دافریقایی بابا په زړه کی د ختیځ نابغه
لیک :عنایت ساپې د غونډې د میز شاوخوا ټول ملګري غلي ناست وو په خونه کې چوپتیا حاکمه وه ، ریس یوځل بیا په لوړ غږ وویل : دغې سیمې ته تګ ضروري دي، مونږ بایدیوځل هرو مرو دغه کلي ته سر ورښکاره کړو، دا زمونږ د دندې یوه مهمه برخه ده چې ددغې بې وزلې سیمې څخه کتنه وکړو، مونږ د ه
افغانستان یوځل بیا د خطرناکې لوبې پرلور/عنایت ساپې
دهغو ژمنو سره سره چې نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول دامریکا متحدو ایالاتو لس کاله وړاندې دافغان ولس دسوکالۍ او ددغه ټاټوبي د یواځني اسکلیټ د رغولو په اړه وکړې دادې ګورو چې نه یواځې هغو ژمنو کوم ځانګړې ځای ونه نیوه بلکه ترڅنګ یی افغانستان دیو نوي خطرناک پړاو پولو ته د رسیدو په درشل کې دې. داوسني رژیم له راتګ سره سم نړیوالې ټولنې دافغانستان هر اړخیز ملاتړ ته سینه وډبوله او په د
خیال / ع.س
لس کاله وروسته مې بیا هم له خیاله نه یی وتلې لکه شهکاره افسانه له خیاله نه یی وتلې خیر که دغرونو فاصلې زمونږ تر منځ راغلي قسم دې اوس مې هم د زړه له خیاله نه یی وتلې هر مازیګر چې وریځې راشي ستایادونه راوړي دباد، باران او دبریښنا له یاده نه یی وتلې زمونږ دکلي لیونۍ توړۍ دې نه هیروي زمونږ د کلي د چنار له خیاله نه یی وتلې دبوډۍ ټال غوندې ل
شعر / ناصر فګار
پریږده چې بیا بیا مې کړي دانه دانه ستا د عشق هوا مې &n
دکابل چاپ مطبوعاتو ته کتنه
ويسا: دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د پوځي عملياتو د بڼې د بدلون په امكاناتو بحث كړې، چې د امريكايي او ناټو ځواكونو د نوي قومندان له ټاكلو وروسته يى په اړه خبرې كيږي. ورځپاڼې پدې اړه په فاكس نيوز كې خپور شوي رپورټ ته په اشارې انديښنه ښودلې، كه چيرې بهرنيو ځواكونو ته د هر څه د كولو اجازه وركړاى شي، نو دا به يو ځلې بيا د عامه خلكو ژوند له جدي ګواښ سره مخ كړي. ورځپاڼې ليكلي، چې د امريكا او نړيوا
تصوير
بیا مې په سترګو د خمار څپې راماتې شولې لکه د بنګو بنګاوې شیبې راماتې شولې دښکلا حوره اوس د بر کلي نه دلته راځي په دنګ قامت یی پوره زر جلوې راماتې شولې سترګې خو نه دی د مرمیوو په څیر زړه ډزوي په خوار عاشق له هرې خوا وسلې راماتې شولې قدم چې اخلي د ښکلا ملکه ښار خوروي ځکه مې پاتې د زړګي شیشې راماتې شول
د برات شپه / د بي بي نورېه وهاب لیکنه
ېا د و نه : د ا ډېر پخوا نی رېواج ده چی ده غز نی ـ پکتېا ـ پکتکا ـ زابل، ا و هېلمند ـ په و ېلا ېتونو کی تر سره کېږی . نو هېله ده که څوک له فال سره څه مخالفت لری له ما څخه بد ونه منی ، زه ده پښتنو مېرمنو رواجونه پري لېکه کوم . ×»×»×»×»×&raqu
دبرلین د شپو کیسې
دبرلین د شپو کیسې عنایت ساپې په انتظار خونه کې مو وروستۍ شیبه هم پای ته ورسی
بې رحمه ګاونډي - د انجینر حکمتیار شعر
له فیس بوک څخه د ښاغلي حکمتیار لاندې شعر د هغه له کتاب ٫٫شعر و عرفان در محک قرآن٬٬څخه راخیستل شوی دی چې په دري او پښتو نور شعرونه هم لري. دا شعردوه نوې خبرې لري یوه داچې ځینې کړیو تل پر ښاغلي حکمتیار تور لګاوه چې له پاکستان سره ټینګې اړیکې لري او د پاکستان دافغان ضد پالیسیو مخالفت نه کوي. خو دا شعر چې ولولو پوهېږو چې مخاطب یې پاکستان هېواد دی. اوښه په کلکه او په زغرده یې غندلی دی. د ښاغلي حکمتیار نورې مقالې او ویناوې هم داخبره زباتوي چې د هغو له ډلې نه یوه یې
دکابل ښاروال محاکمه ستاسو په نظر
دکابل ښاروال په ښاروالۍ کې د اته لکه افغانیوو داختلاس په تور په څلور کاله بند محکوم شو. ایا نوموړې یواځې شخص دې چې په افغانستان کې په اختلاس تورن بلل شوې او که نور اشخاص هم شته ؟ ایا نوموړې دخپل براءت لپاره کومه واسطه رامخې ته کولای شي او که واسطه نه لري نو ځکه محاکمه کیږي؟ او که داوباما دستراتیژۍ او دحامد کرزي دژمنو چې داداري فساد پرضدیی کړي نوموړې د محاکمې خولې ته اچولې؟ څه نظر لریء ؟
مازیګر
بيا مازيګر شو هماغه مازيګر چى لمر به خپلى طلايي پلوشى ددنګو غرونو له فرازه څخه
زمونږ اختر نه ښکاري
څه اخترونه دي راځي خو زمونږ اختر نه ښكاري په دې وطن كې دخوښيوو هيڅ اثرنه ښكاري زمونږ دبخت ستوري رالنډ شي ښه رالنډشي مونږ ته يودم مدار نه وځي بيا يى هيڅ منظر نه ښكاري
دشهیدعبدالجمیل شیلګری شعر
محبت پاک الله ته کړم همیش زه داسوالونه چه نصیب مو په عقبا کړی جنتونه بل می دغه سوال قبول کړی ذوالجلاله ته روزی می کړی ديار ښه خصلتونه هسی بل په زړه غوټ هیچيری نه وی چه هميش ديار په وينوسره کوی پښی لاسونه دعينينو په خنجر ېی دزړه سررانه غوڅ کړی رحم نلری په يارباندی کوی سخت ګذارونه په
له وهلو ټکولو وروسته یی خوشی کړل
د هغه افغان روڼ اندو، ژورنالستانو ، لیکوالواو ټولنيزو څېرو ډله چې د تېرې دوشنبې په مازيګر 3:45 دقيقې د ولسې جرګې د رييس محمد يونس قانوني د ځانګړو ساتونکو لخوا په دې پلمه تر وسله وال بريد لاندې راغلل ، چې ولې د نوموړي ښاغلي"قانوني" د کور د مخې له سړک څخه له موټر سره (دافغانستان د نامتو ديني عالم مولوي محمد یعقوب حسن قريشی د لمسي د فاتحې له اخستلو څخه وروسته ) تېرېږي، تېر ماښام تر دوه ورځو او يوې شپې بند او پوښتنو ګروېږنو وروسته راخوشې کړی شول.د رسنيو د راپورونو له مخې دقانوني د سات
اسماعیل یون ته ډالۍ
بیګا بیا د څوشریرو پرسرونو هرځواب دی دتیرې تورې ګوزار و طلسم دی په چورلټه ورمات کړې اخته شوي دي د زړونو په دردونو ددې خاورې دڅښتن ټبر بچیه زمانې یی زیږولې دې لپاره چې شمله دافغانانو هسکه یوسې خدای دی وساته له سترګو نه سړیه دلته هره خوا اغزي کري په لار کې څو منحوس لاس
تهمت : دشهید عبدالجمیل شيلګري شعر
يازما د بخت کاسې شولې نسکوریچه نا حقه تهمت وایی په ما پوری یا ځما د زړه په اه کی ا ثر نشتهچه زما سپنی جا می یی کړلې توری بیګناه په خلقو وایی تهمتونهداعجبه تماشه په جهان ښوری که نن ټوله دنیا پل کړی زماجانهښه سړی به په دنیا ته ونه ګوری داسړی زما دښمن دی ښه څرګندچه ناحقه داو یل کړي په ما پوری
راځۍ چې لږ وخاندو
د خوب مانا يو مزدور خپل بادار ته وويل : صيب بيګاه مې خوب ليده ، چې ته په شاتو ککړ يې او زه په مرداريو . بادار ورته وويل ، چې د خوب مانا دې دا ده ، چې ته خراب کارونه کوي او زه ښه کارونه ، ته به دوزخ ته ځې او زه به جنت ته . مزدور بيا ورته وويل ، چې صيب خوب مې تر پايه درته و نه ويلو ، ددې لپاره چې دواړه جنت ته وﻻړ شو تا زه څټلم او ما ته !!!
مورجانې!
ستا دعا دمسافر بچي لپاره لکه روح په مړ جسد کی پو کول دي داسې وبوله چې ساه اخلم یواځې په دعا دې زه ژوندې یمه مورجانې ستا دمینې الولو مې لا په غوږ کې انګازې دمهربانې مور ساتلي ماخوبونه ستا په غیږ کې داسې کړي لکه پروت چې په بسترکې شهزاده وي
پریږده ابادۍ ته مې..
پریږده ابادۍ ته می ډیر کار لرم کورلرمه کلې لرم ښار لرم پریږده نور په خدای چی ستړې شوی یم دیرش کاله په سر زه دغه بار لرم خوند اخلې کافره ته له دی نه چی غم لرمه درد لرمه دار لرم خدای به می دا ځوان کهول راپاڅوي وبه وینې هر ځای به زه لار لرم تاخو له زخمي ګوتې نیولې یم هیر نه کړې ظال
دامنم خو!
دامنم خو! دا منم چی ترقي ده په دی ښار کی دامنم چی پرمختګ دلته ځلیږی دامنم چی دقانون حکمراني ده دامنم چی مساوات دلته رواج دی خو دانه منم چی مینه دلته شته دی مینه دلته دڅو ورځو عاشقی ده مینه دلته ځوانیمرګه خاطره ده مینه دلته دڅو ورځو میلمنه ده په دی ښارکی ډیرې هسکې ودانۍ دي