دامنم خو!

دا منم چی ترقي ده په دی ښار کی

دامنم چی پرمختګ دلته ځلیږی

دامنم  چی دقانون حکمراني ده

دامنم چی مساوات دلته رواج دی

خو دانه منم چی مینه دلته شته دی

مینه دلته دڅو ورځو عاشقی ده

مینه دلته ځوانیمرګه خاطره ده

مینه دلته دڅو ورځو میلمنه ده

په دی ښارکی ډیرې هسکې ودانۍ دي

سوکالي ده ابادي ده په دی ښار کې

دلته هر چاته پراخه ازادي ده

په دې ښار کې هره خواته ارامي ده

خو یاران به په دروبین کی پیدا نه کړې               

بنډارونه په کی نه ترسترګو کیږی

زندګي دکور او کلي په کې نشته

اتڼونه په کې نه ترسترګو کیږي

په زرهاوو انسانان په کې اخته دي

په زرهاوو مشغولاوو پسې ګرځی

دچوپتیا فضا حاکمه ده هر لورې

یو پیکه ژوند ددې ښار کوڅو کې ګرځي

دجګړو بلا که خدای کړي رانسکوره

که دسولې او وحدت بیرغ شي پورته

دمرګونو ماتمونو  ویر که  ورک شي

یوه مینه یو هیواد افغانستان شي

نو والله کی یی په ټوله نړۍ ورکړم

 

عنایت ساپې

برلین    ۵ اکتوبر ۲۰۰۹