(موږ د امريكا متحدو ايالاتو ته دا ويلي وو، چې تاسو په كوريا او ويټنام كې ماتې خوړلې، نو دا ځل بايد سمه پرېكړه وكړئ،) دا خبرې پاكستاني جنرال فضل الحق ځكه وكړې، چې واشنګټن د افغاني مقاومت په اړه د دوى د هڅو ملاتړ وكړي.
كله چې مادپيښورپه (امريكن كلپ) كى له يوه امريكايي څخه پوښتنه وكړه، چې تا په افغان جهادكې څه كارنامې كړي؟ نوموړي ګرد مخي امريكايي د يوه ساړه اسوېلي تر ايستلو وروسته وويل: دا مې پنځم ځل دى چى دى خاورى ته راغلى يم). خو كله چې ماهلته ناستوكسانو ته د خپل لومړني راتګ په اړه معلومات وركړل، نو هغوى زما د نه تجربې له كبله د خپګان احساس وكړ، سرونه يې ځوړند ونيول او په دى حيران وو چى زما په څيريوه ښځه به څه ډول وكولاى شي دجګړى ډګرته دراپورجوړولو لپاره لاړه شي. خو ما د هغوى تر شا ها خوا هغو خړو واسكټانو ته كتل چې په جګړه ييزواوپوځي نخښو رنګ شوي وو،په هرحال ددوى په داډول احساس اوتشويش زما څه پروا نه وه.
زه د ګازو د نشتوالي په اړه د مظاهرو او نورو نندارو تر راپور وركولو وروسته تازه له "برمنګهم" څخه راستنه شوې ومه، چې په پېښور كې د امريكايي كلپ په جنګي نماينده ګۍ كې شامله شم. د نوموړي امريكايي كلپ دندې: روغتيايي مرستې، وسله تيارول او جاسوسي فعاليت و.
موږ ټول افغانستان ته دهغى جګړې له ډګرڅخه په راپور وركولو اړ شوي وو، چې پاكستان يي په اسياكى، د امريكا له مهمو ملګرو څخه وګرځاوه. د دغې جګړې په ترڅ كې تر نهم كاله پورې، څه له پاسه دوه مليونو خلكو خپل ژوند له لاسه وركړى و او څه له پاسه د ټول نفوس درېيمه برخه كډوالۍ ته اړ شوې وه، چې اكثريت يې د پاكستان په سرحدي سيمو كې مېشت شوي وو.
كله چې زه دلومړي ځل لپاره پاكستان ته راورسېدم، نو سيده پېښور ته لاړم، دغه ښار ته په يوه سيمه ييز بس كې (چې فلاينكوچ ورته وايي) كښېناستم، چې يو پښتون چلوونكى يې درلود. د موټر مزل داسې و، لكه په يوه څه كې چې لامبو وهي. ما زياته لېوالتيا درلوده، چې موټر مو د پاكستان په لوى واټ كې د ټانګو (بګيو) او لاريو تر منځ تېرېده، يا به تاوېده راتاوېده، كله به د پلونو د ويجاړتيا له كبله په پټيو كې روان شو... هو! موږ له هغو كچه اباديو څخه هم واوښتو چې يو يې اميد كلى نومېده.
دامهال په پاكستان كى څلور مليونه افغانان پراته وو، چې پاكستان يې كوربه توب پرغاړه اخيستى و. دا د روسي ځواكونو له وتلو څخه د څو اوونيو مخكې خبره ده. تر نهه كلنې ولكې وروسته دلومړي ځل لپاره روسي ځواكونو د يوه نېستمن هېواد په وړاندې په جګړه كې ماتې وخوړله،او دا هڅې يې په 1921م كال كې د پولينډ د نيولو لپاره تر كوښښونو وروسته كړې وې.
موږ پر هغه واټ روان و، چې ډېر خراب و، په واټ كې زياتې لارۍ ليدل كېدې، چې په ترپالونو پوښل شوې وې او د افغاني مقاومت لپاره په كې وسلې بار وې، چې افغان مجاهدين د دې وسلو په مرسته روسانو ته وروستى ګوزار هم وركړي. كله چې زه د پېښور دوه زره كلن سرحدي ښار ته راورسېدم، نو لمر په غرغرو و، په هره خوا كې ګردونه او دوړې اوچتې وې.
*************************************************************
زه هغه پېښور ته ورسېدم چې په نولسمه پېړۍ كې پرې انګرېز كمشنر (هربرټ ايډورز) واكمني كوله، پېښور له هغې وينا سره ډېر سمون خوړ، چې په ادب كې ورته د "ګلونو سيمه" وايي. څرنګه چې دا د افغاني مقاومت مركزي ښار و، نو ځكه يې په تېره لسيزه كې ابادي له دوه لكو څخه يوه مليونه ته ورسېده. موټر د پخواني مغل پاچا (بابر) له خوا د جوړې شوې كلا خوا ته ودرېد، هغه دا كلا د دې لپاره جوړه كړې وه، چې ښار له وحشي قبايلو څخه وساتي. خو اوس دهمدغوقبايلو مركز ګرځېدلى و، كله چې له خپل غټ بكس سره له موټر څخه كوزه شوم، ځان راته په چاپېريال كې ناپېژندويه ښكاره شو.
هغه ونې چې په باغونو كې به سيورى ترې جوړ و، ډېر پخوا د سكهـ پاچا (رنجيت سنګ) له خوا له منځه وړل شوې وې،او هغه څه چې ترې پاتې وو، هغه يو سل او اويا كاله وروسته افغانو كډوالو د سون لپاره راوړي وو، ګلونه خو يې ډېر پخوا مړاوي شوي وو.
په ښار كې ستړو كسانو څپې وهلې،تا به ويل لكه د منګوليا او لبنان خلك، چې په بازارانوكى په منډو پر يو بل شيان خرڅوي. د (چرچل) او (كپلنګ)او دغه راز زمونږ د نورو هېوادوالو په شان، په ما كې هم د مينې يو احساس پيدا شو او په دې زاړه ښار كې مې ډېرې ورځې په چكر وهلو تېرې كړې. هر وخت به مې څه ناڅه نوي شيان موندل.
ما د مصنوعي غاښونو د دكانونو شا ته يوه ودانۍ پيدا كړه، چې يوه نازكه كټاره يې لرله. كه (روميو او جوليو) په دې ځاى كې كوم ولاړ كس ته غږ كولاى، هغه به هرومرو لاندې راغورځېده. لږديخوا د كيسه خوانۍ بازار د چايو په دكانونو كې هم د سړي ښه ساعت تېرېږي. كيسه خوانۍ ته دا نوم ځكه وركړل شوى، چې دلته به له پېړيو راهيسې پخواني سوداګر او قبايلي خلك له غرونو څخه راتلل او كيسې به يې سره كولې، چې اوس په كې افغان مجاهدين هم ورشامل شوي وو.
د جرمني لوښو له ګودام څخه يوه ورځ يو كوچنى هلك راووت، زه يې له لاسه ونيولم او د مرغانو يوه ماركېټ ته يې بوتلم، چې له لرګو او پنجرو ډك و. ما ته تر ټولو حيرانوونكى څيز د روپو څېرې وې، چې د هندوانو دود و.
تر يوه پله ها خوا يو زوړ هوټل و، چې زه يې په زينو كې وروختلم، په پورتني پوړ كې مى د يوې بندې دروازې تر شا يو زړه راكښونكى ساز تر غوږ شو، هلته يو سپين ږيرى چې ژيړه پګړۍ يې پر سر وه، بهر ناست و او د ساز په اورېدو يې ژړل. داسې ښكارېدو تابه ويل چى په زرګونو توپانونه پرې تېر شوي او د هغه سندرغاړي هلك له سوزه ډك اوازته ځان نه شي قابوكولاى، چې د مينې سندرې يې ويلې. هغه دا سندره ويله:
مه كړئ تپوسونه
زما د هسكو غرو د څوكو
چى ټولې تيږې يې ځورېږي
پرېږدئ يوازې د غم نه ډكې ونې
پرېږدئ دا ګلونه چې يې پاڼې غم وهلې دي
مه كړه تپوسونه
اى د سبا باده
مه كړه تپوسونه
********************************************************
د افغانستان تباهۍ او د ګرانو بچيو مرګونو يې، پښتو شاعرۍ او پښتو موسيقۍ ته ډېره وده وركړه او د موسيقۍ ډېر الات يې ورپه برخه كړل، چې بېلابېل سازونه ترې راوځي. دا يوازې افغاني موسيقي نه وه، چې د پولو جګړو پرې اغېز كړى و، بلكې د جګړو دا نخښې د پېښور په هرځاى كې څرګندې وې.
ددغى جګړى داغيزښندلو ډيرى بيلګى مى وليدلي ،يوسپين ږيرى مى وليد چى په كړوپه ملا دامسا په زور اويو هلك چې دواړه لاسونه يې مات شوي وو، په بازار كې ګرځېدل.
په خټو لړل شوي جاپاني پجارو جيپونه چې افغان قوماندانان او د هغوى ساتندويان به په كې سپاره وو، د لكونو روپيو د وسلې د سودا كولو لپاره روان وو. ډاټسن موټرونه به له مجاهدينو ډك وو،عجيب اوغريب حالت وو دوى به په ډيره بى پروايي اوله غرور اوشهامت څخه په سرشار انداز په داسې حال كې د جګړې لومړۍ ليكې ته روان وو،چى د الله اكبر نارې به يې وهلې، او دوى دا خبره بېخي له پامه غورځولې وه، چې له هغې خوا په امبولانسونوكې مړي راوړل كېږي،خو دوى به د خيبر پر لاره خپل مزلونه روان ساتل.
په هغه هوايي ډګر كې هم د ساتنې لپاره يوه غټه هوايي مدافعه موظفه شوې وه، چې په 1961م كال "ګيري باورز" له خپل خراب قسمت سره په يوه رياستي پلاوي كې په دوه څلوېښت ډوله جاسوسي الوتكه كې وتلى و، چې په شوروي اتحاد كې وويشتل شوه او راولوېده.
په ښار كې پرله پسې چاودنې كېدې، چې د خادي جاسوسانو د فعاليت نتيجه بلل كيده. د جاسوسانو د پراخوهڅو له كبله يوه لويه لوبه روانه وه.
كه چا به د كوم ګوند پر خلاف يوه خبره هم وكړه، نو سم له لاسه به د هغه ګوند له خوا ترې تم كېده.هيچا نه شو كولاى چى ديو يا بل ګوندپسى غلط تبليغات وكړي ځكه چى هرګوندځانله استخباراتي شبكى درلودى. سوداګر به له ليريو هېوادونو څخه د تاجك او ازبك په نامه راتلل د "ډينز" هوټل مخې ته به يې غالۍ پلورلې،
د دې هوټل مخې ته برتانوي حكومت له منځه تللى و. يو وخت په كې "چرچل" ايسار پاتې و، خو اوس په كې ما ځانته يو لنډمهاله كور جوړ كړى و.
پېښور د اوازو او ګنګوسو يو مركز ګرځېدلى و، ما په خپله لومړنۍ اوونۍ كې واورېدل، چې پر جلال اباد باندې بريد كېږي. بيا مې واورېدل چې نه كېږي. درېيمه ورځ به مې واورېدل چې بريد پرې وشو. بيا مې د خوست په هكله داسې واورېدل چې د مجاهدينو لاسته راتلونكى دى، بيا مې واورېدل چې نه، كله به مې واورېدل چې هو!
په رښتيا چې شوروي سرتېرو دا ځاى نه پرېښود، هندي پيلوټانوبه دافغان حكومت سره دمرستى په نيت افغانۍ الوتكې چلولې. خو د يوې خبري سرچينې له خولې دا توري سم نه وو. د دروغو داډول اوازو دومره زور واخيست، چې بيا به د امريكا سفارت، (د هرې اوونۍ د پوځي حالت ګزارش) په نامه يو ګزارش جوړاوه او د( افغان خپرونو مركز) ته به يې پيسې وركولې، چې هغوى دا ګزارشونه جوړ كړي.
ما ته دا سفر ډېر د ارزښت وړ ښكارېده، خو د حيرانتيا خبره دا ده چې برتانوي سفير له افغاني مجاهدينو سره يوځاى افغانستان ته زما د سفر بند و بست كړى و. هغه ما ته وويل چې دخوراك څښاك لپاره دى خپل لوښي له ځانه سره واخله. خو هېڅوك نه پوهېږي، چې وړاندې به څه كېږي. دا زما فكر و، چې ايا د يوې خطرناكې جګړې په دوران كې به ما يوه پياله بچ كړي، كه د هغوى له ناولو پيالو سره يې شريكه نه كړم؟ له دې كبله مې دا مشوره له پامه وغورځوله. كله چې بېرته امريكايي كلپ ته لاړم، نو هلته زه افغانستان ته د تلو په هكله د بېلابېلو لارښوونو او مشورو لپاره په لټه كى شوم، په لاره كې زما د ركشې له پاسه د ټوپك ګولۍ تېرې شوې، دا پر خيبر سړك دوو مخالفو قبايلي ګوندونو ترمنځ يوه سيمه ايزه جگړه وه چى يو پر بل يي ډزې كولې، ما دا خبره له پامه وغورځوله، خو كله چې خپل استوګنځي ته ورسېدم، ومې ليدل چې يو وسلوال ساتندوى زما د ساتنې لپاره ګمارل شوى دى، ما په خپله كوټه كې هرڅه ولټول، تر دې چې د تصويرونو شا ته خواوې مې هم وليدلې، ما ويل هسې نه چې د اواز د ثبتونې كومه آله نه وي ځاى پرځاى شوي، خو كله چې له دې هرڅه نه ډاډه شوم، نو خپلې مور ته مې يو ليك ولېږه او ورته ومې ليكل، چې كه ته دلته واى، نو د كمكي خيبر د ښكلو درو او شنو منظرو سيلونه به دې كړي واى.
زما حيراني هغه وخت نوره هم زياته شوه، چې بل ځل خپل استوګنځي ته راستنه شوم، ومې ليدل يوشمېر پګړۍ والا، تورږيري مجاهدينو، زما د كوټې په برنډه كې خپل كلاشينكوفونه پاكول، داسې ښكارېدل لكه د هاليووډ د (مزدور په كرايه ونيسه) نومي فلم كركټرونه چې وي. خو دا يو حقيقت و، دوى د دې لپاره رالېږل شوي وو، چې داخل ته زما د تلو ترتيبات ونيسي. تر دې يوه ورځ مخكې زه د اسلامي جمعيت مركزي دفتر ته تللې ومه، هغوى افغانستان ته دننه زما د تګ په برخه كې زما پر جنسيت (ښځمنتوب) ډېرې پوښتنې لرلې، تر يولړ بحث او د شنو چايو تر څښلو وروسته هغوى دې موافقې ته سره ورسېدل، چې افغانستان ته زما د تګ زمينه برابره كړي.
هغه مجاهدين چې زما استوګنځي ته زما د خبرونې لپاره راغلي وو، پر سپېده داغ يې بايد بېرته حركت كولاى، ما ترې لارښوونه غوښته چې كوم شيان له ځان سره واخلو. په دې وخت كې ما داسې احساس كاوه، چې زه د "يوه لنډمهالي مقاومتي سيل" لپاره وخت ټاكم. دا سيل د جګړې په ډګر كې و. دا سفر د هغو ژورناليسټانو، سرتېرو او زده كوونكو لپاره ډير خطرناك و، چې په جګړه كې د برخه اخيستنې لېوال وو.ما د ښار په يوه پلورنځي كې مخكې له مخكې د خوب يوه امريكايي بستره، يو سفري بكس او يو جمپر اخيستى و، دا شيان به د مرستو په توګه د امريكايانو له خوا مجاهدينو ته وركول كېدل، خو سم له لاسه به بېرته په بازار كې پلورل كېدل.
ما دا شيان په افغانستان كې دننه لږ ليدلي وو، هغه هم له غربي ژورناليسټانو سره.همدا ډول ما د پښتنو په شان يو كميس او پرتوګ اغوستى و. وېښته مې په چترالي پكول كې راټول كړي وو، د وړيو يوه نرى پټو مې پر اوږه پروت و. ما داسې فكر كاوه، چې زه به د دوى له ډلې څخه ښكارم. خو قوماندان صيب خوشحاله نه برېښېده. د هغه دا خيال و، چې زما نرم وېښته، ژېړ رنګ او شنې سترګې به ما پاكستانيو پوليسو ته بهرنۍ څرګنده كړي. تر لږ بحث وروسته هغوى په ما باندې څادر او پكول سم كړل، پرمخ يې راته خيرې ومښلې، په دې توګه ډاډه شول، چې زه د مجاهدينو غوندې ښكارم، هو! ما فكر كاوه، چې زما پر پاتې ژوند به خامخا د دې اغېز پروت وي. خو ما ته څرګنده شوه، چې دا هم يوه له مقصد څخه ډكه پېښه ده، په دې چې زه بايد د يوه افغان مجاهد په توګه له پولې څخه واوړم.
**************************************************************
زه يې يوه افغاني بازار ته بوتلم. چې د يوې ويالې پرغاړه و. هغوى يو دكاندار له خوبه راپاڅاوه، چې ما ته چادري (بورقه) واخلي. د شمعې په تته رڼا كې دكان داسې ښكارېده، لكه د يوه وېروونكي فلم يوه برخه، چې پر دېوالونو يې چادرۍ راځوړندې وي. د چادرۍ تر اخيستلو وروسته قوماندان بيا هم ډاډه نه و، فكر يې كاوه چې په پنځو فوټو او اته انچو قد باندې دا چادري نه ده برابره.
ځكه زه تر يوې منځنۍ افغانې ميرمنې لږڅه لوړه وم. جورابې مې هم تر چادرۍ لاندې ښكارېدې، خو هغوى ما ته يوه جوړه پلاستيكي موزې راكړې، چې په پښو يې كړم.
بيا يې د يوه وړوكي هلك لاس زما په لاس كې راكړ، چې څوك مې پر افغانيت شك ونه كړي. نوم يې راباندې "ليلا" كېښود. كله چې موږ روان وو، نو ما ته يې يو دستكول راكړ، چې په هغه كې څو اېشېدلې هګۍ، يو ډول تنده ماتوونكي پوډر، يو د اوبوضد پلاسټر او دوې انتي بيوتيك ګولۍ پرتې وې.
موږ ديوه "پك اپ" ډاټسن موټر په شا كې سپاره شوو او د غرونو پر لوري مو حركت وكړ، داداسى مهال وو چى غرونه د سهار په تودوښه كې ځلېدل. موټرروان وو خو ما د چادرۍ د جالۍ د تنګو سوريو له كبله ننداره پرېښوده، په راتلونكو اتو ساعتونو كې موږ له ډاټسن څخه يوه بس او بيا يوه جېپ ته وختو، داسې ښكارېدل لكه په جاسوسي فلمونو كې چې كوم قاتل سفر كوي.
دا لاره د پاكستان له قبايلي سيمو څخه تېرېده، چې د بهرنيانو تګ راتګ ورته بېخي بند و. خو كله به چې د تالاشۍ له كوم بندر څخه تېرېدو، نو مجاهدينو به د ارام ساه اخيسته. ما هم هغه وران او كنډ و كپر سړك ته هېڅ پاملرنه ونه كړه، چې ډېر جمپونه يې لرل، نه مې د موټر هغو لرګينو چوكيوو اونه مى هم د هغې سووځوونكې څلوېښت درجې ګرمۍ خيال ساته، بلكې هڅه مې دا وه چې افغانانو ته له خپله اړخه د ارام ساه وروبخښم. څوك چې زما په ځور او كړاو ډېر ځورېدل، د مجاهدينو په ډله كې نقيب نومى شخص و، چې زما د خاوند په نوم نومول شوى و. له همدې وجې زما د ساتنې مسووليت هم هغه ته ورسپارل شوى و. د هغه زړه راباندې سوځېده.
ما ته به يې په اشارو كې څه ويل، بيا به يې په كتابچه كې د انځورونو په بڼه څه راته كښل، ما فكر كاوه، چې دا زما لپاره لومړنى پښتو لوست دى، خو زه به پرې هېڅ نه پوهېدمه. نقيب به ما ته پر لوست راكولو ټينګار كاوه، د هغه يو لوست داسې و، چې: (ستا پزه څومره غټه ده)، خو دا كومه كارېدونكې اصطلاح نه وه، بلكې ښايي كومه پښتو ټوكه به وه.
اخر هوا په يخېدو شوه، خو زموږ ستړى كوونكى موټر چې په مات ايكسل سره روان و، كله به يوې خوا ته كوږ شو، كله بلې خوا ته، موږ به يې اړ كړو، چې شا ته لاړ شو، ما به د خپلې چادرۍ له جالۍ څخه يوازې په اسمان كې څو بېځايه شوې ورېځې او په ځمكه كې به مې د پښو نخښې. ليدلى او بس.
موږ له وروستي پاټك څخه هم واوښتو، "تري منګل" ته نژدې يوې سرحدې پوستې ته ورسېدو. هغه داسې سړك دى، چې مجاهدينو به پرې خپلې سپكې او درنې وسلې پر خرو او اوښانو لېږدولې او د زياتې ګڼه ګوڼې له كبله د مېږو د ډلو په شان ښكارېدل.
********************************************
په دې وخت كې ما وكړاى شول، چې د لومړي ځل لپاره له خپل مخ څخه چادري ليرې كړم او شا و خوا وګورم. ومې ليدل چې په ښكلو غرونو، محاصره وو. دا په واورو هغه پوښل شوي غرونه وو، چې يو وخت د جنغوزو د ونو په ځنګلونو پوښل شوي وو، خو اوس ترې خلكو، هغه ونې د سون لپاره وړې وې. بلې خوا ته يې لمر د ډوبېدو په حال كې و. زه د هغې جذبې او خوشحالۍ احساس، چې په افغانانو كې د خپل هېواد په ليدو راپارېږي، نه شم بيانولاى. هغه وخت چې قوماندان (حبيب) له ملي احساس څخه په ډكه لهجه ما ته مخ راواړاوه، ويې ويل: افغانستان د نړۍ تر ټولو ښكلى هېواد!!
هو! زما د ده دا الفاظ ښه په ياد وو، كله چې زه د شپې د پوستې پر بام باندې په خپله سفري بستره كې پرته ومه او د اسمان ستورو ته مې كتل، نو په بليونونو ستوري په كې ځلېدل، ما هېڅكله هم داسمان ستوري دومره ځان ته نژدې نه وو ليدلي. افغانان وايي: "د هر شهيد پرځاى په اسمان كې يو ستورى وي". سره له دى چى افغانستان يو له ښكلو هېوادونو څخه دى، نو تر ټولو نېستمن هېواد هم دى. د ماشومانو د مړينې كچه په كې زياته اوچته ده. د سواد سلنه (فيصدي) په كې تر لسو هم كمه ده. د 1979م كال د جګړې تر پيلېدو وړاندې يې د ژوند منځنى عمر 41كاله و، چې د ټول نفوس له پنځو څخه څلور برخې خلك يې ساده او بيوزلى ژوند لري. خو له دې سره د افغانانو د كورونو پر دېوالونو د نړۍ خطرناكې وسلې راځوړندې دي.
مجاهدينو سټنګر ميزاييل درلودل، مخابراتي وسايل يې په واك كې وو، ګرځنده راډيويي سيارې ورته جوړې شوې وې، په زياتو نورو ضروري وسايلو هم سمبال شوي وو.
په دې پوسته كې نور ژورناليسټان هم وو، ځكه چې دا ځاى د مجاهدينو لومړى تمځاى و، دغه راز دا ځاى جګړې ته مركزي لار وه. اود هغو قوماندانانو لپاره چې په افغانستان كې دننه وو، د اكمالاتو مهم ځاى بلل كيده..
زه په دې خوښه وم، چې يوازېنى كس نه يم، چې له دوى سره د وزو (بزو) سريښناكه غوښه خورم، نورو كسانو هم دا خواړه خوړل. زه په تمه وم چې وګورم دوى اول چا ته ډوډۍ وركوي. څرنګه چې په دوى كې يوازېنۍ ښځه وم، نو تر ټولو وروسته يې ما ته ډوډۍ راوړه، كه چېرې مې خپله پياله له ځانه سره راوړې واى، نو ښايي دوى به راسره نه واى منلاى.
د ماخوستن تر ډوډۍ خوړلو وروسته پر هغه جګړه ييز پلان خبرې وشوې چې دوى غوښتل د ځاځيو ښار ته نژدې د روسانو پر تېرېدونكي كاروان بريد وكړي. خوداسې ښكارېدل چې په دوى كې له هېچا سره هم كومه ځانګړې نظريه نه شته، چې څه وكړي؟
يو قوماندان پاڅېد، مخابره يې په هوا كې څو- څو ځلې وخوځوله، چې د مجاهدينو له نورو ډلو سره اړيكي ونيسي، خو له بده مرغه چې په مخابره كې بالټۍ نه وې. يو بل تن پاڅېد، غوښتل يې د اور لپاره د خشاكو او بوټو د پيدا كولو په موخه پر يوې ونې د راكټ ډز وكړي، خو دا هڅه يې هم ناكامه شوه.
په مجاهدينو كې اختلاف ما ته دا څرګنده كړه، چې دوى ولې په تېرو نهو كلونو كې پر يوه مركزي ښار قبضه ونه شوه كړاى. ما ته دا هرڅه هغه وخت روښانه شول، چې موږ ته خبردارى راكړل شو، چې له خپل استوګنځي څخه بلې خوا ته لاړ نه شو، ځكه له نورو پرتو مخالفو مجاهدينو څخه د خطر وېره شته. خو ايا دا ټول پر يوه خوا نه وو؟
*********************************************************
موږ د غره پر پاسنۍ برخه كې په داسې حال كې چې په يوه اندازه فاصله كى مو د راكټونو ډزې اورېدې راوتلو، خو د واورو يخ باد به موږ بېرته په څمڅو كې ننه ايستو.خو هلته دننه د غڼو او نور حشرو د شتوالي له كبله به بېرته راوتو، دا يوه ډېره لنډه شپه وه.
په افغانستان كې د وخت مفهوم هم بدل دى، ځكه هرڅه د لمر او سپوږمۍ په حساب سره كېږي، په دې چې له مركزي ښارونو پرته، په نورو ځايوو كې برېښنا هم نه شته، كه څه هم پېړۍ بدلې دي.
افغانان، د دې پرځاى چې د عيسى عليه السلام له ميلاد څخه تاريخ پيل كړي، د حضرت محمد له هجرت څخه يې پيلوي. كله چې موږ سهار له خوبه پاڅېدو، نو لومړى د لمانځه وخت و، يو عجيب منظم كار روان و، مجاهدين په يوه كتار كې د خداى حضور ته ولاړ وو، چې دا منظره به بيا- بيا زما سترګو ته كېده، ان چې د جګړو په منځ كې هم زه له دې فكر څخه نه غافلېدم. دا د مجاهدينو لپاره د يو ځاى تر نيولو هم مهم و، دا جهاد و، يانې سپېڅلې جګړه.
هلته يوازې د "الله اكبر" نارو كولاى شول، په خلكو كې دومره جذبه راژوندۍ كړي، لكه په ځينو پوځونو كې چې نشه يي توكي دا جذبه راپاروي.
د سهار چاى راورسېدې، يو دسترخوان چې اوږدې اوږدې ډوډۍ په كې كښېښودل شوې وې او د وزو (بزو) په كوچو به يې پورې كولې او شنې چاى به يې ورسره څښلې. د بورې د نشتوالي له كبله به هغوى چاى له ګوړو سره خوړلې.
هو! زه د مجاهدينو دا ډول جګړه ييز ځواك ته حيرانه وم، تر چايو وروسته به سره كښېناستل، چا به خپلې جېبي هندارې راوايستلې او ځانونه به يې جوړول، چا به د نسوارو د ډبلي په هندارو كې، چې د دوى د يونيفارم يوه برخه وه، ځانونه جوړول. د خپلو پزو ويښته به يې ايستل، رانجه به يې اچول او برېتونه به يې غوړول. ځينو به يو بل ته لاسونه سره وركړي وو او د چكر لپاره به بهر ته وتل. ژړ ګلونه به يې راشكول، چا به په خوليو كې ايښي وو او چا به په لاسونو كې نيولي وو. ما ته دا هسې مسخرې ښكارېدې او داسې احساس مې نه كاوه، چې دا به هم د ازادۍ د مجاهدينو عادتونه وي. خو وروسته په دې وپوهېدم، چې ژړ ګلونه د اميد او هيلې نخښه ده، د ګلونو خوښونه د دوى د كمزورۍ نخښه نه، بلكې د دوى د امن خوښونې څرګندويه وه.
”مجاهدين ډېر قدر لري، خو موږ هېر كړي“، په هماغه لومړي سهار كې ما د تلو حوصله نه درلوده، دوى هم له تګ څخه انكار وكړ. چې په دې توګه يې يوه كرايي موټر ونيو، دا موټر يو مات ګوډ "پك اپ" و، چې په خټو لړل شوى و او دا هغه شى دى، چې په جګړه ځپلي افغانستان كې يې تمه كېدى شي. د افغانستان سړكونه خو د روسي اجنټانو د بمباريو له كبله وران شوي وو. تر يوې اوږدې فاصلې وروسته د يوه غره سر ته ورسېدو، هلته يو مجاهد په خپل پټو كې تاو شوى پروت و، چې د سختې ملاريا له كبله لړزيده، ان چې د مرګ حالت ته يې رسولى و.
قوماندان د اوسپنې يو ډبى "ګېلنه" له اوبو راډكه كړه او ما ته يې راكړه. دا په رښتيا چې يو سخت ساعت و. زه هم دومره تږې شوې وم، چې نورې مې شونډې چاودلې وې، كه تر څو ساعتونو اوبه نه رارسېدې، نو له كومې بدې پېښې سره به مخ شوې واى. ما دا نه غوښتل چې هغه خړې اوبه وڅښم او د صفرا يا ملاريا په ناروغۍ اخته شم، خو بياهم ما د مصلحت له مخې يو غوړپ وكړ، چې شونډې مې لندې شي، نورې مې بېرته تو كړې.
د بلې ورځې پر سهار ما ته د سورلۍ لپاره يوه خره راكړل شوه، په داسې حال كې چې زه په وړوكوالي كې يو ځل په يوه مېله كې يوې خرې په غاښ كړې وم، چې تر هغې وروسته زه پر خرې يا خره نه ومه سپره شوې. خو له بلى خوا پر دغه خرې كلاشينكوفونه، راكټونه او نورې وسلې بار وې، له دې كبله ما ته دا سفر له يوې خوا ځوروونكى ښكارېده او له بلې خوا مې ځان راته په امن كې نه ښكارېده. ځكه، زه په دې خبره ومه، چې پر څو كيلو چاودېدونكو موادوله پاسه ناسته يم.
*********************************************
تر ډېرو ورځو پورې موږ د جګړې كومه نخښه ونه ليده، خو كله ناكله به روسي جېټونو چوپتيا ماته كړه، موږ به يې پر ځمكه پروت كولو ته اړ كولو. د چوپتيا په حالت كې يوازې د الوتكو غږ اوچتېده، ځكه چې هلته نه د ټرافيكو شورماشور و، نه د چمن پاكوونكو ماشينونو او نورو عصري سامانونو غږ راته. موږ به كله- كله له هغو مسافرو سره هم ليدل، چې د حكومتي ځواكونو له ځاى څخه به راتلل، حيرانوونكې دا وه، چې هغوى به هم د حكومت هېڅ پلوي نه كوله، نو موږ به ورسره خپلې خبرې كولې، له هغوى څخه به مو پوښتنې كولې، چې مجاهدين څنګه په سپكو وسلو د دوى چورلكې (هليكوپټرې) راغورځوي او څنګه په ډبرو او لرګيو پر شوبلو (ټانكونو) حملې كوي.
يو ځل موږ د يوه غره په لمن كې، چې يو څو كوډلې په كې وې، وروګرځېدو، چې لږ چاى وڅښو. خو موږ هلته له غموونكي حالت سره مخ شوو، هلته يو ځوان هلك، چې په خپل سپين مخ ، تورې سترګې او تور برېتونه لرل، مړ پروت و. هغه شهيد و، د كور غړي يې ترې راچاپېر وو، په دې كې ترڅ كې مو هلته يو ماشوم هلك هم وليد، چې خپلې شونډې يې ژوولې او هڅه يې كوله، چې د خپلې مور په مخكې ونه ژاړي. جګړې هغه، د ډېرو هلكانو په شان تر بلوغ مخكې د خپلې كورنۍ مشر ګرځولى و.
د غرب پر پريمانه مرستې سربېره بيا هم روغتيايي اسانتياوې له نشت سره برابرې وې. د هغه چا لپاره چې په جګړه كې به ټپي كېده، د پېښور روغتونونو ته يوه اوږده او خطرناكه لار په مخكې پرته وه. له دې كبله به اكثرو ناروغانو او ټپيانو خپل ژوند له لاسه وركاوه، د مړينې نخښه به يې دا وه، چې پر قبرونو به يې ورته درې كونجيزه ټوټه (جنډه) لګوله، او باد به رپوله.
موږ هغه وخت له يو خطر سره مخ شوو، كله چې موږ د خپل لومړني سفر په دوران كې په موټر كې كښېناستو، او زموږ موټر د مخالف ګوند” سياف ګوند“د يوې پوستې په خوا كې تېرېده، نو پر موږ ډزې وشوې، ګولۍ زموږ دسرونو دپاسه تېرې شوې، هغوى غوښتل چې له موږ څخه وسله واخلي او په خپله زېرمتونونو كې يې واچوي.
د حيرانۍ خبره دا ده چې د هغې پوستې چارچاپېره مو عربان او افريقايان هم وليدل چې ګرځېدل. موږ د يوې اندازې وسلې په پرېښودو سره له هغه ځايه په تېښه بريالي شوو، كله چې ځاځيو ته ورسېدو، نو د جګړې لپاره مو ځانګړى تيارى درلود، ماخوستن مهال و، چې موږ د خوړو لپاره هګۍ پيدا كړې، چې د سهار تر ناشتې او د ماښام تر وريجو وروسته يوه ښه خوراكي تبديلي وه.
ټوله شپه مو د راكټونو د ډزو او د الوتكو د غورارو په ازاونو سره تېره كړه. كله چې له خوبه پاڅېدو د سهار د لمانځه وخت و، خو د لمر په راختو سره زه بېرته په خواږه خوب ويده شوم. خوب مې وليد چې په يوه بېړۍ كې سپره يم او بېړۍ په لار كې له يو څه سره ټكر كوي، كله چې راپاڅېدم، د يوې شوبلې (ټانك) ډز مې واورېد، چې ښايي زما د بېړۍ د ټكر تعبير به همدا وو ساعت ته مې وكتل، د سهار اته بجې وې، موږ غوښتل چې دوه ساعته مخكې بايد له دې ځايه وتلي واى.نوزه وارخطاشوم او داسى فكر مى وكړ، چې ښايي هغوى تللي وي او زه يې يوازې پرېښى يم، خو كله چې مې لاندې د هغوى لوري ته وكتل، هغه ځاى د چلم له لوګيو اوپرخوب ويدو مجاهدينو څخه ډك و، د زيات چلم څكولو له امله هغوى ته له خوبه راپاڅېدل ګران وو، خو اخرهم پاڅېدل، چاى مو وڅښلې، ځانونه مو جوړ كړل. هغوى هم كلاشينكوفونه پاك كړل او د غره سر ته وختو، هلته مو د لويې درجې لرونكي دوربين په مرسته وكولاى شول چې ډېرې ليرې سيمې هم وګورو، يو سوځېدلى ټانك مو وليد، چې لوګى ترې جګېده، دا د روسي كاروان هغه وروستى ټانك و، چې زمونږ د ډلى مجاهدينو پرې بريد كړى و. څو ورځې وروسته د ”ترې منګل“ مركز ته نور خبريالان هم راورسېدل، چې د امريكايي ټلويزيوني شبكې كاركوونكي هم په كې وو. نو مجاهدين اړ شول، چې پر روسي كاروان بريدوكړي، د بريد په بهير كې ډېر راكټونه واورېدل، موږ له دغه حالت څخه ډېر زيات اغېزمن شوو، خبريالانو د دوى عكسونه واخيستل، ټلويزيوني خبريالانو هم بشپړه عكاسي وكړه.
كله چې زه بېرته پېښور ته راغلم، نو د دې ځاى لمر زما پزه سوځوله، هغه رښتينې جګړه مې هم وليده، چې د رښتينو اتلانو او جنګياليو وه، هسې دروغ تبليغات نه وو. ”امريكن كلب“ ته په رسېدو سره ما هغوى ته دا وويل چې افغانانو، سور پوځ په خپلو خالي لاسونو ستړي كړي او دا مې هم ورته څرګنده كړه، چې روسان اوس د نړيوال فشار له كبله نه، بلكې د خپلې بې كفايتۍ او كمزورۍ له كبله نه شي كولاى مجاهدين له خپل ځاى څخه بېځايه كړي، نو ځكه په وتو اړ شوي دي.
په پېښور كې څه له پاسه پر پنځه نوي سلنې مرستندويو ټولنو باندې وګرځېدو، چې هلته جوړې شوې وې او څه له پاسه يو نوي سلنه (فيصده) ښار يې جوړ كړى و، چې د يونيورسټي ټاون په نامه يادېږي. په دې موسسو كې د جامو ګنډلو له پروژو څخه نيولي د سړك جوړونې تر پروژو پورې، دغه راز د امبولانسونو دمرستو او مصنوعي غړو د جوړونې مركزونه هم په كې شامل وو. داسې موسسې هم په كې وې چې د خيريه فعاليت پرځاى به يې جاسوسي كارونه كول. له دې كبله د روسانو د وتو په وخت كې موږ كولاى شو ووايو چې پېښور د نړۍ د جاسوسانو لپاره يو مركزي ښار ګرځېدلى و. له (موساد) څخه نيولې تر (سي اى اې) پورې شبكې هلته مېشتې وې. د اسلامي نړۍ ډېر ښه استازيتوب شوى و، روغتونونه او ښوونځي يې جوړ كړي وو، چې د دوى د تبليغ لپاره ترې ښه كاراخيستل كېدى شو. د پاكستان تر فشار لاندې د اوو تنظيمونو د يووالي شورا، له مقاومتي مشرانو څخه يو هم ګلبدين حكمتيار و، نوموړى يو اغېزمن سړى ښكارېده.
د متحدو ايالتونو د ګزارشونو له مخې د ده ګوند تر نورو اغېزناك و او ښه مجاهدين يې درلودل،اوويل كيده چىد هغه مجاهدينو زيات روسان وژلي دي، نو ځكه به دغو مجاهدينو د نوروګوندونو په پرتله ډيره مرسته ترلاسه كوله. چى دنوروګوندونو دمرستوپه نسبت به يي څلوېښت سلنې(فيصده) مرسته ترلاسه كوله.او داهم جوته وه چى اسلامي حزب پټ پوليس درلودل، چې د جاسوسي خبرونو د ساتنې لپاره، په كمپيوټري وسايلو سمبال وو. د پخوانيو افغان مجاهدينو كمشنر د وينا له مخې: نوموړي گوند په كمپونو كې خپل ځانګړي جېلونه هم درلودل، د څو افغانو روڼ اندو له قوله ويل كيدل ، چې دوى د حكمتيار له خوا په مرګ هم تهديد شوي وو. خو، له دې سره- سره يې د پوهان مجروح د ساتنې حكم هم وركړى و، ځكه نوموړى د بريتانيايي جاسوسۍ شبكې له خوا د بريتانوي عكس اخيستونكي (راينډي سكوپ سكاى) په وژلو تورن و.
***********************************************************
له ما سره د حكمتيار په اړوند همدا فكرونه وو، خوپه هر حال په دى وتوانيدم چى له نوموړي سره وګورم، هغه داسې چې: په يونيورسټي ټاون كې د رېلګاډي د ليكې په خوا كې يوه لويه كلا وه، چې څو تنه وسلوال افغانان په AK475 وسلو سمبال، د ساتنې لپاره ګمارل شوي وو. ورغلم، د بوټونو تر حواله كولو او د خپل بكس تر تلاشۍ وروسته په يوه اوږده برنډه كې ورننوتم، چې شا و خوا په كې افغانان ناست وو او شنې چاى يې څښلې. زه يې يوې كوټې ته ننه ايستم، چې هلته ټيلكس لګېدلى و، د دافغانستان د هرې ورځې د جګړه ييزو پېښو خبرونه به يې ټولې نړۍ ته وركول. دلته يوه ډنګر او وچ سړي، چې د حكمتيار مرستيال بلل كېده، پوهه كړمه چې حكمتيار ته بايد ”انجنيرحكمتيار“ ووايې او په كابل پوهنتون كې يې انجنيري هم لوستې ده. له دې سره زما په ذهن كې د حكمتيار په هكله هغه كيسې رايادې شوې، چې په پېښور كې مې اورېدلې وې، هغه داسې چې: د ده له خوا هغو ښځو ته سخت ګواښونه شوي، چې اسلامي حجاب به يې په بشپړه توګه نه مراعتاوه. هغه كيسې مې هم ذهن ته راغلې، چې خلكو ويل: ”هغه د خپلې شاګردۍ په وخت كې د بې حجابه ښځو پر مخونو تېزاب ورشيندل“.
په پېښور كې ځينو افغانو ښځو غوښتل چې ازادې او خپلواكې وي، خو د نوموړي له وېرې يې دا هيله ترسره نه شوه. له نوموړو ښځو څخه يوه هم تاجور كاكړ وه. نوموړې چې كله په 1983م كال پاكستان ته راغله، نو دلته يې د نجونو يو ښوونځى جوړ كړ، هغه په دې تورنه وه، چې ښځو ته د حجاب د نه مراعتولو ښوونه كوي، نو د حكمتيار له خوا څو- څو ځلې په مرګ تهديد او بيا اسټراليا ته وتښتېده.
تر دې وروسته، د ګلبدين مرستيال زما له اوږو څخه يو بل ټيكرى هم راتاو كړ او د افغانو مشرانو له ډلې څخه يې د يوه نامتو مشر كوټې ته ننه ايستم. د هغه په ليدو سره مې احساس كړل، چې يو خوش مزاجه او نرم طبيعته انسان دى. خو د هغه تر تور پټكي لاندې ژورې سترګې له مطالعه كېدو څخه ګرانې او لوستنه يې ناشونې وه. په يوه تور تار كې يې د تسپو مرۍ په خپلو اوږدو ګوتو، په تېزۍ سره اړولې او نه يې غوښتل چې له ما سره خبرې وكړي، زما د خبرو ټول ځوابونه به د هغه د ژباړن له خوا راكول كېدل. خو كله چې ما د بهرنۍ لاسوهنې په باره كې ځنې پوښتنه وكړه، حكمتيار په روانه انګرېزۍ وغږېد او ځواب يې راكړ: موږ د بهرنۍ لاسوهنې ټينګ مخالفت كوو، خو اوس روسيه او انګلستان په ګډه هڅه كوي چې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په راوستلو سره زموږ له برياوو سره خيانت وكړي.
خو څرنګه چې حكمتيار له پاكستاني پوځ سره اړيكې لرلې او د دوى له ملاتړ څخه برخمن و. نورو مشرانو له ده څخه زياته كرله لرله، لكه په يوه ګزارش كې چې راغلي وو: حكمتيار د اتحاد په يوه غونډه كې په پروفيسور مجددي پسې تمانچه راايستلې وه.
په 1980م كال، د نوموړي اتحاد له جوړښت څخه رانيولې تر دې وخته پورې د اتحاد ثابت پاتېدل په خطر كې وو، اكثره به دوى سره بېلېدل، بنسټپال ګوندونه لكه اسلامي حزب، چې د يوه اسلامي رياست غوښتنه يې كوله، پر يوه لار او منځلاري ګوندونه لكه د مجددي ګوند چې د ظاهرشاه د نظام پلوي به يې كوله، پر بله خوا روان و. د دوى ترمنځ مينه كمه وه، دا خبره هم زياته خوره شوې وه چې ويل كېدل: حكمتيار خپلو قوماندانانو ته داسې ښوونه كړې چې د جګړې په پيل كې ځانونه له ډګر څخه ليرې وساتي، كله چې د نور ګوندونو مجاهدين ځايونه ونيسي، نو بيا تاسې هم ورشئ او تر ټولو لومړى ووايئ چې موږ فاتحين يو.
د مجاهدينو هر اختلاف د روسانو په وړاندې جګړه كې ګټور تمامېده. په دې چې د قوماندې واحد مركز نه و، دښمن ته دا اټكل ګران و، چې مجاهدين به كله،له كوم ځاى او څه وخت بريد كوي. كله به چې مجاهدينو كومه سيمه نيوله، نو روسانو ته به د هغې بېرته نيول ډېر ګران كار و. له دې سره- سره د مجاهدينو ترمنځ اختلافاتو ډېر زور هم اخيستى و.
په 1988م كال كې مجاهدينو د عليخېلو په سيمه كې، د پاكستان پولې ته نژدې، له روسانو څخه يوه پوسته ونيوله، هلته له روسانو څخه دومره وسلې پاتې وې، چې سړكونه هم پرې ډك وو. خو مجاهدين پرې د وېش پر سر نه سره جوړېدل او د هرې ډلې مجاهدينو به د دغو ميزاييلو او كلاشينكوفونو ساتنه داسې كوله، چې وسلتون ته نژدې لوړغږي (لوډسپيكرونه) لګول شوي وو او دغه ځاى ته به يې نور خلك نه پرېښوول. كله- كله به د دوى ترمنځ جګړې هم وشوې، د بېلګې په توګه كله چې مجاهدينو د زابل مركز (كلات) ونيو، نو د دوى ترمنځ د غنيمت پر سر داسې جګړې ونښتې، چې حكومتي ځواكونو پرې بل بريد وكړ او هغه ځاى يې بېرته ترېنه ونيو. خو په دې كې هېڅ شك نه شته چې د مجاهدينو ترمنځ اختلاف، د پاكستان حكومت د پاليسيو يوه برخه وه. له 1973م كال څخه د پاكستان له خوا د رباني او حكمتيار د لويو جهادي ګوندونو ملاتړ كېده.
***************************************************
دوى او ډېر نور چې د كابل پوهنتون له بنسټپالو اسلامي ګوندونو سره يې اړيكي لرلى، د سردار محمدداود خان په وخت كې پاكستان ته راغلل او دلته (په ځانګړې توګه پېښور كې) ورته د مركزونو جوړونې اجازه وركړل شوه. د پاكستان د وخت لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو غوښتل چې دوى داسې وكاروي، چې له سردار محمد داود خان څخه له يوى خوا په افغانستان كې د هغو مېشتو بلوڅي باغيانو بدل واخلي، چې په افغانستان كې ورته دپاكستان پرضدتمرين وركړل شوى و، اوله بلىخوايي په دې اړ كړي چې د ډيورنډ كرښه د قانوني پولې په توګه وپېژني.
دا كرښه په 1983م كال كې د انګرېز (مارټيمر ډيورنډ) له خوا جوړه شوه، چې افغاني او بريتانوي حكومتونه سره بېل كړي. په دې توګه دوى غوښتل هغه قبيلې او خلك سره بېل كړي، چې د هېچا غلامي نه مني او تر اوسه پورې ځان يو افغان ګڼي او د خپل يووالي لپاره يې غږ اوچت كړى دى. چې په دې توګه د پښتونستان په نامه له پاكستان څخه جلا خپلواك ولايت چى دستر افغانستان يوه برخه ده جوړ كړي. سردار محمد داود خان هم له دې خبرې سره جوړ او ملاتړ يي كاوه، چې د پېښور او كوټې په شان ښارونه، تر بريتانوي حكومتونو وړاندې مهال غوندې، بيا له افغانستان سره يوځاى كړي.
په 1975م كال كې چې كله حكمتيار د منځلارتوب له لارې دمخه شو او د ګوند په جوړولو بريالى شو. نو له 1979م كاله راپه دېخوا د افغانستان په جنوبي سيمو كې جګړو زور واخيست. ورسره د كډوالو بهير د پاكستان پر لوري ورمات شو، چې دلته هم زيات شمېر تنظيمونه جوړ شول، اكثرو يې له پخوانيو حكومتونو سره اړيكي لرلى، نه يې غوښتل چې د دوى مشري دې د حكمتيار غوندې سړي پر غاړه وي. ځكه دوى به هر وخت په توهينوونكې لهجه له خلكو پوښتل چې نوموړى(حكمتيار) د چا زوى دى؟ او پلار يې څوك دى؟
د جنرال فضل الحق د وينا له مخې د 1980م كلونو په منځ كې څه له پاسه يو سل او اويا افغاني ګوندونه جوړ شوي وو، چې د اكثرو كنټرول او څارنه د پاكستاني حكومت په لاس كې وه. د دې لپاره چې دا لانجه ختمه شي، پر شپږو اسلامي ګوندونو سربېره پر نورو ټولو ګوندونو هم بنديز ولګول شو او دا اعلان وشو، چې كومه مالي او پوځي مرسته راځي، نو هغه به يوازې د اتحاد همدغو شپږو ګوندونو ته وركول كېږي. اويابه دغه مرستې هغو كسانو ته وركول كېږي، چې له نوموړو شپږو ګوندونو سره يې اړيكي وي.
******************************************************
په 1982م كال څه له پاسه دوه مليونه كډوال كمپونو ته راورسېدل، چې په 1988م كال كې يې شمېره څه له پاسه درې عشاريه اووه مليونو ته ورسېده. سياف د نوموړو شپږو ګوندونو مشر وټاكل شو. خو دى ډېر ژر د واك ترلاسه كولو په لټه كې شو. د سعودي او كوېت تر سفرونو وروسته هغه دومره شخصي بودجه پيدا كړه، چې اووم ګوند يې پرې جوړ كړ. په بهر او پېښور كې يي پراخې ځمكې راونيولى لكه جلوزواوهجرت كيمپ، چې له پېښور سره نژدې د عربانو په مرسته جوړ شوى و او څه له پاسه څلوېښت زره اوسېدونكي يې لرل. پر دې سربېره اووه واړه ګوندونه د پاكستان په ملاتړ چلېدل او مشران يې هم ورته پاكستان ټاكلي وو، چې په اسانۍ سره يې كولاى شول نوموړي مشران ليرې كړي او پرځاى يې نور كسان وټاكي.
يوازېنۍ ګوند چې پر اصولي دريځ ولاړ و، هغه د اسلامي حزب ګوند و، نورې ډلې يوازې په سيمه ييزو بنسټونو جوړې شوې وې. لكه د رباني اسلامي جمعيت، چې يوازېنى بې پښتنو ګوند و، يا هم د پير سيداحمد ګېلاني محاذ ګوند، چې ځان يې د پيغمبر ځايناستى ګاڼه، خو په عمل كې هسې د تجارتي اشتهار په شان و. سره له دې چې ټولو ګوندونو د پوره ملاتړ د برخمنۍ دعوه كوله، خو يوه هم په رښتيا نه غوښتل چې ټولټاكنې (عمومي انتخابات) دې وشي. دوى واړو دا دعوه يوازې د پيسو او وسلو د رانيولو لپاره كوله او بس.
په كمپونو كې به خلك وېرول كېدل، چې د ګوندونو پرضد تبليغات ونه شي. خو په دې وجه دا ګرانه خبره ده، چې څرګنده شوى واى كوم ګوند ډېر پلويان لري. ځكه په سيمه ييزو جګړو كې به مجاهدينو د دې پرځاى چې د خپل ګوند له اصولو سره سم وجنګېږي، د روايتي قبيلوي دود پر اصولو به جنګېدل او دوى دا فكر كاوه چې د دوى ګوندونه هم ښايي د نجيب الله په شان له بهر څخه تپل شوي وي.
په 1987م كال د پوهاند مجروح له خوا د شوې ټولپوښتنى له مخې چې څه له پاسه له دوو زرو افغانو كډوالو څخه يې پوښتنې كړې وې، په سلو كې يو فيصد افغانانو له دغو ګوندونو څخه ملاتړ كاوه. د مجاهدينو مشران هم په دې ښه خبر وو، چې پلويان يې ورسره د تل لپاره نه پاتېږي. كله به چې ورته وسلې نه رسېدې، نو له دوى څخه به خپل قوماندانان هم بېل شول.
له امريكا او سعودي څخه راتلونكې مرستې به د ”اى. اس. اى“ له خوا وېشل كېدې چى له دې كبله ”اى. اس. اى“ پر نوموړو ګوندونو بشپړه څارنه كوله او نه يې پرېښوول چې يوه ډله دې پر بلې ځواكمنه شي.
كله چې په 1981م كال د مولوي محمد نبي محمدي پلوي مجاهدينو په افغانستان كې زياته سيمه تر خپلې ولكې لاندې راوسته، نو د ”اى. اس. اى“ له خوا پرې د وسلو مرستې بندې شوې. تر دې چې جهادي مشران د يو بل پرضد له تبليغاتو څخه وژغورل شي او په خپلو منځو كې سره مرستې روانې وساتي. دپاكستان دوخت واكمن جنرال ضياالحق به تل له دوو افغاني مشرانو سره پر يوه وخت ليدل او پر دوى به يې د څارنې لپاره تل د اتحاد په شورا كې د ”اى. اس. اى“ يو غړى چې اكثره به بريد جنرال و، كښېناوه او دا جنرال به نوموړې شورا ته په بېلابېلو نومونو راته، تر دې چې د اتحاد غړو ترمنځ په (پاچا جوړوونكي) مشهور شوى و. نوموړي به د دې لپاره رااستول كېده، چې افغاني مشران په يوه كمزوري حالت كې وساتل شي. همدارنګه ”اى. اس. اى” له څلور سوه قوماندانانو څخه يو جال جوړ كړى و او په ځانګړو عملياتو كې به يې دهغونيغ په نېغه ملاتړ كاوه.
*****************************************************************
د جنرال ضياالحق او جنرال اختر تر مړينې وروسته، ”اى. اس. اى“ ته د افغاني عملياتو څارنه له ستونزو سره مخ شوه. كله چې په 1987م كال كې جنرال حميد ګل د ”اى. اس. اى“ مشر وټاكل شو. نو د مجاهدينو د اتحاد يوه غړي ما ته دا وويل چې حميدګل زموږ سپكاوى كوي. ان چې د بل مشر په مخكې هم موږ ته توهينوونكي خبرې كوي او داسې هم وايي چې: موږ يوازې تاسې نه كنټرولوو، بلكې ستاسې قوماندانان هم زموږ تر لاس لاندې دي.
د 1979م كال دكرسمس له شپى راپه ديخوا دنجيب دخلكو(خلق) ديموكراتيكى ډلى دجوړيدو له كبله جنرال ضياءالحق ته يوه ښه موقع په لاس ورغله اوهغه هم له دى وخت څخه پوره ګټه واخسته. هغه مهال چى بوټوامريكاته داټومي وسلو دنه خپريدو له امله انكار كړى وو،ضياءالحق هغه بيا تكراركړ او دامريكا خبره يي ونه منله. تردى وروسته د ۱۹۷۹ م كال دنومبر په مياشت كى كله چى په اسلام اباد كى دامريكا سفارت وسوځيد، نو له پاكستان سره يي اړيكى دخرابيدو تربريده ورسيدى. خو واشنګټن دروسانو دپرمختګ اوپراختياپرضد په سيمه كى يوملګري ته اړتيا درلوده ، نو دايراني پاچا(رضاشاه پهلوي)دله منځه تلووروسته پاكستان يواځني هيواد و ، چى په سيمه كى دامريكا ددى نظريي ملاتړوكړي. نو پرحالاتودنظرساتنى لپاره د سي اى اى اوپاكستاني پوځ ترمنځ يولړځواكمنى اړيكى ټينګى شوى.
څرنګه چى جنرال فضل الحق دضياء يومهم سړى و او دهغه وخت دسرحدصوبى ګورنرهم و، په دى لړكى يي هيڅ شك نه كاوه چى: ( كه مونږ د افغاني مجاهدينو پوره ملاتړوكړو، نو امريكابه خامخا زمونږ ملاتړ كوي) . دايي هم ويلي وو چى زمونږ او امريكاله اړيكوپرته هم سى اى اى دمجاهدينوله بيلابيلوګوندونوسره په پټه مرستى كولى نوله دى كبله يي دامريكادملي امنيت سلاكارانوهريو برزنسكاى، اوكارترهاكش ته وويل: چى تاسى يوځل په ويتنام اوكوريا كى ماتى خوړلى،نوغوره به داوي چى داځل سمه پريكړه وكړىء .
تربريده يوه اونۍ وروسته برزنسكاى داخبره دخلكو په مخ كى ومنله چى كه اړتياپيښه شوه، واشنګټن به له پاكستان سره پوره نظامي مرسته وكړي. كله چى د۱۹۸۱ م كال په مني كى دريګن حكومت منځته راغى، نو پاكستان ته يي ددرى عشاريه دوه مليونه ډالرو دمرستى پرسر موافقه وكړه، اوپاكستان يي هغه دريم هيواد وګرځاوه، چى امريكا ورسره په دومره لويه پيمانه مرسته كوي.
دامريكا پوځي اواقتصادي مرستو نه يوازى ضياءالحق ته نړيواله بڼه وركړه ، بلكى دپاكستان اقتصادي حالت يي هم ښه كړاو په پوځ كى د ايف ۱۶ الوتكو په زياتولو هم بريالى شو.او ضياء دا ويلي وو چى دازما يوازينۍ سياسي ګټه ده.
په افغانستان كى دروسانوخلاف وسلوالى مبارزى ريګن ته داوخت وركړ چى له سرو لښكرو څخه دويتنام بدل په اسانه توګه واخلي. د ۱۹۸۰م كال په لسيزه كى مجاهدينوته دامريكا كلنۍ مرستى له لسګونونيولى ترسلګونو مليونو ډالروپورى ورسيدى. او ترويتنام بهرداترټولوسترعمليات ثابت شول . امريكا يوازينى هيواد نه وو چى له مجاهدينو سره يي مرستى كولى ، بلكى چين او ايران هم ورته خپلى مرستى راليږلى.
په ۱۹۸۱م كال كى دسي اى اى C.I.A مشر(ويليم كيسى) دپيسو دزيرمه كولويوصندوق جوړ كړاو له خواخوږو هيوادونو څخه يي مرستى راغونډولى، چى په دوى كى سعودي دوركړى په حساب ترټولو لوى هيواد اوله امريكا سره په مرستو كى په سيالۍ روان وو. د ډالر په مقابل كى به يي مجاهدينو ته ډالر وركول. په حقيقت كى په ۱۹۸۵ م كال كى دسويس راليږل شويوو توپونو، بريتانوي وسلو او امريكايي سټنګر توغنديوو دجګړى نقشه بيخي بدله كړه، تردى مهاله پورى دامريكا ټول عمليات په پټه توگه ترسره شوي وو همدارنگه ضياءالحق سره له دى چى دافغاني مجاهدينو لپاره يي روزنيز مركزونه جوړ كړي وو، له دى څخه انكار كاوه چى گنى له افغاني مجاهدينو سره مرستى كوي. او دا خبره يي ددى لپاره كوله چى د اى اس اى I.S.I لاسوهنه پټه وساتل شي. په داسى حال كى چى ټوله نړۍ ترى خبره وه.
له مصر او پولينډ څخه امريكايي وسلى راوړل شوى، او دلته ورته نور كارځايونه هم جوړ شو، چى وروسي تقلبي وسلى جوړى كړي، او بيا يي مجاهدين په زغرده دا دعوه وكړي چى مونږ دا وسلى له روسي تيري كوونكو څخه نيولي دي. امريكا دا غوښتل چى ښكاره كړي، دا دافغانانو كورنۍ جګړه ده، نو دپاكستان او اى اس اى I.S.I په لاسونو به لوبيدل.
**********************************************************
څرنګه چى دا عمليات په پټه روان وو، او هيڅ ليكلى سند او شميرنه يي نه درلوده، نو پاكستاني جنرالان په دى وتوانيدل چى ورځ پر ورځ شتمن شي په استراليا او دنړۍ په نورو برخو كى ځمكى واخلي او ښكلي كورونه جوړ كړي، له پيښور او بلوچستان څخه نيولي تر كراچۍ پورى ، پرته له دى چى كوم ګمركي محصول پرى راشي، دا ځمكى ددوى شوى.
خو چى كله پرى مرستى بندى شوى نو په پايله كى دسند خونړۍ سيمه ايزه جګړه پيل شوه . دافغاني عملياتو لپاره ديوه جوړشوي امريكايي ګوند كاركوونكي راته وويل چى شپيته په سلو كى مرسته بيځايه ځي.