پریږده چې بیا بیا مې کړي دانه دانه
ستا د عشق هوا مې کړي دانه دانه
دا دی د وجود له ښاره ووتم
څوک دی چې پیدا مې کړي دانه دانه
مرګ خو مې راټول کړي او یو موټی کړي
دلته هلته ساه مې کړي دانه دانه
عشق ته به ځان وسپارم ثابت وجود
هیله ده چې را مې کړي دانه دانه
را چې شي غاټول غوندې راټول شمه
اف د زړه درزا مې کړي دانه دانه
نن به ترې (فګاره ) خولګۍ اخلمه
پریږده چې سبا مې کړي دانه دانه
28.06.2010
- عنايت ساپی
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د پوځي عملياتو د بڼې د بدلون په امكاناتو بحث كړې، چې د امريكايي او ناټو ځواكونو د نوي قومندان له ټاكلو وروسته يى په اړه خبرې كيږي.
ورځپاڼې پدې اړه په فاكس نيوز كې خپور شوي رپورټ ته په اشارې انديښنه ښودلې، كه چيرې بهرنيو ځواكونو ته د هر څه د كولو اجازه وركړاى شي، نو دا به يو ځلې بيا د عامه خلكو ژوند له جدي ګواښ سره مخ كړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د امريكا او نړيوا...
02.08.2010
- عنايت ساپی
لس کاله وروسته مې بیا هم له خیاله نه یی وتلې
لکه شهکاره افسانه له خیاله نه یی وتلې
خیر که دغرونو فاصلې زمونږ تر منځ راغلي
قسم دې اوس مې هم د زړه له خیاله نه یی وتلې
هر مازیګر چې وریځې راشي ستایادونه راوړي
دباد، باران او دبریښنا له یاده نه یی وتلې
زمونږ دکلي لیونۍ توړۍ دې نه هیروي
زمونږ د کلي د چنار له خیاله نه یی وتلې
دبوډۍ ټال غوندې ل...