هره ورځ ژوند تاته يوه سپينه پاڼه ستا دژوندپه كتاب كې ږدي ، ستا تيرې ورځې وار له مخه ليكل شوي چې ته يي هيڅكله نشې بدلولې، په هغو پاڼو كې ته خپل تاريخ ليدلې شې. په هغو پاڼو كې يي ځنې روښانه رنګ لري او ځنې يي تت ،ځنې يي يو اوځنې يي بل ډول دي.
دخوشاله وختونو ښكلي يادښتونه ساتلې شې او هغه پاڼې چې ستايادښتونه په كې ليكل شوي هروخت شكولې شې چې زړه دې وغواړي.
ته نن وخت لرې چې يوه بله پاڼه وليكې. دانو ستاخوښه ده چې دغې پاڼې ته هرډول رنګ وركوې، انځوريزه يي جوړوې ، ښكلې رنګونه ور اچوې او كه يوه پيكه پاڼه دخپل ژوند كتاب ته ور زياتوې. نو......
نن...ته څه ډول دخپلې ورځې يادښت ليكي؟
دانو يواځې تاپورې اړه لري چې څه ډول دخپل ژوند كتاب دنن پاڼه په داسې ارزښتناكه پاڼه بدولې چې په راتلونكي كې يي ديوې ځلانده خاطرې په توګه له ځان سره وساتې.
كه ته چيرته پوه واې چې يواځې يوه ورځ دژوند درپاتې ده، نوتابه څه كول؟
په دې كې شك نشته چې تابه د خداۍ ج او دهغه له بندګانو سره ډيرښه راز او نيازكړې وي، تابه دلمر له وړانګو ، دسهار له وږمو، دخپلې ميين له مينې، او له نورو هغو نعمتونو څخه چې خداې دركړي خوند اخستې وي.
نوله دغې نوې ورځې څخه خوند واخله،په خپل ژوند كې تل دښوو شيانو په اړه فكر وكړه، او هره شيبه په مينه كې ژوند وكړه،نورو ته زيان مه رسوه، خوښ اوسه چې ژوندې اوسې، تل خندنې اوسه او خلكو ته دمرستې لاس وغځوه.
لا تراوسه ناوخته نه دې، چې خپل ټولګې بدل كړې، نوې پيل كړې، اودخپل ژوند په كتاب كې دخوشالۍ او سولې تازه پاڼې وليكې
دخداۍ ج شكر اداء كړه چې تاته يي د (نن) ډالۍ دركړې، او ته كولاۍ شې چې دغه ورځ دخپل ژوندانه كتاب پرښكلو پاڼو بدله كړې. دابايد ستا په ياد وي چې سره له ټولو ستونزو، او سختيوو دا تاپورې اړه لري چې څه ډول نن ورځ واوسې.
هرډول چۍ ستا خوښه وي كه دا ورځ دخپلې لومړۍ او يا وروستۍ ورځې په توګه ګڼې، خو داستا دژوند دكتاب يواځنۍ ورځ ده
خداې دې وكړي چې دروژې مبارکه میاشت ستاسو ژوند ته سوكالي، برياليتوب اوخوشالي له ځانه سره راولي.
خداې دې وكړي چې هره ورځ مو لكه داختر ورځ شي
په تلپاتې مينه مو لمانځم

عنایت ساپې