کله چې امريکا په مستقيم ډول په افغانستان کې د پاکستان په تور پوځ «طالب» بريدونه پيل کړل ترڅو افغان خاورې ته په دې بهانه داخل شي، چې موږ ته ملا محمد عمر او اسامه بن لادن، چې يو بېګانه عرب دی راکړي، خو طالب هم په دې برخه کې خپله لکۍ دوه متره جګه کړه او هغه ور نه کړ، چې په څلرويشت ساعتونو کې خپل حکومت پرې له منځه يوړ او د تورخم له مزي واوښتل ترڅو هلته ورته په حيات آباد او اسلام آباد کې پټ ځايونه ورکړي، چې اسامه بن لادن ته خو يې لا آن په آيبټ اباد کې د استوګنې ځای ورکړ، چې په همدغه بهانه امريکايان افغانستان ته داخل شول، چې دا د ترورستانو هغه ښکاره ځايونه دي، چې د پاکستان حکومت ورته په خپله غېږ کې د افغانستان د ړنګولو لپاره ورکړل.
له کومې ورځې، چې د طالب « پاکستان تور پوځ» سياستونه او تګلاره مطالعه کوو دا خبره ترې څرګنده شوې، چې دوی تل خپلو قوماندانانو او مسؤلينو ته امر او لارښوونه کړې، چې وسلې ته لاس کړي او هرڅه، چې په وس او توان پوره وي، چاودنې او بريدونه وکړي او ډېرې وينې تويې کړي، چې ښکاره بېلګه موږ په سمسور لغمان کې د پاکستان د پوځ له لاسه وينو حال دا، چې په اسلام کې د بې ځايه وينې تويولو کوم دليل او حکم نه شته. خو دوی دا کار کوي او هېڅکله سولې ته په خپل سياست کې غاړه کېنښوده.
طالبانو، چې له کومې ورځې په افغانستان کې سر ښکاره کړی له رهبرانو وروسته دوی هغه خلک دي، چې ټول هېواد يې په وينو لمبولی او ملت له دې دوه ډلو ښه خاطره نه لري او داسې ورځ به نه وي، چې د دې دوه ډلو له لاسه به د افغان ملت په کور کې غم او وير نه وي.
که چېرته دغه دوه ډلې، چې يادونه ترې وشوه، دوی فکر کوي، چې موږ به يوازې په افغان ځواکونو او ملت بريدونه کوو، دوی د هم پوه شي، چې د ولسمشر حامد کرزي له حکومت څخه را په دېخوا دوه زره او اته سوه مشران يوازې د دې دواړو ډلو په دې شلو کالو کې وژل شوي.
ټول افغانان دي، خو د پردیو ګټو لپاره امتیازات او امکانات د طالبانو مشران ورکوي، چې جګړه يې توده ساتلې او هېڅ کموالی په کې را نه غی.
که څه هم طالبانو نړېوالو سره ژمنه کړې وه، چې بریدونو او جګړو کې به کموالی راولي، خو په تېر یو کال کې موږ ولیدل، چې هېڅ داسې ورځ را نه غله، چې طالبانو د د چا وینه نه وي توې کړې، چې زه د دغه حالت خپله يوه شاهده يم ، پرون زه د يوه راپور لپاره له خپل خاوند اېمل افغان سره د هغه پلارني ولايت شين لغمان ته لاړو دا کومه ليونۍ جګړه، چې طالبانو په هغه ولايت کې پيل کړې وه، داسې هک حيرانه د هغه ځای ښځو او نرو ته پاتې شوم، چې څومره ستونزې له امنيتي، سياسي، اقتصادي، فرهنګي اوکډوالۍ له پلوه دې خلکو د جهاد او پاکستان په ګټه پيل کړې دي، دلته نور جهاد نه شته امريکايان لاړل، ښوونځي مه ورانوي، پلونه مه ړنګوۍ، موږ مسلمانان يو، ستاسو اولادونه«طالب جانه» په کوم ځای کې زده کړه کوي؟
نن په افغانستان کې د اسلام په ضد چاودنې، هدفي وژنې، جګړې او پر ملکي وګړو د هاوان بریدونه ټول طالبان کوي او نن، چې طالبانو د جګړې اعلان وکړ، د ورته بریدونو مسوولیت به په ډير ویاړ سره په شين لغمان او يو شمېر نورو ولايتونو کې په غاړه اخلي.
طالب د امريکا او پاکستان د جګړې یوه نړيواله پروژه او کرایي قاتلین دي، پرته له جګړې دا ډله هېڅ هم نه ده، هېڅوک به یې پوښتنه هم و نه کړي. د طالبانو وياند ښاغلی نعيم وردګ، چې ځان پاک او بې ګناه او د جنت بلبله بولي نن د لغمان د خلکو د مالي او ځاني زيان مسؤليت د په غاړه واخلي، چې څومره لغمانيان تاسو له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړل، د غنمو فصلونه يې رسېدلي خو څوک نه شي کولای، چې هغه د امنيت په فضاء کې خپل کور ته راوړي، د دې ځواب د ښاغلی نعيم وردګ ورکړي، وياند خو دومره کمزوری نه وي، په مرکه او سياست کې خو ښاغلی نعيم وردګ تا د نورو وردګو نوم ځان سره وشرمولو وردګ خو پوه او په کار کې ډېر لايق خلک دي، ته څنګه په دې څلور لوېشتې ږېرې سره دومره لېونۍ او د پاکستان په خوله خبرې کوي، لومړی وياندي زده کړه بيا وياند شه، وياندي ځانته اصول او تګلاره لري، وياند بايد ښه څېره ولري، ستا لاسونه د ملت په وينو سره دي، ته وياند کېدای نه شي، ستا مخ ته افغان ملت په رسنيو او ټلوېزيونونو کې لاړې تو کوي، زما په ګډون افغان پېغلې له تا څخه په رسنيو کې مخ پټوي، ته زموږ د افغان وروڼو قاتل يې، ته راځه اصلي سياست وکړه، ته د حديبې سوله لږ مطالعه کړه، چې ته د سولې په ارزښت پوی شې، که ته په رښتيا وياند ځان بولې راځه، چې په يوه نړېواله رسنۍ کې دواړه مرکه وکړو، چې ستا لاسونه ډېر په وينو سره دي او که د افغان حکومت.
دا نن، چې تاسو په نړېوالو سټیجونو راښکاره کېږي، د دې لامل دا ده، چې تاسو وینه تویوۍ، وحشت ښکاره کوۍ او نړۍ درته جرګه کېږي، تاسو نور له افغان وژنې لاس واخلئ.
دا به د نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانانو مجبوریت وي، چې نن تاسو«طالبانو» ته په حکومت کې برخه درکوي، خو چې له وینې تویدو راوګرځۍ، هرڅه به سم شي، خو تاسو اصلي مسلمانان نه ياست زه د افغان ملت له وينې توېولو نوره کرکه کوم، زه يوه مسلمانه او بيا ډاکټره يم کله، چې زه په عمليات خانه کې عملياتونه کوم، د يوه انسان د بدن غټ رګونه ټول تړم، چې وينه ځايعه نه کړي، خو تاسو ته د افغانانو وينه بې ارزښته ده، دا هم د خدای(ج) پيدا دي، تاسو به دا مخلوقات نه وي پيدا کړي نوره جګړه بس ده.
که چېرته تاسو خپله وسله په ځمکه کېږدۍ نو تاسو هېڅ هم نه ياست او نه مو کوم کمال پرته له وژنې او ځانمرګو زده دی او نه د کومې ادارې مشري تاسو د پاکستان د حکومت له مشورې پرته کولی شۍ. تاسو د اسلام تر نامه لاندې د افغانانو وینه بې ځايه تويې او په اصل کې جګړه واک ته د رسیدو لپاره کوئ او غواړئ له دې لارې ځان واک ته ورسوۍ، خو په حقيقت کې د افغانستان د جګړې د حل لاره به دا نه وي نور بس کړئ، لږ د سړيتوب او انسانيت چوکاټ ته خپل ځانونه داخل کړئ ترڅو د خلکو په زړونو کې هم ځای پيدا کړئ او خلک درته لاس په دعا شي.