دپښتونخوا له دنګو سیمو څخه مې دایف ایم رادیو غږ د یوخوږ ژبي ملا له ستوني واورید، خوږه ژبه یې وه، خدای شته چې ترجمې او ورسره تفسیر یې خوند راکړ، رادیو ته مې نور هم ځان ورنژدې کړ، ترپایه ورته دکور له ټولو غړو سره یوځای غوږ ووم، ترجمه پای ته ورسیده، مولانا صیب دوعاء وکړه داسې دوعا چې یوځانګړی کیف یې درلوده، شیبه وروسته مو پرې تبصرې پیل کړې، هر یو یې بیله بیله ستاینه کوله، خو زما پلار چې خپله هم خدای شته دبې شمیره شاګردانو استاذ او داکوړه خټک ددارالعلوم د لومړیوو ورځو فارغ او عالم دی، په ږیره لاس راښکود، سر یې وخوځاوه او وې ویل چې تاسې نه پوهیږئ، دغه رادیو او دغه ترجمه هم ددغه ملا له فساده ډکه ده، له دې سره مونږ ټول هیښ پاتې شو، زما یو کشر ورور چې دقرانکریم حافظ او له څو ورځو راهیسې یې ددغه ملادمریدۍ ډبره هم پرسینه وهله را څک شو، په غصه بریښیده، ماهم فکر کاوه چې ګوندې زما پلار هم لکه دنورو ملایانو دغه ملا ته تن نه ږدي او ترجمه یې خوند نه ورکوي، هرکله چې به مو دشپې رادیو راواخسته او دماسخوتن دلمانځه پرمهال به ترجمه پیل شوه، نو سره له دې چې پلار به مې خوښ نه بریښیده او دملا په هکله به یې له ځان سره سپکې سپورې زمزمه کولې خو بیا به هم ورته ناست وو او غوږ به یې ورته نیولی وو.
درې میاشتې وروسته چې کله زه د خپلې دندې له اجراء څخه وروسته په رخصتۍ کورته لاړم، نوبیا ماسخوتن مهال رادیو راواخستل شوه، نن مې نو پلار دپخوا په څیر په کراره کراره ملا ته په غصه نه وو، نن یې په ډاګه ویل، ما تاسوته دهماغه لومړۍ ورځې نه ویلي وو چې دا ملا دفسادونو پلار دی، اوس پردي بچي وژني، دمسلمانانو ترمنځ یې دنفرت اور بل کړو ، ته وګوره چې څومره بې ګناه مسلمانان به په دغه اخ وډب کې له منځه لاړشي، دپلار خبرې مې لا پای ته نه وې رسیدلې، چې ملا د ایف ایم رادیوو له څپو خپل غږ اوچت کړ: دادهشت ګرد دی، دایو غیرملکي سړی دی، داافغان دهشت ګرد به مونږ هیڅکله په دغه علاقه کې نه پریږدو،له ده سره ددوستم کسان دي، ګلم جم ملیشه ورسره ده او دیته ورته نورې خبرې یې وکړې.
دا ملا صیب مفتي منیراحمد نومیږي، چې دخیبر ایجنسۍ دباړې په سیمه کې داپریدیوو دکلیوو په منځ کې یې خپله ایف ایم رادیو پرانستې، هغه بل کس چې دنوموړي ورسره ډزې دي، پیرسیف الرحمن دی، چې په باړه کې اوسیږي، ددغو دواړو روحانیونو ترمنځ څه موده لفظي جګړه روانه وه او بالاخره لفظي جګړه په جلسو او مظاهرو واوښته، مفتي منیر وایي چې پیرسیف الرحمن مشرک دی ،باید له سیمي وایستل شي، کله وایي غیرملکي انسان دی باید له دغې سیمي وایستل شي، کله وایي چې افغان دهشت ګرد دی باید نه یواځې له سیمي وایستل شي بلکه له ټول پاکستان څخه وشړل شي، خو پیر سیف الرحمن په ځواب کې وایي چې نوموړی ټولو مسلمانانو ته دمشرکینو وینا کوي، او یواځې هغه کسان چې دنوموړي ترجمې ته ناست دي پاک موحدین بولي، نوځکه یې پرمونږ خبرې ښې نه لګي.
دملا صیب خبرو لا هغه مهال انګازې جوړې کړې چې اعلان یې وکړ، مونږ دپاکستان په پاکه خاوره یو غیرملکي دهشت ګرد نه شو برداشت کولی، او زیاته یې کړه، هغه څوک چې د پاکستان خیر غواړي، او دپاکستانیانو تحفظ غواړي باید له مونږ سره یوځای شي، ترجمه پاتې شوه، دپاکستان دتحفظ په نامه یې څو بې سواده اپریدي، دیته تشویق کړل چې مرګ ته تیار شي، او دپیر سیف الرحمن او دهغه دپلویانو پرضد دیو سپیڅلي جهاد ډګر ته دتلو لپاره ځانونه چمتو کړي، مفتي صیب زیاته کړه، که سبا مونږ شهیدان شو، نو ای اپریدي ولسه، مونږه مه ښخوئ، مونږ ته غسل مه راکوئ، مونږ پریږدې په هماغه ځای مو پریږدئ چې پرې شهیدان شوي یو، دنوموړي دغو بلهاري ویناوو اپریدې قوم په جذبه کې راوست او ټولو دنارهء تکبیر نارې ووهلې او دپیرسیف الرحمن پرضد دسپیڅلي جهاد سنګرته دتلو لپاره یې ځانونه چمتو وښودل، له دې وروسته دمفتي یو مرید مایکروفون په لاس کې واخست او په اپریدۍ لهجه یې خلکو ته وینا واوروله، نوموړي له مفتي څخه څو قدمه مخکې لاړ، ویې ویل : هغه څوک چې دپیر پرضد په جهاد کې برخه وانخلي نو کور به یې سوځول کیږي، شل لکه کلدارې به جریمه کیږي، او هم به له سیمې ویستل کیږي . د نوموړي پسې څو نورو بې سوادانو هم خپلې غاړې تازه کړې، او دغیرملکي افغان دهشت ګرد پرضد دمعرکې لپاره یې لاسونه ورکړل.
اوس نو دترجمې خبرې پاتې دي، هره شپه همدې ته ورته ویناوې د مفتي صیب د ایف ایم رادیوله څپو انګازه کیږی.
زما پلارپه کټ کې رانیغ شو، او ویې ویل ،دا دظالم بچې مسلمانان تباه کوي، دمسلمانانو ترمنځ دنفاق اور ته لمن وهي، د(انماالمومنون اخوه، فاصلحوا بین اخویکم) یعنې دمسلمانو ترمنځ دپخلاینې خبرې یې هیرې شوې، ولې سوله نه کوي، ولې پردي بچي تباه کوي، اوس خو مفتي منیر داسلام خبره هم نه کوي، هغه خو اوس یواځې دپاکستان دتحفظ لپاره دپیر پرضد سنګر نیسي، قران څه شو؟ ترجمه څه شوه؟
کشر ورور مې چې د مفتي دمریدۍ ډبره پرسینه ډبوله په فکر کې ډوب وو، ټول غلي ناست وو، او ما فکر کاوه چې پاکستان لکه چې دطالبانو دپروژې په څیر دمفتي منیر پروژه رامنځته کړې او له دې لارې هم قبایل جنګوي، هم پښتانه ټکوي، او هم دخپل حاکمیت دپراختیا لپاره دادی اوس له دې لارې خپل پوځونه دخیبر قبایلي علاقې ته په دې نیت چې ګوندې دقومونو ترمنځ منځګړتوب وکړي، استوي.
دادی خبرشوم چې دپاکستان حکومت دمفتي منیر په واسطه خپله پروژه پلي کړه، بې شمیره بې ګناه خلک ووژل شول، او لادې خدای خیرکړي، چې نور به څومره وژل کیږي، څومره میندې به بورې شوې وي، او څومره بچي به یتیمان شوي وي، څومره خویندې به بې ورونو شوي وي او څومره ورانې په رامنځته شوې وي.
اوس چې زه دکوره او له سیمې ډیر لرې یم نو ددغه خبرو په اوریدو مې دپلار هغه خبرې راپه زړه شوې چې ویل یې ددغه ملا له خبرو ماته دفساد بوی راځي.