لس کاله وروسته مې بیا هم له خیاله نه یی وتلې

لکه شهکاره افسانه له خیاله  نه یی وتلې

خیر که دغرونو فاصلې زمونږ تر منځ راغلي

قسم دې اوس مې هم د زړه له خیاله نه یی وتلې

هر مازیګر چې وریځې راشي ستایادونه راوړي

دباد، باران او دبریښنا له یاده نه یی وتلې

زمونږ دکلي لیونۍ توړۍ دې نه هیروي

زمونږ د کلي د چنار له خیاله نه یی وتلې

دبوډۍ ټال غوندې لا اوس هم اوه رنګونه لرې

ته لکه وړانګه د ښکلا له خیاله نه یی وتلې

زمونږ د ښار هره کوڅه به ګلورینه ښکاري

راشه را درومه ددې ښار له خیاله نه یی وتلې

یوه شیبه دې هم له سترګو نه ویستلې  نه شم

یوه شیبه مې هم دخیال له خیاله نه یی وتلې

زما د سترګو تور بخنې حلقې نه ورکیږي

ورکیږي نه، څو مې چې ته له خیاله نه یی وتلې

 

عنایت ساپې

۲۰۱۰ جولای ۲۰

کابل