عجیبه غوندې وخت شو زما یو ملګری دسلا کار ی مسولیت په غاړه لری په هره معامله کې لکه پوروړی نیغ ناست وی او خوانده ناخوانده غونډو کې ځان بر بولی په ونه جګ او ګوړابۍ تورې عینکې په رڼا،خړ، ورېځ آسمان،توره تیاره، دننه، دباندې په سترګو کوی کله کله زورور ، کله عاجز کله بیا ډېر برګ اوګواښ کې ښکاری خاورې باد وی خلک وایی چې ډېر لېرې خای نه ان له آسمان څخه هم ښوروا را کښته کولی شی دښوروا خبره یو څه ور سره لګیږی هم او تیپ یې ښوروا ډوله دی .ځکه چې یو شمیر غوښنو جنایت کارو،ابن الوقتو ،مزورو قومندانانو سره بلد دی او له همدې لارې یې خپله سلاکاری ته ځان را ورساوه خپل فرهنګ هومره نه پېژنی خو داسړی دنورو کارنوله سافت وېر سره یعنی موتر چلولو ،چاپی کولو، بوټونو رنګ کولو،اوسودا راوړلو څخه نیولې با تر خبرونواورېدلو ظاهری دېپلوماسی پېښې کولو پورې خبر بیارخبرببر داټول کارونه دده له غاړې دی یوعمومی بیحیا ،مړتت اوهرکاره چاپلوس سلا کار دی چې کمونستان هم به شهیدانو کې شمیری په نړۍ کې ساری نه لری. نو وایی چې زاغ زنده باد!
پرون د سلاکارسترګې ډېرې سرې اوښتې وې ږیره یې پبوخه سموسه غوندې شوې وه.بالښت وه او که کرتۍ په تخرګه کې یې نیولې وه له دفتره را ووت ما ویل سلا کاره خدای دې خیر کړی څه ټکه بیا رالوېدلې ده؟ده وویل نن یې په طلوع یو سترګی تلوېژن کې وویل چې امریکایان له افغانستان څخه وځی اوینس شتولتن بیرګ هم کوړنجیده چې دا څه ډول کیسه وه باید امریکا یان دلته تر ډېره وخته پورې پاتی شی کنه دانور دکلی لګه و بوګه سپیو ته څوک ډوډۍ اچوی او شپه کې یې څوک غم خوری سره له دې چې اتلس ډوله غوښه ډیر هډوکی لری شپه ور باندې سباکیږی نو په به بلا به نه اخته کیږو .
داخبرې مې چې دې غله د لوتماریو مفت خور ماشینی قومندان ته وویلې پرهغه اور بل شو هغه ویل که له افغانستان څخه خارجیان مارجیان ووځی زه به خپل دالس کوره چاته په کرایه ورکوم؟دشیرپور کور خوسمه ماڼي ده په ساختګی قباله مې ترلاسه کړی خو والله که یې څوک په دومره لوړو دالرو ونیسی لکه کورمې په چرګه بار شو! هغه هم دلیونی متفکر به وخت کې.له ډیرې انديښنې یې لکه موړ چرګ خوله وازه وازه کوله اخر یې سترګې سره ورغلې اوویده شو .ما ویل چې ځه غوږونه مې یوڅه آرامه شول خولږ شېبه وروسته یې خرهارپیل کړداسې خرهار لکه سم غوایی دې چې حلال کړی وی ما هم د خوب لپاره سم خای ونه موند اورا ووتم چې دارګ چمن کې یا دبغاوتګر ماڼۍ سپیدار کې سترګه خوږه کړم.
سلاکار وویل سر مې به دې ټولو نه خلاصیږی چې خبره یې له دې خایه پورې راورسوله نوبیا یې راته وویل چې انډیواله زه چې دامریکایانواوسنی ناندرۍ اتکلی وهوایی سیاست اودا خبرې اورم نو د وچ اولانده کلی د خلکو پخوانۍ کیسه مې راپه یادشی وچ او لوند به کندهارکې دوه کلی دی یوه ورځ ددو کلیو ترمنځ داوبوپر سرشخړه جوړه شوه یوه کلی دځان ساتنې لپاره دهغه وخت ټوپک ماران راوغوښتل او بل کلی هم دغسی ناوړه ناجایزه ازاری خلک راوغوښتل اوبه سیمه کې یې پرخان پیرې ودرولې هرې خوا دا انتظار کاوه چې بل لوری به پر دوی برید وکړی دتیار خورو میلمنو کولمې ښې غوړې وې هره ورخ به دوه پسونه حلالیدل چې ماښام ته به یې هډوکی هم نه پاتې کېدل. به دې چړچواومزو کې څو ورخې تېرې شوې خو یوه کلی هم پر بل کلی برید ونه کړه ناتو هم بده هیله درلوده! اخر دوچ کلی خانانو پرخپلو میلمنو تېل یوڅه بندکړل نو اوس به یې یوازې یوه اونۍ کې اتلس ډوله غوښه ترلاسه کوله او هغه هم دشپې له خوا دکمونیزم واکدارانو ته رسېدله دې ډلې داسې فکر وکړ چې نور دکمونیزم د باټوانو لګه او بوګه ته خانانان اهمیت نه ورکوی اوپه درنه سترګه هم نه ورته ګوری ښایی دغنی په تلو سره یې قدرت نورهم له منخه لاړشی نوخپلو منخو کې درواغ جوړکړه ی میلمه به د باندې ووت اوبیرته به به وارخطایی سره راغی او نارې به یی کړې لکه محقق والله من هم ملاحظاتی دارم آزادی بیان وحقوق زن ،حقوق بشر وامثال ان دقسیم قرچه بروګرام دنوی کال په مناسبت به هرحالمیلمنو وویل:
هلی اندیوالانو دناتو ټوبکماران را خبرکړی چې پنډ سالو راغلی پنډ سالود مقابل کلی بد معاش داعش والا چې ولس څه، چې دکابل کمزوری حکومت سره له دناتو غوڅو سپیو کوړنج کولی نه شو نو دکابل ادارې بیاپسونه حلال کړل اوبیرته کش اوفش او سالګرې زیاتې شوې دناتو هیاهووهاها په همدې ډول روان وه چې له برکته یې هم امریکایی دالرې اخلی او هم یی د جاسوسانو جیبونه تاوده ساتلی په دې ډول دوه لسیزې تیرې شولې خو یوه کلی هم پر بل کلی برید ونه کړ وچ کلی همغسې وچ پاتې شو او لوند دوچېدو په حال کې وه خو دسلاح کاروپټ اوښکاره سوټه مارومیلمنوللمی غنم ښه لانده شول.
یاره زه چې اوس ګورم نو دامریکایانو داخبره اوس نړیوال چندان نه ورسره منی چې داترهګری ده فلانه ده بستانه او دینګه ده! هغه دی دوی نړالوته وایی چې داترهګری دومره غته بلاده که به افغانستان کې یې مخه ونه نیول شی نوتوله نړۍ به وخوری ښه به داوی چې تاسې زموږملاتړشی.پرېږدۍ داببولالې ، دادبسوګۍ واده وځی پاتې کیړی اخر وځی به ګونه ای.......... چې ټول یې مصروف کړی او دغه لوبه فاتح نه لری.