مازيګر به شي جانانه ته راوګوره په مينه
زه به پاڼه دكتاب شم ته مى ولوله په مينه
داسپيرې غونډۍ به وا شي د ګلونو به نڅا شي
ترنم به شي سندرى دمرغانو به ګډا شي
ته به لاس په خندا راكړى زه به لاس په مينه دركړم
كه ته پريوځى له ګړنګه زه به خپله وينه دركړم
ها دغره كوچۍ به راشي مونږ به وغواړي كيږدۍته
دهوسيوو غږ به واورو مونږ به وخيژو غونډۍ ته
له شپانه به شپيلۍ واخلو يو شيبه به نغمى سركړو
ياقربان به څو لنډۍ كړو يو ساعت به څپى سركړو
مازيگربه شي جانانه زه به مينه دزړه دركړم
كه ته پريوځى له ګړنګه زه به وينه دزړه دركړم
غرڅنۍ سترګى به واكړى ارغوان به درته خاندى
سره غاټول به درته ناڅي سره ګلان به درته خاندي
دماښام تيارى به راشي مونږ به ځانه سره واخلي
دافق كرښى به سرى شي لمر به ځانه سره واخلي
ته به لاړه شي خپله كورته زه به لاړشمه خپل كورته
تا نه لرى به شم ياره زه به غورځمه سور اور ته
عنايت به دى لار څاري مازيگرچى شي جانانه
چى په مينه غاړه راكړى نو اختربه شي جانانه
كابل ۲۰۰۵۴۲۳
03.09.2009
- عنايت ساپی
د ۱۹۴۴ م کال دجولاۍ دمیاشتې ۲۰ نیټه اودورځې ۱۲ بجې او اته ۳۸ دقیقې وی چی دستر مشر دفتر یوې ویروونکې چاودنې اسمان ته والوزاوه. کړکۍ له بیخه ووتې، دودانۍ نیم چت راپریوتو ، دخلکو غوښې یوه او بله خوا پر ماتو او نړیدلو دیوالونو ونښتې او تورو لوګیوو دپیښې له ځای څخه سر راپورته کړ. سمدلاسه امنیتي ځواکونه راورسیدل او دمړو او زخمیانو په راویستو یی پیل وکړ. په دغو جسدونو کې یو هم د ادولف هتلر جسد و چی اوږد غځیدلې و، او اوږده اوږده ساه یی اخسته. نوموړې ژوندې پاتې شوی و. هغه...
03.09.2009
- عنايت ساپی
ولى دى غږ نشته دى شرنګ دى نشته شور دى نشتهكه مروره يي چى جنګ دى نشته زور دى نشتهګلى پر زړه باندى مى تورو شپو كى ووريږىچراغ دى مړه شمع دى مړه ده ګرانى اور دى نشتهلكه ټپه لكه لنډۍ دى په څپو يادوومخدايزده پر كومه كډه شوى يي چى كور دى نشتهدروڼ سحر پرښه وى وړانګو دلمر واخستلىد اننګو په سر مى ښكل كړلى خو پور دى نشتهمينه مو وكړه ښه په مينه ګرانى ښه شوله داچى شر دى نشته شور دى نشته دى پيغور دى نشتهبس مازيګر شي وړانګى راشي خو ها خوندنه لري...