په فرانسه كې د يوې شتمنې كورنۍ څښتن خپل ځوئ له ځانه سره ددغه هيواد ختيځوڅنډو ته په سفر بوتلو، او موخه يي داوه چي خپل ځوئ ته وښايي چي زمونږ په هيواد كې څومره بيچاره او غريب خلك اوسيږي.
دوئ يوه ورځ او يوه شپه ديو خوار او عاجز بزګر په كور كې واړول.
كله چي بيرته له سفرڅخه دكور په لور رهي شول ، نوپه لاره كې پلار له ځوئ څخه وپوښتل:
- څنګه سفر وو؟
- ځوئ ورته په ځواب كي وويل : ډيرښكلې و پلاره.
بيا يي پلار وپوښتل :
- ودى ليدل ، دغه خلك څومره غريب وو؟
- ځوئ يي ځواب وركړ، هو،
پلار يي پوښتنې روانې وساتلي، بيا يي تري وپوښتل:
چي ښه ځويه، له دغه سفرڅخه دي څه زده كړل؟
ځوئ يي بيدرنګه ځواب وركړ:
ما دا زده كړه چي مونږ په كور كې يو سپې لرو، خو هغوئ څلور سپي درلودل، همدا ډول مونږ په خپل باغ كې يوه داوبو فواره لرو خو هغوئ پوره وياله لري چي هيڅ نه پاييږي. مونږ په باغ كي يواځې هغه چراغونه چې له نورو ځايونو مو راوړي لرو ، خوهغوئ په اسمان كي بي شميره ستوري لري، او زمونږ باغ نور زمونږ كروندو ته رسيږي، خوهغوئ ټوله اسمان څك افق خپل كړې، لكه دهغوئ دكور انګړ چي وي،
دځوئ ددغو ځوابونو په پائ كې يي پلار نور بې ځوابه پاتې وو، نو ځوئ يي وويل، پلاره مننه چي ماته دى دخپل غربت كچه وښودله، چي مونږپه رښتيا څومره غريبان يو،
ايا دا سمه نه ده، چي هرڅوك دخپلې عدسيي له زاويي څخه دژوند معنا اخلي؟
څه به وشي كي هرڅوك پرځاى ددې چي نورهم وغواړي په خپلو شتو شكر وباسي.