ځوانان
له وهلو ټکولو وروسته یی خوشی کړل
د هغه افغان روڼ اندو، ژورنالستانو ، لیکوالواو ټولنيزو څېرو ډله چې د تېرې دوشنبې په مازيګر 3:45 دقيقې د ولسې جرګې د رييس محمد يونس قانوني د ځانګړو ساتونکو لخوا په دې پلمه تر وسله وال بريد لاندې راغلل ، چې ولې د نوموړي ښاغلي"قانوني" د کور د مخې له سړک څخه له موټر سره (دافغانستان د نامتو ديني عالم مولوي محمد یعقوب حسن قريشی د لمسي د فاتحې له اخستلو څخه وروسته ) تېرېږي، تېر ماښام تر دوه ورځو او يوې شپې بند او پوښتنو ګروېږنو وروسته راخوشې کړی شول.د رسنيو د راپورونو له مخې دقانوني د سات
یویی بدرګه کړ بل یی وواژه
دسهار پوره اوه نيمې بجې وې چې دكابل هوايي ډګر پرلور غځيدلې واټ دترافيكو پرمخ وتړل شو. شيبه وروسته جوپې جوپې انسانان ښـكته او پورته دسرك دواړو غاړو ته پلي روان شول. ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان له څرمې داوږد ه انتظار له ويرې په پښو مزلو ته زړونه ښه كړل. امنيتي څارونكو دسرك له غاړو څخه دخلكو په شړلو ، موټر چلونكو ته په كنځلو او بايسكل چلوونكو ته په ديكو وركولو واټونه ګرم كړي وو.دپوليسو پك اپ ډاټسونو كله دډګر پر لوري او كله هم دعامې روغتيا وزارت دڅلور لارې پ
زمونږ د ادبي بنډارونو مجاهد شهید
هرسحرسترګې دګل په اوښكولژندې + په دې باغ كې بې ژړلو خندا نشتهزمونږ دبې كوشيره فرهنګ په خزان وهلي باغ كې دمرګونو غل يوتاند نيالګې بې وخته ترخپلو مرګوني څپو لاندې كړاو زمونږ ادبي خوځښت ته يي دداسې نهيلۍ احساس وركړ چې ګوندې افغان فرهنګ له خپل يون څخه لاس پرسر كړي خو،نه، باوري يم چې دمرګونو غل به په خپلو غلچكي بريدونو مونږ له خپل كلك هوډ څخه وانه ړوي او لا به دنويوو نيالګيوو دخړوب لامل شي. زه دافغان ادبي بهير ديومنلي او تكړه ملګري په ياد څو كرښې ليكم چې نه يواځې
عابد او بهیر
مونږ خپل ډيره فرهنګي ملګري دافغان ادبي بهير په انګړ کې وموندل. هغه مهال چي بهير په پيښور کې دشاه دوشمشيره په ليسه کې خپلې اونيزې غونډې پيل کړې، نو زه هم ديوملګري په ملتيا يوه ورځ دبهير پردروازه ورپيښ شوم. په شمار دولس ، ديارلس تنه به دليسې په انګړکې دشاګردانوپرهغو چوکيوو ناست وو چې له ټولګيوو به بهيروالو راويستلې وې. غونډه لا نه وه پيل شوې، بهيروالو په خپلو منځوکې خبرې سره کولې. شيبه وروسته يوله ونې دنګ ځوان(ارواښادامان الله ساهو) چې پرمخ يي توره برس ک
دنوښتونو سهار
نزدی د پنځو شپږو کلونو خبره ده، یوه ورځ دبهیر غونډی ته چی دپیښور دشاه دوشمشیره رح په لیسه کی به جوړیده لاړم، غونډه لانه وه پیل شوې، له راغلو ملګرو سره می ستړي مشي وکړله، او په یوه چوکۍ کیناستم، خو نن می په دغو ملګرو کی یو نوې ځوان ولید، چی یواځې ناست او څو پاڼې یی په مخ کی پرتې وی، کله به یی خپلې مخې ته پرتې پاڼې راواخستی او ورته به یی وکتل او کله به یی هم دنورو ملګرو په شان د دروازی پر لور وروکتل چی ګوندې بهیرو