ادبي ټوټې
زه ژوند لټوم
زه ژوند لټوم !دخيال پر غالۍ ناست يم. دغرونو څوكو ته ورشمهلته له يو څو غرنيوو ونو پرته هيڅ ونه مومبيرته دغره لمنى ته راشمڅو زركى او څو هوسۍ ښكاره شي چى يوه اوبله خوا زما له ويرى وتښتيهغوىء له ما سره دمرګ استازى وينى،چى دهغوىء پر لور ور روان يوو، له هغه ځايه يو باغ ته ورشم، ښكلى شين باغ، چى د رنګارنګ مرغانو شور ورته يو داسى روح وربښلى چى زړونه تسكينويزما له رسيدو سره سم مرغان والوزي او هلته پرته له ما اوباد څخه چى د ون
زه چی ماشوم وم
ما به له دى خوند اخيسته چى جيب مى له كاڼو ډك وي،لينده مى په لاس كى وي ، او خپل كلي ته څيرمه په باغ كى د ونو لاندى ناست ووم ، پښى مى له روانو اوبو څخه په ډكه وياله كى شړپولى او كله هم دمرغيوو راتلو ته په ونه كى څك واۍ،مابه له دى هم خوند اخسته چى مرغۍ به مى دونو په ښاخونو كى په نښه كړه ، وبه مى ويشتله.مابه دمرغۍ له راغورځيدو اوپه ځمكه دهغى له پړقيدو سخت خونداخسته،ورمنډه به مى كړه په دواړه لاسونو به مى ترى سرغوڅ كړ او په بډه به مى ووهله،او بيابه دنو