د پښتو سمونګر په اړه خونديتوب او امنيت - اسحاق عزيزي

 

د پښتو سمونګر د ډانلوډ لېنک د ليکنې په اخير کې ليکل شوی، 

پښتو سمونګر يا ايډيټونکی کاريال په اړه مې په تېرې ليکنې کې هم معلومات خپاره کړي وه. خو اوس د دې کاريال خونديتوب او امنيت لولئ.

 

لنډيز: پښتو سمونګر کاريال د ايډيټ لپاره په نړیواله کچه يو ډېر پرمختللی کاريال دی.

 

خونديتوب او امنيت:

 

که څه هم باید د دې کاريال خصوصي امنيت او خونديتوب په اړه مالومات ولولئ اما دلته يو څو ټکو ته اشاره شوې ؛

 

دا کاريال د ايډيټ په برخه کې خورا پرمختللی دی، که څه هم تاسو لومړی لارښوونو ته اړتيا لرئ, او ټولې لارښوونې د دې کاريال جوړونکو رسمي تګلارې پورې اړه لري، د دې کاريال اصلي نسخه په کمپيوټر پورې اړه لري، اوسمهال چې دا کاريال زما اسحاق عزيزي له خوا جوړ شوی او د موبايل لپاره د لاسرسي وړ شوی > دا په دې مانا ده چې ټول سرورونه زما په لاس کې دي، 

 

 

د کاريال بشپړه لارښوونې په خپله کاريال کې دي، تاسو د هغوی په مرسته کولای شئ کاريال کې ايډيټ کول زده کړئ، دا کاريال په افلاين توګه کار کوي، خو يوازې لارښوونې يې انلاين دي.

 

کله چې په کاريال کې دننه ګڼون جوړوئ، کاريال په سيستماتيکه توګه ستاسو د اطلاعاتو سره د فېسبوک يا برېښناليک په وسیله خوندي کېږي، 

دا کار تاسو ته هېڅ خطر نه پېښوي بلکې تاسو سره مرسته کوي تر څو د ايډيټ په برخه کې د بېلابېلو ګڼونونو څخه کار واخلئ.

 

کله چې د کاريال څخه کار اخلئ يا ايډيټ کوئ هڅه وکړئ چې د موبايل ډېټا مو بنده وي، تر څو پر موبايل مو زيات زور رانشي او په ډاډه زړه ايډيټ وکړئ. که څه هم دا کاريال په افلاين توګه کار کوي.

 

دا کاريال په خپل سيسټم کې د ويډيوګانو او متنونو اضافه کولو لپاره بېلابېل کيفيتونه لري چې د هر ټکي په څارلو سره به يې نور توضیحات او اختيارات پيدا کړئ.

 

دا په پښتو ژبې کې یوازینی د ايډيټ پرمختللی کاریال دی چې تر اوسه د نړۍ هېڅ ژبې کې شتون نه لري پرته له انګرېزي چې تازه جوړ شوی.

 

د پښتون ځواک ټولنې غړې په دوامداره توګه د پښتو ژبې لپاره د چوپړتیاوو لړۍ جاري ساتي او د خدای په خوښه ډېر ژر به تاسو زموږ د ډېرو نورو چوپړتیاوو او د پښتو ژبې د خدمتونه شاهد واوسئ. پښتون ځواک ټولنه چې په ۲۰۱۸ زېږديز کال کې د اسحاق عزيزي له خوا رامېنځ ته شوه په تېرو دوو کلونو کې يې ډېر زيات د پام وړ لاسته راوړنې درلودلي.

 

لکه: د فېسبوک، ټلګرام او ويب سايټونه پښتو ژباړه . په پښتو ويکيپېډيا کې ليکنې او داسې نور.... چې دا کاريال هم زموږ له خوا تاسو ته وړاندې شو.

 

ښايي موږ په کاريال کې نوي بدلونونه رامنځته کړو » نو په دې حال کې به دا اوسنۍ نسخه د کار اخيستنې څخه ولوېږي . 

د خواشينۍ خبره نه ده، موږ د خپل ټلګرام په رسمي چېنل کې نوې نسخه خپروو ترڅو تاسو یې راکښته کړئ.

@PashtonTarikh

 

که کاريال په کارولو يا سيسټم کې کومه ستونزه لري، تاسو يې د خپل موبايل په امستنې کې د کارولو زېرمه پاکه کړئ. او بيا يې وکاروئ ستونزه به حل وي. په ټويټر کې زما د ګڼون ايډي؛ @Eshaq_Azizi1 که د کاريال کارولو کې کومه ستونزه او يا پوښته لرئ لاندې برېښناليک ته ايمېل را ولېږئ. ishaqttu@gmail.com

 

د پښتو سمونګر کاريال د ډانلوډ لېنک:

پښتو ايډيټور ▶️ کېکاږئ، ډانلوډ به په خپلسري توګه پيل شي.