د 1979م كال دكرسمس له شپى راپه ديخوا دنجيب دخلكو(خلق) ديموكراتيكى ډلى دجوړيدو له امله جنرال ضياءالحق ته يوه ښه موقع په لاس ورغله اوهغه هم له دى وخت څخه پوره ګټه واخسته. هغه مهال چى دپاکستان لومړي وزیر ذوالفقارعلي بهټوامريكاته داټومي وسلو دنه خپريدو له امله انكار كړى وو،ضياءالحق هغه بيا تكراركړ او دامريكا خبره يي ونه منله. تردى وروسته د ۱۹۷۹ م كال دنومبر په مياشت كى كله چى په اسلام اباد كى دامريكا سفارت وسوځيد، نو له پاكستان سره يي اړيكى دخرابيدو تربريده ورسيدى. خو واشنګټن دروسانو دپرمختګ اوپراختياپرضد په سيمه كى يوملګري ته اړتيا درلوده ، نو دايراني پاچا(رضاشاه پهلوي)دله منځه تلووروسته پاكستان يواځني هيواد و ، چى په سيمه كى دامريكا یي نظريي ملاتړوكړي. نو پرحالاتودڅارنې لپاره د سي اى اى اوپاكستاني پوځ ترمنځ يولړځواكمنى اړيكى ټينګى شوى.
څرنګه چى جنرال فضل الحق دضياء يومهم سړى و او دهغه وخت دسرحدصوبى ګورنرهم و، په دى ډاډه وو چى: ( كه مونږ د افغاني مجاهدينو پوره ملاتړوكړو، نو امريكابه خامخا زمونږ ملاتړ كوي) . نوموړي ويلي وو چى زمونږ او امريكاله اړيكوپرته هم سى اى اى دمجاهدينوله بيلابيلوګوندونوسره په پټه مرستى كوي نوله دى كبله يي دامريكادملي امنيت سلاكارانوهريو برزنسكاى، اوكارترهاكش ته وويل: چى تاسى يوځل په ويتنام اوكوريا كى ماتى خوړلى،نوغوره به داوي چى داځل سمه پريكړه وكړىء .
تربريده يوه اونۍ وروسته برزنسكاى داخبره دخلكو په مخ كى ومنله چى كه اړتياپيښه شوه، واشنګټن به له پاكستان سره پوره نظامي مرسته وكړي. كله چى د۱۹۸۱ م كال په مني كى دريګن حكومت منځته راغى، نو پاكستان ته يي ددرى عشاريه دوه مليونه ډالرو دمرستى پرسر موافقه وكړه، اوپاكستان يي هغه دريم هيواد وګرځاوه، چى امريكا ورسره په دومره لويه پيمانه مرسته كوي.
دامريكا پوځي اواقتصادي مرستو نه يوازى ضياءالحق ته نړيواله بڼه وركړه ، بلكى دپاكستان اقتصادي حالت يي هم ښه كړاو په پوځ كى د ايف ۱۶ الوتكو په زياتولو هم بريالى شو.او ضياء دا ويلي وو چى دازما يوازينۍ سياسي ګټه ده.
په افغانستان كى دروسانوخلاف وسلوالى مبارزى ريګن ته داوخت وركړ چى له سرو لښكرو څخه دويتنام بدل په اسانه توګه واخلي. د ۱۹۸۰م كال په لسيزه كى مجاهدينوته دامريكا كلنۍ مرستى له لسګونونيولى ترسلګونو مليونو ډالروپورى ورسيدى. او ترويتنام بهرداترټولوسترعمليات ثابت شول . امريكا يوازينى هيواد نه وو چى له مجاهدينو سره يي مرستى كولى ، بلكى چين او ايران هم ورته خپلى مرستى راليږلى.
په ۱۹۸۱م كال كى دسي اى اى C.I.A مشر(ويليم كيسى) دپيسو دزيرمه كولويوصندوق جوړ كړاو له خواخوږو هيوادونو څخه يي مرستى راغونډولى، چى په دوى كى سعودي دوركړى په حساب ترټولو لوى هيواد اوله امريكا سره په مرستو كى په سيالۍ روان وو. د ډالر په مقابل كى به يي مجاهدينو ته ډالر وركول. په حقيقت كى په ۱۹۸۵ م كال كى دسويس راليږل شويوو توپونو، بريتانوي وسلو او امريكايي سټنګر توغنديوو دجګړى نقشه بيخي بدله كړه، تردى مهاله پورى دامريكا ټول عمليات په پټه توگه ترسره شوي وو همدارنگه ضياءالحق سره له دى چى دافغاني مجاهدينو لپاره روزنيز مركزونه جوړ كړي وو، له دى څخه انكار كاوه چى گنى له افغاني مجاهدينو سره مرستى كوي. او دا خبره يي ددى لپاره كوله چى د اى اس اى I.S.I لاسوهنه پټه وساتل شي. په داسى حال كى چى ټوله نړۍ ترى خبره وه.
څرنګه چى دا عمليات په پټه روان وو، او هيڅ ليكلى سند او شميرنه يي نه درلوده، نو پاكستاني جنرالان په دى وتوانيدل چى ورځ پر ورځ شتمن شي په استراليا او دنړۍ په نورو برخو كى ځمكى واخلي او ښكلي كورونه جوړ كړي، له پيښور او بلوچستان څخه نيولي تر كراچۍ پورى ، پرته له دى چى كوم ګمركي محصول پرى راشي، دا ځمكى ددوى شوى.
. دافغاني عملياتو لپاره ديوه جوړشوي امريكايي ګوند كاركوونكي راته وويل چى شپيته په سلو كى مرسته بيځايه ځي.
يواځى پاكستاني جنرالانو په مليونونو روپۍ ونه وهلى، بلكى دپاكستان دپوځ ټولى زړى وسلى په نويوو او پرمختللو وسلو بدلى شوى، تردى چى پاكستان ډيرى قيمتي وسلى پر ملګرو ملتونو هم وپلورلى.
كله چى دراولپنډۍ دوسلو په زيرمتون كى چاودنه وشوه او مجاهدينو ته دمرستى په توګه د راليږل شويوو سلګونو ميله ډالروپه ارزښت راكټونه او ميزاييل له منځه لاړل، نو په راولپنډۍ او اسلام اباد كى يي ډير مالي او ځاني تاوانونه هم واړول، چى تراوسه يي دحكومت له خوا كوم ګزارش نه دى خپورشوى . دا د اى اس اى يوه قصدي چاودنه وه ، ځكه دوى له دى زيرمتون څخه سټنګر ميزايل خرڅ كړي وو او دامريكا د څارنى يوپلاوى په همدى اونۍ كى پاكستان ته راروان وو، اى اس اى غوښتل چى له امريكايي پلاوي څخه خپله غلاپټه وساتي. او هغوى ته داسى وښايي چى ګوندى نوموړي توغندي داور لګيدني په پيښه كى له منځه ولاړل.
په دى كلونو كى دمتحدو ايالتونو هغه هڅى چى غوښتل يي زياته محاسبه او څارنه وكړي ناكامه شوه. په ۱۹۸۹ م كال اى اس اى دوسلو زيرمنتونونه دمياشتو مياشتو لپاره په دى موخه بند وساتل چى ګوندى د سي اى اې C.I.A لاسوهنه بنده شي.
ضياءالحق په دى ډير خواشيني وو چى كه دوسلو راليږنه بنده شي نو څه به كيږي؟ له همدى امله يي د ژنيو دپريكړى مخالفت وكړ، دغه پريكړه ليك هغه مهال منل شوى وو چى ۱۳۰۰۰ روسي پوځيان له افغانستان څخه دوتلو په حال كى وو. له مجاهدينو سره مرسته دضياء لپاره شخصي پوښتنه وه، نوموړي نه يواځى غوښتل په دى توګه له رقيبو هيوادونو، مسكو، كابل او ډيلي څخه ځان وساتي، بلكى نوموړى په دى اند وو چى پر دى كار سره به هم دپښتونستان مسله دخپل هيواد په ګټه پاى ته ورسوي اوهم به دپاكستان ختيزه پوله ټينگه شي.
نوموړي داسې خوبونه هم ليدلي وو چى ګوندى دايران، پاكستان او تركيي او منځنۍ اسيا دجمهوريتونو په ګډون به يوه غښتلى اسلامي بلاك جوړ شي،او دضرورت پرمهال به وكولاى شي دهند پرضد د يو ستر ځواك په توګه وكارول شي.
ضياءالحق دا خبره دخوند لپاره نه وه كړي چى (زما هيله ده چى دكابل په پل خشتي جومات كى لمونځ وكړم)
ژباړې