ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ!
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
زه د کاکتوس پروګرام، له څه مودې راهیسې په ډېر غور سره ګورم. کله کله یې د تلویزیون له لارې، کله کله یې د یوتیوب له لارې، او کله کله یې بیا زما ځینې ملګري، ماته رالیږي، او زه یې ګورم.
نن مې هم د یوه سیاستوال په هکله د کاکتوس پروګرام وکاته، او ماته د زما د یوه پخواني ملګري، یوه کیسه راپه یاد شوه.
کیسه په لاندې ډول سره وه:
کله چې زه د کابل د پوهنتون، د انجینرۍ په پوهنځۍ کې محصل وم، نو مونږه یو استاد درلوده، چې د هغه په هکله، په همهغه وخت کې چې نیږدې ۴۶ کاله پخواه و، زما یوه ملګري د دغې استاد په هکله داسې نظر درلود.
هغه ملګري داسې ویل:
که چېرې د فلاني استاد د بدن هر غړی جدا جدا تر کتنې لاندې ونیول شي، ډېر ښایسته معلومیږي. یعنې که یوازې سترګو ته یې وګورئ، ډېرې ښکلې معلومیږي، او که یوازې پوزې ته یې وګورئ، نو پوزه یې هم ډېره ګلالۍ معلومیږي. همدارنګه، که قد یې وګورئ، نو هغه هم ډېر ښایسته ښکاریږي. په بل عبارت، که د هغه استاد د بدن هر غړی ته بېل بېل په ځیر وکتل شي، نو ډېر ښه معلومیږي. لېکن، کله چې بیا دغه استاد ته په مجموعي توګه وکتل شي، نو بیا دومره ګلالی او ښایسته نه ښکاره کيږي!
اوس راځم اصلي خبرې ته، او هغه دا ده، چې کله د دغه کاکتوس د پروګرام د ځینو ګډونوالو خبرو ته بېل بېل غوږ ونیول شي، نو ته به واىٔې، چې دغه ټول ګډونوال خو ډېر ښه سړي دي، او هغوی داسې خبرې کوي، چې اورېدونکي باید فکر وکړې، چې تر هغوی بل څوک ښه په ټول افغانستان کې نشته!
لېکن، که د دغو سیاستوالو کړنو ته په مجموعي توګه وکتل شي، نو بیا د دوی کړنې دومره ښې، او په زړه پورې نه معلومیږي.
اوس هم که چېرې د ځینو ګډونوالو خبرو ته غوږ ونیول شي، نو دا به درته معلومه شي، چې دغه فلانی سړی خو ډېر ښه سړی دی، او پخپلو خبرو کې به ځینې داسې شیان ووایي، چې هغه په لومړي ځل اورېدل کیږي. کېدای شي ځینو خلکو ته دا فکر پیدا شي، چې همدا سړی خو یو حقیقي افغان دی، او ده پخپل وخت کې بې له خدمته، بل څه خپل وطن او خلکو ته ندي کړي!
ډېره د تعجب خبره خو بیا دا ده، چې کېدای شي د ځینو خبرې یوه چاته ریښتیا هم ښکاره شي!
هېره د نه وي، چې د دغې پروګرام ځینې ګډونوال بیا خپل سیاسي رقیبان د دغو ټولو ناخوالیو، او بربادیو مسىٔول ګڼي!
دا حقیقت خو باید اوس ټولو افغانانو ته معلوم شوی وي، چې په افغانستان کې په مېلیونو وګړي شهیدان شول، زیاتې میندې بورې، او زیاتې خویندې کونډې شوې.
همدارنګه زیاتره لوڼې او زامن د پلرونو له مینې او‌ محبت څخه محروم شول، او هم په مېلیونو افغانان د خپل ملک پرېښودلو ته اړ شول. زیاتره ښارونه او کلي په کنډوالو بدل شول، او د ځوان نسل یوه زیاته برخه له تعلیم څخه بې برخې پاته شول. د وطن ځینې ملي سرمایې چور، او بهرنیو ملکونو ته یوړل شوې. په افغانانو ټوله نړۍ ډکه شوه، او ګران افغانستان څو ځلې اشغال شو، او بیا هم د کاکتوس ځینې ګډونوال داسې شیي، چې دوی وطن ته بېدون د خدمت نه، بل څه ندي کړي، او دا د دوی سیاسي رقیبان وو، چې وطن یې له اوسني حالت سره برابر کړ!
د یادولو وړ ده، چې د هغه ملکونو ځوان نسل به ډېر نېک بخته وي، چې د هغوی مشران دوی ته حقیقت، د حقیقت په اصلي بڼه وړاندې کړي، او تاریخي واقعې تحریف نکړي.
لېکن، متأسفانه، د افغانستان ځینو سیاستوالو هر وخت خپل ځانونه، خپلو خلکو ته سپینې کوترې معرفي کړې، او خپل سیاسي رقیبان یې، په ډېره بده توګه معرفي کړې. یعنې هر وخت یې د خپل ځان درنه، او د بل سپکه ویلې ده!
هېره د نه وي، چې افغانان باید ښو ته ښه، او بدو ته بد ووایي. که چېرې، د ځینو مطرحو سیاستوالو کړنو ته په ځیر وکتل شي، او د هغوی تر سره شوي کارونه تر غور لاندې ونیول شي، نو بیا به معلومه شي، چې د ځینو خبرې حقیقت نلري. یعنې یوه ورځ به یو څه وایي، او بله ورځ به بل څه وایي!

د پام وړ ټکي:
هېڅ بادرده، مسلمان افغان ته د افغانستان اوسنی حالت باید د منلو وړ نه وي، او باید یو څوک د دغه حالت مسىٔولیت په غاړه واخلي.
هیله ده، چې زمونږه په ژوند کې الله(ج) داسې یو وخت راولي، چې د افغانستان مظلوم ملت ته، سلامت او ملامت معلوم شي. یعنې هغه پټې او ښکاره بهرنۍ معاملې، ټولو افغانانو ته بربنډې شي، او ریښتیني خدمتګاران خلکو ته معلوم شي.
پدغه تېرو کلونو کې، ښه او بد افغانان ښه سره معلوم شول. یعنې ځینو پدغه تېرو کلونو کې د زړه له کومي اشغال منلی، رشوت او فساد یې کړی، شخصي ګټې یې تر ملي ګټو غوره ګڼل یې دي، نو دغه شانته افغانان باید پوه شي، چې دوی په غلطه لار روان وو، او دوی باید خپلې کړنې سمې کړي، او نور دغه مظلوم افغانان په یوه او بله بهانه، ونه ځورووي، او پرېږدي، چې افغانان خپل برخلیک پخپله وټاکي.
دا خبره هم باید ټولو افغانانو ته واضح شي، چې الحمدلله، د افغانستان ځینې مشران، په اسلام او وطن مین وو، او هنوز هم مین دي، او الله(ج) د، د دغو مشرانو شمېره نوره هم زیاته کړي. آمین یارب العٰلمین.
په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العٰلمین.
همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي.
آمین یارب العٰلمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com