د خوب مانا
يو مزدور خپل بادار ته وويل : صيب بيګاه مې خوب ليده ، چې ته په شاتو ککړ يې او زه په مرداريو .
بادار ورته وويل ، چې د خوب مانا دې دا ده ، چې ته خراب کارونه کوي او زه ښه کارونه ، ته به دوزخ ته ځې او زه به جنت ته .
مزدور بيا ورته وويل ، چې صيب خوب مې تر پايه درته و نه ويلو ، ددې لپاره چې دواړه جنت ته وﻻړ شو تا زه څټلم او ما ته !!!
خيرڅه وکړم په هګۍ کښېنم او ....
يوه ورځ يو هلک په څوکۍ ناست و او هګۍ يې خوړله ، چې په دې وخت کې يې پلار کورته راغی . زوی ته يې وويل : څنګه په څوکۍ ناست يې او هګۍ خورې ؟ زوی يې ځواب ورکړ : خير څه وکړم په هګۍ کښېنم او څوکۍ وخورم ؟ !
د ملانصرالدين ژړا
وايي ، چې يوه ورځ ملانصرالدين د ونې لاندې ناست و او ژړل يې، يوه لاروي پوښتنه ترې وکړه چې ولې ژاړې؟ ملا ځواب ورکړ ، چې چرګه مې مړه ده . لاروي ورته وويل ، چې ته شرميږې نه چې د يوې چرګې لپاره ژاړې ، زما پلار مړ و مانه ژړل او ته د يوې چرګې لپاره ژاړې ! ملا ورته وويل ، چې زما چرګې خو هګۍ اچولې ، ستا پلار څه کمال درلود؟
دګيدړ قباله
يو ګيدړ له ځان سره يولېوه دچا باغ ته بوته او ورته يې وويل چې په باغ کې دې هرڅه خوښ وي ډاډه يې خوره ځکه چې ددې باغ قباله له ماسره ده . هغه هم په ډاډه زړه په باغ کې خوراک پيل کړ چې په همدې وخت کې دباغ خاوند راښکاره شو دباغ دخاوند له ليدلو سره ګيدړ منډه کړه، دباغ په تنګ سوري ووت اوتښتېد خو لېوه چې پدې سوري وتلى نشو دباغ دخاوند ګوتو ته ورغى او هغه يې هم په وهلو پيل وکړ. لېوه ،ګيدړ ته چيغې وهي چې له تاسره خو دباغ قباله ده ،قباله وروښيه چې ماپرېږدي زه خو يې مړ کړم.ګيدړ ورته وويل چې سمه ده قباله خو راسره شته خوخبر داده چې په چا يې منې .
پيشو هم په دې پوهيږي ؟!
يو سړی له پيشو نه ډاريده اوفکر يې کولو ، چې دی موږک دی او هرځای به يې چې پيشو وليده نو ترې منډه کوله به يې . کورنۍ يې دی د درملنې په موخه په روغتون کې بستري کړ . يوډاکټر ، چې په اروا پوهنه کې يې پروفيسوري اخيستې وه ، د درملنې ﻻندې ونيوه او دی يې په دې باوري کړ ، چې دی موږک نه دی او سم رک روغ سړی دی .
يوه ورځ ډاکټرورته وويل ، چې اوس ته جوړ شوی يې اوکولی شې کورته وﻻړ شې. دغه سړی کله چې دروغتون له دروازې نه بهر شو ، نو په يوه پيشويې نظر ولګيداو سمدﻻسه يې بيرته روغتون ته منډه کړه . ډاکټر دی وليد ، چې رنګ يې الوتی پوښتنه يې ترې وکړه ، چې ولې بيرته راستون شوې ؟
دغه سړي ورته وويل : بهر پيشو ده ! ډاکټر ورته وويل : ته خو پوهيږې ، چې ته سړی يې او موږک نه يې ! دغه سړي ورته وويل ، چې هو زه خو پوهيږم ، خو پيشو هم په دې پوهيږي ؟!
دچرګې پوښتنې بيا ونه کړې !
يوه کليوال سړي په ښار کې يو اشنا درلوده او يوځلې يې دغه اشنا ته يوه چرګه ډالۍ کړي وه. دغه کليوال به ، چې هرځلې ښار ته وﻻړ نو اشنا کره به ورغی اودچرګې پوښتنه به يې کوله ، چې هګۍ کوي که نه اوپه دې توګه غرمه به يې ورسره وکړه او دشپې به هم هلته پاتې شو .
ښاري ددغه کليوال نه په تنګ شو او ديوې چارې په فکرکې شو . څو ورځې نه وې تيرې ، چې کليوال بيا دغرمې ډوډۍ په مهال ځان ورته راورسوه . دډوډۍ خوړلو وروسته يې ښاري اشنا نه بيا دچرګې تپوس وکړ . ښاري اشنا هم په تنده لهجه ورته وويل ، چې دا اوس دغرمې ډوډۍ دې چې وخوړه دا هغه چرګه وه ، چې تا راوړي وه او ګوره چې بيا دچرګې پوښتنه ونه کړې ! او که نه داځل به د چرګې پرځای خپل ځان وخورې !!!
وروره ته زما منې که دخره ؟!
يو سړی دګاونډي کره ورغی او ورنه يې وغوښتل که ديوې ورځې لپار خر ورکړي . ګاونډي ورته وويل ، چې خر يې په کور کې نشته او چا بيولی دی . په دې وخت کې له غوجلې نه دخره د نړيدلو اواز پورته شو, سړي کورواﻻ ته وويل ، چې هغه دی دخره اواز راځي او ته وايې ، چې خر په کور کې نشته !
دخره څښتن په ځواب کې ورته وويل ، چې وروره ته زما منې که دخره ؟!
زمري ته دسرکوزي پيغور
يوه خنځير زمري ته پېغور ورکړ ، چې ګوره ته ځان ته زمری او بادشاه وايې ، خو ته په کال کې يو بچی زيږوې او زه په وار پنځه شپږ بچيان زېږوم . زمري په ځواب کې ورته وويل ، چې خنځيره بچو ! ته خو شپږ بچيان راوړې خو ټول خنځيران دي ، زه که يو زېږوم خو زمری زېږوم .
دطلاق غوښتنه
يوسړی قاضي ته ورغی او ورته يې وويل ، چې غواړي له خپلې ښځې نه بيل شي او طلاق ورکړي . قاضي ورته وويل ، چې په کوم دليل ؟ دغه سړي ورته وويل کله ، چې مېرمن مې په غوسه شي نو څه شی ، چې ﻻس ته ورشي ګوزار راباندې کوي . قاضي ورنه وپوښتل : څوکاله کيږي ، چې واده دې کړی ؟
ده ځواب ورکړ ، چې پنځه کاله کيږي ! قاضي بيا ورته وويل ، چې ولې دې پخوا دطلاق ورکولو غوښته نه کوله ؟
سړي ځواب ورکړ : ځکه ، چې اوس يې نښه پخه شوې او نه ترې خطاکيږم !!!
دپراخې حوصلې سړی
يوه سړي منډايي ته خر دخرڅولو لپاره راوستی و خو دغه خر ډېر وران و ، چا ته به يې خوله وراچوله او څوک به يې په لغته وهلو . خلک راټول شول او څښتن ته يې وويل ، چې زوی دې مړ مه شه ، دا خر خو ډېر وران دی !!!
دخره څښتن ورته وويل ، چې اې خلکو تاسې فکر کوی ، چې داخر مې ددې لپاره راوستی دی ، چې په خرڅولو ېې ګټه وکړم ، نه دا خر مې ددې دپاره راوستی ، چې تاسو ته وښيم چې زه څومره پراخه حوصله لرم ـ وګورئ ! ددغه خره سره هم ما ګوزاره کړې ده .
ساده او هوښيار وروڼه
يوه ساده سړي له يوه ماړه سړي سره په ﻻندې شرطونو نوکري ونيوله (بادار وظيفه درلوده چې ده ته يوې ،ژغ او غوايې پيدا کړي او دی مجبور و چې يو من تخم هره ورځ وکري يو من لرګي کورته راوړي او د کورنۍ د خوراک لپاره غوښه راوړي .)که هر يو دا شرط پر ځای نه کړي نو پزه به يې پرې کيږي .
په اوله ورځ ساده سړی په خپل کار کې پاتې شو او دغه ظالم بادار د ده پزه پرې کړه. کورته وﻻړ او خپل ورور ته يې شکايت وکړ . ورور يې بادار ته ورغی او په هماغه شرايطو يې کار ورسره پيل کړ .
کله چې پټي ته ورسيد ټول تخم يې پر يوه ځای وپاشه او يو غوايی يې حلال کړ ، يوې يې ماته کړه او کورته راغی او بادار ته يې وويل چې ما خپل شرطونه پوره کړل . حد اقل نن خو مې پوره کړل . بله ورځ يې هم همداسې وکړل . دريمه ورځ بادار ونه کړای شول چې تخم ، کولبه او غوايي ورته پوره کړي ، شرط يې بايله او د پزې پرې کول يې ومنل .
ګرانو دوستانو!
که دهرچا ښکلې ښکلې ټوکې زده وي نو یا خودی همدلته دتبصرو په کړکۍ کې ولیکي او یا دی هم د اړیکو له لارې راواستوي.
مننه
نورې رالیږل شوې ټوکې:
عبداللطیف شینوارې:
يوه سړي ته قاضي دګناه په وجه ٢ کاله دقيد حکم ورکړ سړي ورته ويل چې په محبس کې خوراک راکوۍقاضي ورته ويل ولې نه خامخاسړي ورته وويل نوبياعمرقيدوليکه
يوه ورځ ملا نصرالدين دمکتب دماشومانو سره روان وه چاورته ويل چيرته ځې ٠ده ورته ويل صحرا ته٠ سړي ورته وويل هلته څه کوې ده ورته وويل هلته دې ماشومانو سره يو ځای دباران دوريدولپاره دعا کوو دماشومانو دعا ښه قبليږي سړي ورته وويل که د ماشومانو دعا قبليدای نو د مکتب يو معلم به هم روغ نه وه پاتې
نجیب الله پیمان
څلور ورونه
یوسړې دپولیسو دفتر ته شکایت لپاره ورغې او ورته وی ویل چی مونږ څلورو ورونه په یوه کوټه کی ژوند کوو ، زما مشر ورور دوه پیشوګانې لری او دویم ورور می درې سپیان او دریم ورور می یوه وزه لری نو په کوټه کی ډیر بد بوی دی، زه غواړم په دی اړه مرسته راسره وکړې، پولیس وویل، ستاسو کوټه کړکۍ لري؟ سړي ځواب ورکړ هو کړکۍ لري، پولیس ورته وویل نو بیا ولې دکوټې کړکۍ نه خلاصوی ؟ چې بوی ورک شي، سړي ورته وویل څه! که داکار وکړم زما سل سره کوترې به والوزي.
دغاښو ډاکټر
یو ډاکټر د یوه هلک غاښ ډک کړې و او دهلک بلار ته یی د سلو پونډو بیل ور استولې وو، دهلک پلار وویل، ډاکټر صیب ولی دی زمادسلو پونډو بیل رااستولې دې ؟ زما دزوی یو غاښ دې ډک کړې او لس پونډه کیږی، ډاکټر ورته وویل ما چی ستا دزوی غاښ ډکولو دهغه په چیغو لس نور ناروغان وتښتیدل.
ټلیفون
یو سړې چې دواړه غوږونه یی سوځیدلي وو ډاکتر ته لاړ ، ډاکټر ورته وویل چی ولی دی دواړه غوږونه سوځیدلي، سړي ورته وویل ما اوتو کاوه چی زنګ راغې نو د تلیفون پرځای می اوتو غوږ ته پورته کړ، ډاکټر وویل نو دا بل غوږ دی ولې سوځیدلې؟ ناروغ وویل خو بیا زنګ راغې.
یوه اغلې
دوه ټوکې:
وايي يو وخت يوې ښځې په کور کې دوکان کولو د کلي ماشومان به کور ته ورتللل او له دې نه به يي څيزونه اخيستل دې ټول څيزونه د کور په يوه کېمره کې ايښي وو يوه شپه دې کېمرې ته پيشي ننوتې ته وه زوى يې ورته نارې کړې چې وه موري د خلکو دوکانونه موږکان کوي او ستا دوکان پيشياني کوي
يو وخت يوه ماشومه جنۍ د چا کره د سبق لوستلو لپاره ورتله يوه ورځ يې نيکه ترې پوښتنه وکړه چې وه زويه راشه څه دي زده کړي دي جنۍ ورته ووى چې ها باباجانه دا (غ) ده دا (ف) ده غينزرغافيزرفه (غافه) نيکه يې ورته وى چې وه احمقي په خپله غاپه ځه ورکه شه
وارث خان
میلمه
وایی یو چا کره میلمه ورغې، نور کوربه ورته وویل چی څه به خورې؟ شیدې، مستې، غوړي او که شلومبې؟
میلمه ورته وویل ، تاسو چی هرڅومره زحمت او تکلیف ماته کویء نو د غوا له کونې نه نه خوځیږۍ.