د عنايت ساپی لخوا خپرې شوې لیکنې
زه ژوند لټوم
زه ژوند لټوم !دخيال پر غالۍ ناست يم. دغرونو څوكو ته ورشمهلته له يو څو غرنيوو ونو پرته هيڅ ونه مومبيرته دغره لمنى ته راشمڅو زركى او څو هوسۍ ښكاره شي چى يوه اوبله خوا زما له ويرى وتښتيهغوىء له ما سره دمرګ استازى وينى،چى دهغوىء پر لور ور روان يوو، له هغه ځايه يو باغ ته ورشم، ښكلى شين باغ، چى د رنګارنګ مرغانو شور ورته يو داسى روح وربښلى چى زړونه تسكينويزما له رسيدو سره سم مرغان والوزي او هلته پرته له ما اوباد څخه چى د ون
زه چی ماشوم وم
ما به له دى خوند اخيسته چى جيب مى له كاڼو ډك وي،لينده مى په لاس كى وي ، او خپل كلي ته څيرمه په باغ كى د ونو لاندى ناست ووم ، پښى مى له روانو اوبو څخه په ډكه وياله كى شړپولى او كله هم دمرغيوو راتلو ته په ونه كى څك واۍ،مابه له دى هم خوند اخسته چى مرغۍ به مى دونو په ښاخونو كى په نښه كړه ، وبه مى ويشتله.مابه دمرغۍ له راغورځيدو اوپه ځمكه دهغى له پړقيدو سخت خونداخسته،ورمنډه به مى كړه په دواړه لاسونو به مى ترى سرغوڅ كړ او په بډه به مى ووهله،او بيابه دنو
ضیاءالحق دا خبره دخوند لپاره نه وه کړې
د 1979م كال دكرسمس له شپى راپه ديخوا دنجيب دخلكو(خلق) ديموكراتيكى ډلى دجوړيدو له امله جنرال ضياءالحق ته يوه ښه موقع په لاس ورغله اوهغه هم له دى وخت څخه پوره ګټه واخسته. هغه مهال چى دپاکستان لومړي وزیر ذوالفقارعلي بهټوامريكاته داټومي وسلو دنه خپريدو له امله انكار كړى وو،ضياءالحق هغه بيا تكراركړ او دامريكا خبره يي ونه منله. تردى وروسته د ۱۹۷۹ م كال دنومبر په مياشت كى كله چى په اسلام اباد كى دامريكا سفارت وسوځيد، نو له پاكستان سره يي اړيكى دخرابيدو تربريده ورسيدى. خو
دمجاهدینو جګړه ییز ځواک ته حیرانه ووم
دا د انګلیسي ژورنالستې کرسټینا لمب دهغه یونلیک دیوې برخې ژباړه ده چی نوموړې په ۱۹۸۴ کال کی هغه مهال چی روسان لا په افغانستان کی وولیکلې .له وروستي پاټك څخه هم واوښتو، "تري منګل" ته نژدې يوې سرحدې پوستې ته ورسېدو. هغه داسې سړك دى، چې مجاهدينو به پرې خپلې سپكې او درنې وسلې پر خرو او اوښانو لېږدولې . ومې ليدل چې خواوشا په ښكلو غرونو محاصره وو. دا په واورو هغه پوښل شوي غرونه وو، چې يو وخت د جنغوزو د ونو په ځنګلونو پوښل شوي وو، خو اوس ترې خلكو،
دمینې پرښته
اه ! دا باران څومره په شړق وریږي، نزدی ده چی دکړکیوو شیشی راماتې کړي، باد ته ګوره ، څنګه خپل ویروونکي غږونه په هواکی راغبرګوي....... څومره یخه اوسړه شپه ده، څه هیبتناکه شپه ! بیوزلي او ملنګان به د بډایه او شتمنو خلکو په کوڅو اود ماڼیووشاوخوا دلوږې او یخنۍ څخه مړه شي، .. هیء افسوس پرهغویء....!نینون! زما ګرانې ولې په سوچونو کې ډوبه یی؟ ویریږه مه، راځه بوټان دی وباسه، ګاڼه دی یوې خواته کیږده، راځه زما څنګ ته کښینه چی دمینې دیوې پرښتې کیسه درته وکړم.زما ګر
غږ دی نشته
ولى دى غږ نشته دى شرنګ دى نشته شور دى نشتهكه مروره يي چى جنګ دى نشته زور دى نشتهګلى پر زړه باندى مى تورو شپو كى ووريږىچراغ دى مړه شمع دى مړه ده ګرانى اور دى نشتهلكه ټپه لكه لنډۍ دى په څپو يادوومخدايزده پر كومه كډه شوى يي چى كور دى نشتهدروڼ سحر پرښه وى وړانګو دلمر واخستلىد اننګو په سر مى ښكل كړلى خو پور دى نشتهمينه مو وكړه ښه په مينه ګرانى ښه شوله داچى شر دى نشته شور دى نشته دى پيغور دى نشتهبس مازيګر شي وړانګى راشي خو ها خوندنه لري
مازيګر به شي جانانه
مازيګر به شي جانانه ته راوګوره په مينهزه به پاڼه دكتاب شم ته مى ولوله په مينهداسپيرې غونډۍ به وا شي د ګلونو به نڅا شيترنم به شي سندرى دمرغانو به ګډا شيته به لاس په خندا راكړى زه به لاس په مينه دركړمكه ته پريوځى له ګړنګه زه به خپله وينه دركړمها دغره كوچۍ به راشي مونږ به وغواړي كيږدۍتهدهوسيوو غږ به واورو مونږ به وخيژو غونډۍ تهله شپانه به شپيلۍ واخلو يو شيبه به نغمى سركړوياقربان به څو لنډۍ كړو يو ساعت به څپى سركړومازيگربه شي جانانه زه ب
هتلر څرنګه ځان وواژه
د ۱۹۴۴ م کال دجولاۍ دمیاشتې ۲۰ نیټه اودورځې ۱۲ بجې او اته ۳۸ دقیقې وی چی دستر مشر دفتر یوې ویروونکې چاودنې اسمان ته والوزاوه. کړکۍ له بیخه ووتې، دودانۍ نیم چت راپریوتو ، دخلکو غوښې یوه او بله خوا پر ماتو او نړیدلو دیوالونو ونښتې او تورو لوګیوو دپیښې له ځای څخه سر راپورته کړ. سمدلاسه امنیتي ځواکونه راورسیدل او دمړو او زخمیانو په راویستو یی پیل وکړ. په دغو جسدونو کې یو هم د ادولف هتلر جسد و چی اوږد غځیدلې و، او اوږده اوږده ساه یی اخسته. نوموړې ژوندې پاتې شوی و. هغه
د شكر اداء
په فرانسه كې د يوې شتمنې كورنۍ څښتن خپل ځوئ له ځانه سره ددغه هيواد ختيځوڅنډو ته په سفر بوتلو، او موخه يي داوه چي خپل ځوئ ته وښايي چي زمونږ په هيواد كې څومره بيچاره او غريب خلك اوسيږي.دوئ يوه ورځ او يوه شپه ديو خوار او عاجز بزګر په كور كې واړول.كله چي بيرته له سفرڅخه دكور په لور رهي شول ، نوپه لاره كې پلار له ځوئ څخه وپوښتل:- څنګه سفر وو؟ - ځوئ ورته په ځواب كي وويل : ډيرښكلې و پلاره.بيا يي پلار
دسيراليون اتلولۍ
دسيراليون اسمان دتيرو ورځو په څير وريځو نيولې و،سړه هوا چليده،دښارله څنډو د راروانو خلكو ګڼه ګوڼه شيبه پرشيبه ډيريده،څوك پلي او څوك هم په موټرو او بايسكلونو دلوبغالي لور ته رهي وو.لوبغالي ته غځيدلې جادې له پليوو ډكې وې، شنو ، سرو، زرغونو او سپينو بيرغونو دسيراليون دښار واټونو ته ښكلې رنګ وركړې و، په لوبغالي كې دبيلابيلو هيوادونو ملي بيرغونه هسك وو، شيبه پرشيبه ګڼه ګوڼه ډيريده، دسهار نهه بجې او شل دقيقې وې، چې دل
دافغان ادبی بهیر دځینو ملګرو ځانګړنې
دافغان ادبي بهیر نوم اوس دیوځلانده منل شوي بهیر نوم دی، چی خواره واره فرهنګیان،شاعران اولیکوالان یی کله کله پربڼ ورپیښیږي، او د ادبي حوض څخه یی پیمانې ډکوي، په دغه بڼ کې ښایستوکې ګلان شته چې دهریوسره په ناسته ولاړه کې دمینی داستانونه راټوکیږي، مادلته هڅه کړې چی دیوشمیر بهیروالوهغه ځانګړنې دلته وکښم، چې دهغوۍ دظاهري بڼې څرګندوۍ ده. او فکرنه کووم چې دهغوۍ ددروني طبیعت استازیتوب به وکړي، هیله لرم چې نابلد یاران به یوه شیبه ددغ
بريښناليك
دا مريكا په مينوپوليس كه يوې ميرمنې او ميړه پريكړه وكړه چي داځل به د ژمي له دغي سختي يخنى څخه ديوې اوږدۍ رخصتى په موخه دفلوريدا ايالت ته ځي، خو دا چي دوىء په بيلا بيلو دفترونو كار كاوه، نونه يي شو كولاى چي په يوه ورڅ رخصت واخلي، او دفلوريدا ايالت ته الوتنه وكړي، پريكړه په دي وشوه، چې ميړه به د پنجشنپې په ورځ او ميرمن به يي پر سبا هماغه ټاكل شوي ځاي ته ورځي. كله چي يي ميړه ورسيد، او په هوټل كي يي دننوتو چارې ترسر
اوس یی منې او که نه؟
د ۱۹۱۹ م کال دفرورۍ دمیاشتې په شمله نیټه دشپې دوه بجې وې چې دلغمان په کله ګوش کې افغان واکمن امیرحیبیب الله خان دتمانچې ډز پر ابدي خوب ویده کړ.دهمدې شپې پرسبا دامیر ورور سردار نصرالله خان په جلال اباد کې خپله واکمني اعلان کړه او درسمیت پیژندنې لپاره یی له هندي استازي چلسمفورد سره اړیکې ونیولې. هندي استازي د فرورۍ دمیاشتې په ۲۵ نیټه یعنې څلور ورځې وروسته لندن ته خبرورکړ چې نصرالله ډیر تلوار کوي او دلیک له بڼې یی
دنوښتونو سهار
نزدی د پنځو شپږو کلونو خبره ده، یوه ورځ دبهیر غونډی ته چی دپیښور دشاه دوشمشیره رح په لیسه کی به جوړیده لاړم، غونډه لانه وه پیل شوې، له راغلو ملګرو سره می ستړي مشي وکړله، او په یوه چوکۍ کیناستم، خو نن می په دغو ملګرو کی یو نوې ځوان ولید، چی یواځې ناست او څو پاڼې یی په مخ کی پرتې وی، کله به یی خپلې مخې ته پرتې پاڼې راواخستی او ورته به یی وکتل او کله به یی هم دنورو ملګرو په شان د دروازی پر لور وروکتل چی ګوندې بهیرو
انځور
غواړم هماغه انځور بیا تازه کړمچۍ ډیرکلونه ترینه لری وومهغواړم تابلو جوړه کړمغواړم هماغه انځوردمرمرینی تابلو تاج وټاکمزه لا لګیایمه انځور تازه کومچی د رود مستې څپېزما دښکلې انځور نوم راوړيڅپې په شور او زوک سندرې واییپه غورځنګونو کله هاخوا کله دیخواراشيته وا دمستو جونوسیل روان دېزه اوس دنیل د رود پرغاړه ناست یمغواړم انځورتازه کړمهاغه انځور چی می کلونه پخوادورکی مینی
مفتی صیب اخر دی هم خپل کار وکړ
دپښتونخوا له دنګو سیمو څخه مې دایف ایم رادیو غږ د یوخوږ ژبي ملا له ستوني واورید، خوږه ژبه یې وه، خدای شته چې ترجمې او ورسره تفسیر یې خوند راکړ، رادیو ته مې نور هم ځان ورنژدې کړ، ترپایه ورته دکور له ټولو غړو سره یوځای غوږ ووم، ترجمه پای ته ورسیده، مولانا صیب دوعاء وکړه داسې دوعا چې یوځانګړی کیف یې درلوده، شیبه وروسته مو پرې تبصرې پیل کړې، هر یو یې بیله بیله ستاینه کوله، خو زما پلار چې خپله هم خدای شته دبې شمیره شاګردان
د انشټاین موټروان
دا د البرت انشټاین او دهغه د اړیکتیایی تیورۍ په اړه یوه ریښتونې او حیرانوونکې کیسه ده.کله چې البرټ انشټاین خپله مشهوره تیوري رامنځته کړه نو له امله یی دامریکا متحده ایالاتو بیلابیلو پوهنتونونو ته دلکچر ورکولو لپاره سفرونه وکړل . په دغو ټولو سفرونو کې یی خپل وفادار موټرچلوونکې (هاري) هم له ځان سره ګرځاوه.نو کله به چې انشټاین دلکچر ورکولو لپاره ټولګي ته ننوت نو هاري به ورسره یوځای ټولګي ته تلو او په وروستي قطار کی به ناست و.یوه ورځ چی انشټاین خپل یو لکچر پای ته ورساوه او
د مایکل سندره
كله چي كارن پوه شوه چي ماشوم يي پر نس دې، نوخپل يواځني درې كلن ځوۍ مايكل ته يي سترګې واوښتى چي څرنګه يي پوه كړي ددوى په كور كي يو بل ماشوم پيدا كيدونكې دي، خو چي كله دويته څرګنده شوه چي راروان ماشوم جينۍ ده، نو مايكل د خپلې خور په ياد ماشومانه سندرې پيل كړې.كارن دتونس په موريس ښارګوټي كي د بيلابيلو كليساوو د یووالي د ټولنې فعاله غړې ده، كله چي یی دماشوم دزيزيدو نيټه راورسيده نو په عادي ډول یی په يو ځايي روغتون كي ماشوم وزیږاوه، او دمايكل كوچنۍ خور پيدا شوه.خو له بده مرغه نوموړې په
زما هنداره
پښتو په انټرنټ کی یومهال زمونږ دذهن په دریڅو کی هم نه ښکاریده، خو اوس یی دعروج او پرمختګ پړاوونه نه یواځې په خپلو سترګوګورو بلکه نړیوال یی هم ګوري او آ ن دنړۍ په هر کونج کی ددغې ژبې ویوونکي او لوستونکي اوس ددغه نړیوال جال پرمټ پښتو هم لولي او هم یی ویني.ددغو نوښتګرو هڅو پنڅوونکي هغه تنکي ځوانان دي چی دخپلې ژبې ، ادب او فرهنګ سره لیونۍ مینه لري او دغې مینې دیته هڅولي چی دغه له سترګو پناه کیدونکې خوږه غرنۍ ژبه پرامریکایی کمپیوټر ومني اویا یی هم دګوګل پرسینه راوځړوي. زه په خپل وار دغ