ما به له دى خوند اخيسته چى جيب مى له كاڼو ډك وي،لينده مى په لاس كى وي ، او خپل كلي ته څيرمه په باغ كى د ونو لاندى ناست ووم ، پښى مى له روانو اوبو څخه په ډكه وياله كى شړپولى او كله هم دمرغيوو راتلو ته په ونه كى څك واۍ،
مابه له دى هم خوند اخسته چى مرغۍ به مى دونو په ښاخونو كى په نښه كړه ، وبه مى ويشتله.
مابه دمرغۍ له راغورځيدو اوپه ځمكه دهغى له پړقيدو سخت خونداخسته،ورمنډه به مى كړه په دواړه لاسونو به مى ترى سرغوڅ كړ او په بډه به مى ووهله،او بيابه دنورومرغيوو دكيناستو په انتظارشوم،
هو ! اوس هغه هيله نه لرم اوس مى نورو سترو هيلو په زړه كى ځاى نيولى
خو اوس چى كله كله خپل هيوادوال وينم چى دليندى پرځاى يي ټوپك په لاس كى وي او دمرغيوو پرځاى خپل ورونه په ګوليوو غلبيل كوي ! نو داهيله بيارادمخه شي چى :
كاشكى مونږ ټولوددى پرځاى هماغه دمرغيوو پر ښكاربسنه كولاى ،هماغه دماشومتوب ظلمونه مو بس واى او نور دوژنو په هوس كى نه ډوبيدلاى.