتو دغه هیواد ته د تللو مهاجرینو لپاره ژوند تریخ کړې او هغوی یې له داسې ستونزو سره مخ کړي چې آن ځینې ترې د خلاصون لپاره ځانوژنې ته لاس اچوي. استرالیا د هندي زده کوونکو، مسافرینو او د مهارت لرونکو کډوالو لپاره د غوره هیواد په توګه پیژندل کیږي، خو له دې حقیقته ډیری ناخبره دي چې دغه هیواد ته ځینې هندیان د پناه اخیستلو لپاره هم ورغلي او یا لا هم د ورتګ کوښښ کوي. د ترلاسه شوو مالوماتو په اساس، په ۲۰۱۸ کال کې ۵۱ هندي
استرالیا کې د کډوالو د درملنې قانون په ملاتړ کمپاین پېل شوې
استرالیا کې یولسو مخکښو طبي او روغتیايي ډلو د کډوالو او پناه غوښتونکو د طبي درملنې قانون په ملاتړ کمپاین پیل کړې خو په ورته وخت کې حکومت پلان لري چې یاد قانون د پارلمان په راتلونکې ناسته کې لغوه کړي او پدې هکله یې هڅې پیل کړي دي. د استرالیا د روغتیايي ډلو اتحادیې خبرداری ورکړې چې که د درملنې قانون لغوه کړل شي نو د مانوس او نایرو توقیف مرکزونو د کډوالو او پناه غوښتونکو په رواني او فزیکي روغتیا به خورا ناوړه اغیزه وکړي. د درملنې دغه قانون چې له مخې یې ناروغه کډوال او پناه غوښتون
تيرې تيروتنې او راتلونکې هيلې!
په لمړي سر کې داسې ښکاريده چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري ټاکنې د مختلفو لاملونو پر بنست د سولې په بيه ځنډولو ته لومړيتوب ورکاوه، خو حکومت سوله او ټاکنې د يو بل بشپړونکي بللې. ولس او نوماندان په دې باور وه چې د افغانستان حکومت نشي کولاى د نړيوالې ټولنې د دغې غوښتنې په وړاندي مقاومت وکړي چې ټاکنې د سولې په بدل کې وځنډيږي. د امریکايي ولسمشر ټرمپ ټويټ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې يې مړې او په اوبو کې لاهو شوې وګڼلې د ولسمشر د ټاکنو د ترسره کولو په تړاو د ولسمشر غني دريز پياوړئ کړ.
بعضی علایم ناخوش
در حدود دو سال قبل بود که بخش «دری» شبکه ی «صدای امریکا» در دنیای مجازی، نظرسنجی ای را پیرامون نام های «دری» و «فارسی»، به راه انداخت
د قانوني نیمګړتیاو له امله استرالیا کې زرګونو مهاجر کارګرو ته معاشونه ندي ورکړل شوي
د قانوني نیمګړتیاو له امله استرالیا کې زرګونو مهاجر کارګرو ته معاشونه ندي ورکړل شوي د (فو کانګ) په نوم کډوال چې د مذهبي تاوتریخوالي او د ځورونې له وېرې له چین څـخه استرالیا تللې، وايي، د عدالت او مساواتو په لټه استرالیا ته کډوال شوې خو استرالیا کې هم ترې د قانون په چوکاټ کې د کار ګمارونکو لخوا دوامداره سؤاستفاده شوې. نوموړی وايي، چین کې د یو مذهبي ډلې غړی و او همدارنګه په یوه ښوونځي کې یې دنده هم ترسره کوله چې مذهبي ډله یې د حکومت ضد وبلل شوه او دې اړ شو ترڅو خپل کور پریږدي او
په ناورينونو کې ايسار ولس
منم چې افغانان جنګي فطرت لري او د تاریخ په اوږدو کې له يرغلونو او کورنیو شخړو څخه ډک شاليد لري خو دغه قوم د جګړو په ګرم ډګر کې هم خپل ديني، دوديز او کلتوري ارزښتونه لري او ساتلي يې دي. ددغو ځانګړتياو څخه يې له يرغلګرو سره په جګړه او په کورنیو شخړو کې د خپلو سرونو په بيه دفاع کړې ده. هغوی به وطنونه ورانول، دښمن به يې بي رحمه واژه، خو د دښمن سرتورو، مېرمنو، ماشومانو او سپین ږیرو ته به یې څه نه ویل. د غیرت، عزت او عفت معیارونو به د افغان تاریخ غوښنه برخه جوړوله اوس خو نو يادش لخير! هغه ارز
نشانه های تحمیل سانسور
پس از کودتای منحوس هفت ثور، بخیه زدن دهن مردم(سانسور) نیز یک اصل شمرده می شود؛ هرچند در ریاست جمهوری کودتایی شهید داوود، تمهیداتی داشت، اما با کُل ارزش ها و باور های افغانی، جدل نمی کرد. رژیم های ایدیالوژیک که برای تحمیل، باید بر افکار مردم مهار بزنند تا زمینه ی راحت تطبیق جهالت ایده ها را فراهم آورند، با آزادی های منطقی و اصولی که با تنقید و تبیین، مفاسد را افشاء و نارسای
چرا هنروران ویژه اند؟
زمانی که در مقام دفاع از واحد سیاسی، گفت و گو می کنیم، تکیه بر مجموعه ی داشته های مادی و معنوی، بخش عمده ی ادبیات این گفت و گو می شود؛ اما آیا دقت بر فحوای این موضع، این افاده را عام کرده است که بر ایثار و زحمات چه کسانی، تکیه کرده ایم؟ بسیاری از دارایی هایی تاریخی، مدنی، فکری و فرهنگی که در واحد های سیاسی کنونی، نام های ارزش های کشور های امر
سوله ، تسليمي که مصالحه؟
د حقائقو په هنداره کې خپلو ستونځو ته له کتلو او ژور تحليل څخه وروسته باید ومنو چې حکومت او طالبان دواړه لوري عيني واقعيتونه دي. دريزونه لرى، تګلارې لري، غوښتنې لري، مشروع او غير مشروع اړخونه دريزونه او کړنې لري. که يو لورئ د بل اړخ اغيزمنتوب او په تولنه کې د هغه پراخ او ژور نقش نفى کوي او يا هم د کوم اړخ د محوه کولو، يا بي اهميته کولو هڅه کوي، زمونږ په آند سهوه کوي او لمر په ګوتو پټوي. داهم منو چې دواړه خواوې اړتیاوې لري، ستونځې، تشې او نيمګړتياوې لري. پردي محسنان او مرستندويان لري. هغو
ناگزیری های ارائه ی پاسخ
گاهی امثال این قلم، متهم می شوند که در شیوه ی تنقید، تند استند. بلی، نه فقط گاهی، بل هرازگاهی که نیاز باشد، پاسخ می گویم؛ اما وجداناً در کشوری که این همه رابطه ی قومی و خویشی، حتی یک واحد کامل کلیت متجانس نمی گذارد، خیلی دشوار است در صورتی تبارز کنیم که اگر ناگزیری های ارائه ی پاسخ نباشد، تنها عدم رعایت نزاکت های اجتماعی برخورد عادی با هموطنان که
له نسل وژنې وتښتیدلم خو اوس د استرالیا له مهاجرت تګلارو نشم تښتیدلې
له نسل وژنې وتښتیدلم خو اوس د استرالیا له مهاجرت تګلارو نشم تښتیدلې د جنید په نوم یو روهنګیايي پناه غوښتونکي د استرالیا له SBS ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، کله چې زه میانمار کې وم، حکومت ماته یو سپین کارت راکړې وه. له دغه کارته په استفادې ما کولی شول یوازې د خپل ښار دننه سفر وکړم خو نورو ښارونو ته د تګ اجازه مې نه درلوده. ما په خپل هیواد میانمار کې چې زه پکې زیږیدلې یم، د اوسیدنې موقتي جواز درلوده. زه او زما په څیر نورو روهنګیايي وګړو یوازې یو پوهنتون کې د ګډون اجازه درلوده چې
له مهاجرت توقیف خونې تر ازادۍ ـ د یو سوډاني پناه غوښتونکي کیسه
۲۵ کلن عبدالعزیز محمد په ۲۰۱۳ کې له سوډان هیواده وتښتیده او استرالیا ته لاړو، مګر هلته استرالیايي چارواکو نوموړی استرالیا ته په کښتیو کې د ناقانونه مهاجرت په جرم وینوه او هغه یې د پاپوا نیوګینا هیواد د مانوس ټاپو د کډوالو توقیف خونې ته واستوو. په یاده توقیف خونه کې د نږدې شپږ کلونو تیرولو په جریان کې، عبدالعزیز تل د استرالیا د مهاجرت پر پالیسۍ نیوکې کولې او د دې غندنه یې کوله چې د استرالیا حکومت پرته له محکمې کډوال او پناه غوښتونکي د نامعلومې مودې لپاره په سمندري توقیف خونو کې ساتي.
ټاکنې او له ټاکنو وروسته اړتیاوي!
د سولې هڅې او ولسمشریزې ټولټاکنې په روان کال کې د افغانستان په دوو مهمو او سترو لومړیتوبونو کې شميرل کيدې. داسې لومړیتوبونه چې هریو پرخپل ځای ځانګړئ ارزښت درلود. مونږ افغانانو ته سوله د ژوند دوهم نوم ده. هغه ژوند او هغه نوم چې متاسفانه مونږ له تېرو څلوېښتو کالو راپدېخوا ورپسې لالهانده ګرځو، ټاکنې د ولسواکئ مهم اصل، دواک پر سر د جګړو تر ټولو غوره او د عمل وړ لاره ده. مونږ په تيرو څو لسيزو کې د واک په سر د جګړو اوږد تاریخ او ګڼې بېلګې لرو. ځینې یې دومره وحشیانه او بوږنونکې دي چې ا
مدیون و مقروض
همیشه از این بابت گلایه داشته ایم که جانب مقابل(مخالف) را از حیث ارزشمندی، طرح نمی
قرن نوزده و عامل سیاه استعمار
در تاریخ معاصر افغانستان، قرن نوزده، بسیار مکدر است. پس از وفات اعلی حضرت تیمور شاه ابدالی، شاه زمان، نظر به مقتضیات سیاسی، سعی کرد با توسعه ی ارضی در هند، فرصت های تنفس بیشتر تجمع ملت در افغانستان، فراهم شوند، اما تقابل او با نوع جدید عناد که از آگاهی های عظیم جهانی برخوردار بود(استعمار غربی) ستیز ر
روهنګیايي کډوال مالیزیا کې له غریبۍ او بی کارۍ سرټکوي
د شهر ملوک په نوم روهنګیايي کډوال چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د میانمار د رخاین ایالت د جګړو او مذهبي تاوتریخوالو مالیزیا تښتیدلې، وايي ژوند یې مالیزیا کې د امنیت له پلوه خوندې دی خو کار نشي کولی او د خوراک لپاره څه نلري، خیرات راټولوي او د سرکونه په غاړه شپې ورځې تیروي. نوموړی وايي، کومې پیسې چې درلودې هغه یې قاچاقبرو ته ورکړلې ترڅو دی له میانماره وباسي. اووه ورځې یې په یوه کښتۍ کې له ګڼ شمیر نورو روهنګیايي کډوالو سره سفر وکړ ترڅو تایلینډ ته ورسیږي. خو تایلینډ ته په رسیدو قاچاقب
د تامیل کورنۍ اخراجول استرالیا کې جنجالي شوي
استرالیا کې د کډوالو پلویان وايي، هغه تامیل کورنۍ چې حکومت یې سریلانکا ته د بیرته ستنولو پلان لري، له جدي رواني فشار سره مخ ده او دا مهال په بشپړه انزوا کې قرار لري. پریا او نادیس او د دوی دوه لوڼې چې دواړه په استرالیا کې زیږیدلي، دا مهال د استرالیا په کریسمس ټاپو کې د مهاجرت په توقیف خونه کې بندیان دي. د استرالیا پر فیدرالي حکومت دا مهال د ځينو مخالفو سیاستوالو برسیره د کډوالو او پناه غوښتونکو د ګڼ شمیر پلویانو فشارونه شتون لري ترڅو د دغه کورنۍ سریلانکا ته له بیرته ګرځولو څخه
ټاکنې يوه ملي پروسه ده
ټاکنې د ډيموکراسۍ يو اساسي اصل او د مېشتو ولسونو مشروع حق دی، چې د یو هېواد د آبادۍ، هوساينې، ښېګڼې او آرامۍ لپاره ترسره کېږي؛ټاکنو کې ولسونه پخپلې پاکې ادارې سره راتلونکي لپاره خپل مشر ټاکي، هر هغه وګړی، چې په ټاکنو کې برخه اخلي، له یوه طرفه يې انساني او بل لوري ته اسلامي وجیبه ترسره کوي. رايه ورکوونکي، جنس، ژبې، ټبر او مذهب ته له پاملرنې پرته ټول هغه افغانان دي، چې د رايې ورکولو سن (١٨ کلني) يې پو
د غني په ارمان به شئ!
افغانستان؛ هغه هېواد دی، چې ښه ژوندي او بد مړي نلري. ژوندي ملتونه تر ډېره د خپلو ژوندیو، په کار پوه او په ولس میېن څېرو او شخصیتو
ټاکنې د افغانستان د ژوند او مرګ خبره ده
د هیواد سیاسي حالت کړکېچني خوا ته روان دې او هیواد د ژوند او مرګ په پوله ولاړ دې. ټاکنیز ټیمونه په دې مرحله کې زښته زیات او سره ویشل شوې، خو دا خبره له امکانه لري نه ده چې ځینې ټیمونه به له غټو ټیمونو سره یو شي . لکه څنګه چې مو پورته اشاره وکړه د ا ځل ټاکنې د هیواد د ژوند او مرګ په معنا دې ځکه نو موږ د هیواد د اوسېدونکو په توګه ايماني او انسانې وظیفه لرو چه خپل انتخاب په ډېر غور سره وکړو. بهرنې استخباراتي اداري په دي هڅه کي دې چه په ټاکنو کې داسې کسان بریالي کړي چه د دوې روا او ناروا ګټ
روان حالت ته دمثبت بدلون په پار افغان غیرتي ولس ته یو وړاندیز
روان حالت ته د مثبت بدلون په پار افغان غیرتي ولس ته یو وړاندیز. هر شی یو علت لري.د روان ناورین علت په هېواد کې د بهرنیوپوځي ځواکونوشتون اوښکیلاک،دپردیپالو،فاسدو،دسولې ضد،جګړه غوښتونکو او څارګرو کسانو او کړیو واکمني ده.د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ولسمشریزې ټاکنې د جګړې او بل واکۍ ددوام او مشروعیت ورکونې پرته بل هیڅ نه دي.په همدې وجه افغان غیرتي ولس ته دولسمشریزو ټاکنو د بایکوټ یانې ګډون نه کولو وړاندیز کوم. ولې ؟ ځکه چې : ۱ــــ دهرې پدیدې شکل او ماهیت دمکان او زمان سره تړلي دي.
ولې بیا غني ته رایه ورکړم؟
ورو، ورو د ټولټاکنو ورځ رانږدې کېږي او هرڅوک به د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي،خو دا چې ښه نوماند څوک دی او کومې ځانګړتیاوې باید په پام کې ونیول شي دلته غواړم د ځینو مهمو ټکو او مواردو په اړه څو کرښې درسره شریکې کړم: لکه څنګه مې، چې وړاندې وویل؛ هر څوک حق لري خپل رایه د خپلې خوښې نوماند ته ورکړي او ملاتړ یې وکړي، خو دا هم باید له پامه و نه غورځوو، چې له خبرو تر عمل ډېر توپیر وي؛ اوسمهال یو په امارت د جمهوریت د بدلولو
بریدګر څنګه او ولې تر ښارونو رسېږي؟
وسله وال طالبان او نور تروریستي ګروپونه چې په مخامخ جنګ کې مات شوي او له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخېدو جرئت نه لري، نو دوی په ملکي ځایونو، تاسیساتو او عامو خلکو بریدونو ته مخه کوي. په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل کې موږ د ناوړه موټربم چاودنو شاهدان وو چې په پایله کې یې عامو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واوښتل. په دې کې شک نشته چې د دغه