څه اخترونه دي راځي خو زمونږ اختر نه ښكاري په دې وطن كې دخوښيوو هيڅ اثرنه ښكاري زمونږ دبخت ستوري رالنډ شي ښه رالنډشي مونږ ته يودم مدار نه وځي بيا يى هيڅ منظر نه ښكاري دلته دمرګ او درد يو ستره اژدها پرته ده بس پښتانه خوري نه يى لر ښكاري نه يى برښكاري څومره بې وسې شو بې كسه شو بې دمه شو مونږ بس دټوپك په ډز ژوندي يو نور مو سر نه ښكاري كه په همدې حالت كې پاتې شو نو بويه داسې چې دا وګړي به دې چاته آن بشر نه ښكاري راځىء چې لاس وركړو يو بل ته او كه نه نو قومه خلك به وايى په دې قوم كې خو نر نه ښكاري ع.س
شعرونه