ولى دى غږ نشته دى شرنګ دى نشته شور دى نشته
كه مروره يي چى جنګ دى نشته زور دى نشته
ګلى پر زړه باندى مى تورو شپو كى ووريږى
چراغ دى مړه شمع دى مړه ده ګرانى اور دى نشته
لكه ټپه لكه لنډۍ دى په څپو يادووم
خدايزده پر كومه كډه شوى يي چى كور دى نشته
دروڼ سحر پرښه وى وړانګو دلمر واخستلى
د اننګو په سر مى ښكل كړلى خو پور دى نشته
مينه مو وكړه ښه په مينه ګرانى ښه شوله دا
چى شر دى نشته شور دى نشته دى پيغور دى نشته
بس مازيګر شي وړانګى راشي خو ها خوندنه لري
كلى خبر شو پسپسكى دي خو تور دى نشته
په نيمه شپه كى دى دكلي كوڅى ټولى لټوم
څه وكړم ستړى شومه نه ښكارى ته لور دى نشته


۲۰۰۴ م كال
كابل