درنو هېوادوالو! څلور لسيزې کېږي په افغانستان کې سوله را څخه مروره او نادرکه شوې. تر کلي، ښار، غره، ارګ، امريکا او پاکستان ورپسې لاړم خو پيدا مې نه کړه او نه يې چاه په سمه توګه پته او معلومات راکړ، چې هغه مې خپل هېواد ته راوستې وای. که په اړه يې دوستانو او چارواکو تاسو ته معلومات وي او يايې څوک په راوستو کې مهارت لري، مهرباني د وکړي افغان ملت ته د خبر ورکړي او يا د ورسره لاس يوکړي ترڅو وکولای شي دغه مروره سوله له څلوېښت کاله جګړې وروسته هېواد ته راولي، چې د دې کار په کولو به يې په افغانستان کې ډېرو ناخوالو ته د پای ټکی ايښی وي، وينې بهېدل به ودرېږي، خوشحالي به هر کور ته را شي، فرهنګ به پياوړی شي، انجونې او هلکان به د ښوونځي او پوهنتون په لور روان شي، چاودنې او ځانمرګي به ورک شي، هېواد به د پرمختګ په لور ګامونه واخلي.
په هر صورت له ډېرو پوښتنو، زنګ وهلو، فيسبوکي اړيکو نيولو وروسته مې سوله په سيمه ييزو او نورو هېوادو لکه امريکا او اروپا کې پيدا کړه، له هغې مې پوښتنه وکړه، چې سولې ته ولې افغانستان ته نه راځي؟ هغې و ويل ټوله ورځ په افغانستان کې جګړه ده، وينې بهېږي، عزتونه لوټېږي، په دوحه کې طالبان او حکومت نه غواړي، چې امن راشي، واک په هېواد کې د داسې خلکو په لاس کې دی، چې هغه په مطلقه توګه په سياست نه پوهېږي، هغه غله دي، هغه ناپوه مارشالان دي، هغه جګړه ماران دي، هغوی يوځل کابل په وينو لمبولی، له هغوی سره د هېواد د آبادولو کومه ځانګړې تګلاره نه شته، هغوی د هېواد پرمختګ نه غواړي، لنډه دا هر څه يې، چې زړه غوښتل هغه په افغان ولس د خپلو ګټو لپاره عملي کړل.
لنډه دا که سوله هېواد ته راشي، جګړه به خپله کمپله ټوله کړي، جګړه مارې ډلې به ختمې شي، ځکه هغه د سولې توان نه لري ولس له سولې سره پوره همکار دی، ولس ورته سترګې په لاره نيولې دي، چې سوله به راځي او موږ ته به هېواد آبادوي، وينې بهېدل به بندوي، د هېواد ښاماران به له منځه وړي، جګړه ماران به په کور کېنوي، د شيرپور غاصبين به د تورو تمبو شاه ته اچوي، رشوت اخيستونکي به په لويه څارنوالۍ او ستره محکمه کې له دندې ګوښه کوي، کار به اهل کار ته سپاري، قوانين به په خوار، غريب انجينير، دوه ډاکټرانو، ملا، طالب رهبر او داعش يو ډول پلي کېږي.
دا هغه خبرې او غوښتنې دي، چې ولس يې د سولې لپاره په ذهن کې لري، چې سوله به دا کار د ملت لپاره کوي او که انشاءالله ژوند وه او خلکو ورسره کلک هوډ وکړ، هرڅه به مخ په وړاندې ځي او يو يو به په خپل وخت او ځای کې عملي بڼه خپلوي. راځئ چې موږ ځوانان او سياستوال سولې ته کار وکړو، ټګمار سياسي لوبغاړي ډېرحريص دي موږ يې هم په دې څلور لسيزو کې پرې نه ښودلو او خپله يې هم څه په وس کې پوره نه وه، نو سولې هم ترې مخ وګرځولو، څومره، چې د يو ځوان په مټ کې قوت شته فکر نه کوم، چې د غلط سړي په وجود کې دې وي، نو د سولې په راوستو کې همدومره اثرات لري.
خو سوله مې له ډېرو هڅو پيدا کړه، هغې وويل په يوه شرط زه افغانستان ته راځم او هغه به ډېر ساده او د ټول ولس لپاره په ګټه وي او د هغوی به ډېر خوښ هم وي، چې شرط به داوي له دې وروسته به لومړی د افغان ولس وينې بهېدل بندېږي، کار به اهل کار ته سپارل کېږي، د پوهنې په برخه کې به لوړ او په زړه پورې کار کېږي، کار به ځوانانو ته په هېواد کې پيدا کېږي، وژنې به بندېږي، دښمن به محکمه کېږي، کار به په دولتي اداره کې په وخت خلاصېږي، سرپرستان وزيران به نه ځنډول کېږي، د ملي يووالي حکومت به نور ځان ته د اوړو پزه نه ږدي ځکه په دې څلوېښت کالو کې فکر کوم افغان سياستوالو پرته له جګړې بل هېڅ ونه کړل، کوم ځوانان، چې د اروپا په لور له بېکارۍ لاړل هغه به بېرته راولي، د هغوی لپاره به د کار زمينه برابروي، لکه څنګه، چې افغان مشرانو د خپلو کمپاينونو په وخت کې ولس ته د دروغو او بې ځايه ژمنې ورکړې او ځان يې هم د سبا ورځې په تاريخ کې مسؤل وګڼلو او خلکو هم ترې نن مخ ګرځولی.
څومره چې اوس وينو هماغومره کار په دې خلکو کې شته، دوي غريبان ملامت نه دي، په ارګ کې ناست دي، بيرون له ولس څخه خبر نه دي، چې هره ورځ د هر افغان له غوږه مرمۍ تېرېږي او په شهادت رسېږي، دا مرمۍ که دوي بندې کړي، بيا به زه (سوله) هېواد ته راځم که نه ستونزمنه ده، چې زه افغانستان ته راشم او خلک د زما په ارزښت پوه شي، ځکه هغه يوازې اروپا او امريکا ده، چې ځانونه زما (سولې) په ارزښت پوه کړي او هېواد يې هم د پرمختګ په لور روان کړی دی.
زه (سوله) خپلو خبرو ته د پای ټکی ږدم، چې په افغانستان کې نوره د وينو تويولو سخته مخالفه يم که څوک وينې تويوي، نو د تور تاريخ مسؤليت به په غاړه وي، ځکه څوک، چې په ځان کې د يو کار د کولو وړتيا نه لري په کار نه ده، چې هغه کار ته لاس اوږد کړي او شل منه بار په خپلو اوږو بار کړي، چې پښې هم سستې وي او هېواد هم ورسره د بحران په لور روان وي لکه د نن ورځې سياستوال او اداره چې بې ځايه خپل وخت تېروي.