دا د البرت انشټاین او دهغه د اړیکتیایی تیورۍ په اړه یوه ریښتونې او حیرانوونکې کیسه ده.
کله چې البرټ انشټاین خپله مشهوره تیوري رامنځته کړه نو له امله یی دامریکا متحده ایالاتو بیلابیلو پوهنتونونو ته دلکچر ورکولو لپاره سفرونه وکړل . په دغو ټولو سفرونو کې یی خپل وفادار موټرچلوونکې (هاري) هم له ځان سره ګرځاوه.نو کله به چې انشټاین دلکچر ورکولو لپاره ټولګي ته ننوت نو هاري به ورسره یوځای ټولګي ته تلو او په وروستي قطار کی به ناست و.
یوه ورځ چی انشټاین خپل یو لکچر پای ته ورساوه او د ادیتوریم څخه بیرته راووت ،اوله خپل موټر چلوونکي سره یوځای په موټر کې سپور شو، نو هاري نوموړي ته وویل :
پروفیسور صیب! ما پردغه سکالو (موضوع) ستاسو لکچر څو څو واره واورید، نو که تاسو ماته اجازه راکړۍ داځل به زه ستاسو پرځای لکچر ورکړم.
انشټاین خوښي څرګنده کړه او ورته یی وویل:
راتلونکې اونۍ زه ډارټموت ته ځم، هلته ما څوک نه پیژني، نو ته کولای شی زما (انشټاین) په نوم لکچر ورکړې او زه به ستا (هاري) پرځای کینم.
همداسې وشول، هاري په ډارټموت کې داسې لکچر ورکړ، چې یو ټکې هم دانشټاین دلکچر څخه اخوا دیخوا نه و، او انشټاین دهاري پرځای ناست و او دخپل پوهنیز ژوند ددغه بدلون ننداره یی کوله.
کله چې هاری غوښتل دلکچر له میز څخه رادیخوا شي، نودڅیړنو دڅانګې یوتن له هاري څخه داړیکتیایی تیوري په اړه یوه ډیره پیچلې پوښتنه وکړه نوهاري په ډیر ډاډ هغه ته وویل:
ددغې پوښتنې ځواب خو ډیر ساده دې، زه به خپل موټروان ته ووایم چې تاسو ته ددغې پوښتنې ځواب درکړي.