ژوند

زه ژوند لټوم !
دخيال پر غالۍ ناست يم. دغرونو څوكو ته ورشم
هلته له يو څو غرنيوو ونو پرته هيڅ ونه موم
بيرته دغره لمنى ته راشم
څو زركى او څو هوسۍ ښكاره شي چى يوه اوبله خوا زما له ويرى وتښتي
هغوىء له ما سره دمرګ استازى وينى،
چى دهغوىء پر لور ور روان يوو،
له هغه ځايه يو باغ ته ورشم، ښكلى شين باغ، چى د رنګارنګ مرغانو شور ورته يو داسى روح وربښلى چى زړونه تسكينوي
زما له رسيدو سره سم مرغان والوزي او هلته پرته له ما اوباد څخه چى د ونو شنى پاڼى خو ځوي څوك نه وي.هغوىء دخپل
ژوند دژغورنى لپاره له ما څخه والوتى ځكه چى زه بايد هغوى هرومرو ښكاركړم
هغوىء زما په وجود كى دخپل مرګ نښى وليدى او والوتى،
له هغه ځايه دسيند دمستو څپو شور ته راروان شوم دكبانو سيوري مى وليدل چى دسيند په څپڅپانده موجونو كى لامبى خو چى كله زه
رانزدى شوم،كبان ورك شول او په يوه شيبه كى دسيند تل ته لاړل، زه پوه شوم چى هرو مرو زما له ويرى ماهيان هم پټ شول
هغوىء زما په وجودكىيو پټ راز وليداو هغه مرګ و چى ددوى دنيولو پسى له ما سره يوځاى مل و،
بيرته نهيلى راستون شوم ژوند مى ونه موند او په دى پوه شوم چى مرګ زمونږ يواځينى ملګرى دى
نو په دى نړۍ كى به مونږ هيڅكله بى له مرګه ژوند ونه مومو.

*****************************************************
زه چې ماشوم وم

ما به له دى خوند اخيسته چى جيب مى له كاڼو ډك وي،لينده مى په لاس كى وي ، او خپل كلي ته څيرمه په باغ كى د ونو لاندى ناست ووم ، پښى مى له روانو اوبو څخه په ډكه وياله كى شړپولى او كله هم دمرغيوو راتلو ته په ونه كى څك واۍ،
مابه له دى هم خوند اخسته چى مرغۍ به مى دونو په ښاخونو كى په نښه كړه ، وبه مى ويشتله.
مابه دمرغۍ له راغورځيدو اوپه ځمكه دهغى له پړقيدو سخت خونداخسته،ورمنډه به مى كړه په دواړه لاسونو به مى ترى سرغوڅ كړ او په بډه به مى ووهله،او بيابه دنورومرغيوو دكيناستو په انتظارشوم،
هو ! اوس هغه هيله نه لرم اوس مى نورو سترو هيلو په زړه كى ځاى نيولى
خو اوس چى كله كله خپل هيوادوال وينم چى دليندى پرځاى يي ټوپك په لاس كى وي او دمرغيوو پرځاى خپل ورونه په ګوليوو غلبيل كوي ! نو داهيله بيارادمخه شي چى :
كاشكى مونږ ټولوددى پرځاى هماغه دمرغيوو پر ښكاربسنه كولاى ،هماغه دماشومتوب ظلمونه مو بس واى او نور دوژنو په هوس كى نه ډوبيدلاي.
***************************************
وزر ماتې كوتره

كوتره په زنګيدلي وزر تر هاغه پورې غونډۍ راورسيده ،
خو لا دكلي ماشومان ورپسى وو ،ها وهو يي جوړه كړى وه ،ليندې يي په لاس كى وى
هر يوه په دى هڅه كى وو چى كوتره ونيسي او خپله يي كړي،
هغوۍ كوتره ټپي كړى وه،
كوتره د غونډۍ پرسر پرته وه، ساه يي ډوبه ډوبه كيده، هغى نور دالوت تاب نه درلوده،
هغى نور نه شو كولاى چى ځان د ماشومانو له ښكار څخه وژغوري،
له وزر څخه يي څاڅكى څاڅكى وينه روانه وه ماشومان په توندۍ د غونډۍ سرته راورسيدل خو له هغوۍ څخه څوشيبى وړاندى يو خوارځواكي ګيدړ كوتره په خوله كى نيولى وه او دغونډۍ څخه مخ پر ځوړ روان وو.
اوماشومانو نهيلي د غونډۍ پر سر يوه خوا او بله خوا كتل.

*******************************

زه لا اوس هم هغوۍ ته ګوته پر غاښ يم
چى دانسانانو پر سرونو پښى ږدي.
انسانان ځوروي او دغه دخداى غوره زيږنده وګړي دتل لپاره له خپلو هيلو محروموي،
ايا دوىء خوبونه هم ګوري كه نه؟
ايادوى دخپلو ځانونو په اړه هم څه ويروونكي تعبيرونه سترګوته ودروي كه نه؟
هو! هغوى په هر څه پوهيږي ، هغوى پر دى هم پوهيږي چى انسانان ځورول پرته له دى چى دخپل حيواني هوس شيطاني راز دى او دخداى له پريمانه لورينو ځان ګوښه كول دي،
خو بيا هم بايد هغوىء انسانان وځوروي او دهغوى لپاره دژوند په بهير كى اوبه خړى كړي او داسى څه وكړي چى
خپل ژوند ته تازه ساه وركړي ،
هو ! هغوى په دغه كركجن عادت كى ژوند لټوي او هوسايي غواړي
خو لا اوس هم نه پوهيږي چى ژوند چيرته او هوسايي چيرته؟
دخداى دغه كمزورى مخلوق هغوۍ ته هيڅ نه شي ويلاى اونه دانساني كرامت دغه داړه ماران ديته پام كوي چى مونږ ټول انسانان يوو.
*********************************************************


په زرهاوو او ان په ميليونهاوو ميله فاصلى يي سره ليرى كړي
،سمندرونه او سيندونه يي ترمنځ دبيلتون كرښى كش كړي ،
هسك غرونه يي په منځ كى حايل شي
او تر دى چى د چاپير يال وګړي ترى هم بدل شي
خو د زړونو خدايي وصال چى په لايتناهي تار سره تړلى وي نه بيليږي

************************************************
هغه اوس
د كلي هغه منلى ښاغلى نه وو،
اوس دهغه شان اوشوكت ترډيره له خپل اغيزه پردى شوى وو.
غټانوپرى ملنډى وهلى او ماشومانوبه هم ورپسى منډى وهلى
اوپه مسخرو به يي نيوه،
شامحمدخان اوس په شاګى بدل شوى وو،
هغه اوس په خپل دويم واده دومره پښيمانه و چى ان دليونتوب تربريده يي رسولى وو
خو اوس ترى ورخ اوبو وړى وو.
************************************************

په دى ايمان لروچى خداي پيداكړي يو،
خوپه دى هم باوري يوچىمونږ روزل شوي يو،سترشوي يواودژوندجوګه شوي يو،
مونږ دناز ،شفقت اوعاطفى په ماشومانه زانګوكى ډيرى ټالۍ خوړلي،
يومهين اومهربانه لاس زنګولي يو،
يومهربانه موجودپه خپله غيږه كى پاللي يو،
دخپل زړه پرغوښو يي غټ كړي يو،
دژوندپرډګريي ديونوم لرونكي انسان په توګه راڅرګندكړي يو،
نو ځكه هر انسان دځنكدن پرمهال يادخداىاوياهم دمورنوم پرخپلوشونډوزمزمه كوي.
****************************************************


هغه دخپلى لرګينى امساپه مرسته ترليريوفاصلودرومي،
دزړه پرسترګو هره خوايي چى زړه وشي ځي دهغه له لرګي څخه جوړه امسا په هره خوا دغه بىسترګو انسان بيايي او خپل مسيرته يي براروي،
دهغه لارښوونكى همدغه امسا او دزړه سترګى دي چى زمونږ پرى هيڅ باور نه راځي ،هغه دخپلوګټو پسى ترمونږ ډيرښه رسيږي خومونږ چى دسرسترګى موهم لا له كاره نه دى غورځيدلي او دامساضرورت مو نشته په رڼاورځ خپله لاره وركوو او ړوند ته دخپل ځان په پرتله درنښت او فضيلت وركوو.

*******************************************************


ايا دغه شتمني چى زمونږ په لاس كى ده مونږ بډايي كړي؟
ايا دغه اولادونه چى مونږ يي لرو غښتلي به موكړي؟
او ايادغه خپلوان چى مونږ يي لرو زمونږ ملاوى به راوتړي؟
هيڅكله نه !
اوداځكه چى شتمنۍ قارون پرځمكه خښ كړ،
اولاد نوح ع پريښود،
او خپلوانو حضرت محمدص پرډبرو وويشته .
نو دژوندپه چورليدونكي څرخ كى بايد پردغوڅيزونو هيڅ تكيه ونشي.
خپلى نيكى ذاتي هڅى به مو دخداى په دغه ارته نړۍ كى هم په كارراشي او دمرګ نه په وروسته شيبو كى به مو هم بريالي وساتي.
*****************************************************************


زه لا په ښاركى وم چى ترغوږ مى شو
دوخت پاچا يي په دار ځړولى ،
ژرژر مى هماغه ځاى ته ځان ورساوه چى پاچاصيب په كى په ډير بدحالت ځړيدلى وو،
په خپلو سترګومى وليدچى دزمانى پيژندل شوى څيره،چى په لكهاوو خلك به يي مخى ته دبدرګى لپاره راتلل،
نن ديوڅوناپيژندل شوو كسانو لخوا دهماغو لكهاوو او ميلونهاوو پلويانو دسترګو په وړاندى په سولۍ ځړول شوى وو
اوهيچا نه شو كولاى چى خپله ژړا له زړه څخه دسترګو كسيوو ته راوباسي.
*****************************************************

بيا په كټ كى ناست يم،
سترګى مښم،
مور مى راته رارسيدلى، ماته هيڅ خوب نه راځي او چى خوب راشي،بيرته مى ژريوشرنګيدلى غږ راويښ كړي، نن شپه هم دهمدغه غږپه شرنګها كى راپاڅيدلم هيڅ نه ګورم يواځى مى مورراته ناسته ده او دمينى په ډكو خبروراته وايي:
هيڅ هم نشته،
ولى ويښ يي ؟
سركيږده ، ويده شه .....
زما لاسترګى نه وي ورغلي چى بيامى دشرنګ غږ راويښ كړي. داڅوومه شپه ده چى زه دهغى دشرنګها اوازونه اورم خوهيڅ مى ونه ليده،ګومان كووم هغى كوډګرى ښځى مونږ ته دروغ ويلي وو چى دلته ښاپيرۍ راځي.
*******************************************************


په تاريخ كى چنګيز ديوظالم انسان په توګه ياديږي،
وايي چى هغه دانسانانو له ككريوو څخه څلي جوړول،
سمه ده دهماغه زمانى چنګيزپر هغو خلكوظلم كاوه چى مخى ته يي ولاړ وو
خو!
ددغى زمانى چنګيزيان بايدپه تاريخ كى له پخواني چنګيز څخه څوواره ډير په تور ليك وليكل شي ، ځكه چى دبى ګناه انسانانو پرسرونو يي ميخونه ټك وهل، دبيګناه تورسرو سينى يي غوڅى كړى او پرځوانانو يي دمړو ګډاګانى وكړى.

***********************************************************

دنن ورځى پرمختللى تكنالوژۍ ته ډيرمه خوشاليږى
ځكه چى يوه ورځ به دغه تكنالوژي دبشري ژوندد ودى مخه ونيسي،
الوتكى به په هوا او ټانكونه به پرځمكه له كاره ولويږي ،په ګڼ ميشتوښارونوبه ګازوشيندل شي او سمندرونه به له زهري موادو ډك شي،
ټولى دبشري ګټو په كار اچول شوى وسيلى به فلج او دژوندبهيربه په ټپه ودريږي.
نو تاسى به يي دقيامت دورځى سترى نښى وبولۍ او كه دعصري تكنالوجۍ بى سارى وده؟
هو! هر پيښى ته په پټوسترګو مه خوشاليږىء.
************************************************************


له يونيم مليون څخه ډيروګړي مو له ژونده بى برخى شول، دهغوى مړي خودهمدى ځاى شول.
وروسته وروسانو ويل چى زمونږ له تګ وروسته به لس كاله زمونږ خښ شوي ځمكي ماينونه تاسو ووژني.
ددغومړوجنازى هم هره ورځ په اوږو باروي،
خوبياهم لږ څه ارامي راغلى،
نه !
اوس له امريكا اواروپاڅخه دجنازو كاروانونه راروان دي،فلاني كلي ته يي له امريكا څخه مړى راوړى او هغه بل كلي ته يي له لندنه راوړى، اوس هغوى هم دلته خښيږي، ايازمونږ هيواد په ريښتيا هم يوپيژندل شوى مړيستون دى ، كه نه ژوندي هم شته؟
خو زه په دى اند يم چى دلته ژوندي وګړي دي ځكه ورته دمړو اسره ده او ځان ورته رارسوي، دلته دمړو سره هم مينه كيږي، او داځكه ډيردخپل ژوندسره خداى پاماني كوي،
خو ويريږم چى يوه ورځ به له دغه ځايه مړي نورو هيوادونو ته وړل كيږي
او مونږ ته به يواځى ژوند راپرغاړه وي چى دسكون هيڅ څرك به په كى نه ليدل كيږي.

***********************************************************


په روايتي دود يي واده وشو.ښځه يي دموراوپلارپه خوښه شوي وه، او داځكه چى دښځى انتخاب بايد همدوى كړى وى.
نن څوومه ورځ وه چى هلك له كوره تښتيدلى، خوبل كشر ورور يي چى له كوره تښتيدلى وو دموراوپلار له خوښى پرته يي په خپله خوښه ښځه كړى وه
كورته راغى او اوس خوشاله ژوندتيروي،ده روايتي ناوړه دود ترپښولاندې كړاو دټول عمرخوښي يي په نصيب شوه خومشرورور يي دهمدغه دودونوقرباني شو.

*****************************************************


شعرونه مى پرى وليكل،
تصويرونه مى يي انځوركړل،
كتابونه مى ورته ډالۍ كړل،
په تياره خونه كى مى دشمعى په رڼاكى دهغى نوم دخاطرو په كتابچه كى بيابياتازه كړ،
خوپه دى نه توانيدم چى يوځل له هغى هم وپوښتم چى كله دى زه هم په زړه راوريږم كه نه؟
**********************************************************


هغه مهال مى پلاردښوونځي سرښوونكي وو چى زه يي په لومړي ټولگي كى شامل كړم،
نن لومړى ورځ وه چى ديوقهرجن ښوونكي له خوامى په لښته يوګوزار وخوړ،
ددى پرځاى چى ښوونكى مى بيا ووهي دكورپه لور ترى وتښتيدم.
شيبه وروسته مى پلار كورته راورسيد،لومړى يي په ډيره نرمه لهجه دكورله سترى دروازى وويستلم،
خو!
ښه مى ياديږي چى په يوه څپيړه يي زه بيرته دښوونځي په لور په منډو كړم،او لكه څنګه چى په منډه راتښتيدلى ووم هماغسى په منډه لاړم.
ښوونكى بيا نه وهلم،اوچى څومره به يي راسره مينه كوله هماغومره مى سبق هم ښه وايه اوس چى دپنځه ويشت كلنى پرپولواوړم دپلار مى لاسونه ښكلوم او دښوونكي مينه ستايم، خوله وهلو يي اوس هم كركه لرم.
***************************************************

دلمرپريوتو پرمهال به چى كله سالم باباپه كوڅه كى راښكاره شو،مونږ ټولوبه په يوه او بله خوا منډى كړى،
خوبابابه په غصه وو،
يوه شيبه به په كوڅه كى ودريداو په قهرجنه وينا به يي ويل: ولى جومات ته نه ځىء ، ولى سبقونه نه واي چى ټوله كوڅه موپه سر راخستى؟ اوداسى نورى قهريدلى ويناوى به يي وكړى.
خوچى كله به هغه لاړ، مونږ به له پټوځايونوبيرته راووتو او په لوبوبه موپيل وكړ،په كوڅه كى به ګردونه او هاوهو پيل شوه، شيبه وروسته به دجومات له منارو دسالم بابا داذان غږ واوريدل شو.
ټولوماشومانوبه لوبى پريښودى،څه به جومات ته لاړل اوڅه به كورونوته، زه به حيران ووم چى مخامخ هرڅه ووايي مونږ يي خبره نه منوخو چى له سترګوموپناه شي نو يواځى داذان پر غږ يي هم مونږ لوبى پريږدو. او خواته يي ورځو.
*****************************************************

داتوركږليچونه اودااغزنى لارى ګورى
چى هرى يوى يي دخپلې ګونګې چوپتياپه درلودا يو ويروونكي داستان ته غيږه وركړى،
په دى لارو بس يواځى يوه يږه ځي راځي
چى دخپلو بدرنګه بچيوو لپاره دخوراك څه پيدا او يوسي.
دلته دكږليچونو په هريو تاوكښ كى دځناورو غارونه هم شته
چى د يږى له ويرى ډير كم د باندى راوځي او خپلى سترګى دفطرت په ځلانده رڼاكى پرانيزي ،
خوچى ديږى دغږ ويروونكى انګازى يي ددغوږونو تر پردو ورتيرى شي
نو ډير لږ يي بيرته خپلو تورو خونو ته په ننوتو بريالي شي
او نور يي د هيبت له امله سپينه تخته پراته او ديږى دبچيوو لپاره يوه په زړه پورى مړۍ شي،
خوددى سرچپه كله كله په دى تورو كږليچونو يو ادمزاد راښكاره شي ،ډير ګړندى روان وي
او ښايي چى خپل هدف ته درسيدو لپاره يي دټولو كړاوونو پيښيدل پرځان منلي وي
نه دويرى پروالري اونه د يږى ،
داهر څه ورته دخپل ذات د درنښت په پرتله ډير سپك او ټيټ ښكاري ،
هو!
هغه لا هماغسى ګامونه اخلي
چى يږه يي د خپل هوس په پنجو كى د راګيرولو په تكل شي
خو ادمزاد دخپل جيب څخه يوه دګوګړو پالته راوباسي
ورته اور واچوي او ورته د خپل مهارت ننداره وښىء ، يږه وتښتي
اومساپر دخپل منزل پر لور ګړندي ګامونه پورته كړي.
**********************************************************

څومره تريخ دى !
د هيچا هم خوښ نه ايسي ،
هرڅوك ترى امان غواړي .
كه د چاپر سر هم درد شي نو دهغه له ويرى ژر تر ژره رنځپوه ته ځان رسوي
يا په خپله ځان ته د درملو په لټه كى شي.
يوه شيبه يي هم په ليدو خوښ نه وي هميشه ترى نفرت او كركه كوي
او غواړي چى تل تر تله د ژوند په دغو رنګينيوو كى پاتى شي او چى څه يي زړه وغواړي هغه وكړي .
ښكلى ماڼۍ ، چمنونه او نور هغه ځايونه چى ددوىء روح په كى تر و تازه وي پيدا او جوړ يي كړي
او دوىء په كى واوسيږي ،
خو داسى وګړي هم شته
چى ورسره مينه لري بى كچه مينه
او هر وخت يي په خير دراتلو سوالونه كوي
او راتګ ته يي د لبيك سرونه ټيټ كړي وي .
دوى هم غواړي چى د ژوند په رنګينيوو، ښكلو ماڼيوو او دښايست په ښارونو كى وګرځي ،
چكر ووهي،
نو دوى مرګ خوښوي او هغوى ترى امان غواړي ،
يو يي له مرګ څخه په تيښته كى ژوند لټوي
او بل يي مرګ ته په لبيك ويلو كى ژوند ويني .

**************************************************

څوك يي دزړه له كومي په مسته هڅه په خپلو لاسونو كى په مينه راواخلي
ورته څو شيبى وګوري
او بيايي دخپلى شامى تر بريده ورسوي او په بويولو يي نه مړيږي .
په خيال كى ډير څه ور وروګرځي
كه رنګيني وي او كه بدرنګي خو دده د ذهن پر پردو يي ښايي خاطراتو غزونى كړي وي
چى تر ډيره يي په مينه مينه تر خپلى وسى ساتي!
كوم تصوير په كى ګوري او ښايي كو م تصوير په كى وي.
خو څوك يي يواځى د خپلى بدرنګى سليقي له مخى دپوزى تر خيشومه وږم حس كړي
يوه شيبه ورسره وي
او بيا په داسى حال كى چى هغه يي له پامه غورځولى وي
په ظالمو ګوتو ترى يوه يوه پاڼه رژوي

مروړي يي !
او د ښكلي ګلاب هغه ژوند
چى غواړي دوه زړونه دمينى په وريښمين تار سره وتړي پاى ته ورسوي.
***********************************************************


څومره كلك دى لكه د سيند په تل كى غټه تيږه ،
چى هر څو يي څپى پر څپو ګټان يي پر نورو سترو ګټونو وولي خو بيا هم نه ماتيږي ،
يالكه د يو هسك غر څوكه
چى سل پيړۍ ترى په سلام تيريږي
خو دا د مست غرور له نازه څخه
چاته سلام نه كوي
او نه په خپل ذات كى د كوم بدلون ښكارندوىء دى.
خو كله بيا دومره نرم شي
چى دمينى د يو نري شمال څپه يي هم د خپله ځانه پردى كولاى شي
او په دى شمال كى بيا لكه د ګورجنډه رپيږي ،
نو ښكاره ده چى د ددوه سترګو په يوه نغوته يي ټول غرور او پرتم
ديوه سوړ اسويلي په ويستو اوبه شي
او دزړه فطري هوډ هم په خپل ځاي پاتى نه شي.
***************************************************

هو !
دلته كه دزركو ښكار كوى او كه د هوسيوو،!
دلته كه مورچل جوړوى او كه پناه راوړى ،
دلته كه ارغوان لټوى او كه لاله!
اوكه دلته دهغه له تن څخه ياقوت راباسى او كه مرجان !
داټول كولاى شى دا هر څه ستا په واك كى دي ،
هغه تاته واك دركړى هغه ستا هر ډول مرسته كوي ،
تاته لاس دركوي
او دخپلى خوږى چينى څخه دى د تندى پر مهال خړوبوي،
اود لوږى پر مهال ترى ګورګورى ، سونزلى ، جلغوزي او نورى ډول ډول ميوى خوړلى شى،
خو!
پام چى دهغه دغلي او ارام قيام څخه بل مفهوم وانخلى !
داسكوت دهغه په ډير عجز او ګونګوالي دلالت نه كوي
دا بشري توكم ته دغرور ښودلو يوه ځانګړى طريقه ښىء
خو كه نه يي منى !
زه به دا دليل ووايم چى هغه ډير مغرور دى او د خداى لوريينه يي پر مونږ لورولى نو ځكه يي نوم غر او خلك ورته غر وايي.

***************************************************

دكوم ښايسته ګلبڼ څخه راغلى!
څومره زرينه ښكاري ،!
كرىء ورځ يي د ښكلا پر ليچو سر ايښي وي،
ډير كله يي د مازيګر څپى له خپلو طلايي زلفو سره دګودر دنجونو ميلمنه كړي.
له مستىء څخه ډك شور يي كله د پيغلوټو پر ټټرونو انځور او كله هم دشنو منګيوو د كړنګار سره مل وي هو !
سحرګه شي !
او د وږمو رمزي نغمى يي يوځل بيا دهغو زړونو پر لور په سندرو بدرګه كړي چى داترى راوتى
نو پر دغه مهال د ډيرو زړونو،ډيرو سترګو او دډيرو خوځښتونو څښتنه شي.
شپه او ورځ د خپل راج له چلولو خوند اخلي داسى خوند!!
چى د نن،پرون او سبا شاهان ورته هك پاتى دي !
خو دايي د خپلى ساحرانه واكمنۍ پر چلولو لا تر اوسه بريالۍ ده !
ډير غټ زړونه په يوه مسكا له خپل شان او شوكت څخه راوغورځوي،
ډيرو شاهانو ته دملنګۍ كچكول پر غاړه كړي.
خو ډيرو نورو ته بياپر سر ديو مجلل او ښايستوكي تاج د ايښودلو پر وياړ خپل عظمت او پرتم وساتي .

**********************************************************

كه هغى ته د يو څاكښ پر سترګه ګورى!؟
نو ځان ورسره پرتله كړه.
او داسى مه وايه چى هغه خو نه د خبرو توان لري او نه زما غوندى عقل لري
نه زما په څير ده او نه كيداى شي.
ته هم پر دى خوښ ايسى چى روغ او جوړواوسى
نه دى پښه ماته شي او نه لاس اوټول عمر په خوښيوو كى ارامه تير كړى
او هغه هم نه غواړي چى يايى وزر مات شي او يايي پښه ،
تل دى ازاده وي او چى پر هر لوري ځي څوك يي د ښكار هيله ونه لري
او نه دهغه پنجر ى منځ ته وغورځيږي چى ستا په لاس هم دځان لپاره او هم دنورو څاكښو لپاره جوړيږي .
نو كه دهغى د خپلواكۍ فكر واخستى!

نو هغه ورځ لرى نه ده
چى ستا دايل كولو پر وړاندى به دځنګل ځناور او د غرونو ژوي هم له تا څخه دفاع كوي اوخير به يي درته رسيږي .
نو پنجرى مه جوړوه
او د ازادۍ مشال خپل يون لورى وټاكه.

******************************************

له ميليونونو كلونو راپه ديخوا !!!!!!!!!
ددى باغ دميوى په تمه ملياردونو وګړو داوبو پر ځاى خپلى وينى نذرانه كړي ،
خو سوګند يادووم چى ميوه يي لا تراوسه چاپر سترګو هم نه ده ليدلى ،
هو!
ددى باغ دمستو پيغلو هغه خيالي ښكلا چى د حقيقت په جامه كى خداى ج نغاړلي ده لا تر اوسه چانه ده ليدلي
او دهغو رنګينيوو او ښايستونو مجللى ماڼۍ چى مونږ ته په دنياكى د يو خيالي سراب حقيقي مفهوم دي لا تر اوسه مو نږ نه دى ليدلي
او دمرغلرو په شان د ښكلو ژڼيوو تصويرونه مو لا تر هغه پر سينو پورى نيولي وي چى په همدى فكرونو كى ډوب او له دى نړۍ سترګى پټى كړو،
هو !
دا به حقيقت وي ځكه زمونږ څخه وروسته نسل زمونږ د نيمګړيوو هيلو پوره ننداره كوي
خو د فطرت پنڅوونكى هغوىء هم دى كار ته هڅوي او دا غورځنګ هغوىء زمونږ په پرتله لا ډير پياوړى كړي
او دا بهير به همداسى دوام مومي ،
تر څو چى نيمګړي اميدونه په خپل دويم كوركى د حقيقي جنت په پوړيوو كى خپلى هيلي پوره كړي.

********************************************

دزړه پر زور وي كه دلاسونو پر زور !
دخيال پر اس وي كه د عمل پر ګامونو!
خو چى يوه شيبه هم در څخه پردى نشي!
ځكه داد پخوانيوو سپارښتنى دي ،
هغوىء ددغه طلايي ځنځير پيژندونكى وو.
او داهم مشهوره ده چى د زرو قيمت له زرګر سره وي هو !
كه په مهارت دى دده هره كړۍ ديو بل سره د يو فولادي ځنځير پر بڼه ونښلوله،
نو ښكاره ده چى ځان ته دى د زرو يو فلزي كاروان جوړ كړ .
او كه يوه كړۍ يي هم ستا د بى پروايي له امله له غوټه كولو پاتى شوه
نو بويه چى ددغه كاروان په منظومه كى دى يو درز واچاوه
او دا درز به بيا ډك نه شي
ځكه چى وخت بيرته نه را ګرځي ،
نو!
دغه اموخته مرغۍ له پنجرى د باندى وازمايه
او دژوند لاره ترى په ښه شان زده كړه او دنورو لپاره د يو اسوده او ارامه ژوند سر لارى شه.
**********************************************

دفطرت درنګينيوو په پسوللى نړۍ كى سترګى وغړوي .
ديو مهربانه انسان په غيږ كى د ژوند له واړه لورونو برخمن شي
خو كله چى په سوزني كى د تړلو پر مهال چغى ووهي او وژاړي
نو هغه وخت بيرته پر خپله ژړا پښيمانه شي چى مور يي له عاطفى څخه په ډكه غيږه كى خپلى سينى ته راجوخت او ښكل كړي .
هو ! په الولو ويده شي !
او بيا لكه ديو غټ بنيادم دخوب پر مهال پر خپلو نازكو شونډو كله دخندا اوكله هم دژړا دحالت انځورونه كاږي ،
ته به وايي چى دژوند له واړه خوښيوو او كړاوونو خبر دى.
هو !
لكه چى بشر ته دخلقت له ورځى د كړاوونو او خوښيوو وړاندوينه په زانګو كى لا هماغه مهال كيږي چى دمور په ټپولو ټپولو او الو الو ويده شي ،
بس له همدى وخته كله د مور دڅپيړى لاندى په ژړا او كله هم له زانګو يا له كټه د راغورځيدو څخه په ژړا وي ،
تر دى چى د ژړا موارد يي هم په ډيريدو شي
اود غوږ درد، دګيډي درد او نور ورسره مله شي .
چى دژوندانه د ټولو كړاوونو بويء ترى راځي ،
خو كله د كرارولو پر وخت له تخنولو څخه خوند اخلي او خاندي.
او دخندا او خوښىء موارد يي بيا دمور له ټپولو او دكورنۍ دنورو غړو له خندا او خوښىء سره يو ځاى
شي،
تر دى چى دژوندانه د واړه لذتونو څخه خوند اخلي
هو !
غټ شي په خپړو راشي دځوانۍ مرحلى ته ورسيږي همداكړاوونه او خوښى ورسره وي ،
زوړ شي خو بياهم همداسى وي
تر دى چى د ژوند وروستى خندا يا ژړا يي د خپل عمر په وروستىء سلګۍ كى په ژړغونى او يا خندنۍ بڼه داسى انځور شي لكه دپيدايښت په لومړيوو ورځو كى چى په زانګو كى ويده وو.

******************************************************

ليــــــونې
هغه به كله د كوڅى يوې خو اته منډه كړه
او كله بلى خوا ته ،
خو د تيږو باران به پرى كله دومره تيز شو
چى ځاى پر ځاى به كښيناست او خپل لاسونه به يي يواځى له خپل سر څخه راتاوكړي و،
هغه په خپل حال كى نه وو
بيا به جګ شو او دتلو هڅه به يي وكړه
خو كومه ډبره به يي په تن ولګيده او د تلو څخه به ايسار شو،
كه كو م سړى به په لاره تيريده نو ماشومانو ته به يي په قهر وويل :
دا بيچاره ولې په تيږو ولۍ؟
تاسى ته يي څه مرګ ويلى ؟
نو هغوىء به په يوه خوله وويل :
ماما دا ليونې دى ليونې !
ماما به هم له دى سره خپله لاره ونيوله او ترى به لاړ.
هو !
په دى لاره هيڅ داسى يو ماما پيدانشو
چى ووايي
دا ليونى له كومه راغلى ؟
دده به كور وي او كه نه ، دامورزاد ليونى دى او كه حالا تو ليونى كړى ؟
هو!
د هغه څيره كه هر څو د ريښتيني ليوني په شان وه خو ښايي چى د هغه په زړه كى كوم راز پټ وي
او دنه ويلو او نه ښكاره كولو له امله يي دومره سرسام او بى خوده شوي و چى ماشومانو په كاڼو ويشته
او ويل يي ماما دا ليونى دى ليونى!
خو ! خداى خبر چى دهغه په زړه كى به څه تيريدل !؟
*************************************************

څومره ښكلى ملكوتي ازانګى لري ،
چى لاهوتي نغمى يي د څپڅپانده څپو د څڼو له منځه زمزمه كيږي
خداى خبركومى خواته درومي ،
چى شاته هيڅ نه ګوري ، ډير په بيړه دى ،
داخوماته ډير پخوانى ښكاري !
هو!
دكلونو او پيړيوو څخه راتير شوى خو لا اوس هم ځوان دى
! نه نه !
زوړ هم دى ،
داسى ښكاري چى د كوم غره له لمنى راتير شوي وي زركى يي ليدلى چى سندرى وايي ،
څومره ښكلى او زړه راښكوونكى نغمه وايي
لكه چى دكوم رنګين ګلبڼ څخه په تيريدايي دبلبلو سره ليدلي وي

اوه ! داخو يوه يوه ترخه كړيكه هم كوي
كيداى شي دكوم ځنګل څخه په راتيريدو يي د كوم وحشي ځناور غږ اوريدلى وي
خو په ذات كى ډير ښكلى د ى ،
مونږ ته هم ښايسته ښكاري او ځان ته هم ،
لكه يو سپين فولادي ځنځير چى د ښامار په څير روان وي كله نيغ شي كله څك شي خو اخر هم روانيږي د هدف په لوري درومي ،
د شګو واړه كوره كي چى مونږ يي په جوړولو بوخت يو او زمونږ ماشومي هيلى په كى لوبى كوي په بى پروايي راته وران كړي ،
مونږ ورته رڼى رڼى ګورو خو هيڅ نشو كولاى ،
دا چى ولى ډير غره دى نو ښايي زورور وي
چى دده په زړه كى هم د ډيرو ژونديوو كايناتو كورونه وي خو دايي نشي زغملى
او د غټو ګټانو په رغړولو يي ورته وران كړي يايي په بى رحمه څپو له خپلو كيږديوو بيرون وغورځوي
زړونه يي وچوي يا زمونږ او يا د نورو خوراك شي .
او په خپله د بيديا په شګلنو كى ورك
او يا دكوم بى حركته خليج په زندان كى ابدي بنديوان شي ،
هو ! دى كى لا ډيره لرليدنه شته
خو ګوره ! چى د سيند ددى عجيبى نندارى په هنداره كى زمونږ د ژوند يوښكلى او هم يو بدرنګه تمثيل تر سترګو كيږي .
**************************************************************

ماښام ناوخته په داسى حال كى چى د پاڼو بوجۍ يي پر شاوه څيرى ګريوان لوڅي پښى په خپل ماشومانه مزل د ځنګلي ونو تر منځ راروان وو،
ددوىء كوډۍ هم دي ځنګل ته څيرمه وهل شوې وه ،
سخت باد راوالوت
او لومړيوو بړبوكيوو يي له ده څخه خولۍ په هواكړه، هغه د خولۍ درانيولو پسى وركى وركى منډى وكړى خو سختو دوړو او دشګو باديدلو ور څخه لاره وركه كړه،
څو څو ځله يي د مورى سترګى مى ړندى شوى،
خولۍ رانه باديوړه ،
وركه شوه
نارى وكړى
خو د هغه غږ هيچا نه اوريده،
مور يي هلته لږ لرى د سخت باد له ويرى د كيږدۍ مراندى كلكى نيولى وي،
باد شيبه په شيبه تيزيده،
دهغه له مور سره د كيږدۍ د چپه كيدو ويره وه،
ځوىء يي هم را معلوم نشو،
كله به دكيږديوو له مراندو سره چى همداسى كلكى به يي نيولي وي پر ځمكه كښيناسته او په ژړا به شوه
كله به بيرته ودريده
هيڅوك نه و چى له هغى سره مرسته وكړي او يا يي هم د ځوىء دلټون پسى ووځي،
ټوله شپه باد ولګيده،
چرنگ بانګ باد په كميدو شو تردى چى ودريد
او بوډۍ هم د خپل ځوىء د لټون پسى ووته
هغه ډيره وګرځيده
خو ځوىء يي پيدا نشو،
بيرته په ژړا ژړا د كوډۍ خواته راروانه شوه
چى ناڅاپه يي ديوى سترى ونى د ډډ لاندى خپل ماشوم ځوى مخ وليد
چى پر مخ يي دسپيرو خاورو خلي
او پر وچو شونډو يي د مور دنوم تصوير پروت و.
****************************************************

هره ورځ په لسهاوو او په سلهاوو خلك ګورو
چى دښار په واټونو كى ښكته او پورته روان وي
ددوى خوځښت مونږ ته همدا راښىء چى د يو نيمګړي هدف د ترلاسه كولو لپاره داسى په منډه دي .
دښار واټونه د بيلابيلو څيرو ښكارندوىء دي ، غريب ،بډايي،ماشوم ،ځوان او زوړ ټول يو شانته ښكاري او هر يو دخپل هدف د ترلاسه كولو لپاره لا لهانده منډى وهي ،
ايا د ژونددغه نيمګړي كارونه به سرته ورسيږي ؟
ايا د انسانانو ترمنځ به ددوستىء مزي وغځيږي ؟
ايا دسمندر څپى به لا څپڅاندى شي ؟
ايا دهوامرغان به هم د الوت په سياليوو كى ورګډ شي ؟
او ايا دكايناتو دا ويړه نړۍ به لا ارته شي ؟
هو !
ښارونه به همداسى په ليونيانو ډك وي ، دسمندر څپى به لا زور واخلي، مرغان به الوزي، ښايي دانسانانو تر منځ څه ناڅه
ددوستىء مزي ټينګ شي او دكايناتو نړۍ به بلى نړۍ ته وغځيږي
اوهغه څه چى مونږ يي دښارونو په كوڅو او واټونو كى په منډو سر كړي يو ، نه پوره شي او نه به مو لاس ته راشي ،
نو دلته دهدف لاسته راوړل له نيمګړى نړۍ سره يو ځاى پاتى كيږي
خو كه څوك يي ددويمى نړۍ لپاره وغواړي كولاى يي شي ترلاسه يي كړي
ځكه مونږ په دى باور لرو چى:
پس له مرګه ژوندون حق دى .

*******************************************************

زه اوس هره ورځ له ډول ډول پيښو سره مخ كيږم
ماته په دغو حوادثو كى كله دهيلو څرك او كله هم دنهيليوو داسى هيولا راښكاره شي چى له خپل ځان او جهان څخه مى پردى كړي،
دزړه درزا مى زور واخلي ،
دهيلو شمعى را ته تتى كړي
او بيا نو په دى اند شم چى نړۍ تاته هيڅ اړه نه لري
او ته په كى هسى د يوى نا څيزه متاع په توګه پاتى يي !

څو څو واره مى هڅه كړى چى ځان دژوندانه له دغه دوه رنګي پيټي څخه خلاص كړم
خو نه ! په داوړ حالت كى مى ژر دهيلو انډې په نهيليوو دروند شي او له دغه ناوړه پريكړى څخه مى وګرځوي.
نو!
داځل مى هوډ كړى چى هيڅكله به دژوندانه دغه كرغيړنى پيښى ماته شكست رانكړي او نه به يي هم ماته ومنم بلكه په نره به ورسره مقابله كووم
************************************************************


كاشكى چى زما زړه دالهام دخبرلوڅو پردو په ولونو كى نغښتى واى، چى ستا دټولو كړنو او ټولو وييونو يي زه خبر ساتلاى.
كاشكى زما زړه ستا دمرموزو خبرو په مخ او څټ پوهيداى چى ستا ټولى ناكردى يي زما دذهن پر پردو انځورولاى او ستا دعقل په تن كى يي پردۍ پنجى له ورايه راته ښودلاى.
زه څه خبر وم ! ما خوويل چى داځل به ددى سفر په پاى كى دښايست په ښارونو وګرځم ، ډيرګلان به راغونډ كړم، رابه يي وړم ،د خپل توپاني زړه دغمونو پيټي به چيرته لرى پريږدم، او دتروږميوو وروسته به ديوروښانه سباوون په غيږ كى څملم، دمه به شم او ارام به وكړم.
هو! پردغه مرگوني مسير خو زه څو څو ځله ورسم شوى ووم خو بياهم بچ پاتى شوى يم.
هو!
ما دورك مساپر په شان دخپل هدف پر لوري ډير مزل كړى خو اخر مى هم ځان دګړنګونو په تل كى موندلى، ډير واره راته هغه لاس
راكړ شوى چى دزړه كوڅي ته لار لري، خو چى زما دهيلو څلي يي لږ هسك كړي، نو لاس رانه بيرته اخستل شوى او زه يي بيا ديو سرسام
مزل په لكيرو كى يواځى پريښى يم. داسى يواځى چى نه به مى لاره پيژندله او نه هم ځان، هرڅه به پردي پردي وو.
ما به په دغو تورو شپو كى يواځى سپوږمۍ پيژنده، مابه دځنګل دلوخو په منځ يواځى د هغې شپيلۍ نغمى اوريدى چى دونو له ښاخونو به زمونږ دكلي مرغانو پرى سندرى ويلى، او بس.
داځل مى هم د يو ناپايه منزل پرلورى پښى او لاسونه وهل چى تا لاس راكړ، او ديو تاند باغ پر لور دى راته څو معصومى اشارى وكړى، چى زما مړژواندو هيلو ورته دمسكا له جنت څخه لبيك ووايه، او تا هم ومنلو.
داځل خو ماستا پرياد دسمندر پر مرمرينو ډبرو تكيه وهلى وه او داسمان پر لمن مى دسپينو پاوليوو دځلا تماشه كوله چى ښايي ته زما دخيال پر پردو رسمه شى ،او په ريښتيا انځوره شى. ما خو دا ګمان نه كاوه چى زه به ددغه باغ دخوشبويه فضا له حريمه وځم،او يا به هم پر هغو تيارو لارو ورسميږم ، ما خوويل چى نور به ددغه
شينكي باغ په غيږ كى خپلو بى خوبه سترگو ته داسى ارام وركوم چى دټول عمر هيلى يي ترسره شي.
خو ! زه څه خبر ووم چى داځل به هم دالاس راڅخه څوك كشوي، او راته به وايي، چى نور ددى باغ له حرم څخه وځه، او دورك مساپر په څير بيا دګړنګونو په تل كى ځان گوره، او نور زمونږ كلي ته رانشى.
*******************************************************

کوچنې کلې


کله چې له وطنه وکوچیدو نو دهجرت په چاپیریال کې دپریمانه ګوندونو او ډلوټپلو جوړیدو زمونږ یووالې له خطرسره مخ کړ.
خو بې سوچه اوبې فکره مو دغه خطر ومانه او دیوګوند نه دیوه ګوند پلوي شو.
ددغې بې ګټې خو ستونزمنې لوبې پایله داشوه چې هیواد مودسترو بلاګانو کوربه شو.
خو له نیکه مرغه یواځې ستر ښارونه مو ددغو هڅوقرباني شو. موده وروسته خپل کوچني کلي ته لاړم.
څو په شمارکورنۍ په کې میشتې دي.
دشپې مې ډیرارام خوب وکړ خوپرسبایی چاراته وویل چې دغه څو کورونه په خپلومنځو کې څوډلې شوي دي، او یو له بله داسې کرکه لري لکه دهجرت په چاپیریال کې چې زمونږ پرسرونو لوبې کوونکو ګوندونو له یوه بله لرله.
ګوته پر غاښ پاتې شوم او په دی نتیجه ورسیدم، که ددغې ستونزې دحل پسې بډې ونه وهل شي،دسترښار بلاګانې دلته هم راتلونکي دي.
******************************************************

زرغون ګلان

ایادسمندر پرغاړه دغه څو زرغون ګلان به همداسې پاتې شي؟
ایا دوئ به ترکلونو وپائیږي؟
دلته انسان نه شته، چې وی شکوي، حیوانات نشته چې وی خوري، ناروغۍ نشته چې وچ یی کړي،اوحشرات نشته چې وې رژوي.
دلته اوبه پریمانه دي، هوا تازه ده.
نو ایادغه ګلان چې دسمندر پرغاړه راټوکیدلي او داسې تازه ښکاری، ترډیره همداسې خندان پاتې شي؟
نه، هیڅکله نه، انسان دخپلې پریمانه هستۍ اوشتمنۍ او دخپل بې ساري مجلل ژوند سره سره نه پائیږي، نو هغه ګل او هغه کائن چې خداې دانسان دګټې لپاره پیدا کړې څنګه ژوندې پاتې شي.
******************************************************

پښیماني

زه اوس پرهغو بدو چې مې کړي بښیمانه یم،
زه اوس پرهغو ګناهونوچې مې کړي شرمیږم،
له هغو ناوړه کړنو چې راڅخه شوي کرکه لرم.
اوس مې یواځې دخپلو ښو او نیکیووپرلور سترګې نیولي،
زه اوس هیڅ نشم کولائ، هیڅ مې د وسې نه دي پوره.
بس یواځې پرخپلو کړو ناوړه اعمالو پښیماني ښکاره کووم او د خپلو هغونیکیوو چې هیڅ یی نه محسوسیږي، راتګ ته سترګې پرلاره یم،
زه اوس دنکیراومنکر دراتلو له امله په کړیکو کړیکو چیغې وهم او ژاړم .
زما پرحال اوس له بې پروا انسان پرته نور ټول کاینات خبردي،
زه اوس دقبر دڅلورو دیوالونو ترمنځ یواځې پروت یم.