روسیه د منځنۍ آسیا پروړاندې پېچلې تګلاری تعقیبوي د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې د بهرنۍ تګلاری مهم هدف په منځنۍ آسیا کې د بې ثباتۍ د خپرېدو مخنیوی دی. روسان اندېښمن دي چې د منځنۍ آسیا بې ثباتي د روسیې ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي او په ځانګړ ې توګه روسی مسلمانان چې شمېر یې د ۹ او ۵۱ میلیونو ترمنځ دی اغېز من کړي. د دې ترڅنګ روسان غواړي چې په منځنۍ آسیا کې د نشه یي توکو د قاچاق او د بهرنیو سترو قدرتونو د پوځي او سیاسی اغېز ې د خپرېدو مخه ونيسی. اوسمهال په منځنۍ آسیا کې بدلیدونکي وضعیت، له امریکا سره د منځنۍ آسیا دولتونو پېچلې او ناڅرګندې اړیکې ، په منځنۍ آسیا کې د چین د اقتصادي اغېز پراختیا او د منځنۍ آسیا دولتونو له لوري د متضادو بهرنیو تګالرو تعقیب د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې بهرنۍ تګلاری له ستونزو او ننګونو سره مخ کړې ده.
تر اوږدې مودې پورې د مرکزي هېوادونو پروړاندې ماسکو ځانګړې تګلاری تعقیبوله او روسانو هڅه کوله چې له منځنۍ آسیا هېوادونو سره په اړیکو کې خپلې ګټې خوندي وساتی، خو اوسمهال د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې په بهرنۍ تګلاره کې بدلون رامنځ ته شوی دی. د اوسنۍ تګلاری له مخې روسیه غواړي د منځنۍ آسیا له هر هېواد سره په جلا جلا ډول همکاریو ته پراختیا ورکړي او په دې توګه خپل اهداف ترلاسه کړي.
د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې د نوې تګلارې هدف له یوه لوري د سیمه ایزې همکارۍ ته د پراختیا ورکولو له لارې د احتمالی سیمه ایزې بې ثباتۍ مخنیوی کول او له بل لوري په سیمه کې د روسیې اغېز ې او رول د پراختیا و رکولو له لارې د اوږدمهاله اهدافو ترلاسه کول دي .
. له قزاقستان سره سیاسی او اقتصادي اړیکو او همکاریو ته پراختیا ورکول او په قرغیزستان او تاجکستان کې د اغېز ې او رول پراختیا د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې د نوې پالیسۍ مهمه او اساسی برخه جوړوي. ترکمنستان چې باثباته دی او بې طرفه بهرنۍ تګلاره تعقیبوي له همدې امله روسان ورته زیاته پاملرنه نه کوي او په اړه یې اندېښمن هم نه دي، خو روسان د ازبکستان په اړه چې د سیمه ایزې رهبرۍ لپاره هڅې کوي او غواړي له امریکا سره اړیکو ته پراختیا ورکړي اندېښمن دي
. د امریکا او منځنۍ آسیا هېوادونو اړیکې روسان هڅه کوي چې په سیمه کې خپل اهداف په سیمه کې موجودو واقعیتونو ته په پام سره وټاکي په سیمه کې د روسیې د اهدافو پروړاندې خنډونه شتون لري د روسانو لپاره مهمه داده چې څرنګه کولی شی خپل سیمه ایز اهداف ترلاسه کړي او په سیمه کې خپلو اغېز و ته پراختیا ورکړي. د روسیې پاليسی جوړونکو لپاره اساسی ستونزه دا ده چې د منځنۍ آسیا هېوادونه په سیمه کې د روسیې د اهدافو او فعالیتونو په اړه شکمن دي. یو شمېر سیمه ایز سازمانونه او بنسټونه د سیمه ییزې همکارۍ پراختیا په موخه د روسیې د سترااتیژۍ اساس او بنسټ جوړوي. ګډ امنیتي سازمان، د آسیا او اروپا اقتصادي او ګمرکي ټولنه او د آسیا او اروپا اتحادیه خو په لوېدیځ کې د همکارۍ
. یو شمېر سیمه ایز سازمانونه او بنسټونه د سیمه ایزې همکارۍ پراختیا په موخه د روسیې د ستراتیژۍ اساس او بنسټ جوړوي. ګډ امنیتي سازمان، د آسیا او اروپا اقتصادي او ګمرکي ټولنه او د آسیا او اروپا اتحادیه خو په لوېدیځ کې د همکارۍ په دې ډول پروژو زیاتې نیوکې کېږي او داسې انګېرل کېږي چې د یادو پروژو هدف بېرته د پخواين شوروي اتحاد وخت او شرایطو ته ستنېدل دي
. روسیه ډېر پېچلی اهداف تعقیبوي روسان په دې اند دي چې د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا په وسیله به د شوروي اتحاد د وخت اقتصادي اړیکې بیا رامنځ ته شی او په دې توګه به روسی توکو ته ښه مارکیټونه پیدا شی. د سیمه ایزې همکارۍ له پراختیا پرته به روسی توکي د چینایي توکو پروړاندې په مارکیټونو کې خپل ارزښت له لاسه ورکړي د ټولنیز امنیتي سازمان په وسیله د امنیتي ـ سیاسی همکاریو له لارې ماسکو ته د دې زمینه برابریږي چې له یوه لوري په منځنۍ آسیا کې په مستقیمه توګه مداخله وکړي او له بل لوري په سیمه کې سره له دې چې د امریکا او ناټو پوځ په وتو دی مخه ونيسی. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له و تلو سره سم به روسیه د منځنۍ آسیادولتونو د پولو د امنیت خوندیتوب په برخه خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي . خو رجب خان له کابل هوایی ډګر دوم افغانستان جوړوی او دامنیت په نوم خرچه اوهزینه غواړی.
. روسیې په ۲۰۱۲ ز. کال کې له قرغیزستان سره د ۱۰۱ میلیارده او له تاجکستان سره د ۲۰۰ میلیونو ډالرو تړونونه لاسلیک کړل، چې هدف یې د یادو هېوادونو د پوځونو عصري کول او د سیمه ایزې همکارۍ په پورتنیو پروژو کې د روسیې مهم ملګری او متحد قزاقستان دی. د شوروي اتحاد له وخت څخه پاتې سیاسی او اقتصادي همکاریو ته پراختیا ورکړي او د دغه هېواد مشران په دې باور دي د شوروي اتحاد د وخت اقتصادي شبکې باید بیا فعاله کړي او په دې توګه په سیمه ییز اقتصاد کې قوي او پیاوړی رول پیدا کړي، د قزاقستان مشران ماسکو ته ډاډ ورکړی دی چې د روسیې ضد پالنونو او تګلارو سره زیاته علاقمندی نه لري. تاجکستان او قرغزستان چې له چین سره یې اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي، خو سره له دې تر اوسه پورې د روسیې تر اغېز ې لاندېې دي. ازبکستان په سیمه کې د خپل رول پراختیا لپاره هڅې
کوي، خو په خپلو کورنیو چارو کې د روسیې د احتمالی مداخلې په اړه اندېښنې لري او د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا په موخه د روسیې هڅو ته د شک په سترګو ګوري. له همدې امله ازبکستان د ټولنیز امنیتي سیمه ییز سازمان په چوکاټ کې د چټک غبرګون ځواک له جوړېدو سره مخالفت کړی دی. د ازبکستان حکومتي مشران په دې اند دي چې د چټک غبرګون ځواک جوړېدل به په منځنۍ آسیا کې د روسیې د پوځي شتون له پراختیا سره مرسته وکړي او روسانو ته به د دې فرصت برابر کړي چې د مر کزي آسیا هېوادونو په چارو کې پوځي مداخله وکړي
. د ۲۰۱۱ زکال په ډسمبر کې د ټولنیز امنیتي همکاریو سازمان په غونډه کې د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف هغه هوکړه لیک رد کړ چې له مخې به یې د سازمان په هر غړي هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د ځای پرځای کولو په موخه د سازمان د ټولو غړو هېوادونو موافقه اخیستل کېده او په دې توګه روسانو ته د دې زمینه برابرېده چې د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د امریکایي ځواکونو له ځای پرځای کېدو سره مخالفت وکړي
. د ۲۰۱۲ زکال په جون کې ازبکستان په ټولنیز امنیتي سازمان کې خپل غړیتوب وځنډاوه د ازبکستان دې پرېکړې روسان اندېښمن کړي وو او ډېری روسی څېړونکي په دې باور وو چې تاشکند غواړي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکايي سر تیری په ازبکستان کې خپل پوځي شتون ته دوام ورکړي د روسانو اندېښنې پرځای وې ټولنیز امنیتي سازمان کې د ازبکستان له لوري د غړیتوب له ځنډېدو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو له ازبکستان سره په خپلو مالی مرستو کې زیاتوالی رامنځ ته کړ
څنګه چې وړاندې ورته اشاره وشوه د منځنۍ آسیا دولتونه د روسیې د همکاریو پروژو په اړه شکونه لري او په دې اړه په منځنۍ آسیا کې واحد لید لو ری شتون نه لري ازبکستان د روسیې په مشری د ټولو سازمانونو او بنسټونو په اړه شکونه لري. په ټولنیز امنیتي سازمان کې د غړیتوب ځنډولو ترڅنګ ازبکستان د یورو ـ آسیا په اقتصادي ټولنه کې هم غړیتوب وځنډاو او اعلان یې وکړ چې دغه هېواد به د یورو ــ آسیا اتحادیې غړیتوب هم ترلاسه نه کړي
. ترکمنستان چې بې طرفه بهرنی سیاست تعقیبوي تل یې هڅه کړې چې د امکان تر بریده له پورتنیو سازمانونو څخه ځان لرې وساتی. له ترکمنستان او ازبکستان پرته د منځنۍ آسیا نور هېوادونه په ټولنیز امنیتي سازمان کې غړیتوب له روسیې سره د ښو اړیکو لرلو او له روسیې څخه د پوځي وسایلو ترلاسه کولو لپاره مهم ګڼي. روسان د د امریکا او منځنۍ آسیا هېوادونو اړیکې
پخوانی شوروي اتحاد په غړو هېوادونو کې د یو مهم رول ترسره کولو په تړاو د خپلو وړتیاوو او امکاناتو په اړه شکونه لري
. په ۲۰۱۰ زکال کې په قرغزستان کې تاوتریخوالی او ګډوډي رامنځ ته شوه او بشیکیک له ماسکو او د جمعي امنیتي سازمان څخه د مرستې غوښتنه وکړه خو ماسکو او د جمعي امنیتي سازمان غړو هېوادونو له قرغزستان سره هېڅ ډول مرسته ونه شوه کوالی خو سره له دې روسی چارواکي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د سیمه ییز امنیت په ټینګښت کې د جمعي امنیت سازمان رول او اغېز پراختیا پیدا کړي. ماسکو د جمعي امنیت سازمان له غړو څخه غوښتنه کړې چې د سازمان وړتیاوې په ځانګړي توګه د پولو امنیت ساتلو او د چټک غبرګون ځواک د پیاوړي کولو په برخو کې د سازمان وړتیاوې زیاتې کړي، خو په ورته وخت کې یو شمېر څېړونکي په دې اند دي چې ماسکو د منځنۍ آسیا په چارو کې له مداخلې سره علاقه مندي نه لري؛ د دې ترڅنګ د جمعي امنیت سازمان یو شمېر غړي د بېلګې په توګه ارمنستان نه غواړي چې منځنۍ آسیا ته خپل سرتیري واستوي
. روسان اندېښمن دي چې امریکایان به د جمعي امنیت سازمان داغېز منتوب مخه ونیسی او د منځنۍ آسیاهېوادونو مشران به وهڅوي څو د یاد سازمان په اغېز منتوب باور ونه کړي او د بدیلو سازمانو د غړیتوب هڅه وکړي د امریکا متحد ایالتونه د روسیې په مشرۍ د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا له پروژو سره مخالفت کوي. امریکایان هڅه کوي چې د منځنۍ آسیا هېوادونو سره په مستقیمه او یا د سیمه ایزو بسټونو او شبکو له لارې اړیکې وساتی امریکا غواړي چې د منځنۍ آسیا هېوادونه له بېلا بیلو سازمانو سره اړیکې ولري او له روسیې سره د منځنۍ آسیا هېوادونو اړیکې باید له نورو قدرتونو سره د منځنۍ آسیا هېوادونو د سیاسی او اقتصادي اړیکو پروړاندې خنډ ونه ګرځي.
امریکایان د جامعی امنیت سازمان په ظرفیت، وړتیا او اغېز منتیا شکمن دي او هغه په سیمه کې د روسی د جیوپولټیکو اهدافو ترلاسه کولو لپاره یوه وسیله ګڼي روسیې په تکراري توګه له ناټو سازمان څخه غوښتنه کړې چې د جمعي امنیت سازمان سره اړیکې رامنځ ته کړي له یوه لوري ماسکو د دې وړتیا او امکانات نه لري چې په وسیله یې په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ کړي او له بل لوري د منځنۍ آسیا هېوادونه نه غواړي چې د روسیې تر زیاتې اغېز ې لاندې اوسی له همدې امله امریکایان نه غواړي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم په سیمې کې د امنیت او ثبات د ټینګښت مسؤلیت یوازې او یوازې ماسکو ته وسپاري خو روسیه هڅه کوي چې له
افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د منځنۍ آسیاهېوادونو د امنیت او ثبات ټینګښت لپاره چمتووالی ونیسیي