ستا دعا دمسافر بچي لپاره
لکه روح په مړ جسد کی پو کول دي
داسې وبوله چې ساه اخلم یواځې
په دعا دې زه ژوندې یمه مورجانې
ستا دمینې الولو مې لا په غوږ کې
انګازې دمهربانې مور ساتلي
ماخوبونه ستا په غیږ کې داسې کړي
لکه پروت چې په بسترکې شهزاده وي
زه پوهیږمه چې څومره به کړیږې
څومره درد به دې د زړه په مراندو ګرځی
هر ساعت هره شیبه به دی یادیږم
تورو شپو کې به دې زړه باندې وریږم
ماشومتوب به دې زما سترګوکې ګرځي
دخاپوړو، دقدم د ګرځیدلو
زه پوهیږم، یو یو څاڅکې به داوښکو
ستا زما په یاد له سترګو نه څڅیږي
که زرونه میله لرې درنه اوسم
خو بیا هم زما د لوږې تندې غم کړې
دخوراک ، پوښاک په اړه اندیښنې کړې
د روغتیا او ناجوړتیا په فکر ګرځې
دامنم چی در نه لرې یمه مورې
خو والله که به زما له زړه نه وځې
هر ساعت هره شیبه می ستا د مینې
ترنم دالولو راپه یادیږي
له زانګو نه، له خاپوړو تر دې ځایه
لکه وریځ دې له ګرمۍ نه یم ساتلې
ټول دردونه دې زما په سر اخستي
لکه لمر دې له یخنۍ نه یم ساتلې
نو!
راپسې کړه لپې لپې دعاګانې
زه د ژوند په کږلیچونو کې روان یم
هره لپه دعاګانې دې را رسي
خدای دی تل راته ژوندۍ لره مور جانې
عنایت ساپې