كله چي كارن پوه شوه چي ماشوم يي پر نس دې، نوخپل يواځني درې كلن ځوۍ مايكل ته يي سترګې واوښتى چي څرنګه يي پوه كړي ددوى په كور كي يو بل ماشوم پيدا كيدونكې دي، خو چي كله دويته څرګنده شوه چي راروان ماشوم جينۍ ده، نو مايكل د خپلې خور په ياد ماشومانه سندرې پيل كړې.
كارن دتونس په موريس ښارګوټي كي د بيلابيلو كليساوو د یووالي د ټولنې فعاله غړې ده، كله چي یی دماشوم دزيزيدو نيټه راورسيده نو په عادي ډول یی په يو ځايي روغتون كي ماشوم وزیږاوه، او دمايكل كوچنۍ خور پيدا شوه.
خو له بده مرغه نوموړې په ډيره سخته شيبه كي لاس او ښپې وهلې، له زيزيدو سره يوځاى په سخته ناروغۍ اخته شوه، نوموړې له دغه روغتون څخه د ماریاز روغتون ته چی په موریس ښارګوټي كي دې ا نتقال او د بيړنيوو مرستو په څانګه كي بستري شوه.
دڅو ورځو له تیریدو وروسته ټاکل شوي ډاکټر دنوموړي ماشوم د ژوندې پاتې کیدو هیله تته وبلله او دهغې له مور او پلار څخه یی وغوښتل چی که کولاې شي، دتدفین او دښخولو دځای په اړه ورته چمتوالې ونیسي.
څو ورځې وړاندې دوۍ دیو نوي ماشوم د راتګ لپاره کور په نویوو فرشونو او لوښو ښکلې کړې وو،خو اوس یی دیوې ځایي هدیرې له مسولینو سره خبرې کولې چی ګوندې دویته یوه ټوټه ځای ورکړي، چی خپل کوچنې ماشوم په کی خښ کړي.
خو مایکل په کور کی مور او پلار ته په سوال او زاریوو سر وو، چی ګوندې روغتون ته یی بوځې او خپلې خوره کۍ ته سندرې ووایی، هغه به همدا ویل چی مامې خپلې خورکۍ ته بوځۍ چی زه ورته سندرې ووایم، خو د روغتون په دغه څانګه کی ماشومانو ته د ورتګ اجازه نه وه، او نه پریښودل کیدل.
دکوچني مایکل زاریوو یی مور دیته اړویستله چی روغتون ته یی بوځي.
کارن له ځانه سره ویل، که دروغتون مسولین اجازه راکوي او که نه، زه باید مایکل هرومرو له ځانه سره بوځم، ځکه، که اوس یی بونه ځم نو بیا خدای خبر که خپله خور ژوندۍ وویني.
نو هغې مایکل ته نوې جامې واغوستې، او د روغتون پر لور رهي شول، کله چې په روغتون کی دبیړنیوو مرستو څانګې ته ننوتل، نو یوې مشرې نرسې پرې ورنارې کړې، ) دغه ماشوم وباسه، هله دغه ماشوم وباسه، دلته ماشومانو ته دننوتلو اجازه نشته(، خو کارن دهغې دنارو هیڅ پرواونه کړه، او سیده د خپلې کوچنۍ لور بسترې ته ورسیده.
هغه داسې معلومیده، لکه د مرګ او ژوند په جګړه کې چی ژوند بایلي، خودرې کلن مایکل ورته دخپل سپیڅلې زړه له تله دسندرو ویل پیل کړل،
) ته زما دلمر وړانګه یی، کله چی اسمان خړ شي، نو ته ماخوشحالوې،ته زما دلمر وړانګه یی، ای خدایه له ما څخه می دلمر وړانګه مه اخله) مایکل سندرې ویلې او دجینۍ نبض ورو ورو عادي حالت ته راګرځیده، په جینۍ کی یو ډول خوځښت را څرګندشو.
مور یی مایکل په موکۍ وهلو چی هله سندرې وایه،
) ته خو نه پوهیږي چی زه له تاسره څومره مینه لرم، اۍ زما دلمر وړانګې، کله چی اسمان خړ شي نو ته ماخوشالوې)
په جینۍ کی نوې ساه وچلیده، او لکه دپیشګوړي یی پرشهار پیل کړ، مور یی مایکل په موکۍ وهلو چی شابه سندرې وایه،
) کله چی شپه شي، او زه ویده شم، نو په خوب کی تا ګورم چی په غیږ کی می اخستې یی،زما دلمر وړانګې، ته زما دلمر وړانګه یی)
جینۍ داسې ښکاریده چی نوره ارامه او ویده شوه، مایکل سندرې ویلې، خو د مشرې نرسې په سترګو کی اوښکې ډنډ وې، او کارن په حیرانوونکې مسکا مایکل په موکیوو وهلو چې سندرې وایه،
) ته زما دلمر وړانګه یی، زما یواځنۍ دلمر وړانګه یی، نو ای خدایه زما دلمر وړانګه له ماڅخه مه وړه (
دجینۍ دکفن او دفن خبره پاتې شوه، او دوه ورځې وروسته جینۍ عادي حالت ته وګرځیده او له روغتون څخه یی کورته د وړلو اجازه ورکړل شوه. اوس نو مایکل هره ورځ خپلې خوره کۍ ته دمینې سندرې وایی.
دښځې ورځ مجله دغې پیښې ته د ورور دسپیڅلې مینی دسندرو معجزه نوم کیښود، د روغتون مشرانو ورته یواځې ناڅاپي معجزه وویله خو کارن دخدای دمینې معجزه بلله.