ژوندۍ خبرې
ستا دژوند کتاب
هره ورځ ژوند تاته يوه سپينه پاڼه ستا دژوندپه كتاب كې ږدي ، ستا تيرې ورځې وار له مخه ليكل شوي چې ته يي هيڅكله نشې بدلولې، په هغو پاڼو كې ته خپل تاريخ ليدلې شې. په هغو پاڼو كې يي ځنې روښانه رنګ لري او ځنې يي تت ،ځنې يي يو اوځنې يي بل ډول دي.دخوشاله وختونو ښكلي يادښتونه ساتلې شې او هغه پاڼې چې ستايادښتونه په كې ليكل شوي هروخت شكولې شې چې زړه دې وغواړي.ته نن وخت لرې چې يوه بله پاڼه وليكې. دانو ستاخوښه ده چې دغې پاڼې ته هرډول رنګ وركوې، انځوريزه يي جوړوې ،
ژوندې خبرې
ژوندزه ژوند لټوم !دخيال پر غالۍ ناست يم. دغرونو څوكو ته ورشمهلته له يو څو غرنيوو ونو پرته هيڅ ونه مومبيرته دغره لمنى ته راشمڅو زركى او څو هوسۍ ښكاره شي چى يوه اوبله خوا زما له ويرى وتښتيهغوىء له ما سره دمرګ استازى وينى،چى دهغوىء پر لور ور روان يوو، له هغه ځايه يو باغ ته ورشم، ښكلى شين باغ، چى د رنګارنګ مرغانو شور ورته يو داسى روح وربښلى چى زړونه تسكينويزما له رسيدو سره سم مرغان والوزي او هلته پرته له ما اوباد څخه چى د ونو شنى پاڼى خو