د ۱۹۴۴ م کال دجولاۍ دمیاشتې ۲۰ نیټه اودورځې ۱۲ بجې او اته ۳۸ دقیقې وی چی دستر مشر دفتر یوې ویروونکې چاودنې اسمان ته والوزاوه. کړکۍ له بیخه ووتې، دودانۍ نیم چت راپریوتو ، دخلکو غوښې یوه او بله خوا پر ماتو او نړیدلو دیوالونو ونښتې او تورو لوګیوو دپیښې له ځای څخه سر راپورته کړ. سمدلاسه امنیتي ځواکونه راورسیدل او دمړو او زخمیانو په راویستو یی پیل وکړ. په دغو جسدونو کې یو هم د ادولف هتلر جسد و چی اوږد غځیدلې و، او اوږده اوږده ساه یی اخسته. نوموړې ژوندې پاتې شوی و. هغه یواځې دچاودنې په پیښه کې له دیوال سره لګیدلې و او د اورلمبه یی ترمخ وررسیدلې وه چې ورڅخه کړیدلو. خو چې کله یی دټپیانو فریاد اوغږونه واوریدل نو په ډیر قهر سره یی امر وکړ( په سلهاووامنیتی افسران دی ونیول شي او دپیانو په نري سیم دی دغوږونو له نرمیوو ترهغې ځوړند شي چی په ناکراریء سره مړه شي . (
هو! هتلر په دغه پیښه کې په معجزانه ډول له مرګ څخه بچ شوې و.
هیتلر داپریل پر۲۰مه نیټه ۱۸۸۹ م کال دبرونایی په اتریش ښار کې زیږیدلې او دپلار ددریمې ښځې دریم ځوی و، پلار یی یوبیوزله اتریشي معدن کیندونکې و.
هیتلر په کوچنیوالي کې یوډول رنګ الوتې، شرمنده او ناروغ ته ورته بڼه درلوده، هرچابه چې دده پرضد خبره کوله نو دابه دلیونو په څیرپه چغو او کړیکوسر شو، په ښوونځي کې دومره تمبل او هوایی وو چې په شپاړس کلنۍ کې له ښوونځي وویستل شو. کله چی له ښوونځي وویستل شو نو ویانا ته لاړاو هلته یی هڅه کوله چی دهنرونو په اکاډمۍ کې شامل شي ، خوداهیله یی پوره نه شوه او په اکاډمۍ کې دزده کړې اجازه ورنکړل شوه.
پنځه کاله یی په پرله پسې ډول یو کار او بله کارته لاس واچاوه، پوست کارتونه یی خرڅول، دبامونو او کوڅو څخه یی واوره جارو کوله، رنګمالي یی کوله، دخلکو دکورونو غالۍ یی څنډلې، داورګاډي په تمځاۍ کی یی دجوالیتوب کارکاوه ، دپخلنځیوو پاتې شوي خواړه به یی خوړل او په حمامونو که به ویده کیده.
خو یوڅه مهال ورسته نوموړې دویانا دیوه شتمن یهودي دبدچلند له امله چې دا یی په څپیړه وهلې و، په حیرانوونکي توګه بدل شو.
نوموړې په خپل ژوندلیک (زما جګړه) کی داسې لیکي( کله چی دنوموړي یهودي له بدچلند سره مخ شوم نو زما په ژوند کی نوې ساه پوه شوه، نو دیوناتوانه او بې وسه ښاري څخه په یو یهودي ضد، زوړ پرسته بدل شوم، اوله همدغه وخته می یهودو ته په زړه کې واچوله(.
هیتلر په ۱۹۱۳ م کال کې له ویانا څخه مونیخ ته لاړ او دیو ماته خوړلي اتل په شان یی دلومړۍ نړیوالې جګړې سره په ارامۍ ځان عیار او دځمکنیوو لښکرو له یوه ټولي سره یو ځای شو. ده به دجګړې له سختیدو او له توپاني یرغلونو څخه خوند اخسته ، په پیاده لښکر کی یی زړورتیا دومره مشهوره شوه چی ددولت لخوا ورته یوه داوسپنیز صلیب جایزه او بله هم دډلګي مشرۍ رتبه ورکړل شوه، نوموړي دلومړۍ نړیوالې جګړې په ورستیوو کې دګازوپه یوه حمله کې زخمي او په روغتون کی بستر شو، خو دالمان په ماته خوړلو سخت ناکراره او ځوریده.
یو ځل نوموړې په خپلو شخصي جامو کې دمونیخ په کوڅو کې له یوډول غم او نهیلیۍسره پیاده روان و، له ځان سره یی دنوي واکمن جمهوریت پرضد خبرې کولې، او خپله کرکه یی له حکومت څخه څرګندوله (دغو خاینانو څنګه دالمان پر ګناه په جګړه کې اعتراف وکړ، او څرنګه یی د وارسا تړون دلاسلیک کولو جرات وکړ؟(
دالمان خلک وږي وو ، دمتحدینو ډلې یی په پلرنۍ خاوره کې ګرځیدې راګرځیدې، اعتصابونو ټول کارونه په ټپه درولي وو ، هیتلر له ځان سره داخبره کړې وه چی دده په څیر یو ناسیونالست الماني کولاۍ شي ، اریایی ولس رهبري کړي، دتیرې جګړې دټپیانو پر پرهرونو پټۍ کیږدي، او اریایان دیو ستر نژاد په توګه نړۍ ته وروپیژني.
هیتلروروسته له دې چی دکارګرو په ګوند کې غړیتوب ترلاسه کړ،ډیرژر دګوند تر واکمنۍ ورسید او کله چی دګوند مشر شو نو په لومړیوو کی ګوند یوډول نظامي بڼه خپله کړه خو وروسته یی دګوند نوم دالمان دکارګرو ناسیونالست ګوند ( نازي ګوند )په نوم ونوماوه.
هیتلر دیونیفارم په توګه د موسولیني دپلویانو غوندې له تورو کالو څخه کار اخسته.
په ۱۹۲۳ م کال کې چی المان سخته اقتصادي ضربه وخوړه او یوه کلیو غوښه له څلورو مارکو څخه زرونو او لکونو مارکو ته ورسیده نو نازیانو خپل خوځښت پیل کړ.
لږه موده وروسته نوموړي په مونیخ کی دنازیانو یوه ډله راوغوښته او له هغوۍ څخه یی ددولت پرضد مرسته وغوښته، خو چې کله دولت له دغه کارڅخه خبرشو نوموړې یی دولت ته په خیانت تورن کړ، خو هیتلر ددغه تور په غبرګون کې وویل ( داخیانت د ۱۹۱۸ کال دخیانت په پرتله هیڅ دې) او بیا یی همداسې په سپکو سپورو ددولت پرضد داسې خبرې پیل کړې ( دالمان رښتیني دښمنان فرانسویان، یهودان، سوله خوښي مارکسستان او هغه المانیان دی چې د وارساتړون یی لاسلیک کړې دې(
له دې وروسته نوموړي دپنځو کلونو لپاره په زندان کې واچول شو، خو یواځې نهه میاشتې په بندکې پاتې شو او هغه هم دخپلو ملګروله خوا دومره نازول کیده چې ټول وخت یی په راحت، دبیلابیلو خوړو په خوړلو او ډلو ډلو لیدونکو سره تیریده.
نوموړي خپل مشهور کتاب (زما جګړه) پر همدغه مهال لیکلې، چې اوس دنازیانو سپیڅلې کتاب ګڼل کیږي. نوموړي بې له کومې ویرې دالمان خلک دیهودو دله منځه وړلو لپاره راپارول او دایی هم ویل چې ( المان باید دروسیی دمحاصره کولو له لارې ختیځ پلو ته دومره پراخ شي چې دنړۍ دپیشوا په توګه ونومول شي(.
کله چې له زندان څخه راووتو، نو دومره ډیر خلک یی دوینا اوریدو لپاره راټول شوي وو چې حکومت یی له ویرې دده د وینا مخه ونیوله، خو ده په خپلو خلکو همدا غږ کاوه ( زمونږ دا مبارزه دوه پایلې لري، یابه غلیم زمونږ پرجسدونو پښې ږدي او تیریږي به او یا به مونږ دهغوی پرجسدونو تیریږو.
له دی وروسته یی دپټو وسله والو کسانوپه تربیه کولو او تنظیم کولو پیل وکړ، خو ډیرو المانیانو بیا دغو خلکو او ددوۍ لیوني مشر پورې ملنډې وهلې.
په ۱۹۳۰ م کال کې حالاتو هیتلر ته دا فرصت ورکړ چې دیوورځپاڼه لیکوونکي جوزف ګوبز په مرسته د اوسپنې دیو ملیاردر سوداګر هوګن برګ سره تړون لاسلیک کړي، چې که دنازیانو سره مرسته وکړي نو اوسنې واکمن ځواک به له پښو وغورځوي او ټول تړل شوي کارځایونه (کارخانې) به پرانیزي، شپږ ملیونه بې کاره خلک به په کار وګوماري او په پاې کی به دناسیونالیزم تربیرغ لاندې یو غښتلې دولت جوړ کړي.
له دې وروسته هیتلر داقتصاد له پلوه پرځان ډاډه شو ، تبلیغاتي هڅې یی لږی او پرځای یی ګوندي جوړښتونه(تشکیلات) ډیرکړل . د هغوتوپاني ډلو چې کمونست کارګران به یی ترور کول او دیو اصولي او بنسټیز المان لپاره یی سره سوګندونه کړي و، دمنځني پاټکي خلک له ځان سره کړل، تردې چې په ۱۹۳۲ کال کی یی په ریاستي ټاکنو کې له یو پر درې څخه ډیری رایی لاسته راوړې، نو دوخت ولسمشر (هیندنبورګ) ورته بلنه ورکړه چی له دولت سره ایتلاف وکړي. ولې هیتلر دابلنه ونه منله او وی ویل ( یابه لومړې وزیر یم او یا به هیڅ). په دې وخت دهوګن برګ سوداګر او فرانس پن باین له خوا چې یو تکړه سیاستپوه و پرولسمشر زور راوړل شو چې نوموړي ته دلومړي وزیر چوکۍ ورکړي، داکار وشو او هیتلر پردغه واک بسنه ونه کړه او دټول واک دنیولو لپاره یی بیلابیلې طرحې جوړې کړې چې په پایله کی یی نوموړې دیو مطلق دیکتاتور په توګه خلکو ته وروپیژانده.
دفرورۍ په ۲۷ مه ۱۹۳۲ کی یوځوان الماني په پارلمان کې ډزې وکړې چې هیتلر په ډیره سخته لهجه دا کار دیوې کمونستي دسیسي په توګه وغنده او دجګړې دمهال قانون یی اعلان کړ.
نوموړي تردې مهاله خپل وسله وال پټ ملګري تردوه ملیونو پورې رسولي و چې اوس یی په ډیره ظالمانه توګه دیهودیانو په ربړولو، دسازمانونو دمشرانو په وهلو او دنازیانو دمخالفینو په نیولو کې ورڅخه کار اخسته، هیتلر همداډول دجادویی ویناوالو یوه ډله جوړه کړې وه چې خلکو ته دعمومي لارو او واټونو په څلور لاریوو کې له جذبو او احساساتو ډکې ویناوې وکړي.
کله چی هیتلرپه ځان ښه باوري شو، نو دخپلو هغو جنرالانو پسې چې ده ترې دخطر احساس کاوه په ۱۹۳۴ کال دجون په ۲۹ دنیمي شپې څخه وروسته دخپلوپټو وسله والو پلویانوسره ورغې او هغوۍ یی ټول په مرموز ډول په خپلو هستوګنځیوو کې ووژل.
یوه میاشت وروسته ولسمشر هیندنبورګ مړ شو، نو الماني جنرالانو له ویرې نوموړې دلومړي وزیر سربیره دټولو قواوود مشر په توګه هم ومانه او بیا دالمان خلک دټول پوښتنې لپاره راوغوښتل شول چې نوي په سلو کې دهیتلر په مشرۍ راضي او ۳۸ میلونه المانیانوهیتلر دخپل یواځیني مشر په توګه وټاکه.
دالمان خلکو اوس په پټو سترګو دټولوګوندونو لغوه کیدل، د رسنیوو، رادیوو، تعلیمي نصاب او نورو سانسور منلې و. دوی به هغه کتابونه چې ددولت پرضد به یی کرښې تورې کړې وی سوځول او د هورا له چیغو سره به یی یوځای داشعارو زمزمه کاوه چې زمونږ حکومت دی تلپاتې وي.
هتلر چې کله دخلکو دا شعار واورید نو په ډیر غرور یی یوې غونډې ته وویل ( په دی کی هیڅ شک نشته چې زه یو وحشي یم، او غواړم همداسې وحشي پاتې شم او دازما لپاره دسرلوړۍ لقب دی(
کله چی موسولیني (دایټالیا دیکتاتور) وغوښتل چې دخپلو جنرالانو سره داتریش دوره وکړي، نو هیتلر دنوموړي اتل مخې ته ورغې او ورسره یی وکتل، موسولیني په ډیره ترخه لهجه هیتلر ته وویل : دالمانیانو ستونزه داده چې دوی دفرهنګ هیڅ درناوې نه کوي. هیتلر وویل : فرهنګ !؟ دفرهنګ نوم چی واورم لکه اوه غشي مې چی په سینه کې ننوځي. په دې وخت کې موسولیني خپلې میرمنې ته مخ واړاوه وی ویل : داسړې سوچه لیونې دی.
هیتلر په ۱۹۳۶ کال کې دوارسا تړون چی دپخوانیوو حکومتونو له خوا لاسلیک شوې وو مات او دخپلې واکمنۍ دپراختیا په هوس کې دیو نوي دیکتاتور په بڼه راښکاره شو.
روم او توکیو یی له ځان سره همغږي کړل او دموسولیني سره یوځای یی ټانکونه او هلیکوپترې دفرانکو (دهسپانیی دیکتاتور) مرستې ته ورولیږل.
په ۱۹۳۸ کال دفرورۍ په میاشت کې یی اتریش دالمان پورې وتاړه او بیرته ویانا ته راغې. له هغې وروسته یی په چکسلواکیا یرغل وکړ او ترنیولو وروسته یی په ډیره خوشالۍ خپلو منشیانو او وزیرانو ته ورغږ کړ: راشیء ماښکل کړیء، دازما دژوند ترټولو ستره ورځ ده، او زه به دیوستر الماني اتل په توګه دتاریخ نوې پړاو پرانیزم.
له دې وروسته یی لهستان ونیو او دخپلو متحدینو سره یی یوځای دفرانسې اوانګلستان پرضد تبلیغات پیل کړل او په دې باوري و، چې پردیموکراسۍ ولاړ هیوادونه ترهغې په جګړې کې نه ښکیل کیږي ترڅو پرې یرغل نه وي شوي. یواځینی هیواد چې هیتلر ورسره دجګړې نه کولو تړون لاسلیک کړ ، وروسیه وه، خو په ترڅ کې یی نوموړي خپلو جنرالانو ته ویلي وو چې هر وخت مو پر دغه سیمه دچپاو فرصت پیدا کړ پری ورهۍ کړۍ او هیڅ څوک نشته چې له تاسو د( ولې) پوښتنه وکړي.
دلهستان ترنیولو وروسته هیتلر دانګلستان او فرانسې سره دجګړې اعلان وکړ خو له بلې خوا یی خپل خورا ځواکمن لښکر ته پر ډنمارک، ناروي، هالند او بلجیم دیرغل قومانده ورکړه، بس په څو اونیوو کې یی داټول هیوادونه دخپل جغ لاندې راوستل، او دفرانسې دنیولو لپاره یی هماغه نقطه ترفشار او محاصرې لاندې ونیوله چې په ۱۹۱۸ کال کې یی نیولې وه. پردغه مهال هیتلر دالمان له ملي سرود سره دخوښۍ نڅاګانې کولې او ورسره یی دانګلستان دنیولو لپاره دبې دریغه بمباریوو څخه کار اخسته.
او چې څومره یی دانګریزانو په وړاندې غصه او قهر ډیریده، هماغومره انګریزانو دخپل مشر وینستون چرچل دقوماندې لاندې له خپل هیواد څخه په میړانه دفاع کوله، تردې چې دالمانیانو هوایی عملیات پرشا وتمبول شول. هیتلر له مجبوریته دغه جبهه وتړله او له وروسیی سره یی کړې تړون مات او په هاغه هیواد یی یرغل وکړ.
دجون پر۲۲ ۱۹۴۱ کال یی ډيرې سوبې لاسته راوړې او خپلې لښکرې یی دیخنۍ له جامو او سامانونو پرته پر روسیه وروخیژولې اوورسره سم یی دااعلامیه خپره کړه چې: دځمکې پرسر دیهودو او اسلاویانو لپاره هیڅ ځای نشته. اوخپلو جنرالانو ته یی په قهرجن غږ داسې وویل : د روسیی یو ښار هم محاصره نه کړی، بس پرې ورخیژی، زه غواړم دهغوې نسل له ځمکې څخه پاک کړم.
په داسې حال کی چی نازي لښکری د روسیی له منځه تیریدلې نو ګڼ ملکي خلک یی داجباري کارونو لپاره ونیول، سربیره پردوی نازیانو په ملیونهاوو روسیی سړي، ښځې ا و ماشومان په مرمیوو غلبیل غلبیل کړل او یایی په خپلو زندانوو کې دملیونونو اروپایی یهودانو، روڼ اندو او مارکسیستانو سره یوځای دمرګ کومي ته تیرکړل.
هیتلر المانیانو ته په ډاګه وویل: طبیعت ظالم دې ، او مونږ هم باید ظالمان واوسو، او داچې زه دخپل ولس تنکي ګلان او دهغوۍ وینې دخپل ګران المان دواکمنۍ په لاره کې قربانووم، نو داحق هم لرم چې دیو پست او بیکاره نژاد چې دیوې مضرې حشرې په توګه پیدا شوې په ملیونهاوو وګړي له منځه یوسم.
او بیا یی خپلو جنرالانو ته په قهر وکتل او وی ویل : زه به هیڅکله دخپلې یوملي مترځمکې څخه هم تیرنشم، یرغل وکړی، یرغل وکړی او یرغل وکړیء.
خو کله چې الماني لښکرې په روسیه کې په پوځی عملیاتو بوختې شوې نو دروسانو ټینګاو(مقاومت) هم ډیرشو، تردې چې یونازي جنرال چی خپل لښکر یی له لاسه ورکړې و هیتلر ته ځان ورساوه او غوښتل یی چی هغه په دی پوه کړي چی ماخپل لښکر دلاسه ورکړی نوهیتلر ورته وویل : دلاسه تللي هیڅکله هم ارزښت نه لري، هغوی دخپلی راتلونکې لپاره تخمونه کرلي.
پر دې مهال انګلیسانو او امریکایانو په یوه ګډه جبهه کې خپلې پوځي قطعې دافریقا له شمال څخه پرهسپانیا ورمارش کړې، هسپانیا یی ونیوله او له بلې خوا روسانو هم په ټولو لیکو کې پرمختګ وکړ.
هیتلر خپل مرستیال ګوبلز ته په خواشینونکي لهحه وویل: زما جنرالان ماته حقیقت نه وایی، دوی ټول بې شرفه او ټول ناسیونال سوسیالست ځناور دي، هرکله چې ددوی خبرواروم ناروغه کیږم.
کله چی ایزنهاور په ۱۹۴۴ کې دویمه جبهه دخپلواکې فرانسې په نوم پرانسته او پرمختګ یی وکړ نو دهیتلر په زړه کې هاغه دزرکلونو او یاهم دتلپاتې نازي واکمنۍ خوب ټکنې شو او چی کله د۱۹۴۴ کال دجولایء په میاشت کې دبم پیښه رامنځته شوه نو نوموړي دالمانیانو څخه دخفه کیدو په حال دپاریس دسوځولو امر وکړ.
په داسې حال کې چې روسانو دخپلې ورستۍ سیمې لهستان څخه دالماني لښکرو په ویستو پیل وکړ، هیتلر پر خپل جنرال (فرانس هالدر) ورغږ کړ: وارسا له منځه یوسه.
جنرال هارد په داې اړه وایی: پرهغه شیبه دهتلر سترګې له سرڅخه راوتې وې او دیوپوره لیوني غوندې دوینو تویولو شهوت پرسر اخستې و، او حیرانوونکي یی لا دا و ه چې پردغه مهال یی په نړۍ دواکمنۍ دخوب غځونو ورو ورو له ذهنه کډه کوله، په سوچ کی به لاړو، او موسولیني ته به یی ډاډ ورکاوه چې دده پټې وسلې او هغه الوتکې چې پرلندن یی بمونه غورځول ددوی لپاره بریالیتوب راوړلای شي.
په دغه وخت کې یی یوه ډله کوماندویان چې د جي. آی (German Intelligence) په نامه و دجنرال ایزنهاور دځای معلومولو او دهغه د وژلو لپاره فرانسې ته ولیږل.
خودهتلر وروستیء هیله هغه مهال په نهیلیء بدله شوه، چې روسان په ۱۹۴۵ کال کې دبرلین پرپولو ورواختل. نوموړې زړه بایللې په وارخطایی سره دصدارت دودانۍ ترځمکې لاندې خونه کی پټ شو. هغه نور دنړۍ ښاغلې مشر نه و، هغه نور یو سوچه لیونې و، هغه لیونې چې خپل ټپونه څټي، پرځان خوله لګوي، شیبه پرشیبه پرې عصبي حملې راتلې او دجګړې دبایللو له امله تردی بریده رسیدلې و چې ځان پرځمکه ځمکه ووهي او داسې لیونۍ واره چیغې وکړي چې ټول ځای له ویرې ډک کړي.
نوموړې خپلې معشوقې (اوابرون) ته چې له ده سره دځمکې لاندې پټه وه ویلي و چې هیڅکه باید ژوندې ونه نیول شو.
په داسې حال کې چی روسي قواوې دپلازمینې په لور دپرمختګ په حال کې وې هتلر له خپلې معشوقې سره واده وکړ او ورسته یی هغې ته زهر ورکړل او خپله یی هم ځان په تمانچه وویشتو او دده په غوښتنه جسدونه یی هماغلته د ځمکې لاندې وسوځول شول، اوهغه اور چې نوموړي پرځمکه بل کړې و دخپل جسدپه لمبو یی پای ته ورسید.