اه ! دا باران څومره په شړق وریږي، نزدی ده چی دکړکیوو شیشی راماتې کړي، باد ته ګوره ، څنګه خپل ویروونکي غږونه په هواکی راغبرګوي....... څومره یخه اوسړه شپه ده، څه هیبتناکه شپه ! بیوزلي او ملنګان به د بډایه او شتمنو خلکو په کوڅو اود ماڼیووشاوخوا دلوږې او یخنۍ څخه مړه شي، .. هیء افسوس پرهغویء....!
نینون! زما ګرانې ولې په سوچونو کې ډوبه یی؟ ویریږه مه، راځه بوټان دی وباسه، ګاڼه دی یوې خواته کیږده، راځه زما څنګ ته کښینه چی دمینې دیوې پرښتې کیسه درته وکړم.
زما ګرانې نینون! دهاغه پورې غره دپاسه یوه زړه کلا ده، چې اوس پرې یوه ویروونکي چوپتیا خوره ده، په لیدو یی سړې په ژوره اندیښنه کې ډوبیږي، هلته له هسکو برجونو، کلکو او پلنو څلور خواو دیوالونو، یوڅو په کلکو ځنځیرونو تړل شویوو پلونو، او څو وسله والو ساتونکو پرته نور څه نه لیدل کیږي.
ما ددی کلا څښتن (کنت) پیژانده. نینون که چیرته تا کنت لیدلې وای چې څه ډول په لارو او کوڅو کی په لویی او غرور ګرځیده او څه ډول به یی یو او بل ته له قهره ډک امرانه غږونه کول نو ته به هم دهغه د وریرې (اودیت) غوندې لړزیدې.
اودیت به چی کله خپل تره ولیده، وار پار به یی خطاشواو یوې خواته به په منډه وتښتیده.
اودیت ډيره ښکلې او معصومع جینۍ وه، هغه یواځینې ګل و چې په یوه لری پرته سیمه کی یی دفقر او غربت ددیوالونو په منځ کې ژوند تیراوه. دکلا له څو قهرجنواو تریو تندیوو ساتونکو پرته یی بل څوک نه لیدل.
خو چی کله غټه شوه او دځوانۍ اوبه یی تر پوستکي لاندې تیرې شوی، نو دیو ډول نهیلۍ او محرومیت اندیښنې ورسره ملګرې شوې، خو څه به یی کړې وای، هیڅ چاره یی نه درلوده، بس یواځې ژړا او فریاد و چی هغې به پرې خپل زړه ارامولو.
کله کله به دکلا لوی برج ته وختله ، داسمان پرلور به یی مخ واړاوه او دخپل خدای سره به په راز او نیاز بوخته شوه اوکله به یی له هماغه ځایه د شنو ځمکو او ښیرازه کروندو زړه راښکونکو نندارو سترګې یوړلې.
نینون! دغه زوریدلې جینۍ په شپو شپو نه ویده کیده، او دسبا ترختو پورې به ویښه وه، ټوله شپه به یی داسمان د ستورو ساحرانه منظرته دوه سترګې نیولې وی. دخپل راتلونکې په اړه به یی ترې ډول ډول پوښتنې کولې خو هیڅ ځواب به یی نه اوریده.
نینون! ته پوهیږې چې دهغې زړه به څومره غوښتل چې دهغه ساتونکې سر پرې کړي چی دا یی څارله، دا ترې دښار پر لور لاړه شي، او کلا دتل لپاره پریږدي، او بیا هلته دخپل ورک شوي بخت په لټه کی شي، خو هغې نه جرات درلود او نه زور چې داسی وکړي.
نیون ! ستا خو په سترګو کی اوښکې ډنډ شوې، لکه چی په هغی بیوزلې دی زړه وسوځید، خیر زه به داکیسه پوره کړم... افسوس پر هغه ښایسته او خوشبویه ګل، افسوس....
هو! خبره همداسې پاتې نه شوه . یو مازیګرچی د اودیت تره په مستۍ او غرور دکلا له دروازې څخه دوتو په حال کې و، یو ناڅاپه اودیت دکلا ترشا یو زړه راښکوونکې غږ واورید، ورو ورو یی له دیوال څخه سر ورښکاره کړ، څو قدمه وړاندې یی داسې یو ښکلې ځوان ولید چې مخکی یی کله نه ولیدلې، ځوان هماغسې زړه راښکونکي نغمې زمزمه کولې، اودیت یی په معنا نه پوهیده خو ورته غوږ وه، زړه یی په ټوپونو و او اوښکې یی په سترګو کی ډنډ شوی وی. شیبه وروسته یی له سترګودشبنم غوندې څاڅکي دګل پرهغه څانګه چی ددی په لاس کی وه وڅڅیدل.
پردی مهال یوه ساتونکي له پاسني برج څخه غږ کړ! ای نا اشنا ځوانه، له دغه ځایه ژر ولاړ شه، که نه دلته دجنګي او وسله والو کسانو پرته نور څوک نشته.
ځوان یو سوړ اسویلې وایست، او روان شو. په دغه وخت کی اودیت په خپلو اوښکو لمده کړې شنه څانګه دځوان پرخوا ورګوزاره کړه او دهغه دپښو ترمنځ وغورځیده.
زلمي چی دیخوا راوکتل نو یوه دښاپیرۍ په څیر جینۍ یی ولیدله چی دده پرلو یی خپلې جادوګری سترګی دوه کړي. مسکې شو، ټیټ شو او خوشبویه څانګه یی را پورته کړه، بوی او ښکل یی کړه او بیا په داسې حال کې چی په تلو تلو کی یی اودیت ته کتل له کلا څخه پناه شو.
اودیت هم خپلې سترګی هغه ته نیولې وی، تردی چې دلارې په کږلیچونو کی ورک شو.
اودیت هم دارام ساه واخسته او یو ډول خوشالي یی احساس کړه، دخدای شکر یی پرځای کړ، او له ډیرې خوشالیء څخه څو ځلې پرځمکه وچورلیده، لاړه پرخپل پالنګ کښیناسته څو رنګینې ټوټې یی را واخستی او پرګنډلو او یو ځای کولو یی بوخته شوه، له ځان سره یی دمینی سندرې زمزمه کولې، چی پردی مهال یی دهماغه ځوان ښکلې مخ دتصور پر پردو انځور شو، او په یو لړ اندیښنوکی ډوبه شوه، ورو ورو پرې خوب غلبه وکړه او ویده شوه.
خوب یی ولیده، ای نینون ! څه ښکلې او خوږ خوب یی ولیده.
خوب یی ولید، ګوري چی هاغه دمارګولن څانګه چی دی دهغه ځوان په پښو کی غورځو لې وه، په بیخ کی یی یو ګل زرغون شوی، یوه ښایسته او کوچنۍ پرښته یی درپیدونکو پاڼو له منځه چې دګلانو تاج یی پرسر او اسماني رنګه کمیس یی چی دامید راز دی په تن او دوه جوړه وزرونه یی دواړو خواو ته غوړیدلي راوځي او په یو نرم او خواږه اواز سره وايی:
اودیت! زه دعشق پرښته یم، هغه زه وم چی نن می (لویس) هغه د زړه راښکوونکي غږ مینه ناک ځوان ستا خواته درلیږلې و، اودیت ! زما ستا دنازک زړه اهونو ته ډیر پام دی، ماستا دسترګواوښکې ولیدې، ځکه راغلم چی هغه پاکی کړم، زه شپه او ورځ دځمکی پرشاوخوا ګرځم چی دعاشقانو زړونه یو بل ته سره نزدی کړم ، دغریبانو او بیوزلو کورونو ته هم ځم او دپادشاهانو ماڼیوو ته هم . زه دزړه بایلونکو تر پښو لاندې ګلان غوړوم او دهغویء دیو ځای والي څخه اولادونه زیږوم. زه په هرځای کی یم ، په کروندوکې، به ګلانوکې او تردې چې دښځې او میړه ترپالنګ لاندې هم. هر چیرته چې زه قدم کیږدم هلته دمینی خبرې پیل شي، نازاو کرشمې په جوش راشي، او زړونه په خوښیوو شي، نو اودیت! ته نور هیڅ غم مه کوه او مه ژاړه ته نوره خپل هدف ته ورسیدې.
له دغو خبرو وروسته بیرته دګل پرغوټۍ ورننوته.
کله چی سحر اودیت له خوبه پاڅیده، ګوري دلمر وړانګو یی کوټه ټوله روښانه کړې، بیرون بلبلان دونو په ښاخونو ناست اود جیر، جیر چغار کوي، نرم شمال او سحرنۍ وږمو د هغې رلفې خوځولې او دګلونو معطر بوۍ ټوله فضا نیولې وه، له هیلو پرډک زړه له خپله ځایه پاڅیده ، په مستیوو ، خنداګانو او نڅایی پیل وکړ. هغه ورځ دنورو ورځو غوندې نه وه ، په دی ورځ یی له ډیرې خوښیء څخه ګلونه بویول، بلبلانو پورې یی ټوکی کولې او په نازکو لاسونو یی له خپل مخ څخه خورې ورې زلفې لرې کولې.
کله چی مازیګر شو نو د لویی خونې پرلور وخوځیده، هلته یی خپل تره ولیده چې دیو ځوان سره په خبرو لګیادی، وارخطا شوه، خو دیو ښکلي ځوان په لیدو هیښه شوه، هغه یی وپیژانده.
اه خدایه ! هماغه ځوان دپرښتې په وینا (لویس ) دی. دمارګولن څانګه یی هم په لاس کی ده، له ډیرې خوشالۍ نه یی غونې څیږ شو، نزدې و چی چیغه کړي خو ځان یی راټینګ کړ، په دی وخت کی دعشق پرښته دګلانو له منځ څخه راښکاره شوه او یوه ښایسته مسکا یی پرشونډو غوړیدلې وه ، اسماني رنګه کمیس یی پرتن و او دفرش له پاسه والوته، هغه له اودیت پرته هیچا نه لیده. کنت هماغسې له ځوان سره په خبرو لګیاو چې پرښتې له وخت څخه ګټه واخسته خپلې وزرې یی دکنت دسترګو په وړاندې لکه یوه پرده وغوړولې او د اودیت لاس یی د لویس په لاس کی ورکیښود. لویس خپلې شونډې داودیت پرشونډو ورکیښودې او یوه لیونۍ مینه پیل شوه.
(نینون! ایا دعشق پرښتې خو به پرمونږ خپلې وزرې نه وي خورې کړي. ایا زه او ته هم کولای شو دلویس او اودیت په څیریو دبل پرشونډو شونډې کیږدو؟)
نینون! کنت خو پر خبرو سر و، خو هغه دواړه پاک او نازولي انسانان لکه د نیلوفر څانګې یو په بل کی ننوتې وې او دخوندونو په تالار کی ورک وو. مګر داسې نه وه کنت خپلې خبرې غوڅې کړې او لویس هم خدای په اماني وکړه او لاړ. اودیت هم خپلې کوټې ته لاړه او ویده شوه.
داځل یی خوب ولید، چی ټول غر رنګارنګ ګلانو پوښلې او په زرهاوو څراغونه چی دهر څراغ رڼا دلمر څخه تیزه ده شپه یی په ورځ بدله کړې او زړه راښکوونکی منظری هرلورې ښکاري.
کله چی له خوبه راپاڅیده، سیده دکلا باغچې ته لاړه، په دی وخت کی یو سپور دهغې خواته ورنزدی شو، سلام یی پرې واچوه او تیر شو، کله چی لږ لرې لاړو اودیت وکتل چی دمارګولن څانګه یی په لاس کی ده ، وی پیژانده چی لویس و، دډیرې خوشالۍ څخه یی له خدایه دوزرونو سوال وکړ چی پرې والوځي او دهغه په غیږ کی ځان ورواچوي.
نینون! پوهیږې چی په رڼا ورځ یوه معشوقه خپل جانان وګوري څومره خوشالیږي؟ بس ورپسې لاړه، لویس د اودیت لاس ونیو او دشنو چمنونو په منځ کی دیوې شنې او ګڼې ونې لاندې کښیناستل.
ژبې ګونګې شوې، بس یواځې سترګې وې چی دزړونو خبرې یی کولې.
نینون! زه هغه خبرې نه کوم، چی دونو څانګو چی دغه مینان ولیدل، یو بل ته غاړې غړۍ شوې، زه تاته هغه کیسه نه کوم چی بلبلان او مرغان راغله او دلویس او اودیت دمینې ننداره یی کوله.
نینون ته به باور وکړې او که نه ؟
له دی وروسته دغه ونه چی دوی ترې لاندې ناست وو، په مرغانو دومره ګرانه شوه چی په هره څانګه کی یی مرغانو ځالې جوړې کړې.
دوی لا هماغسې اخته وو، چی د اودیت لاندې لارې ته پام شو خپله تره (کنت) یی ولیده چی ددوی پرخوا راروان دې، هغه ویرې واخسته او بې واکه په لړزیدو شوه.
پر دی مهال ناڅاپه دعشق پرښته دشینکیوو څخه راووته او خپلې وزرې یی پر دوی ء خورې کړې او دنورو له سترګو یی پټ کړل. او دوی بیا دښکلولو کیسه پیل کړه.
کله چی کنت رانزدی شو، له ډیرې حیرانیء پرخپل ځای هک حیران ودرید، ځکه چی اوازونه یی اوریدل او څوک یی نه لیدل. دعشق پرښتې بیا په خبرو پیل وکړ:
زه دعشق او مینې ښکارندویه یم، هغه څوک چی دعشق په معنا نه پوهیږي زه یی پرسترګو پرده اچوم . ای دوه ښکلیوو! له دی وروسته له هیچا څخه ونه ویریږیء، نور مو چی هرځای او هر وخت خوښه وي یو بل ته دمینې په غږ ځواب ووایی، نور په رڼا ورځ او ازاده هوا کی په سپوږمیزه شپه چی نرم شمال لګیږي ، اوهم دچینو پرغاړو دخپلو مینو سره خوشاله ژوند تیرکړیء، نور نو زړونه یو بل ته نزدی کړیء او مینه وپنڅویء.
له دی وروسته لاړه او دشبنم دڅاڅکو چی ددې یواځینې خوراک و، په راټولولو بوخته شوه او دواړه عاشق او معشوقه یی پر خپل ځای پریښودل.
لویس او اودیت ترشپې پورې دیو بل له ملاوو څخه لاسونه تاو کړي وو ، شونډې یی پرشونډو ایښې وی او له خپلو مینو څخه یی یو بې پایه خوند اخسته. خو چی کله دفراق او بیلتون وخت راورسید، د دواړو په مخونو کی دخفګان نښې ښکاره شوې، په دی کی دعشق پرښتې دویته څه وویل، داسې یو څه، ګوندې ددوی ورسره خوښه راغلي وي. ددواړو پرشونډو درضا او خوښی ء مسکا وغوړیده .
دعشق پرښتې پرهغه تنکیء څانګه چی په لاس کی یی وه دواړه پرتندي ووهل، ناڅاپه دلویس او اودیت څیرې بدلې او دمارګولن په شان شول. پاڼې یی په پاڼو او څانګې یی په څانګو کی ورننوتې او یوبوټې شو.
خوږې جینۍ! ته پوه شوې؟ اوس دلته ګلونه زرغونیږي چی بیا هیڅکله نه مړاوې کیږي، او تل ښایسته او تازه وي، تردې چی بویء یی ټوله هوا خوشبویه کړي وي.
نو نینون! کله چی پسرلې شو او ځمکې شنې شوې، زه او ته به هم په چمنونو ګرځو ، دمارګولن بوټې به پیدا کوو او ورڅخه به پوښتنه کوو چې ووایه، دعشق پرښته ستا په کومه غوړیدلې غوټۍ کی پټه ده؟
هو! زما له دغې کیسې څخه موخه دا وه چی ستا پام دسخت باران څخه چی دکړکیوو پرشیشو په زوره زوره لګیده بلې خواته واړوم او خپل عشق ستا په زړه ...................نینون ......پریږده چی ووایم...........او خپل عشق ستا په زړه کی ځای کړم.