يازما د بخت کاسې شولې نسکوری
چه نا حقه تهمت وایی په ما پوری

یا ځما د زړه په اه  کی ا ثر نشته
چه زما سپنی جا می یی کړلې توری

بیګناه په خلقو وایی تهمتونه
داعجبه  تماشه په جهان ښوری

که نن ټوله دنیا پل کړی زماجانه
ښه سړی به په دنیا ته ونه ګوری

داسړی زما دښمن دی ښه څرګند
چه ناحقه داو یل کړي په ما پوری

چه په چاکښی اصلیت د خاندان وی
د هغه سپينی جامی به نه شی توری

نه به دا احوال شی پاته په جهان کی
 اوس قیامت ده رانزدی علامې ګوری

د جمیل مقصد له دی ويلو دا دی
په غیبت وینا له خدایه قهر اوری

  شهيد عبدالجميل شيلګري