هرسحرسترګې دګل په اوښكولژندې + په دې باغ كې بې ژړلو خندا نشته
زمونږ دبې كوشيره فرهنګ په خزان وهلي باغ كې دمرګونو غل يوتاند نيالګې بې وخته ترخپلو مرګوني څپو لاندې كړاو زمونږ ادبي خوځښت ته يي دداسې نهيلۍ احساس وركړ چې ګوندې افغان فرهنګ له خپل يون څخه لاس پرسر كړي خو،نه، باوري يم چې دمرګونو غل به په خپلو غلچكي بريدونو مونږ له خپل كلك هوډ څخه وانه ړوي او لا به دنويوو نيالګيوو دخړوب لامل شي. زه دافغان ادبي بهير ديومنلي او تكړه ملګري په ياد څو كرښې ليكم چې نه يواځې دبهيركارنده غړې و بلكه دبهير دغونډويومهال ګزارش ليكونكې هم و چې دمرګ ناڅاپي څپو له مونږه واخست، دهغه له شهادت څو كلونه تيرشوي خو اروا يي اوس هم زمونږ پرادبي ناستو ګرځي او غواړي چې يوڅه حق يي ورپه ځاي كړو. ډيره موده وشوه چې بهير ددغه تاند شهيد په ياد څه نه وايي چې يومهال يي دهمدغه بهير دسټيج له سره خپل شعرونه، كيسې ، نثري ليكني او دغونډو ګزارش هم اورول. شهيد محمد مجاهد خدايزده دكوم وركې پسې څوكاله وړاندې له هيواده مساپر او بيا دايران دفارس خليج په سمندر كې دايراني پوځونو دډزو ښكار شو او هماغلته يي خپل روح تلپاتي څښتن ته وسپاره او هغه ځاي چې دلته يي زمونږ ترمنځ درلود تش پريښود.
شهيدمجاهد زمونږ دپرې هغه تكړه ملګرې و چې دپاخه قلموال په توګه يي په تنګۍ ځوانۍ كې زمونږ زړونه تسخيركړي و، دهغه تاريخي او لرغونې ليكنې ددې بيلګې وې چې هغه دې همدا اوس دخپل عمر دپاخه او يادبوډاتوب ددورې ارمان په همدې ځوان عمر كې پوره كړي، هغه ښايي دخپلې خداۍ وركړې تقوا او سپيڅلتوب څخه په الهام اخستنه چې ګوندې ډيرعمر نه لري ودې كارته اوږه وركړې وه، له همدې امله زه د ارواښاد په تانده ځوانۍ كې دهغه پخو كرښوته داسې هك وم چې كله ناكله به ورته محمد پرويش شاهين هم حيران پاتې و، او دنوموړي ژور آند ته به ګوته په غاښ و. زه يي په اړه نورڅه نه وايم او يواځې ددغه ځوان خو پاخه قلموال دقلمي ځواك نښې دهيلې مجلې له بيلابيلو ګڼوڅخه ستاسو مخې ته ږدم. چې څه ناڅه دارواښاد حق پرې كړو، دلنډيزپه توګه دهغه دليكنو څو بيلګې دلته راړم.
دهيلې مجله څلورم كال پنځمه ګڼه ۶۶م مخ:
په ايلينا كې دمړي خښولو دود
داريانا ياپخواني افغانستان شمال ختيزه سيمه دايلينا په نامه ياديده، چې پر۱۸۹۵- ۱۸۹۶ كال داميرعبدالرحمن خان په امر دغازي غلام حيدرخان څرخي او جنرال تاج محمد خان بدخشي په هڅو داسلام په سپيڅلي دين روښانه او بيا وروسته دنورستان په نامه ونومول شو، نوموړې په دي ليكنه كې د ۱۸ هغو مرثيوو ذكرهم كړې چې دپخوانۍ ايلينا يا داوسني نورستان خلك يي دخپلو مړو ښخولو پروخت وايي.
دهيلي مجله څلورم كال شپږمه ګڼه :
دافغان-انګريز دجګړې په ياد دمردان تاريخي تالاب
په دې ليكنه كې چې تاريخي اړخ يي ډيرڅرګند دې نوموړي دهغو ۴۷ تنوعسكرو نومونه هم راوړي چې دانګريزانو په ملاتړجنګيدل او بيا دافغانانو سره په مخامخ جګړه كې وژل شوي و، نوموړي خپله داليكنه په دې الفاظو پيل كړې :
دماسپښين لمونځ مو وكړ، زنګ ووهل شوچې طالبان دې په جومات كې خپلې دايرې سمې كړي، جومات ته ورغلم ، ملګري وار په وار پرخپلو ټاكل شويوو موضوعګانو وغږيدل ، زماوار راورسيد عذر مې وړاندې كړ، څه شيبه وروسته غلې له حلقې راپاڅيدم، شا مې كړه او راووتم. په داسې حال كې چې سړه هوا چليدله او وريځې هم ګرځيدلې، د (پاكستان چوك) پرلوري روان شوم، ډيره لارمې نه وه وهلې چې باران پيل شو، ښه تيز باران پيل شو، ځان مې ښه ټينګ كړ زرو يي راباندې ونه رسيده ،دغنمو كروندو ترمنځ تيريدم، له لرې باد دصبر هسكلمنې ونې غورځولې، ترشاه مې وكتل چې دخانقاه شنې ګونبذې چې مدرسې ته نزدې وه له خپلې جلوه ګرې اروا سره يي دخلكو زړونه ژوندي كول.
دهيلې مجله، څلورم كال دريمه ګڼه:
دبلورستان درواغجنه الهه
په دې ليكنه كې نوموړې دهغو اتلسو خدايانو نومونه او دعبادت طريقي ښودلي چې لرغونو نورستانيانو دخپلو خدايانو په توګه منلي و، هغه خپله ليكنه په دې جملو پيل كړې:
بلورستان يااوسنې نورستان چې له ميلاد څخه ۸۱۹ كال مخكې يي دګلګت چترال له سيمې رانيولې دګران هيواد په شمال كې ترختيزې څنډې غځيدلې دې دوګړو شمير يي شپږو لكوتنو ته رسيږي چې دهيواد دكوچنيوو لږكيوو په ۴. ۴۸ % كې راځي، دپراخو ورشو او څړځايونو له امله دښايسته مارغانو او ډول ډول څارويوو لكه يږانو، ليوانو، پړانګانو، زمريانو، هوسيوو ، غرڅانو او په مرغانو كې لكه دباښو، تنزرو او بازانو غوره ځاي ګرځيدلې.
دهيلې مجله څلورم كال لومړۍ ګڼه :
په دې ليكنه كې دهغو څلورو تاريخي ځايونو نومونه راغلي چې دپخوانيوو قيمتي اثارو دلوټونې په نيت ځينوناترسو خپلسرو لوټلي. داليكنه په دې ډول پيل شوي
دګران هيواد ختيځ ولايت لغمان دبودايي دين دڅيړنې له پلوه مهمه ده، دلرغونو زمانو اثار دبيلونو او كولنګونو دوهلو پرمهال راوځي، كله چې يوځاي تثبيت شو چې دلته زاړه اثارشته نو له ملي او هيوادني مصلحت پرته په ډله ايزه توګه راويستل كيږي او داسې شتمنۍ په بې پروايي ضايع او داروپا بازارونو ته رسيږي. نوموړې دهمدې ليكنې په يوبل ځاي كې ليكي :
په دې اړه زما دمقالې ارزښت په دې كې هم دې چې زه پخپله دګران هيواد دلغمان ولايت دهمدې ولسوالۍ دسواتيو دكلي اوسيدونكې يم او همدلته زيږيدلې يم، دكوچنيوالي دوه كاله مې په كې تيركړي او بيا مو هجرت كړې. دافغان پالنې روحيه چې زما دوجود په ټولو غړو كې دخپل عروج پړاوونه وهي په نامردانه توګه دهيواد، تاريخ او شرافت دلوټيدنې او دهرې شيبې وير زما او زما غوندې خلكو دعمر لس كاله وژلي، خو محكوم ملتونه ملت پال وي او خداي دهيوادنۍ ميني نعمت محكومو ملتونو ته وركړي وي. هغو چې (ارويجپالنه) شرك باله اوس ددي ملت لپاره دوحدت څه لار لري ؟ دواك څښتنان همدوۍ و چې دانارشيوو بدمرغې مور زيږولي و، زمونږ تاريخ يوځل بيا ددغو تورو شپو راوي دې.
دهيلې مجله پنځم كال څلورمه ګڼه:
دهيواد دختيزو اديانو مذهبي رجحان
داليكنه دلرغونپوهنې په څانګو كې زمونږ دهيواد دپخواني رواياتو او بت پالنې په اړه كښل شوې چې تاريخي اهميت لري، راځۍ چې څو كرښې يي په ګډه ولولو.
بت پالنه دتوتم پالنې له پړاوه پيليږي، په شركي ګروهو به يي هر شې له يوه مخفي ځواك نه خالي نه باله، كله به چې دوۍ يومهيب شې وموند او په خپل ګومان به يي مخفي ځواك په كې وموند، نو راوابه يي خست، او وبه يي لمانځه. ترهغه مهاله به يي له ځان سره ساته او تضرع به يي ورته لرله چې مخفي ځواك به يي په كې محسوساوه، نو نذر او نياز به يي ورته درلود. كله به يي چې يوشې ترې وغوښت نو په زاريوو به يي ورته پيل وكړ كه ارمان به يي پوره شو نو په نامه به يي څه وركړل او كه ارمان به يي پوره نشو نو بيا به يي واخست ، پرځمكه به يي وواهه ، په خټو به يي ككړ كړ ورته به په قار شو په څپيړو به يي وواهه.
دهيلې مجله پنځم كال شپږمه ګڼه:
ګوتم بودا
په دې ليكنه كې دبودا تاريخي شاليد ته نغوته شوې او همدا راز په هيواد كې دطالبانو دواكمنۍ پرمهال دبودا دمجسمو دماتيدو په اړه ځنې څرګندونې شوي چې يوڅه يي دلته رااخلو.
په شمالي هندوستان كې داوسني نيپال او اوتراپرديش ايالت په سرحد كې واقع دشاكيا جمهوريت و چې دخپل محدود ځواك له امله دكوشا له واكمنۍ باج ګزار و، ددې كورنۍ واكمن راجاسدوهن دګوتم بده وزيرو، ۳۱۶ كاله وروسته اشوكا په دې ځاې كې يوه تيږه كيښوده چې لاتراوسه ولاړه ده او دهمدغه ځاي تاريخ يي مستند كړې، داځاي له بنارس څخه ۱۰۰ كيلومتره لرې دهماليا دغرونو په لمنو كې پروت دې . بالاخره ګوتم بده لوۍ شو، سياسي تارك الدنيا صوفي دعمر په ۲۲ كلنۍ كې دبودايانو په عقيده له نيردانا سره يي وصال راغلې چې دمعرفت وروستې پوړ دې. دامهال دې ۲۵ كلن و، نور له ځنګله راووت اود اراګون له دايمې ګردشه يي دخلكو دژغورنې په فكر په وعظ اوتبليغ پيل وكړ. ګوتم بده په اتيا كلنۍ كې د كسي نارا اوسنې يوپې له بنارس څخه ۱۲۰ ميله لرې شمال ختيځ كې وفات شو.
نوموړې دهمدې ليكنې په يوبل ځاي كې ليكي.
طالبانو تيركال دخپلواكۍ دلمانځلو په ترڅ كې كابل موزيم پرانست، چې داميرخان متقي په ځانګړي پاملرنه ترميم شوې. دبغلان دكوشاني زماني زوړ ډبرليك دپرانستې پرمهال وښودل شو. او داخبر ټولو خبري سرچينو خپوركړ چې طالبانو بوتان مات كړل. ډير احتمال شته چې هغه ډبرليك ته به يي هم څه زيان رسدولي وي. څومره چې زه او تاسې پوهيږو داكار سره له دې چې دبودا ماتولو پورې منحصردې ددې امكان شته چې دافغانستان دماركيټ ليونيوو په هاوهو كې ډيرشيان په څادرونو كې نغښتي وي.
داروښاد محمدمجاهد ليكنې داثابتوي چې نوموړې دسطحي فكر له حلقې دژور اند په لوري تللې و، په پورتنيوو ټولو اثارو كې دمجاهد ژور اند او دهيواد له تاريخ او لرغونو اثارو دجوتولو او معلومولو مينه له ورايه ښكاري. ارواښاد ته دلوۍ خداۍ ج له دربار څخه دجنت الفردوس غوښتنه كووم او كورنۍ ته يي د عظيم اجر اوصبرهيله لرم. په پاى كې دنوموړي دهغې مرثيي يوه برخه رااخلم چې دبهير ديوبل سرلاري ارواښاد امان الله ساهو په ياد يي په افغان ادبي بهير كې لوستې وه او زه يي بيرته همده ته ډالۍ كوم.
آه ! دهغه قلم سياهي وچه شوه، كله چې دشاعر په اوښكو ډكې سترګې ناڅاپه وچې شوې، آه ! دهغه قلم نوكه ماته شوه چې په ډبرينو زړونو يي څه ليكل غوښتل او هغه قلم نسكور شو چې دزړونو پرتختو يي دمينتوب نغمې ليكلې. آه ! نوبياهم مات شو، مړاوې شو ولې داسې وشول؟ ولې له مونږه خپه شو؟
هغه خو په هغه ورځ خندنۍ خوله په فاتحانه ګام له مونږه تللې و، هغه خو په هغه ورځ لكه دهما دوزرونو پورته كيده او غورځيده. په هغه ورځ هم قلم په لاس كې و او زمونږ دزړونو انځورونه يي ايستل، نو څه شي خفه كړ، چې بيا يي راونه كتل، نه ، نه، سترواكمن غوښتې و او هغه ته ور روان و.
ځوانان