بيا مازيګر شو

هماغه مازيګر

چى لمر به خپلى طلايي پلوشى

ددنګو غرونو له فرازه څخه

په مونږ خورى كړلى دمينى په نوم

خو ته به نه وى زه به نه وم په هغه شيبه كى

له خپله ځانه له جهانه به پردي و ګرانى

باد به دى زلفو ته وروغځيده

دمازيګر په زيړي لمر كى به يي

ستا طلايي زلفى را واخستلى

په اننګو به دى خورى ورى شوى

كيسى به خوند واخسته

خو دماښام تياره به رو رو راخوره شوه ګلى

په زړه نازړه به سره بيل شو هلته

يواځى زه او ته او باد خبر وو

چى مونږ به څنګه په خوږه مينه

له يو بل څخه ځار شولو قربان به شولو

او دمازيګر كيسه به پاتى شوه

سبا ته ګرانى

څومره دمينى شيبى

څومره حسينى شيبى

چى لا اوس هم زما په سترګو كى دي

كاشكى چى بيا راشي هغه وختونه

چى يوځل بيادخپلى وركى مينى

دطلايي زلفو ديدن

دمازيګر دزرين لمر

په طلايي وړانګو كى بيا وكړمه

۲۰۰۳ م پښتونخوا

ع.س