دا د انګلیسي ژورنالستې کرسټینا لمب دهغه یونلیک دیوې برخې ژباړه ده چی نوموړې په ۱۹۸۴ کال کی هغه مهال چی روسان لا په افغانستان کی وولیکلې .

له وروستي پاټك څخه هم واوښتو، "تري منګل" ته نژدې يوې سرحدې پوستې ته ورسېدو. هغه داسې سړك دى، چې مجاهدينو به پرې خپلې سپكې او درنې وسلې پر خرو او اوښانو لېږدولې . ومې ليدل چې خواوشا په ښكلو غرونو محاصره وو. دا په واورو هغه پوښل شوي غرونه وو، چې يو وخت د جنغوزو د ونو په ځنګلونو پوښل شوي وو، خو اوس ترې خلكو، هغه ونې د سون لپاره وړې وې. بلې خوا ته يې لمر د ډوبېدو په حال كې و. زه د هغې جذبې او خوشحالۍ احساس، چې په افغانانو كې د خپل هېواد په ليدو راپارېږي، نه شم بيانولاى. هغه وخت چې قوماندان (حبيب) له ملي احساس څخه په ډكه لهجه ما ته مخ راواړاوه، ويې ويل: افغانستان د نړۍ تر ټولو ښكلى هېواد!!
هو! زما د ده دا الفاظ ښه په ياد وو، كله چې زه د شپې د پوستې پر بام باندې په خپله سفري بستره كې پرته ومه او د اسمان ستورو ته مې كتل، نو په بليونونو ستوري په كې ځلېدل، ما هېڅكله هم داسمان ستوري دومره ځان ته نژدې نه وو ليدلي. افغانان وايي: "د هر شهيد پرځاى په اسمان كې يو ستورى وي". سره له دى چى افغانستان يو له ښكلو هېوادونو څخه دى، نو تر ټولو نېستمن هېواد هم دى. د ماشومانو د مړينې كچه په كې ډیر اوچته ده. د سواد سلنه (فيصدي) په كې تر لسو هم كمه ده. د 1979م كال د جګړې تر پيلېدو وړاندې يې د ژوند منځنۍ عمر 41كاله و، چې د ټول نفوس له پنځو څخه څلور برخې خلك يې ساده او بيوزلى ژوند لري. خو له دې سره د افغانانو د كورونو پر دېوالونو د نړۍ خطرناكې وسلې راځوړندې دي.
مجاهدينو سټنګر ميزاييل درلودل، مخابراتي وسايل يې په واك كې وو، ګرځنده راډيويي سيارې ورته جوړې شوې وې، په زياتو نورو ضروري وسايلو هم سمبال شوي وو.
په دې پوسته كې نور ژورناليسټان هم وو، ځكه چې دا ځاى د مجاهدينو لومړى تمځاى و، دغه راز دا ځاى جګړې ته مركزي لار وه. اود هغو قوماندانانو لپاره چې په افغانستان كې دننه وو، د اكمالاتو مهم ځاى بلل كيده..
زه په دې خوښه وم، چې يوازېنى كس نه يم، چې له دوى سره د وزو (بزو) سريښناكه غوښه خورم، نورو كسانو هم دا خواړه خوړل. زه په تمه وم چې وګورم دوى اول چا ته ډوډۍ وركوي. څرنګه چې په دوى كې يوازېنۍ ښځه وم، نو تر ټولو وروسته يې ما ته ډوډۍ راوړه، او ښایی دا د افغانانو رواج وي چی ښځه ورسته ډوډۍ خوري. د ماخوستن تر ډوډۍ خوړلو وروسته پر هغه جګړه ييز پلان خبرې وشوې چې دوى غوښتل د ځاځيو ښار ته نژدې د روسانو پر تېرېدونكي كاروان بريد وكړي. خوداسې ښكارېدل چې په دوى كې له هېچا سره هم كومه ځانګړې نظريه نه وه، چې څه وكړي؟
يو قوماندان پاڅېد، مخابره يې په هوا كې څو- څو ځلې وخوځوله، چې د مجاهدينو له نورو ډلو سره اړيكي ونيسي، خو له بده مرغه چې په مخابره كې بالټۍ نه وې. يو بل تن پاڅېد، غوښتل يې د اور لپاره د خشاكو او بوټو د پيدا كولو په موخه پر يوې ونې د راكټ ډز وكړي، خو دا هڅه يې هم دنورو مجاهدینوپه نه منلو ناكامه شوه.
په مجاهدينو كې اختلاف ما ته دا څرګنده كړه، چې دوى ولې په تېرو نهو كلونو كې پر يوه مركزي ښار هم واکمن نه شو. ما ته دا هرڅه هغه وخت روښانه شول، چې موږ ته خبردارى راكړل شو، چې له خپل استوګنځي څخه بلې خوا ته لاړ نه شو، ځكه له نورو پرتو مخالفو مجاهدينو څخه د خطر وېره شته. خو ايا دا ټول پر يوه خوا نه وو؟
موږ د غره پر پاسنۍ برخه كې په داسې حال كې چې په يوه اندازه فاصله كى مو د راكټونو ډزې اورېدې راووتلو، خو د واورو يخ باد موږ بېرته په څمڅو كې ننه ايستو.خو هلته دننه د غڼو او نور حشرو د شتوالي له كبله به بېرته راوتو، دا يوه ډېره لنډه شپه وه.
په افغانستان كې د وخت مفهوم هم بدل دى، ځكه هرڅه د لمر او سپوږمۍ په حساب سره كېږي، په دې چې له مركزي ښارونو پرته، په نورو ځايوو كې برېښنا هم نه شته، كه څه هم پېړۍ بدلې دي.
افغانان، د دې پرځاى چې د عيسى عليه السلام له ميلاد څخه تاريخ پيل كړي، د حضرت محمدص له هجرت څخه يې پيلوي. كله چې موږ سهار له خوبه پاڅېدو، نو لومړى د لمانځه وخت و، يو عجيب منظم كار روان و، مجاهدين په يوه كتار كې د خداى حضور ته ولاړ وو، چې دا منظره به بيا- بيا زما سترګو ته كېده، ان چې د جګړو په منځ كې هم زه له دې فكر څخه نه غافلېدم. دا د مجاهدينو لپاره د يو ځاى تر نيولو هم مهم و، دا جهاد و، يانې سپېڅلې جګړه.
هلته يوازې د "الله اكبر" نارو كولاى شول، په خلكو كې دومره جذبه راژوندۍ كړي، لكه په ځينو پوځونو كې چې نشه يي توكي دا جذبه راپاروي.
د سهار چاى راورسېدې، يو دسترخوان چې اوږدې اوږدې ډوډۍ په كې كښېښودل شوې وې او د وزو (بزو) په كوچو به يې پورې كولې او شنې چاى به يې ورسره څښلې. د بورې د نشتوالي له كبله به هغوى چاى له ګوړو سره خوړلې.
هو! زه د مجاهدينو دا ډول جګړه ييز ځواك ته حيرانه وم، تر چايو وروسته به سره كښېناستل، چا به خپلې جېبي هندارې راوايستلې او ځانونه به يې جوړول، چا به د نسوارو د ډبلي په هندارو كې، چې د دوى د يونيفارم يوه برخه وه، ځانونه جوړول. د خپلو پزو ويښته به يې ايستل، رانجه به يې اچول او برېتونه به يې غوړول. ځينو به يو بل ته لاسونه سره وركړي وو او د چكر لپاره به بهر ته وتل. ژړ ګلونه به يې راشكول، چا به په پکولونو كې ايښي وو او چا به په لاسونو كې نيولي وو. ما ته دا هسې مسخرې ښكارېدې او داسې احساس مې نه كاوه، چې دا به هم د ازادۍ د مجاهدينو عادتونه وي. خو وروسته په دې وپوهېدم، چې ژړ ګلونه د اميد او هيلې نخښه ده، د ګلونو خوښونه د دوى د كمزورۍ نخښه نه، بلكې د دوى د امن خوښونې څرګندويه وه.
”مجاهدين ډېر قدر لري، خو موږ هېر كړي“، په هماغه لومړي سهار كې ما د تلو حوصله نه درلوده، دوى هم له تګ څخه انكار وكړ. چې په دې توګه يې يوه كرايي موټر ونيو، دا موټر يو مات ګوډ "پك اپ" و، چې په خټو لړل شوى و او دا هغه شى دى، چې په جګړه ځپلي افغانستان كې يې تمه كېدى شي. د افغانستان سړكونه خو د روسي پوځونود بمباريو له كبله وران شوي وو. تر يوې اوږدې فاصلې وروسته د يوه غره سر ته ورسېدو،
قوماندان د اوسپنې يو ډبى "ګېلنه" له اوبو راډكه كړه او ما ته يې راكړه. دا په رښتيا چې يو سخت ساعت و. زه هم دومره تږې شوې وم، چې نورې مې شونډې چاودلې وې، كه تر څو ساعتونو اوبه نه رارسېدې، نو له كومې بدې پېښې سره به مخ شوې واى. ما دا نه غوښتل چې هغه خړې اوبه وڅښم او د صفرا يا ملاريا په ناروغۍ اخته شم، خو بياهم ما د مصلحت له مخې يو غوړپ وكړ، چې شونډې مې لندې شي، نورې مې بېرته تو كړې.
د بلې ورځې پر سهار ما ته د سورلۍ لپاره يوه خره راكړل شوه، په داسې حال كې چې زه په وړوكوالي كې يو ځل په يوه مېله كې يوې خرې په غاښ كړې وم، چې تر هغې وروسته زه پر خرې يا خره نه ومه سپره شوې. خو له بلى خوا پر دغه خرې كلاشينكوفونه، راكټونه او نورې وسلې بار وې، له دې كبله ما ته دا سفر له يوې خوا ځوروونكى ښكارېده او له بلې خوا مې ځان راته په امن كې نه ښكارېده. ځكه، زه په دې خبره ومه، چې پر څو كيلو چاودېدونكو موادوله پاسه ناسته يم.
تر ډېرو ورځو پورې موږ د جګړې كومه نخښه ونه ليده، خو كله ناكله به روسي جېټونو چوپتيا ماته كړه، موږ به يې پر ځمكه پروت كولو ته اړ كولو. د چوپتيا په حالت كې يوازې د الوتكو غږ اوچتېده، ځكه چې هلته نه د ټرافيكو شورماشور و، نه د چمن پاكوونكو ماشينونو اونه د نورو عصري سامانونو غږ راته. موږ به كله- كله له هغو مسافرو سره هم ليدل، چې د حكومتي ځواكونو له ځاى څخه به راتلل، حيرانوونكې دا وه، چې هغوى به هم د حكومت هېڅ پلوي نه كوله، نو موږ به ورسره خپلې خبرې شریکولی او له هغوى څخه به مو پوښتنې كولې، چې مجاهدين څنګه په سپكو وسلو د دوى چورلكې (هليكوپټرې) راغورځوي او څنګه په ډبرو او لرګيو پر شوبلو (ټانكونو) حملې كوي.
يو ځل موږ د يوه غره په لمن كې، چې يو څو كوډلې په كې وې، وروګرځېدو، چې لږ چاى وڅښو. خو موږ هلته له غموونكي حالت سره مخ شوو، هلته يو ځوان هلك، چې په خپل سپين مخ یی تورې سترګې او تور برېتونه لرل، مړ پروت و. هغه شهيد و، د كور غړي يې ترې راچاپېر وو، په دې كې ترڅ كې مو هلته يو ماشوم هلك هم وليد، چې خپلې شونډې يې ژوولې او هڅه يې كوله، چې د خپلې مور په مخكې ونه ژاړي. جګړې هغه، د ډېرو هلكانو په شان تر بلوغ مخكې د خپلې كورنۍ مشر ګرځولى و.
د غرب پر پريمانه مرستو سربېره بيا هم روغتيايي اسانتياوې له نشت سره برابرې وې. د هغه چا لپاره چې په جګړه كې به ټپي كېده، د پېښور روغتونونو ته يوه اوږده او خطرناكه لار په مخكې پرته وه. له دې كبله به اكثرو ناروغانو او ټپيانو خپل ژوند له لاسه وركاوه، د مړينې نخښه به يې دا وه، چې پر قبرونو به يې ورته درې كونجيزه ټوټه (جنډه) لګوله، او باد به رپوله.
كله چې ځاځيو ته ورسېدو، نو د جګړې لپاره مو ځانګړى تيارى نه درلود، ماخوستن مهال و، چې موږ د خوړو لپاره هګۍ پيدا كړې، چې د سهار تر ناشتې او د ماښام تر وريجو وروسته يوه ښه تبديلي وه.
ټوله شپه مو د راكټونو د ډزو او د الوتكو د غرهار په اوازونو سره تېره كړه. كله چې له خوبه پاڅېدو د سهار د لمانځه وخت و، خو د لمر په راختو سره زه بېرته په خواږه خوب ويده شوم. خوب مې وليد چې په يوه بېړۍ كې سپره يم او بېړۍ په لار كې له يو څه سره ټكر كوي، ناڅاپه راپاڅېدم، د يوې شوبلې (ټانك) ډز مې واورېد، چې ښايي زما د بېړۍ د ټكر تعبير به همدا وو ساعت ته مې وكتل، د سهار اته بجې وې، موږ غوښتل چې دوه ساعته مخكې بايد له دې ځايه وتلي واى.نوزه وارخطاشوم او داسى فكر مى وكړ، چې ښايي هغوى تللي وي او زه يې يوازې پرېښى يم، خو كله چې مې لاندې د هغوى لوري ته وكتل، هغه ځاى د چلم له لوګيو اوپرخوب ويدو مجاهدينو څخه ډك و، د زيات چلم څكولو له امله هغوى ته له خوبه راپاڅېدل ګران وو، خو اخرهم پاڅېدل، چاى مو وڅښلې، ځانونه مو جوړ كړل. هغوى هم كلاشينكوفونه پاك كړل او د غره سر ته وختو، هلته مو د لويې درجې لرونكي دوربين په مرسته وكولاى شول چې ډېرې ليرې سيمې هم وګورو، يو سوځېدلى ټانك مو وليد، چې لوګى ترې جګېده، دا د روسي كاروان هغه وروستى ټانك و، چې زمونږ د ډلى مجاهدينو پرې بريد كړى و.