لمر لا څرک وهلی نه دی سهار تېرشو
غوټۍ خوله پرانیستې نه ده بهار تېرشو
ژوند صحنه د یوه فیلم څو شېبې ده
څه په بېړه د بریښنا په رفتار تېرشو
زه له ژونده د وفا په مینه مست، خو
ژوند پر مخ مې د څپېړو ګوزار تېرشو
خپل خولې تندی، تڼاک لاسونه ژاړي
په خزان وهلي باغ چې مالیار تېرشو
مینه وکړه چې ځوانې درنه تېریږي
که نه ژوند دې بېهوده خواروځار تېرشو
پیالې تشې کړه، ساقي په خوله پاکیږي
د ملا په خوله دې ژوند ګناهګار تېرشو
که جومات کې د ملا غومبر ته غوږ شې
وعظ يي ټول په بې عمله ګفتار تېرشو
کفاره د ځوانۍ وباسه پیرۍ کې
زلمیتوب که دې په ولږه نهار تېرشو
هیڅ ارمان دې چیرې مه پرېږده په ژوند کې
ژوند بیا نه راځي د هغو چې وار تېرشو
نه د خپل، نه د پردو شوم پردیسۍ کې
ژوند مې خوشې د پردو په دیار تېرشو
د ۲۰۲۱ کال د مۍ ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی