له افغانستان څخه دامریکایی ځواکونودوتلوضرب الاجل را ورسېد واشنګتن کې د امریکا ولس مشر جو بایدن کانګرس ته وویل چې غواړی له افغانستان څخه خپل پوځ وباسی او دافغانستان دحکومت جوړونې مسولیت ددوی کار نه دی خو دمنځنۍ اسیا د هېوادونوخپلې بهرنۍ تګلارې ته به یوځل بیا کتنه وکړی دا به داسې حال کې ده د۲۰۰۱ کال دسپتمبر یولسمې له بریدونو وروسته دمنځنۍ اسیا هېوادونو په وړاندې دامریکا بهرنی تګلاری په افغانستان باندې دامریکا له جګړې سره مستقم تړاو درلود په دې موده کې امریکا په افغانستان کې خپلو سرتېرو ته داکما لا تو ،تجهیزاتو اونظامی عملیاتو لپاره منځنۍ اسیا هېوادونومرستې او همکارۍ ته اړتیا درلوده په افغانستان کې جګړې له ګلم جمواو دمنخنۍ آسیا هېوادونو او امریکا تر منځ مالی ،همکاریواو جوړجاړیو له پراختیا سره مرسته وکړه خو له دې
سره د منځنۍ آسیا هېوادونو سره همکاریو د امریکا مداخلې او تجاوزپر افغانستان دامریکا ګټو باندې منفي اغېز درلود ځکه ګلم جم بیسواده اوناپوه ول او په منځنۍ آسیا کې د پراخ اداري فساد شتون، بده حکومتولي او له بشری حقوقو څخه سرغړونې د امریکا له تګلاری، ارزښتونو او ګټو سره په ټکر کې وي لکه افغانستان کې دبن دنانځکو احساساتی اداره جوړول. په افغانستان کې د ځواکونو کمولو او له طالبانو سره د دوحې «قطر»مذاکراتو د امریکا لپاره د دې زمینه برابره کړې چې د منځنۍ آسیا له هېوادونوسره خپلو اړیکو ته یوځل بیاله سره کتنه وکړي، خو په ورته وخت کې څوک خفه دی او څوک خوښ او څوک دورانو شیدو په هیله کې دی؟ له سیمې څخه د امریکايي ځواکونو وتلو او په سیمه کې د امریکا د ښکېلتیا کمېدو د منځنۍ آسیا هېوادونو د مشرانو اندېښنې راپارولي په تېره دکابل دوه سرې ادارې، هغوی په دې اند دي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل به له یوه لوري د هغوی ملي امنیت له جدي ګواښونو سره مخامخ کړي او له بل لوري به د چین او روسیې پروړاندې د دوی ملي حاکمیت کمزوری کړي. نو خکه نارې وهی چې هله ببړو راغی!
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به د منځنۍ آسیا هېوادونو ارزښت او اهمیت د امریکا لپاره لږ شي، خو په منځنۍ آسیا هېوادونو کې بده حکومتولي ،افراطی سیالی ، ګروه ګرایی او کمزوري دولتي بنسټونه په منځنۍ آسیا کې د سیاسي بې ثباتۍ لپاره زمینه برابرولی شي ځکه دلته لا زاړه کجیران دمردارې خوب وینی او اموخته شوی دی هغوی ته خپلې ګټې له هرڅه نه لو مړیتوب لری . د منځنۍ آسیا دوه مهم هېوادونه ازبکستان او قزاقستان د رهبرۍ له ستونزو سره همدااوس مخامخ دي. کمزورې حکومتولي او ناکامه پالیسۍ د دې وېره زیاتوي چې اسلامی ډلې به توندلار ې کړي او هغوی به له نړیوالو جهادي ډلو له ایډیالوژۍ څخه اغېز منې شي او داسې حالت چې له۲۰۰۱ ز. کال وړاندې په سیمه کې شتون درلود یو ځل بیا رامنځ ته شي.د مذهبي ډلو ګواښونو له منځه وړلو په موخه به د منځنۍ آسیا دولتو نه له زور او فشار څخه کار واخلي او په پایله کې به یې ولسواکي اودروغجنه ډیموکراسي په منځنۍ آسیا کې ډېره کمزورې شي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د سیمې ثبات له جدي ننګونو سره مخامخ شي او په عمومي ډول به د سیمې ثبات او امنیت ګډوډ شي.
اوس دامریکا مشرانو لپاره تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې څنګه کولی شي په سیمه کې د نویو ګواښونو د رامنځ ته کېدو مخه ونیسی او داحساساتی عملیاتو نه لاس واخلی دګوداکی حکومتونو تر شاملاتړاوهمکاری پریږدی او اجازه ور نه کړي چې سیمه یو ځل بیا د امریکا ضد توندلارو ډلو په خوندي پټنځای بدله شي او یا هم د سیمې هېوادونو ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو سبب شي. امریکایان باید هڅه وکړی چې روسیه، چین، هند، ناټو، پاکستان او منځنۍ آسیا هېوادونه په ګډه کارسره و کړي او په سیمه کې د ګډوډۍ د رامنځ ته کېدو مخه ونیسی، خو په ورته وخت کې امریکایان په منځنۍ آسیا کې د روسیې او ایران د اغېز د پراختیا په اړه هم ډېر اندېښمن دي او په دې پوهیږي او مطمن دی چې ورځ تر بلې دلته په منځنۍ
آسیا کې د روسیې، چین، هند او ایران اغېز د زیاتېدو په حال کې دی. له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو وروسته به امریکایان هڅه وکړي چې په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د خپلو ملي ګټو خوندیتوب او د سیمه ایزې بې ثباتۍ مخنیوي په موخه د منځنۍ آسیا هېوادونوسره همکاریو ته دوام ورکړي. په افغانستان کې روانه جګړه او بې ثباتی به په راتلونکي کې د منځنۍ آسیا هېوادونوسره د امریکا د اړیکو او همکاریو په څرنګوالي د پام وړ اغېز ولری خکه دلته دناتوغړو په خپل سرعملیاتو کې داسې کارونه کړی چې افغانانو ته دمحاسبې وړدی او له یاده نه وخی. ناتو هم دامریکا تر نوم لاندې خپلې ګټې ترلاسه کړلې.
د ناټو دغه چارواکي دا هم ویلي چې د دې بهیر په هر پړاو کې د دې ایتلاف د ځواکونو خوندیتوب یې تر ټولو لوی لومړیتوب دی او زیاته کړې یې ده چې د دې بهیر په ترڅ کې د طالبانو هر برید به له قوي ځواب سره مخامخ شي د حیرانتیا خبره ده چې ناتو لا هم دقوت او زور خبره کوی اودتاریخ جبر ته نه ګوری.خوپه ټوله کې دافغانانوبین الا فغانی روحیه باندې ،سوله اوثبات،سیاسی مسحکم میکانیزم ،اصولی بنسټونو ،واقعا عملی ملی او اسلامی نهادونو باندې باید استواروی. دافغانستان ثبات سیمی ته ستر پیغام کېدای شی .
ناتو والا وایي، په پام کې لري چې څو میاشتو کې دا بهیر بشپړ شي، خو د دقیق وخت په اړه یې د جزئیاتو له ورکولو ډډه .وکړه اوس ددې وخت راغلی او سر وخت دی پېښمانی سود نه لری چې افغانان سر یو موټی شی خپل ټول سیاسی اختلافونه ،فردی او ګروهی اجنداوی ، وړاندیزونه یوازې د ملی حاکمیت،یووالی او خاورې تمامیت لپاره یوه لوری ته پرېږدی او ټول د بشپړعدالت ،مساوات ، وروری او اخوت ،د رښتینی او معنوی شعار« فی سبیل الله» په لاره کې یو اوبل ته لاس ورکړی اونور پر دغې خاورې ورحمیږی ! او ددی مظلوم ملت آه،غږاو تاریخی رسالت ته عملی جامه ورواغوندی .ښه به داوی چې افغانان په خپله تصمیم ونیسی انشاء الله خیر او فلاح به ددې قهرمان ملت په به برخه شی.
تربیا..........
k