پریږده ابادۍ ته می ډیر کار لرم

کورلرمه کلې لرم ښار لرم

پریږده نور په خدای چی ستړې شوی یم

دیرش کاله په سر زه دغه بار لرم

خوند اخلې کافره ته له دی نه چی

 غم لرمه درد لرمه دار لرم

خدای به می دا ځوان کهول راپاڅوي

وبه وینې هر ځای به زه لار لرم

تاخو له زخمي ګوتې نیولې یم

هیر نه کړې ظالمه چی زه وار لرم

دا جادوګري به دې زه ختمه کړم

ستا جادو ته زه دموسی مار لرم

دا چی نن بی وسه او بی کسه یم

صبرکومه نه دا چی زه ډار لرم

 

عنایت ساپې

۸/۱۰/۲۰۰۹

برلین