بیا مې په سترګو د خمار څپې راماتې شولې

لکه د بنګو بنګاوې شیبې راماتې شولې

دښکلا حوره اوس د بر کلي نه دلته راځي

په دنګ قامت یی پوره زر جلوې راماتې شولې

سترګې خو نه دی د مرمیوو په څیر زړه ډزوي

په خوار عاشق له هرې خوا وسلې راماتې شولې

قدم چې اخلي د ښکلا ملکه ښار خوروي

ځکه مې پاتې د زړګي شیشې راماتې شولې

د ظالم لورې جادوګرې ته له کومه راغلې

چې زمونږ هسکې د غرور شملې راماتې شولې

یو وخت به ما باندې هم غبرګو غبرګو زړه بایلوده

ټولې به غیږې ته پستې مستې راماتې شولې

بیا مې په زړه راوریدلې یی تصویر دې جوړوم

ځکه مې سترګو نه رڼې اوښکې راماتې شولې

کابل